انځور: ارشیف

له طالبانو سره تعامل؛ په کومه بيه او په کومه معنا؟

و. پ

د برېتانيا د پارلمان د دفاعي کميټې مشر توبياس ایلووډ څه موده وړاندې افغانستان ته راغلی و. په افغانستان کې دننه يې يوه وړه ويډيو جوړه کړې وه او د دې ويډيو له لارې يې دا پيغام ورکړی و چې موږ بايد بيرته له طالبانو سره ښکېل شو او په افغانستان کې خپل سفارت پرانيزو. د نوموړي ټينګار دا و چې له طالبانو سره نه تعامل پايله نه ورکوي، بلکې که د يو څه تر لاسه کول غواړو نو بايد ښکېلتيا مو زياته شي. نوموړي همدا راز ويلي و چې په افغانستان کې ځينې مثبت بدلونونه راغلي چې نوموړي پر همدې اساس له طالبانو سره ښکېلتيا اغېزناکه ګڼلې.

که څه هم پر نوموړي په پراخه کچه نيوکې وشوې او نوموړی د دې نیوکو له کبله اړ شو چې خپله جوړه کړې ويډيو له خپلې ټويټر پاڼې پاکه کړي، مګر له دې سره – سره د ځينو لوېديځوالو او افغانانو تر منځ دا فکر شته او مطرح کېږي چې پر طالبانو بنديزونو او له هغوی سره نه ښکېلتيا مطلوبه او مناسبه پايله نه ده ورکړې، بلکې که غواړو چې مطلوب څه لاس ته راوړو نو بايد هماغه پاليسي غوره کړای شي چې توبياس يې وړانديز کړی و. د دې خلکو په وينا چې د توبياس خبرې بايد يوازې د احساساتو پر اساس رد نه کړل شي، بلکې بايد دې اړخ ته له منطقي پلوه وکتل شي. دا خلک هم په افغانستان کې د امنيت په ګډون د تارياکو د کرکيلې او فساد کمښت د ځينو داسې عواملو په توګه يادوي چې بايد له مخې يې له طالبانو سره مثبت تعامل ته مخه شي. د دوی په اند تر دې مثبتو بدلونونو وروسته، که له طالبانو سره ښکېلتيا نوره هم زياته شي، نو امکان شته چې نور مثبت بدلونونه هم راشي.

دوی د خپل دريځ لپاره يو بل دليل دا هم وړاندې کوي چې که له طالبانو سره تعامل کم او يا هم ونه شي نو هغه طالبان چې د نړيوال تعامل غوښتونکي دي، هغوی نور هم کمزوري کېږي او له صحنې وځي. د دوی له فکر سره سم چې تعامل به هغوی ته يو چانس برابر کړي چې مخته راشي او د طالبانو تر منځ پر پاليسيو او نورو تګلارو اغېز ولري.

زما په اند له طالبانو سره تعامل اوس هم پايلو ته په کتو سره تر حده زيات دی. که له طالبانو سره نور تعامل کېږي، نو بيا بايد لومړی د شوي تعامل پايلو ته وکتل شي چې وړانديني تعامل څومره مثبتې پايلې درلودلې دي؟ ايا په رښتيا هم د ملګرو ملتونو، بهرنيو سفارتونو او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ډيپلوماټانو له لوري ترسره شوی او يا هم کېدونکی تعامل د طالبانو د پاليسيو او فکر په بدلون کې موثر و؟ ترڅو چې دې پوښتنې ته واضح ځواب نه وي موندل شوی، تر هغو د نور تعامل اقدام کول به تېروتنه وي. همدا راز، د نور زيات تعامل لپاره تر اقدام وړاندې دا هم سنجول په کار دي چې دا تعامل بايد کومې مثبتې او مطلوبې پايلې په څومره وخت کې تر لاسه کړي او که داسې پايلې تر لاسه نه شوې، نو بيا به بل اقدام څه وي؟ ايا بيا به هم د نور زيات تعامل غوښتنه کېږي او که به بيرته راکمېږي؟

له طالبانو سره د زيات تعامل غوښتونکي چې په افغانستان کې مثبت بدلونونه د يوه دليل په توګه وړاندې کوي، نو بايد وويل شي چې دا له طالبانو سره د مثبت تعامل پايله نه ده. چيرته چې جګړه د يوه لوري په ګټه پای ته رسېږي، طبيعي ده چې موقتي ارامي به راځي. فساد به ښايي کم شوي وي، خو دا هم نه يوازې چې له طالبانو سره د تعامل پايله نه ده بلکې په دې اړه مثبت پيغام وړاندې کول تېروتنه هم کېدلای شي ځکه په طالبانو کې دننه هيڅ داسې شفاف سيسټم نشته چې د عايداتو د راټولېدو او لګښت کچه په واضحه او دقيقه توګه وارزوي او همدا راز په افغانستان کې هيڅ خپلواکه اداره نشته چې داسې معلوماتو ته لاسرسی ولري او هغوی د طالبانو په سيسټم کې دننه د شفافيت تاييد وکړي، بلکې برعکس داسې ګڼې ادعاوې په رسنيو کې وخت پر وخت خپرې شوي چې طالبان نه يوازې په حکومتي عايداتو کې شخصي لاسوهنې کوي او د ځان په ګټه يې کاروي، بلکې له خلکو سره د نړيوالو له لوري کېدونکې بشري مرستې هم پر خپلو حلقو وېشي. زه په خپل ولايت کې د څو داسې پېښو شاهد يم چې طالبانو په نغدي مرستو کې غير مستحق طالبان له دې وجې د مرستو په نوملړ کې نيولي چې د دوی په وينا له دوی سره يې د «جهاد» پر مهال مرسته کړې ده او د همداسې کسانو له وجې اړمن کسان له مرستو هر ځای پاتېږي. له دې سره – سره د طالبانو د مشر ملا هبت الله په اړه راپورونه خپاره شوي او دا شکونه يې راپیدا کړي چې نوموړی د ملي بودیجې پراخه برخه د خپل واک د پراخولو او ټينګولو لپاره لګوي او هيڅوک ترې پوښتنه هم نه شي کولای.

