د «طالبانو په اسلامي حکومت» کې د ښځو لپاره کوم کارونه ممنوع دي؟

له ۲۰۰۱ کال راهيسې د تېرو شلو کلونو پر مهال د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ښځو د ګډون لپاره ډېرې هڅې وشوې. د ۲۰۲۱ کال پر مهال د حکومت په ۴۰۰ زره ملکي مامورينو کې ۲۹.۳۹ سلنه ښځې وې. د پارلمان ۲۷ سلنه څوکۍ له ښځينه استازو سره وې. د سنا ۲۲ سلنه څوکۍ د ښځو په واک کې وې. په همدې توګه، ښځو په اجراييه قوه، خپلواکو کميسونونو او قضاييه قوه کې هم مهم نقش درلود. د پوځ په ګډون په عمومي څانګو کې د ښځو حضور ۱۰ سلنه و.

د ۱۳۸۳ کال اساسي قانون د افغانستان د ښځو حقونه او ازادۍ تضمين کړې وې. د تېرو دوو لسيزو پر مهال په دې برخو کې د ښځو حضور يوه مهمه لاسته راوړنه يادېدله او په دې برخو کې د ښځو د نقش د زياتولو لپاره زياتې هڅې کېدلې، خو واک ته د طالبانو رسېدو په دې برخو کې د ښځو د مخ پر ودې حضور مخه ونيوله.

په تېرو دوو کلونو کې چې طالبان د دوحې هوکړه‌ليک له مخې واک ته رسیدلي په دې مهال کې يې د خپلو ژمنو بر خلاف د ښځو پر خلاف زياتې سپارښتنې او محدودوونکي فرمانونه صادر کړي دي. د دې سپارښتنو او فرمانونو ټول شمېر ۸۳ دی چې په ټولنه کې د افغان ښځو د ژوند پر ټولو اړخونو ژور اغېز کوي. دا فرمانونه نه يوازې دا چې زده کړو، روغتيايي درملنې، کار، اقتصادي او سياسي فرصتونو او عدالت ته د ښځو لاسرسی محدودوي، ورسره په رسنيو کې هم د ښځو پر حضور محدوديت لګوي، له دې سره-سره له ښځو د پوښاک د ټاکنې او د روغتيا د ساتنې لپاره د موثر فعالیت حق هم اخلي.

د طالبانو مشرتابه د دې فرمانونو د تطبيق لپاره قوي اجرايوي اقدامات په نظر کې نيولي دي. د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت يو له هغو مهمو بنسټونو څخه دی چې د دې را منځته شويو سپارښتنو او فرمانونو د تطبيق په برخه کې فعاليت کوي.

د طالبانو د سرپرست حکومت په کابينه کې هيڅ ښځه نشته

د ۱۴۰۰ لمريز کال د زمري د ۲۶مې په مازيګر، د اشرف غني په مشرۍ د حکومت تر پاشل کېدو وروسته، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې په ټولنه کې د ښځو حضور مهم وباله. ده وويل: «ښځې بايد په ټولو برخو کې له اسلامي چوکاټ سره سم کار وکړي او د ښځې او نارينه ترمنځ هيڅ ډول تبعيض نشته.»

طالبانو د همدې کال د وږي د مياشتې پر ۱۶مه نېټه د خپل سرپرست حکومت د کابينې غړي اعلان کړل چې ښځو ته پکې سهم ورنه کړل شو. د سرپرستې کابينې د غړو د پېژندنې په خبرپاڼه کې راغلي و چې طالبان بشري او د لږکيو حقونو ته ژمن دي.

په خبرپاڼه کې راغلي و: «اسلامي امارت د بشري حقونو، د لږکيو حقونو او همدا راز محرومو اقشارو د حقونو په برخه کې د اسلام د مبين دین د غوښتنو په چوکاټ کې موثر او جدي ګامونه اخلي.»

د ۱۴۰۰ لمريز کال د وږي د مياشتې پر ۲۶مه نېټه، طالبانو په يوه بل اقدام کې په رسمي توګه د ښځو د چارو د وزارت لوحه لېرې کړه او د حکومت له جوړښت څخه د دې وزارت تر حذفولو وروسته يې د دې وزارت ودانۍ امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته ځانګړې کړه.

