Photo: REUTERS/Parwiz

د غيرت په شور کې خاموش غږ (۱۱)؛ د «بې حيثيتۍ» قربانيانې

و.پ.

يو څو ورځې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وياند چې د ښځو په اړه تحقيروونکي فرمانونه اعلانوي، د ښځو په تړاو يو ځل بيا توهينوونکې څرګندونې وکړې او هغه ښځې چې مخونه يې لوڅ وي، د نوموړي له خوا «بې حيثيته» وګڼل شوې. د طالبانو په ايډيالوژي کې د ښځو حيثيت د تېرو دوو کلونو پر مهال طالبانو عملا وښود چې دوی ورته د بشپړو انسانانو په حيث نه ګوري بلکې د دوی په اند هغه غلامانې او خادمانې دي چې نارينه‌ يې د هر څه مالک دی. نه يوازي دا چې د هغې د ژوند د بېلابېلو اړخونو په اړه پرېکړه کوي، بلکې د هغې د اخرت په تړاو هم ځان ته حق ورکوي چې خپل نظر پرې تحميل کړي او د ژوند له بنسټيزو حقونو يې برخې کړي.

حيرانوونکې داده چې طالبان د ښځو په اړه خپل توهينوونکي فرمانونه او پاليسۍ د اخلاقي لارښوونو په توګه توجيه کوي. په داسې حال کې چې طالبان نه يوازي دا چې په خپله په عملي توګه د يوې ډلې په توګه له اخلاقي تشې سره مخ دي، بلکې د يوې جابرې او وژونکې ډلې په توګه چې له تمدن، ټولنيز ژوند او عصري نړۍ ليرې پاتې شوې ده د ټولنې او وګړو لپاره د اخلاقو د وضع کولو، تعريفولو او تحميلولو هيڅ ډول صلاحيت نه لري. مګر دوی خپل بدوي او له متمدن ژوند څخه د ليرېوالي، محروميت او نفرت پر اساس را منځ ته شوي چلندونه د يوازينيو سمو اخلاقي لارښوونو په توګه په زور پر خلګو تپي او بيا يې مشر په وياړ دا ادعا هم کوي چې ښځې يې د همدې جبري فرمانونو په وسيله اصلاح کړې دي.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د لسګونو محدودوونکو فرمانونو له لارې د ښځو اساسي بشري حقونه تروړلي او په ټولنيزه توګه يې هغوی فلج کړې دي بلکې له دې سره-سره د ښځو په وړاندې د طالبانو د سختدريځي چلند له امله له ښځو سره تاوتريخوالی هم زيات شوی او د طالبانو تګلارې دا تاوتريخوالی نور هم په ټولنه کې بنسټيز کوي. په دې لړ کې د امر بالمعروف وزارت د وياند وروستۍ څرګندونې يوه بېلګه ده. وېره داده چې دا ډول څرګندونې ښايي د ښځو په وړاندي په ټولنه کې د منفي او ان تاوتريخجن غبرګون لامل شي او شونې ده چې له امله يې ښځو ته زيان ورسېږي. دا څرګندونې هيڅ ډول توجيه نشي درلودلای بلکې که له ديني اړخه ورته وګورو، نو په حج کې چې لکونه انسانان يو ځای وي ټولې ښځې لوڅ مخ وي. د ځينو ليکوالانو او علماوو له لوري دا استدلال شوی او سم هم دی چې څه په حج کې روا دي، نو په نور ژوند کې خو په مطلقه توګه روا دي ځکه حج خو نه يوازي دا چې له اسلامي اړخه ستر عبادت دی بلکې د اسلام په مقدسو ځايونو کې هم کېږي، نو په هر لحاظ د تقوی لوړ معيار ورته په پام کې نيول شوی دی مګر طالبان د دې استدلال او د خپل حنفي مذهب بر خلاف ښځې په لوڅ مخ «بې حيثيته» ګڼي.

د طالبانو په ايډيالوژي کې د ښځې د حيثيت تعريف نشته، بلکې هلته يوازي د هغې د بې حيثيتۍ او د هغې د حقونو د سلب لپاره مشخص فرمانونه موندل کېدلای شي. ښځو ته د طالبانو په ورکړل شوي ايډيالوژيک حيثيت کې همدا نن (۱ د سنبلې) لسګونه نجونې چې د طالبانو له تعريف سره سم يې محرم هم له ځان سره مل کړی و او دوبۍ ته د يوه ميليارډر په شخصي مصرف د زده کړو لپاره تللې، له دې انساني او بشري حق څخه محرومې شوې او ښايي د تل لپاره يې له هغوی څخه دا فرصت اخيستی وي او ښايي هغوی بيا هيڅکله هم داسې فرصت ونه مومي چې په دغسې امکاناتو زده کړې وکړي. طالبان چې د ښځو لپاره کوم حيثيت غواړي او کوم حيثيت يې ورته په عملي توګه تعريف کړی دی، هغه همدا دی چې طالب بايد د هغې د ژوند په هره پرېکړه کې مداخله وکړي او ورته ووايي چې چيرته ولاړه شي او چيرته ولاړه نه شي، څومره زده کړې به کوي، تر کومې کچې به ليک او لوست زده کوي، چيرته به ګرزي او له چا سره به ګرزي؟ داسي نور لسګونه موارد طالب له خپل بدوي اند سره سم د ښځو لپاره د «حيثيت» تر چتر لاندې تعريفوي.

