انځور: ارشیف

حرام او حلال جهادونه؛ د طالبانو تيوريک پر شاتګ

و.پ

په ۲۰۰۱ کال کې د متحده ايالاتو او ورسره متحدينو له لوري يې د طالبانو د رژيم تر سقوطولو وروسته طالبانو د افغان حکومت پر خلاف خپله جګړه «د صليب او اسلام جګړه بلله» او په همدې روايت سره يې ځانته جنګيالي جذبول او ويناوالو يې تر همدې او دې ته ورته شعارونو لاندې خلک جګړې او ځانمرګو بريدونو ته پارول. طالبانو په خپله شل کلنه جګړه کې د خپلې جګړې د «اسلامي» او «جهادي» ثابتولو لپاره ټوله اتکا پر ديني منطق کوله، ورسره په څنګ کې يې د اسلامي تاريخ پېښې او شخصيتونه هم په خپله «مبارزه» کې د ځان لپاره د الهام ورکوونکو پېښو/ شخصيتونو په توګه وړاندې کول. مګر نن چې طالبان د کابل پر تخت ناست دي، نه خو د مسلمانانو او «کفر» تر منځ د «صليب» جګړه روانه ده او نه هم د کوم بانديني «يرغل» له وجې جهاد فرض عين کېږي او نه هم د طالبانو «امير المؤمنين» د اسلامي نړۍ د ژغورنې په موخه د صلاح الدين ايوبي په رول کې راڅرګندېږي، بلکې په ننني طالبي چلند کې د سياسي اسلام د سرلارو د فکر بر خلاف، اسلام او «اسلامي نظام» د نيشنليزم د «بت‌پالنې» ته ورته پولو کې دننه بنديان شوي دي.

يو وخت طالبانو د فلسطين، چيچينيا، کشمير، برما، ختيځ ترکستان، صوماليې او هر هغه ځای قضيه خپله «ايماني» قضيه ګڼله چې د دوی په نظر هلته بايد «اسلامي نظام» حاکم وي. همدا وجه وه چې طالبانو د خپل لومړني امارت پر مهال په افغانستان کې د نړۍ ټولو ترهګرو ته ځای ورکړی و او هغوی دلته روزنيز مرکزونه درلودل. د همدې داعيې او عقيدې پر اساس، طالبان له امريکا سره په شخړه کښېوتل او د دوی له داعيې سره سم، د طالبانو بنسټګر ملا عمر امريکا ته د يوه عرب مسلمان د ورسپارلو پېغور اسلامي نړۍ ته پرېنښود خو طالبانو د دوحې په هوکړه‌ليک کې پر خپل دې «وياړ» پښه کېښوده او دا «پېغور» يې بيرته هغه مهال د ځان کړ چې کله يې په کابل کې امريکا ته د ايمن الظواهري د ژوندي سپارلو پر ځای، د هغه مړی حواله کړ.

د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال طالبانو خپل جنګ پر دې اساس يو «فرض عين جهاد» ګاڼه چې ګواکې پر افغانستان «يرغل» شوی دی او له همدې کبله د نړۍ پر ټولو مسلمانانو «فرض» ده چې «جهاد» وکړي او له طالبانو سره يو ځای شي. د طالبانو يو مشهور ويناوال چې په «استاد» ياسر مشهور و، په يوه وينا کې پاکستاني ملايانو ته د طالبانو د جګړې په اړه استدلال کوي: «تاسو په اتفاق د روس پر خلاف جهاد فرض ګڼلی و او د روس تجاوز ته مو تجاوز ويلي و، زموږ مهاجر ته مو مهاجر ويلي و، زموږ مجاهد ته مو مجاهد ويلي و. کله چې جنګ له امريکې سره شو او له صليبيانو او يهودانو سره شو، دا فتواګانې ټولې څرنګه بدلې شوې؟ ولې زموږ مهاجر تروريست شو؟ ولې زموږ مهاجر غير ملکي شو او زموږ مجاهد تروريست شو؟ او زموږ جنګ شرپسندي او انتها پسندي شوه؟» نوموړی په اسلامي نړۍ کې يوازې پر يوې ښځې د تېري له کبله هم جهاد فرض عين ګڼي او زياتوي: «د کتابونو فتواګانې تاسو ټولو ته معلومې دي چې د يوې ښځې په خاطر جهاد فرض کېږي، پر دين په تجاوز جهاد فرض عين کېږي، پر خاوره په تجاوز جهاد فرض عين کېږي، و لامرأة … فی المشرق اوالمغرب، د کتابونو الفاظ دي.» 

