طالبان او پرې شوې ولسي اړيکې

علی تای‌میرکشه

د طالبانو پر واکمنۍ دوه کاله اوړي. د دوو کلونو له تېرېدو سره-سره، دا رژيم د هيڅ هيواد له لوري په رسميت نه دی پېژندل شوی او داخلي مشروعيت يې هم له سختې پوښتنې سره مخ دی.

طالبانو د تېرو دوو کلونو پر مهال، د اساسي قانون په ګډون هغه ټول قوانين چې د جمهوريت په وخت کې جوړ شوي وو، په دې استدلال لغوه کړي چې دا قوانين د اسلام خلاف دي او له غربي/کفري قوانينو اخيستل شوي دي. له هغه وخته تر اوسه د حکومتولۍ، امنيت، قضا، اقتصاد، سوداګرۍ او نورو برخو کې د موډرنې قانون جوړونې له معيارونو سره سم، هيڅ رسمي قانون په افغانستان کې نشته. طالبان ټولې چارې د ملا هبت الله د فرمانونو، د وزيرانو د اداري شورا د پرېکړو پر اساس او په قضايي برخه کې د «مجلة الاحکام» پر بنسټ مخته وړي.

په افغانستان کې حاکم وضعيت ټول افغانستان په داخلي او نړيواله کچه اغېزمن کړی او پايلې يې ورځ په ورځ دا هيواد د اقتصادي فقر، سياسي انزوا، کلتوري او زده کړييزې نابودۍ په برخه کې د مطلق سقوط پر لور بيايي. د طالبانو د رژيم چلند او د حکومتولۍ تمثيل په ډېره وړه کچه دی او يوازې تر خپلو پلويانو را ټوله ده چې تر ډېره حده د همدې ډلې غړي دي.

دې ډلې په نويمه لسيزه کې د را پيدا کېدو له مهاله تر اوسه د افغانستان له وګړو سره خرابې اړيکې لرلې دي. طالبان په خپله لومړۍ دوره کې بدترين بشري جنايات او د نسل وژنې مخينه لري. د تېرو شلو کلونو پر مهال يې هره ورځ د افغانستان پر خلکو ځانمرګي بريدونه او چاودنې کړي او ملي پانګې لکه سړک، پل، پلچک، روغتون، ښوونځي، عام المنفعه دولتي ادارې، د برېښنا ستنې او د اوبو بندونه له منځه وړې دي.

د افغانستان له وګړو سره د شغل، قوميت، جنسيت او … له مخې د طالبانو چلند د تاوتريخوالي او ځپنې بېلابېلې بڼې لري. په دې ليکنه کې د شغل، قوميت، جنسيت او … پر اساس له وګړو سره چلند ته په لنډه توګه کتنه شوې.

۱ – د شغل پر اساس له خلکو سره د طالبانو چلند

الف، پخواني نظاميان

طالبانو واک ته تر رسېدو يو څه وخت وروسته عمومي بښنه اعلان کړه چې له مخې يې له هيچا هم د پخواني شغل پر اساس پوښتنه نه کېږي. دې ډلې د جمهوريت په وروستيو کې چې کله يې د يوه سياسي تفاهم له مخې ولايتونه او ولسوالۍ نيولې، د هغو امنيتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې خپل چلند بدل کړ چې د نظامي او اداري مرکزونو تسليمولو ته تيار وو، هغوی ته به يې د سفر د خرڅ په نوم پيسې ورکولې او له کومې ځورونې او اذيت پرته به يې خپلو کورونو ته لېږل. البته په ټولو سيمو کې د طالبانو چلند داسي نه و. سره له دې چې دوی د تسليمۍ پر وخت پخوانيو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د امنيت ژمنه ورکړې وه، خو ګڼ شمېر يې په هماغه ځای کې ووژل. په دې لړ کې تر ټولو بده پېښه د ۲۰۲۱ د جون پر ۱۶مه د فارياب ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو د څو تنو وژل کېدل وو.