که څه هم رسنيز راپورونه دادي چې د طالبانو تر راتګ وروسته د تارياکو کرکيله کمه شوې ده، خو بيا هم په قطعي توګه نشي ويل کېدلای چې دا له طالبانو سره د مثبت تعامل پايله ده او هغوی دا کار له نړيوالو سره د شويو ژمنو له مخې کړی دی ځکه تر هر څه وړاندې دا د طالبانو لپاره يوه عقيدوي مسئله ده او هغوی چې کله له خلکو سره په دې اړه تعامل کوي نو د دين له مخې يې حرام ګڼي او هغوی منع کوي. که دا کار طالبانو د نړيوال تعامل د فشار او يا له هغوی سره د ژمنو له وجې هم کړی وي، نو يوازې د تارياکو د کرکيلې په کمښت کې پرمختګ د نور زيات تعامل لپاره استدلال او جواز نه شي کېدلای ځکه بل اړخ ته طالبان د بشري حقونو تر ټولو ستر ناقضين هم دي او په ځانګړې توګه له ښځو او نجونو سره مطلق جنسيتي تبعيض کوي او هغوی يې يوازې د خپل جنسيت پر اساس له ډېرو اساسي انساني حقونو محرومې کړې دي. پوښتنه داده چې که دوه يا درې مثبت پرمختګونه د نور تعامل جواز کېدلای شي، نو د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو ګڼ بنديزونه، جنګي جنايتونه، له لږکيو سره تبعيض او مطلق ملايي استبداد ولې د متقابل غبرګون يا هم نه تعامل لپاره استدلال نه شي کېدلای؟

له طالبانو سره د تعامل پلويان دا خبره هم کوي چې نه تعامل، بنديز او له لېرې د وګړو د حقونو لپاره د غږونو پورته کولو کومه مناسبه ګټه نه ده کړې، خو دوی دا هېروي چې له وړاندې له طالبانو سره د شته تعامل په صورت کې دا هر څه پېښ شوي دي. همدا اوس په افغانستان کې نړيواله ټولنه هم د يوناما او هم د اروپايي ټولنې د ماموريت له لارې حضور لري او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د بشري مرستو په برخه کې فعاليت لري. د بشري مرستو له لارې د افغانستان بانکي سيسټم ته نغد ډالر ترزيق کېږي چې د افغانۍ په ثبات او ګوزاره‌ يي اقتصادي حالت په دوام کې يې ډېره مرسته کړې ده. له دې سره – سره په روغتيايي برخه کې د نړيوالو ادارو مرستې د پام وړ دي. همدا راز، وخت پر وخت د نړۍ د هيوادونو له بېلابېلو استازو سره د طالبانو ليدنې او په مخامخ توګه هغوی ته د پيغام د انتقال لار نه ده تړل شوې.

مګر له دې سره – سره په طالبانو کې دننه قوي او حاکمه ډله په دې اند ده چې «امارت» بايد د ۱۹۹۰ کلونو خپلې لومړنۍ بڼې ته ستون شي او پر ټولنه او خلکو هماغه قيودات د «شريعت» له غوښتنې سره سم وضع کړي. له ټول نړيوال تعامل سره – سره چې شته دی، طالبان همدې لور ته روان دي او ښځې په مطلقه توګه له ټولنيز ژونده حذفوي او هڅه کوي چې د يوه مدرسه‌يي ليد پر اساس ټولنه او وطن کنټرول او اداره کړي.

د نور تعامل له پلويانو پوښتنه داده چې کله طالبان د خپلې سختدريځۍ او خپل شرعي تعبير پر اساس د يوې ټولنې جوړول غواړي، له هغوی سره به تعامل د هغوی د نظر او يا هم د هغوی د «شريعت» په بدلون کې څرنګه مرسته وکولای شي؟ څه چې هغوی کوي، دوی يې د «اسلامي نظام» تقاضا ګڼي او وايي چې شل کلنې «قربانۍ» د همدې لپاره ورکړل شوې دي. ايا د دې هېله او اميد شته چې د طالبانو شريعت به د نور تعامل له لارې بدل شي او په دې توګه به هغوی خپل لګېدلي بنديزونه واخلي؟ که داسې هېله وي، نو د دې هېلې اساس څه دی؟ په تېرو دوو کلونو کې له طالبانو سره تعامل خو د دې برعکس پايلې ښيي.

له طالبانو سره په تعامل کې چې څه له پامه غورځول کېږي، هغه د نړۍ په تړاو د دوی د «کفر» او «اسلام» ليد دی. دوی هر څه ته له همدې زاويې ګوري او جوته ده چې له اسلام څخه د دوی تعبير نه يوازې له تشدده ډک دی، بلکې له حقايقو او د نړۍ له واقعيتونو ډېر لېرې دی. که د کومې موضوع په تړاو د دوی د نظر د بدلون هڅه کېږي، نو داسې به انګېرل کېږي چې په هغه تړاو د دوی «دين» بدلېږي. پوښتنه داده چې ايا داسې څه ممکن دي؟