طالبانو همدې ته د ورته «فتواګانو» او ديني استدلال په کارولو سره خپل پلويان قانع کول چې په يوه مقدسه جګړه اخته دي او په دې لړ کې به يې د نصوصو سياق او سباق ته له پاملرنې پرته اياتونه او حديثونه په خپله ګټه کارول او د هغو مصداق به يې افغان لوری او بهرني پوځونه ګڼل. طالبانو به ډېر وخت د خپلو ځانمرګو په تړاو دا قرآني ايت وړاندې کاوه چې «اشداء علی الکفار رحماء بينهم» يعنې پر کفارو سخت دي او تر خپل منځ (مسلمانانو) مهربان دي او ځينې وختونه به يې د هغوی بريدونه په دې ايت ستايل چې «د کفر مشران ووژنئ، د دوی لپاره هيڅ ډول امن نشته». په دې توګه، طالبانو له اسلامي پلوه د خپلې جګړې د مشروع ښودلو په موخه ګڼ روايتونه کارول او په ډېر زور او شور سره به يې د خپلو اړيکو،  دوستۍ او دښمنۍ معيار د «ولاء او براء» اصل ياداوه او ويل به يې چې دوستي او دښمني يې د خدای لپاره ده او ظاهرا به يې خپلو پلويانو او عام افغان ولس ته دا ښودله چې د دوی جګړه د واک د ګټلو جګړه نه ده، بلکې دا پر ديني اساس شروع شوې او د همدې «ولاء او براء» پر اساس به ختمېږي.

د طالبانو ملايانو، قاضيانو او مفتيانو به له افغانانو سره د جګړې پر مهال د هغوی په تړاو د «حربي کافر» له زاويې حکم کاوه او په دې لړ کې به يې په مسجدونو، بازارونو، عامه ځايونو او لمونځ کوونکو تر منځ چاودنې هم په دې توجيه کولې چې دا ټول د «حربي کافرانو» مرستندويان دي او دوی بايد تر هغو وړاندې ووژل شي، ځکه به يې اجمل نقشبندي تر فرانسوي وړاندې واژه او د «حربي کافر» پر سر به يې مذاکرات کول.

د طالبانو په ادبياتو او ليکنو کې به اسلامي نړۍ ته د ابو غريب او ګوانتنامو د زندان او فلسطين د مظلوميت پېغور ورکول کېده او د «واه معتصماه» په شعار سره به يې خلک پارول چې د همدې پېغور په وړاندې د درېدو او ناموس ګټلو په موخه دې له دوی سره ودرېږي او د «فئة منصورة» د غړيتوب وياړ او اخروي او دنيوي برياليتوب دي وګټي. طالبانو به د غربي نړۍ پر وړاندې خپله جګړه په قرآن کريم کې د موسی (ع) له مبارزې سره تشبيه کوله او خپل ځانونه به يې د وخت د فرعون (لوېديځ) پر خلاف د موسی لارویان ګڼل او نورې مسلمانې نړۍ ته به يې د طعنې په توګه ويل:

«له سردرو د قرطبې مسلمه،

بيا تر کاشغر او فرغانې مسلمه،

ځوږ د تکبير او د اذان دې څه شو،

ها پرونی زرين دوران دې څه شو؟»

که پرون طالبانو له «کفر سره د دښمنۍ اعلان» د ايمان جز ګاڼه، نن طالبان له «کفري نړۍ» او نورې دنيا سره د ښو اړيکو درلودل د دوحې د هوکړه‌ليک برخه ګڼي او کله چې د خپلې بهرنۍ پاليسۍ په اړه پوښتل کېږي نو د پخواني «ولاء او براء» د اصل بر خلاف د دوحې مذاکرات د استدلال په توګه وړاندې کوي او نورې نړۍ ته ډاډ ورکوي چې نور دوی د «کفر د امامانو» پر وړاندې رحم‌دله دي، خو پر افغان او افغانو نجونو «سخت» دي او چمتو نه دي چې د هغوی پر انساني او بشري حقونو اعتراف وکړي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو له خپل شل کلن دريځ څخه د خپل واک د ساتنې په موخه ډېر پر شاتګ کړی دی. اوس نه يوازې دا چې د فلسطين، برما او نورو ځايونو پر قضيو سترګې پټوي، بلکې اجازه نه ورکوي چې د «يوې ښځې له امله» «فرض عين» کېدونکي «جهاد» ته «مسلمانان» ولاړ شي.