د طالبانو له لوري د عمومي بښنې له اعلان سره-سره، د جمهوريت د سقوط له لومړيو ورځو راهيسې، د افغانستان د پخوانيو امنيتي او دفاعي ځواکونو غړي يو په بل پسې نيول کېږي او وژل کېږي. رسنۍ او نورې سرچينې په ټول افغانستان کې په پرلپسې توګه د پخوانيو امنيتي او دفاعي ځواکونو د غړو د وژل کېدو راپورونه ورکوي.

طالبان له پخوانيو امنيتي او دفاعي ځواکونو سره اوږده دښمني لري، پر دې ځواکونو د طالبانو د موظف کميسيون له لوري له ورکړل شوي مصونيت سره-سره هيڅ ترحم نه کوي. ګڼ شمېر پخواني نظاميان همدا اوس هم په بېلابېلو پلمو له طالبانو سره بنديان دي. دوی هره ورځ پر دوی د لګېدلې تور او دوسيو په اړه له خبرتيا پرته، په بېلابېلو ډولونو شکنجه کېږي. يو څه وخت وړاندې د سرفراز صالحي په نوم د پوځ يو پخوانی سرتېری په بغلان ولايت کې ونيول شو او د د ۲۰۲۳ کال د اګست پر ۱۲مه يې مړی کورنۍ ته وسپارل شو. همدا راز يما خالدي چې د محلي پوليسو قومندان و، له ايرانه د طالبانو له رسمي کميسيون سره تر اړيکو وروسته افغانستان ته راغلی و، د طالبانو له لوري په سرپل کې ووژل شو.

يو شمېر پخواني نظاميان چې د جمهوريت تر سقوط وروسته ګاونډيو هيوادونو ته تللي وو، د کوربه هيوادونو له لوري په جبري توګه شړل کېږي. هيواد ته د راتلو پر مهال په هوايي او ځمکنۍ پولو کې تر پېژندل کېدو وروسته نيول کېږي او وژل کېږي.

د طالبانو مشران په ولايتونو او مرکز کې د خپلو رهبرانو د عمومي بښنې پر خلاف، پخواني امنيتي او دفاعي ځواکونه جايز القتل ګڼي او د خپلې ډلې غړي له هغوی څخه انتقام اخيستنې ته هڅوي.

د پخوانيو امنيتي او دفاعي ځواکونو له ځينو غړو سره د خبرو پر اساس چې اوس هم د طالبانو په ليکو کې فعاليت کوي، دوی وايي چې له موږ سره د طالبانو چلند نهايت ځوروونکی او له سپکاوي ډک دی. دا ځواکونه وايي چې په هره اداره کې چې يو شمېر پخواني نظاميان پاتې دي، هره ورځ د ژوندي پاتې کېدلو په خاطر اړ دي چې توهين او سپکاوی وزغمي او يو څه معاش تر لاسه کړي.

طالبانو د تېرو شلو کلونو پرمهال د امنيتي او دفاعي ځواکونو شاوخوا ۶۰ زره غړي وژلي او شاوخوا ۱۰۰ زره نور يې ژوبل کړي دي. همدا اوس د پخواني دولت د ژوبلو د تقاعد حقوق نه ورکوي. کله چې دوی د طالبانو ادارو ته رجوع کوي، نو په سختو الفاظو لکه «د کفارو نوکر» او «کافر» سره له ادارو شړل کېږي.

د پخوانيو امنيتي او دفاعي ځواکونو ډېری غړو د بې برخليکۍ او ابهام په حالت کې ګاونډيو هيوادونو ته په داسې حالت کې پناه وړې چې د جبري شړنې له وېرې سره مخ دي. لکه څرنګه چې په دې وروستيو کې د ايران د حکومت يوه چارواکي د هغو ګڼ شمېر افغان وګړو د شتون په اړه خبر ورکړی چې نظامي مخينه لري او ويلي يې دي چې دا کسان د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته ايران ته راغلي دي.

ب، خبريالان

د طالبانو له رسنيو ښه نه راځي. واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ګڼو رسنيو خپل فعاليتونه درولي او يا هم د فعاليت پرېښودلو ته اړې شوې دي.