اعتراض منع دی

د ۱۴۰۰ کال د وږي د مياشتې پر ۱۷مه نېټه د طالبانو کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر لاريونونو بنديز ولګاوه. د دې وزارت په خبرپاڼه کې لاريونوال د عامه نظم ګډوډوونکي او سرغړوونکي بلل شوي وو. په اعلاميه کې ټينګار شوی و چې لاريونوال بايد تر هر ډول غونډې ۲۴ ساعته وړاندې امنيتي بنسټونو ته خبر ورکړي. د لاريونونو موخه او شعارونه، همدا راز د لاريونونو ځای او د پېل او پای وخت او نور جزييات له اړوندو ادارو سره شريک کړي او اجازه دې واخلي، له دې پرته به له متخلفينو سره «قانوني چلند» وشي.

د تېرو دوو کلونو پر مهال په افغانستان کې يوازې ښځې د طالبانو د حکومت پر خلاف ثابتې لاريونوالې وې او له سخت ځپل کېدو سره – سره يې خپلو لاريونونو ته دوام ورکړ. د طالبانو ځواب ځپنه، نيونه، زندان او شکنجه وه.

له دولتي ادارو څخه د ښځو حذفول

د ۱۴۰۰ لمريز کال د وږي د مياشتې پر ۲۸مه نېټه د کابل ښاروالۍ ښځينه کارمندانو ته وويل شول چې يوازې هغه ښځې کولای شي خپل کار ته دوام ورکړي چې کار يې د نارينه همکار له لوري نشي کېدلای. تر دې وروسته، په ټول افغانستان کې د دولتي ادارو ډیری ښځينه کارمندانو ته امر وشو چې تر څو له شرعي اصولو سره سم بېل او مناسب ځايونه نه وي چمتو شوي، په کورونو کې دې پاتې شي. له هغه وخته تراوسه د ابتداييه دورې لپاره له ښځينه ښوونکو، روغتيايي ښځينه کارکوونکو او يو شمېر نورو ښځو پرته چې د طالبانو په امنيتي ادارو کې په کار بوختې دي، نورې ټولې ښځې په کورونو کې ناستې دي. دوی هره مياشت يوازې يو ځل د حاضرۍ د لاسليک او خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره ادارو ته مراجعه کوي.

د همدې کال د وږي د مياشتې پر ۲۰مه نېټه د ماليې وزارت ښځينه کارمندانو ته هم وويل شول چې پر خپل ځای دې د کور نارينه غړي کار ته راولېږي او په خپله دې په کور کېني.

ورزش

د ۱۴۰۰ کال د وږي د مياشتې پر ۱۷مه نېټه د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډيو ټلويزیون رييس احمد الله وثيق د ښځو ورزش يو «نامناسب او غير ضروري» فعاليت ياد کړ او وضاحت يې ورکړ چې شونې ده «د لوبغاړو څېره او بدن پټ نه وي، چې په شريعت کې جواز نه لري».

ده وويل، چې ښځو ته به هغه وخت د ورزش اجازه ورکول کېږي چې «امن چاپېريال» برابر شي. خو تر دې څرګندونو وروسته، طالبانو د ښځو ځانګړي ورزشي کلبونه وپلټل او د هغو فعاليت يې منع کړ. اوس تر دوو کلونو وروسته، ښځې لا هم په داخلي او بهرنيو سياليو کې له ګډون کولو څخه منع دي.

په پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو د ټولګيو بېلول

د ۱۴۰۰ کال د وږي په مياشت کې طالبانو د پوهنتونو ټولګي د يوې پردې په وسېله د ښځينه‌وو او نارينه‌وو تر منځ بېل کړل، خو وروسته يې ټولګي بېخي جلا کړل او په راتلونکو اونيو کې يې د نارينه او ښځینه محصلينو د حضور لپاره طاق او جفتې ورځې مشخصې کړې.

