استول شوي

ننګرهار کې یوه رضاکاره ځوان ګرځنده کتابتون جوړ کړی

اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال  اباد ښار کې یوه رضاکاره ځوان د مطالعې د عامېدو او کتاب لوستنې ته د خلکو د هڅونې په موخه ګرځنده کتابتون جوړ کړی دی.

دا رضاکاره ځوان رحمن الله اتل نومیږي چې په خپله ریکشه کې یې ګرځنده وړیا کتابتون جوړ کړی. دی هره ورځ د جلال اباد ښار په تفریح ځایونو ګرځي، نه یوازې پر خلکو بېلابېل ډوله کتابونه د مطالعې په موخه وېشي بلکې کتاب لوستنې ته یې هم هڅوي.

نوموړی وایې، له دې چارې یې موخه له زده کړو بې برخې نجونې او هلکان زده کړو ته هڅول او د کتاب لوستنې فرهنګ دودول دي.

اتل زیاتوي: «له موږ سره په دې کتابتون کې شاوخوا ۴۰۰ کتابونه دي، د دین، ارواپوهنې، تاریخ، وینا او مدیریت په برخه کې له موږ سره کتابونه موجود دي او په دې هڅه کې یو چې خپل فعالیتونه ولسوالیو او نورو ولایتونو ته هم وغځوو.»

اتل وایې، هڅه کوي د خپلو فعالیتونو لړۍ له مرکز جلال اباد ښار سربیره لرې پرتو ولسوالیو او څیرمه نورو ولایتونو ته هم وغځوي، خو اقتصادي ستونزو یې مخه ډب کړې ده.

عبدالرحمن اتل د طالبانو له حکومت څخه د نجونو پر مخ د تړلو ښوونځيو او پوهنتونو د خلاصېدو غوښتنه کوي او وايي چې ژر دې په یو ځانګړي اسلامي چوکاټ کې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

اتل زیاتوي: «له حکومته مو غوښتنه دا ده چې ځوانانو ته باید په کور دننه او بهر د زده کړو زمینه برابره شي او هم دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې پرانیستل شي.»

بلخوا نجونې وایې، له کله نه یې چې پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي له هغې راهیسې ناهیلې شوي دي.

د لسم ټولګي زده کوونکې مریم چې د ښوونځیو له تړل کیدو وروسته په کور ناست ده وایې چې د دې په ګډون افغانې نجونې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي خو له دې هر څه سره-سره یې د مطالعې لاره نه ده پرېیښې.

نوموړې د یاد کمپاین په اړه خوښي څرګندوي او وایې چې دا چاره په ټولنه کې د کتاب لوستنې دود پیاوړی کوي.

 مریم زیاتوي: «د کتاب لوستنې په موخه چې کوم اقدام شوی دا ډیره ښه هڅه ده په ځانګړي ډول د خویندو لپاره ځکه دوی هم د زده کړو او مطالعې حق لري، زمونږ غوښتنه دا ده چې د نجونو پرمخ دې د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي او دغه راز د پوهنتونو دروازې دې هم د نجونو پرمخ پرانیزي.»

فرهنګي فعالان هم د مطالعې د عامیدو په موخه د دا ډول هڅو ستاینه کوي او وایي چې داسي هڅې د کتاب د لوستلو مینوال لا زیاتولی شي.

دوی د کتاب لوستنې پر دودېدو ټینګار کوي او له ځوانانو غواړي چې د ټولنیزو رسنیو له کارولو سره-سره دې کتابونه هم ولولي.