طالبان د هغو ازادو رسنيو منځپانګه چې د جمهوريت پر وخت فعالې وې، د اسلامي ارزښتونو خلاف ګڼلي او هغوی يې د کفري ارزښتونو، فسق او فجور په ترويج او له اسلام سره مخالفې بللې دي. دې ډلې د تېرو دوو کلونو پر مهال ګڼ خبریالان د خپل شغل له امله نيولي او ورک کړي دي.

طالبانو په تېرو شلو کلونو کې بيا – بيا پر خبريالانو بريدونه کړي چې په دې لړ کې په هلمند کې د اجمل نقشبندي، په کابل کې د يما سياوش، په فراه کې د جاويد نوري وژنې، په کابل کې د موبي رسنۍ پر کارمندانو د موټر بم بريد، د کابل په نهمه حوزه کې د يوه خبري پوښښ لپاره پر راټولو شويو خبريالانو چاودنه د نمونې په توګه يادولای شو.

د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې بيا ځلې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، د پخوا په څېر له رسنيو سره د طالبانو چلند ډېر محدودوونکی دی. د طالبانو د رژيم په لومړيو ورځو کې يو شمېر خبريالان د اطلاعات روز ورځپاڼې د دوو خبريالانو تقي دريابي او نعمت نقدي په ګډون چې په کابل ښار کې د ښځينه لاريون پوښښ ته تللي وو، د طالبانو له لوري ونيول شول او سخت شکنجه شول.

طالبانو مرتضی بهبودي له څو مياشتو راهيسې نيولی دی. همدا راز طالبانو تېره اونۍ په جلال اباد ښار کې د هميشه بهار محلي ټلويزیون پر دفتر هجوم ور وړی او د دې دفتر په تړلو يې د دې رسنۍ فعاليت ځنډولی دی.

د دې ډلې غړو د دايکندي ولايت د نسيم راډيو سيمه‌ييز خبريال ميرزا حسني په هرات کې نيولی او تر څو مياشتې زندان او شکنجې وروسته يې خوشې کړی. همدا راز د دې ډلې د استخباراتو غړو يو شمېر نور خبريالان په بېلابېلو ولايتونو کې د خپل رسنيز فعاليت له کبله نيولي او شکنجه کړي دي. همدا اوس هم زيات شمېر خبريالان د طالبانو په زندانونو کې يوازې د خپل رسنيز فعاليت له کبله بنديان دي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز له لوري له وروستي خپاره شوي راپور سره سم، د طالبانو د واکمنۍ د تېرو دوو کلونو پر مهال، د رسنيو او خبريالانو د ازادۍ د نقض ۲۶۶ پېښې ثبت شوې دي. په دې راپور کې راغلي چې د رسنيو او خبريالانو د ازاديو د نقض په پېښو کې د دریو خبريالانو وژنه، د ۲۳ خبريالانو ژوبلېدل، د ۱۷۶ تنو نيول کېدل، ۱۳۹ ګواښونه او له خبريالانو سره د فزيکي تاوتريخوالي او وهلو-ټکولو ۲۵ پېښې شاملېږي (اطلاعات روز ۲۰۲۲ اګست ۱۴).

ج، د پخواني دولت ملکي کارمندان

د طالبانو رژيم په ډېری مواردو کې د پخواني دولت ملکي کارکوونکي په ځانګړې توګه څارنوالان او قاضيان نيولي، شکنجه او زنداني کړي دي. په رسنيو کې له خپرو شويو راپورونو سره سم، څو تنه هغه کسان چې په جمهوريت کې يې د څارنوالانو په توګه دندې کړې وې، د طالبانو له لوري وژل شوي دي. يو شمېر څارنوالانو چې د طالبانو د غچ اخيستنې له وېري ګاونډيو هيوادونو په ځانګړي توګه پاکستان ته پناه وړې ده، په ځلونو يې د اقتصادي او ټولنيزو سختو ستونزو له وجې مدني اعتراض کړی او امن کډوال منونکو هيوادونو ته يې د انتقالېدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو په ولايتونو او مرکز کې د پخواني دولت ملکي کارکوونکي په ډلييزه توګه له کاره ګوښه کړي او د متقاعدينو حقوق يې نه دې ورکړي.