ښه به دا وای چې طالبانو په خپل دريځ کې بدلون د عامو وګړو د ګټې ‎او د هغوی د ژوند ښه کولو په موخه راوستلی وای او يا هم حد اقل د دوی د تيوريک پر شاتګ له امله يوه عام افغان انسان ګټه کولای، مګر نه، د دوی نظر هلته بدل شوی چيرته چې د دوی د واک او عيش و عشرت دوام نور هم مستحکم کېږي او هلته لاهم پر خپل دريځ ولاړ دي، چيرته چې د يوه عام انسان او د يوې عامې افغانې محصلې او شاګردې زيان دی. يا هم په بل عبارت، لا هم اجمل نقشبندي او خاشه ځوان د طالبانو د «سختۍ» چړې ته پراته دي، خو د «رحمدلۍ» له مخې د «کفر له امامانو» سره د ښه تعامل غوښتونکي دي. دوی ته به د دوی د استاد ياسر خبره نه ور يادېږي چې: «يو سړی وايي چې زه مسلمان يم خو له امريکايانو سره مخالف نه يم، نو امريکايان درته کافران نه ښکاري او که ځان درته مسلمان نه ښکاري؟»

دا به د اسلامي نړۍ په تاريخ کې لومړی ځل وي چې د ټولو مومنانو د اميرتوب دعوه کوونکی (اميرالمؤمنين) دې، د دوی له اند سره سم د اسلام يو حکم د استعمارګرو په ايستل شويو کرښو کې محدود او پر روا او ناروا ووېشي. پوښتنه داده چې د دې لقب لرونکی د خپل لقب په مفهوم نه پوهېږي او که د خپل واک د ساتنې لپاره د عمل او فکر دا تضاد په خپله ګټه ساتي؟ که څه هم د دوحې د هوکړه‌ليک مطلب همدا و چې طالبان به واک ته تر رسېدو وروسته همداسې چلند خپلوي، خو په دې لړ کې د پاکستان رول او فشار پام اړوونکی دی. د حرامو او حلالو جهادونو په تړاو د احکامو په بهير کې يو بل را روان پړاو دادی چې طالبان د خپل شلن کلن «جهاد» ملګري يا هم د ټي ټي پي «مجاهدين» له شا په خنجر ووهي او د پاکستان له غوښتنې سره سم، په صريحو ټکو په پاکستان کې «جهاد» کول ممنوع اعلان کړي. ټي ټي پي په دې تړاو، په خپله اعلاميه کې د خپلې مبارزې پر حقانيت ډاډ څرګند کړی او د «نعوذ بالله» په ويلو يې خوښي ښودلې چې لا هم «امير المؤمنين» هبت الله د دوی پر «جهاد» د ناروا حکم نه دی کړی.

د ټي ټي پي د خوښۍ بر خلاف طالبانو په دې لړ کې نيمه لار وهلې ده، طالبانو پاکستاني طالبان او پلويان افغانستان ته د «فرض عين جهاد» په شعار سره راوستل، مګر نن هلته د هغه ځای د طالبانو مرستې ته په همدې شعار سره خپل ورتګ ناروا ګڼي، يوازې دومره لار ورته پاتې ده چې د پاکستاني طالبانو شعار او عمل دواړه وغندي او له خپل‌خوښي شريعت سره سم يې ناروا اعلان کړي. د طالبانو په لومړۍ دوره، تېرو شلو کلونو او د اوسنۍ واکمنۍ په دوو کلونو کې ګڼې داسې بېلګې شته دي چې طالبانو له خپلو تيوريکو حدونو پښه اړولې، مګر دا کار يې يوازې هغه وخت کړی چې کله پوه شوي داسې څه يوازې د دوی واک او شتمني پراخولای شي. په داسې صورت کې له «کفر سره دښمني» په «دوستانه تعامل» بدلېدلای شي او «فرض عين جهاد» د امير په امر د نيشنليزم په کرښو کې دننه هم بندي کېدلای شي.