د طالبانو تر جبر لاندې ښځه به پر خپله کومه «بې حيثيتۍ» وژاړي؟ د ښځو په تړاو د طالبانو د سختدريځو پاليسيو له وجې له افغانستان سره بشري مرستې په ډېره زياته کچه کمې شوې دي چې لومړني قربانيان يې ښځې او ماشومان دي چې تر بل هر چا پر خپلو ميندو ډېر ګران دي. طالبان چې د کومو ښځو د «حيثيت» په فکر کې دي، پر دې ولې فکر نه کوي چې د دوی غير معقولو او غير منطقي تګلارو د ښځو له خولې ګوله اخيستې او د هغوی خيټي وږې دي او وږو او فقيرو انسانانو ته تر «حيثيت» خېټه لومړۍ وي او که يې خيټي ډکې نشي او ډوډۍ ونه لري نو له هر ډول «حيثيت» سره-سره به پر سړک لاس ګرزوي او «حيثيت» به يې د امر بالمعروف له فرمانونو سره-سره په وچه ډوډۍ او يو څو پيسو پلورل کېږي.

جالبه داده چې ښځه د يو داسې ډلې له خوا «بې حيثيته» ګڼل کېږي چې په خپله د زرګونو ښځو او ماشومانو په وژنه کې لاس لري او له زرګونو ښځو يې د هغوی د ژوند شريکان او د زړه ټوټې اخيستې دي. کومې ډلې چې په عامو بازارونو، عامه ځايونو او عبادتځايونو کې د ځانمرګو بريدونو جواز ورکاوه او د خلګو ژوند يې اخيست، هغوی نن په کوم مخ او د کوم معيار له مخې د ښځو د «حيثيت» په اړه پرېکړي کوي؟

طالبانو نه يوازي دا چې پر ښځو د غير انساني بنديزونو په لګولو سره د هغې په حق کې نه هېرېدونکی ظلم کړی دی چې د افغانستان د تاريخ يو تور څپرکی به وي، بلکې د افغانستان په ټولنه کې له هغې سره کېدونکی ظلم يې ان په عرفي تعريف هم په رسميت نه دی پېژندلی. د طالبانو مشران او وياندويانو هيڅکله هم د افغانستان د ښځو پر بد وضعيت خبرې نه دې کړې او نه يې دې ويلي چې له کورني تاوتريخوالي څخه د هغوی د ژغورنې لپاره يې دا او دا اقدامات کړي دي بلکې کومې ښځې چې له بدترين کورني تاوتريخوالي څخه له کورونو تښتي، هغوی نيسي او د سلګونو کسانو په وړاندې يې حيثيت تر «تعزيري» درو لاندې پايمالوي. طالبان دې د افغان ښځو دا خاموش غږ واوري چې «بې حيثيته» لوڅ مخې ښځې نه دي، بلکې هغه نارينه دي چې له ښځو سره ظلم کوي، په درو يې وهي او له خپلو انساني او بشري حقونو يې محروموي.

د افغانستان ښځې په خپله د خپل حيثيت په اړه پرېکړه کوي او حق يې لري او هغوی پوهېږي چې ښځه هغه وخت «باحيثيته» کېږي چې له سره يې د افراطيت جبر ليرې شي او حق پيدا کړي چې زده کړې وکړي، ازاد تګ-راتګ وکړي او په خپله خوښه ژوند وکړي او د يوې غلامې په څېر د پيسو په بدل کې د طالب قومندانانو دويمه، درېيمه او څلورمه ښځه نشي بلکې د يوې ازادې انسانې په توګه د خپل غوره کړي مسلک له لارې د خپلې ټولنې او انسانيت يوه خادمه وي او طالب يې په وړاندې نه درېږي چې د زده کړو له سفره يې را وګرزوي او يا يې هم د «بې حيثيتۍ» په تصور په سر جبري چادري ور واغوندي. د ښځې «حيثيت» د هغې په خپله خوښه تعريفېږي.