ښځينه استادانې يې نارينه وو ته له تدريس کولو او نارينه استادان يې ښځينه محصلينو ته له تدریس کولو منع کړل.

متوسطه ښوونځيو او لېسې ته د نجونو پر تګ بنديز

د ۱۴۰۰ کال د وږي د مياشتې پر ۲۶مه د طالبانو د پوهنې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ښځينه او نارينه زده کوونکو څخه وغوښتل چې بيرته دې مکتبونو ته ولاړ شي، خو تر شپږم ټولګي د پورته نجونو په اړه يې څه ونه ويل. تر نيوکو وروسته، دې ډلې وضاحت ورکړ چې د شرعي اصولو پر اساس د مناسب چاپېريال او زده کړييز نصاب تر برابرېدو پورې دې نجونې په کورونو کې پاتې شي. د طالبانو د ژمنو بر خلاف چې ويلي يې و د نجونو پر وړاندې به ښوونځي پرانيزي، خو د طالبانو دا ژمنه عملي نشوه او ۱۴۰۰ زده کړييز کال پای ته ورسېد.

د ۱۴۰۱ زدکړييز کال پر مهال، کورنۍ د طالبانو ژمنې ته په تمه وې چې ښوونځي به پرانيزي، خو د وري/حمل پر دويمه نجونې په ژړا د ښوونځيو له دروازو څخه کورونو ته ستنې شوې. دا زده کړييز کال هم په همدې ژمنو سره پای ته ورسېد. ۱۴۰۲ زده کړييز کال هم د نجونو له حضور پرته پېل او نيمايي ته رسېدلی دی.

د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي د مياشتې پر ۱۱مه نېټه طالبانو له څلورم څخه تر شپږم ټولګيو پورې له ښځينه زده کوونکو وغوښتل چې د تګ-راتګ پر وخت دې خپل بدنونه وپوښي.

د دولت له قضايي څانګې څخه د ښځو بندول

سره له دې چې په قضايي برخه کې د ښځو د حضور په اړه ځانګړی فرمان نه دی صادر شوی، خو د طالبانو وياندويانو په دې برخه کې د ښځو حضور د شرعي قوانينو خلاف عمل بللی دی. دوی ويلي چې په دې برخه کې د ښځو حضور ته اړتيا نشته. د طالبانو د سرپرست حکومت د سترې محکمې مرستيال وياند عنايت الله ويلي، چې ښځينه قاضيانې د شرعي قوانينو په اړه کافي معلومات نه لري او نشي کولای سمې پرېکړې وکړي. ده ويلي: «شريعت ښځو ته اجازه نه ده ورکړې چې د قصاص او حدودو په برخه کې قضاوت وکړي. دويم دا چې اسلامي امارت د ښځينه قاضۍ د فعاليت په اړه پرېکړه نه ده کړې. له همدې کبله د ښځينه قاضيانو کار ځنډېدلی دی.»

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي، چې ښځې د ديني زدکړو په محدوده کې د فعاليت اجازه لري، تر دې زياته اجازه ورته نشته. ده ويلي: «د ښځينه قاضۍ د فعاليت په اړه بايد ووايم چې د اسلامي امارت په راتګ سره قضايي برخه نوې شوې ده او د ښځې او نارينه په ګډون د افغانستان د اتباعو د حقونو تأمين د قضايي څانګې مکلفيت دی.» ده زياته کړه چې له ښځينه قاضيانو پرته هم «په محکمو کې د ښځو او نارينه‌وو ستونزو او شخړو ته رسيدګي کېږي».

په نړيوالو موسېساتو کې د ښځو پر کار بنديز

د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي د مياشتې پر درېيمه د طالبانو اقتصاد وزارت د ۴۲۹۳ مکتوب په صادرولو سره داخلي او نړيوالو موسېساتو ته امر وکړ چې د ښځينه کارمندانو کار تر «امر ثاني» پورې ځنډېدلی دی. دا مکتوب د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دين محمد حنيف لاسليک کړی و او په هغه کې کورنيو او نړيوالو موسېساتو ته خبرداری ورکړل شوی و چې که دا امر عملي نه کړي، د فعاليت جواز به يې لغوه شي. طالبانو د دې چارې دليل د «اسلامي حجاب» او «نورو قوانينو او مقرراتو» نه عملي کول بللي و.

