اوچا: د افغانستان ۲۵ ولايتونه له سختې او ناورین زېږوونکې وچکالۍ سره مخ دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د افغانستان ۲۵ ولايتونه د «سختې» او «ناورین زېږوونکې» وچکالۍ سره مخ دي.

دې بنسټ په خپل راپور کې چې تېره سې‌شنبه (۱۰ د زمري) يې پر خپله ويبپاڼه خپور کړی ليکلي، چې افغانستان په پرلپسې توګه درېيم کال وچکالۍ تجربه کوي.

اوچا ويلي، چې وچکالۍ په افغانستان کې تر ۵۰ سلنه زيات نفوس اغېزمن کړی دی.

د اوچا له راپور سره سم، افغانستان د نړۍ په هغو ۱۰ هيوادونو کې دی چې د وچکالۍ، توپان، واورې ښوييدنې او زلزلې په ګډون له سختې آب او هوا او طبيعي افتونو سره مخ دی.

دې بنسټ ويلي، چې د دې افتونو شمېر مخ پر زياتېدو دی او د ميليونونو خلکو ژوند او اقتصاد يې له خطر سره مخ کړی دی.

اوچا ويلي، چې افغانستان د هغو هيوادونو په نوملړ کې چې له خطر او کړکېچ سره مخ دی، په څلورمه درجه کې دی. همداراز، د نوتردام د نړيوال مطابقت د شاخص له نظره افغانستان د هغو هيوادونو په نوملړ کې اتم ځای لري چې له اقليمي بدلونونو زيانمن دی او پر وړاندې يې کم چمتووالی لري.

دې بنسټ ويلي، چې د افغانستان خلک په پام وړ توګه د اقليمي بدلونونو پر وړاندې مقاومت کړی دی، خو اړتيا ده چې د هغو اقليمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې يې بېړنی ملاتړ وشي چې د دوی ژوند يې اغېزمن کړی دی.