اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي دي چې د «فرمټ مسکو» راتلونکې غونډه په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په تړاو دايرېږي.
د ټاس خبري اژانس په وينا، ښاغلي کابلوف پرون (دوشنبه، ۹ د زمري) ويلي دي چې ټاکل شوې ده دا غونډه د روان ميلادي کال د سپټمبر مياشتې پر ۲۹ نېټه د روسيې په کازان ښار کې جوړه شي.
د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړي استازي زياته کړې ده چې «تر اوسه په دې اړه (د ټول ګډونه حکومت جوړولو) په تړاو هيڅ پرمختګ نه لرو. همدا وجه ده چې د خپل کار د دوام لپاره راغونډېږو».
ده زياته کړې ده چې په دې غونډه کې به له تروريزم او د نشيي توکو اړوندو جرمونو سره پر مبارزې هم بحث وشي.
ښاغلي کابلوف ټينګار کړی دی چې طالبان په دې غونډه کې رابلل شوي دي او هغوی به پکې ګډون وکړي.
تر دې وړاندي د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې له امير خان متقي سره د روسيې د سفير تر ليدلو وروسته خبر ورکړی و، چې دا ډله به د فرمت مسکو په غونډه کې ګډون کوي.
د فرمټ مسکو څلورمه غونډه، تېر کال د روسیې د بهرنيو چارو وزارت په شمول د طالبانو له ګډون پرته جوړه شوه.
دا غونډه د ۲۰۱۷ کال پر مهال د افغانستان په تړاو د نظرياتو د بيان لپاره را منځ ته شوه.