د سلام وطندار له لوري له راټولو شويو شمېرو سره سم، د همدې فرمان له کبله او يوازې د څلورو نړيوالو سازمانونو د ناروې د مهاجرينو شورا (اين آر ايس)، پاملرنې موسېسې، د ژغورنې نړيوالې کميټې (آی آر سي) او د (ايم ايم آر سي آی) نړيوال سازمان د فعاليت ځنډېدو له کبله د دوی ټول ۱۱ زره او ۴۴‍۱ کارکوونکي په ټول افغانستان کې په کورو کېناستل. په دې لړ کې څلور زره او ۳۷۳ ښځې وې.

په رسنيو کې د ښځينه کارمندانو د څېرو پټول

د ۱۴۰۰ کال د لړم د مياشتې پر ۳۱مه نېټه د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د يوې اته مادييزې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان پر ټلويزیوني شبکو د هغو ډرامو خپرول ممنوع اعلان کړل چې لوبغاړي يې ښځې دي. دې اعلاميې د ټلويزیونونو له ښځينه خبريالانو څخه وغوښتل چې بشپړ اسلامي حجاب دې مراعت کړي او د خپرونې د اجرا پر مهال دې خپل بدن وپوښي. تر دې فرمان وروسته د رسنيو ښځينه کارکوونکو د طالبانو د محدوديت له وجې خپل کار پرېښود او يا هم کار پرېښودلو ته اړې شوې.

تر دې فرمان وړاندې، طالبانو د سريالونو پر خپرولو هم بنديز لګولی و. دې بنديز هغه په لسګونو ښځینه کارمندانې بې‌کاره کړې چې د سريالونو د دوبلې په برخه کې يې کار کاوه.

له محرم پرته د سفر پر کولو بنديز

د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي د مياشتې پر پنځمه طالبانو د ښځو پر سفر پراخ بنديزونه ولګول. د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ښاري او مسافر وړونکو موټرو له موټروانانو وغوښتل چې بې حجابه ښځې دې نه سپروي. همدا راز دې وزارت هغه ښځې چې «محرم» (پلار، ورور، مېړه، يا زوی) ورسره نه وي، منع کړې دي چې په يوازې سر تر ۷۲ کيلومټره زيات سفر ونه کړي.

د ۱۴۰۰ کال د کب پر اتمه طالبانو له هیواده دباندې له محرم پرته د ښځو پر سفر محدوديتونه ولګول. د دې محدوديت له مخې، له محرم پرته د ښځو د سفر مخه ونيول شوه او په لسګونو ښځينه محصلينو له افغانستانه دباندې تحصيلي فرصتونه له لاسه ورکړل.

د امن کورونو تړل

په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال، د «امن کورونو» په نوم بنسټونه او ځينې ادرسونه جوړ شوي و، تر څو د کورني او نور تاوتريخوالي له قرباني ښځو سره مرسته وکړي او پناهځای ورته برابر کړي. د اشرف غني د حکومت په وروستيو کې د ناامنيو له پراخېدو او په ښارونو او ولسواليو کې د طالبانو په پرمختګ سره، په امن کورونو کې مېشتې ښځې پټې شوې. د دې کورونو فعاليت هم يوه نوي او ستونزمن پړاو ته داخل شو.

طالبانو د افغانستان پر ښځو د محدوديتونو د لګولو په دوام، د ۱۴۰۰ کال د وږي د مياشتې په لومړيو کې په رسمي توګه د امن کورونو جواز لغوه کړ او د هغو پر فعاليت يې بنديز ولګاوه.

