یوناما: د وروستيو دوو مياشتو پر مهال افغانستان کې ۳۴ تنه د بريدونو او له جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو له کبله وژل شوي

انځور: د ازادۍ راډیو سایټ

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) د می او جون میاشتو پر مهال په دې هيواد کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه راپور خپور کړی او ويلي يې دي چې د دې دوو مياشتو پر مهال ۳۴ تنه د چاودنو او له جنګه پاتې چاودېدونکو توکو له کبله وژل شوي او ۷۵ نور ژوبل شوي دي.

د يوناما په دې راپور کې چې نن (دوشنبه، ۲۶ د چنګاښ) خپور شوی پکې راغلي، چې يوازې د دوو وروستيو مياشتو پر مهال د چاودېدونکو توکو د چاودنو له کبله لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او ۴۹ نور ژوبل شوي دي. د يوناما په وينا، «مطلق» اکثريت قربانيان ملکيان دي.

يوناما ويلي، چې زياته مرګ ژوبله د بدخشان ولايت په مرکز فيض آباد کې په دوو چاودنو کې اوښتې چې داعش يې مسووليت منلی دی.

د جون پر شپږمه په يوه بريد کې د بدخشان لپاره د طالبانو مرستيال والي نثار احمد احمدي په نښه شو. په دې بريد کې دی او موټروان يې ووژل شول او ۱۳ تنه نور ژوبل شول.

د جون پر اتمه په دويم بريد کې يوه ځانمرګي بريدګر د نثار احمد احمدي د جنازې مراسم په نښه کړل چې له کبله يې ۱۳ تنه ووژل شول او ۳۶ نور ژوبل شول.

يوناما ويلي، چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵مې څخه چې طالبان واک ته رسېدلي دي، بيا د ۲۰۲۳ کال د می تر مياشتې يې د يو زر او ۹۶ تنو وژل کېدل او د دوه زره او ۶۷۹ تنو ژوبلېدل ثبت کړي دي. د يوناما په وينا، د دې مرګ ژوبلې درې پر څلور برخه ملکيان دي چې ټولټال ۷۰۱ تنه وژل شوي او ۱۱۳ نور ژوبل شوي دي.

يوناما ويلي، چې دا افراد د لاسي جوړو شويو بمونو په وسيله په ګڼ نفوسه سيمو لکه عبادتځايونو، مدرسو او بازارونو کې وژل شوي دي.

دې  دفتر زياته کړې، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هم ځانمرګي بريدونه د پام وړ اندېښنه ده.

له جنګه د پاتې چاودېدونکو توکو له کبله مرګ ژوبله

يوناما په خپل راپور کې زياته کړې، چې د می او جون مياشتې پر مهال یې له جنګه د پاتې شويو چاودېدونکو توکو له کبله د ملکي تلفاتو ۴۵ پېښې ثبت کړې دي. د يوناما په وينا، په دې چاودنو کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۶ نور ژوبل شوي دي.

دې بنسټ ويلي، چې د جګړييزو مهماتو د چاودنو ډیری قربانيان ماشومان دي چې ډېر وخت ناچاودي مواد د زړو اوسپينو په توګه راټولوي.

د وروستيو راپورونو پر بنسټ، د افغانستان شاوخوا ۶۰۶ کيلومټره مربع خاوره په ماينونو او چاودېدونکو توکو ککړه ده.

د سره صليب د کميټې شميرې ښيي چې د تېر ميلادي کال پر مهال په افغانستان کې د ناچاودو ماينونو او چاودېدونکو توکو له کبله ۹۹۵ تنه وژل شوي او يا ژوبل شوي دي.

په دې لړ کې ۹۷ سلنه ملکيان دي او د هغوی ۵۶ سلنه يې ماشومان دي چې په افغانستان کې د ناچاودو ماينونو او چاودېدونکو توکو په ۴۵۰ چاودنو کې وژل شوي او يا ژوبل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه