اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د بریتانيا د سفارت شارژدافير رابرټ چاټرټن ډيکسن کابل ته سفر کړی او د طالبانو د بهرنيو چارو د سرپرست وزير په ګډون يې له طالب چارواکو سره ليدلي دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې متقي له رابرټ چاټرټن ډيکسن سره په ليدنه کې د بریتانيا د دې اقدام هرکلی کړی چې د طالبانو د «مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ» نه کوي او زياته کړې يې ده چې برېتانيا «بايد په ډاډ او جرأت سره تعامل ته را وړاندې شي».
متقي په داسې حال کې د طالبانو د وسله والو مخالفينو د نه ملاتړ له امله د بریتانيا د اقدام هرکلی کوي چې د دې ډلې چارواکو په ځلونو – ځلونو ادعا کړې چې هيڅ وسله وال مخالف نه لري.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت خپله ډله «ولسي خوځښت» بللی او ويلي يې دي چې طالبان د «تعامل پاليسي او د مسوول حکومت صلاحيت» لري.
ده زياته کړې، چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې چلند بايد د رسنيزو راپورونو پر اساس نه وي، «بلکې بايد متقابل درناوي ته په پام واقعبينانه او حقيقي وي».
د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې متقي هېله څرګنده کړې چې په برېتانيا کې د افغان وګړو لپاره قونسلي خدمات پېل شي.
په دې خبرپاڼه کې د ډيکسن په وينا راغلي، چې نوموړي افغانستان ته د خپل سفر په اړه خوښي ښودلې او ويلي يې دي چې تر لسيزو وروسته په افغانستان کې د راغلي امنيت او ثبات له کبله د سوداګرۍ، روغتيا او زده کړو په برخه کې د پرمختګ فرصت برابر شوی دی.
د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت له خبرپاڼې سره سم، د بریتانيا د سفارت شارژدافیر هېله څرګنده کړې چې د افغانستان او بریتانيا اړيکې ښې شي.
په دې خبرپاڼه کې د بریتانوي ډېپلوماټ په وينا راغلي، چې په افغانستان کې د امنيت او ثبات د ټينګولو لپاره د طالبانو ژمنتيا د درک وړ ده او د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره يې اخيستي ګامونه اغېزناک دي.
د افغانستان لپاره د بریتانيا د سفارت شارژدافېر په کابل کې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت له سرپرست ندا محمد نديم سره هم ليدلي او خبرې يې ورسره کړې دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نړۍ د هيوادونو امنيت له يو-بل سره تړاو لري او د افغانستان دايمي امنيت په تعليم او تحصيل سره راتللای شي؛ «له همدې کبله، په کار ده چې نړيوال د تعليم او تحصيل او د افغانستان د پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي».
د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت د خبرپاڼې په وينا، د بریتانيا شارژدافير ويلي، چې دا هيواد د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره په ډېرو برخو کې د همکارۍ او مرستې فرصت لري او ژمن دی چې په منظمه توګه له فرصتونو استفاده وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د نجونو پر وړاندې د پوهنتونو دروازې تړلې دي. همدا راز نجونې ښوونځي ته هم نشي تللای او د کار کولو اجازه هم نه لري.