جبري حجاب

کابل ته د طالبانو په راتګ سره د پلازمينې د کوڅو رنګ تغيير شو او ډیری خلکو له دې ډلې د وېرې پر اساس خپلې جامې بدلې کړې. په لومړيو کې دا چاره د پخوا په څېر انتخابي وه، خو د ۱۴۰۰ کال په غبرګولي مياشت کې طالبانو «د حجاب د رعايتولو» کمپاين پېل کړ او په ښار کې يې زيات بيلبورډونه ولګول. اخر هم طالبانو د ۱۴۰۱ کال د غوايي د مياشتې پر ۱۷مه نېټه، طالبانو د ښځو لپاره د پوښاک فرمان اعلان کړ او ويې ويل چې ټولې ښځې بايد په عام محضر کې خپل ځانونه وپوښي، که داسې ونه کړي نو نارينه (پلار، ورور يا مېړه) به يې مجازات شي. له وظيفې منفک کېدل او د بې حجابه ښځې د ولي لپاره درې ورځې زندان د طالبانو د حجاب د قانون تعريف شوي الزامات دي. همدا راز په دې فرمان کې ويل شوي و چې ښځې يوازې په ضروري وختونو کې له کورونو وتلای شي. حتا د دوکانونو څښتنانو ته وويل شول چې د هغو پلاسټيکي نانځکو مخونه دې وپوښي چې ښځينه جامې يې اغوستې دي.

پر موټروانۍ بنديز

د ۱۴۰۱ کال په غوايي مياشت کې طالبانو د موټروانۍ د زده کړې مرکزونو ته لارښوونه وکړه چې ښځو ته روزنه ورنه کړي. دې ډلې ښځو ته د موټروانۍ د جواز له ورکړې ډډه وکړه، خو څو مياشتې وروسته اطلاعات روز ورځپاڼې ځینې داسې اسناد وموندل چې ښيي د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست له افغانستانه دباندې ښځو ته د پيسو په بدل کې د موټروانۍ جواز ورکړی دی.

د ژبې د زده کړې مرکز ته د ښځو پر تګ بنديز

د ۱۴۰۱ کال د وږي په مياشت کې طالبانو د ژبې د زده کړې مرکزونه منع کړل چې نجونو ته به ښوونيز خدمات نه وړاندې کوي. د ۱۴۰۲ کال د وري د مياشتې پر ۲۹مه نېټه د طالبانو د معارف وزیر مولوي حبيب الله آغا په کندهار او هلمند ولايتونو کې ټولو ښوونيزو سازمانونو ته د فعاليت د منعې امر وکړ. د روان کال د غبرګولي د مياشتې پر ۱۷مه نېټه اطلاعات روز ورځپاڼې ته سرچينو تاييد کړه چې په ټول افغانستان کې په ښوونيزه برخه کې د خصوصي موسېساتو پر فعاليت بنديز لګېدلی دی.

د پوهنتون پر بېلابېلو څانګو بنديز

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، پوهنتون ته د برياليتوب ازموينې د ۱۴۰۱ کال د تلې د مياشتې په لومړيو کې په ۳۳ ولايتونو کې پېل شوې، خو په دې ازموينو کې د ښځينه محصلينو لپاره د څانګې انتخاب محدود شوی و. نجونو نشوای کولای چې د زراعت، وترنرۍ، ساختماني انجينرۍ، معدن، اقتصاد او په ځينو ولايتوو کې د ژورناليزم څانګې انتخاب کړي.

دوې اونۍ وروسته طالبانو په کابل پوهنتون کې اعلاميه خپره کړه چې له مخې يې ښځينه محصلينې د زراعت، سوداګرۍ، کمپيوټري علومو او انجينرۍ په څانګو کې د ماسټرۍ دورې له تحصيل څخه منع شوې وې.

نه کلب، نه حمام او نه پارک

د ۱۴۰۱ کال د وري د مياشتې پر اوومه د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په عمومي پارکونو کې د ښځو او نارينه‌وو د ورتګ لپاره اونيزې ورځې مشخصې کړې. درې مياشتې وروسته په کابل کې د ښځو لپاره يو  ځانګړی پارک «شراره باغ» د طالبانو له لوري وتړل شو. د همدې کال په لړم مياشت کې، طالبانو د بېلابېلو فرمانونو له مخې د ښځينه حمامونو او ورزشي کلبونو فعاليت هم منع کړ.

د دې وزارت وياند عاکف مهاجر وويل: «خويندو هغه حجاب نه مراعت کاوه چې ورته توصيه شوی و، له همدې کبله داسې پرېکړه وشوه.»

اوس په مشخصو ورځو کې هم پارک ته د ښځو د ورتګ مخنيوی کېږي چې محرم ورسره نه وي او له ځوانو ښځو پارک ته د تګ پر مهال نکاح خط يا هم د واده سند غوښتل کېږي.

د فراغت پر جشن بنديز

د ۱۴۰۱ کال په ليندۍ مياشت کې له پوهنتونه دباندې له نارينه محصلينو سره يو ځای د ښځينه‌وو د فراغت د جشن لمانځل کېدل منع شول. طالبانو د ښځينه محصلينو د فراغت په جشن کې د نارينه استادانو او ان د کورنۍ د نارينه غړو پر شتون بنديز ولګاوه.

د دې امر له مخې، هغه نارينه استادان چې د نجونو د فراغت په جشن کې ګډون وکړي له خپله کاره شړل کېږي. همدارنګه، له هغه وخته تراوسه د ښځينه محصلينو د فراغت د اسنادو ورکړه هم ځنډيدلې ده.

نجونې نشي کولای پوهنتون ته ولاړې شي

د ۱۴۰۱ کال د ليندۍ د مياشتې پر ۳۰مه نېټه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نجونې له لوړو زده کړو منع کړې او تر «بيا خبرتيا» پورې يې د نجونو پر وړاندې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو دروازې وتړلې. په تازه توګه طالبانو نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې په کانکور ازموينه کې ګډون وکړي. روان کال په دې ازموينه کې يوازې نارينه محصلينو ګډون کولای شو.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم په هغه وخت کې وويل، چې دا پرېکړه يې د «رذايلو د مخنيوي» او «شريعت د اجرا کولو» په موخه کړې ده. د ده دريځ په پراخه توګه وغندل شو. له هغه وخته تراوسه ښځينه استادانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې پوهنتون ته ولاړې شي. دې ډلې په تازه توګه خصوصي پوهنتونونو ته اجازه ورکړې چې د ښځينه محصلينو د پايليک د دفاع برنامې په انلاين توګه جوړولای شي.

له دې سره-سره، د ۱۴۰۲ کال د غوايي د مياشتې پر ۱۳مه نېټه د طالبانو د عامې روغتيا وزارت اعلان وکړ چې يوازې نارينه «اکمال تخصص» په ازموينه کې د ګډون حق لري. ګډونوالو ته چې کومه فورمه ورکړل شوې وه، ترې څرګندېدله چې له طب څانګې څخه فارغې شوې نجونې په «ايګزيټ» ازموينه کې د ګډون او په تخصصي څانګه کې د تحصيل اجازه نه لري.

روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي محدودیت

په کندهار کې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست امر کړی چې په روغتيايي څانګه کې کارمندې ښځې دې له محرم پرته کار ته نه ځي. همدا راز دې رياست په ټولو دولتي او غير دولتي روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه کارمندانو پر استخدام بنديز لګولی دی.

طالبانو په يو شمېر ولايتونو کې له خلکو غوښتي چې روغتونونو او درملتونو ته دې هغه ښځې نه پرېږدي چې شرعي محرم ونه لري او په هيڅ ډول دې هغوی ته اجازه نه ورکوي چې روغتيايي مرکزونو ته ولاړې شي. طالبانو ټينګار کړی چې کوم کسان له دې امر څخه سرغړونه کوي له اصولي چلند سره به مخ شي.

د ښځينه سينګارتونونو پر فعاليت بنديز

طالبانو د سږکال د چنګاښ د مياشتې پر ۲۲مه ښځينه سينګارتونونو ته امر وکړ چې د روان کال د زمري د مياشتې تر درېيمې فرصت لري چې خپل فعاليت ودروي. د دې بنديز له کبله هغه ۶۰ زره ښځې بې کاره شوې چې په دې برخه کې يې کار کاوه.