د اطلاعات روز د راپور له مخې په دې وروستيو کې د دايکندي ولايت د زراعت رياست يو مدير په دې ولايت کې د طالبانو د زراعت له رييس څخه د خپل حق د غوښتنې له کبله تر مرګه وهل شوی دی.

د، مدني فعالان

طالبان له مدني فعاليتونو او حق غوښتنې سره جوړ نه دي. مدني فعاليت، په ځانګړې توګه که د دې ډلې نقد پکې کېږي د دين ضد اقدام ګڼي. د دې ډلو مسوولينو په ځلونو مدني فعالان هغه کسان بللي چې د پرديو/کفارو په خاطر د اسلام پر ضد فعاليت کوي. طالبان هر ډول نیوکه او د دوی د رژيم له تګلارې سره مخالفت له اسلامي ارزښتونو سره مخالفت ګڼي. دې ډلې د واکمنېدو له وخته بيا تر اوسه ټول مدني فعاليتونه او اعتراضونه ځپلي او د هغو ګډونوال يې نيولي او شکنجه کړي دي.

د ۲۰۲۱ تر اګست وروسته، د افغانستان ښځو او نجونو په ځلونو د مدني او خودجوشه حرکتونو په بڼه په ځلونو غونډې او لاريونونه کړي دي چې هر ځل د طالبانو د افرادو له لوري سخت ځپل شوي. زيات شمېر مدني فعالان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د طالبانو له لوري د اعتراضونو پر مهال او ان وروسته له خپلو کورونو څخه نيول شوې، بنديانې شوې او شکنجه شوې دي. طالبانو په زندانونو کې له نيول شويو سره بدترين انسان ضد چلند کړی دی. د ښځو د حقونو مدافعو بنسټونو او رسنيو راپور ورکړی چې طالبانو نيول شوې ښځې په جنسي توګه ځورولې دي او هغوی يې شکنجه کړې دي. يو شمېر نيول شويو افرادو تر نيول کېدو وروسته ادعا کړې چې طالبانو پر سينه او پر جنسي غړو شکنجه کړي، تر څو نيول شوي افراد له شرمه خپل د بدن هغه ځايونه نورو ته ونه ښيي چې پرې وهل شوي دي.

نارينه فعالان هم په ځلونو د طالبانو له لوري نيول شوي دي. دوی هر هغه څوک نيسي چې د دوی پر خلاف خبرې او يا فعاليت وکړي. طالبانو ګڼ هغه افراد په دې تور نيولي او شکنجه کړي چې ولې يې په رسنيو کې پر دوی اعتراض کړی دی.

ه، سياستوال

طالبان له خپلو پرته نور سياستوال مات شوي بولي او هغوی يوازې د بيعت، سکوت او د دوی له سياستونو سره د ملتيا لپاره هڅوي. لږ شمېر سياسي څيرې اوس مهال په افغانستان کې په کور کې تر نظارت لاندې کسانو په څېر شته دي چې د هيڅ ډول سياسي او مدني فعاليت حق نه لري. اکثريت کسانو چې پخوا بېلابېل سياسي فعاليتونه کول، د افغانستان پرېښودلو ته اړ شوي او له هيواده بهر ايتلافونه او سياسي ګوندونه جوړوي.

طالبان هر هغه کس پوښتي چې په داخل کې د دوی د اوامرو پر خلاف يو څه وکړي. دوی څو ځله له افغانستانه دباندې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله د سفر مخه نيولې ده. يو شمېر نور سياسي فعالان چې د دې ډلې له موظف کميسيون سره د اړيکو پر اساس افغانستان ته تللي دي، اړ دي چې د دې ډلې امر له کومې پوښتنې پرته ومني.

په وروستي مورد کې طالبانو د سرپل ولايت د مرکز په سيدآباد عربيه سيمه کې د محمد عرب نومي کس کور ويجاړ کړ او نوموړی يې ونيوه. دا کس په ولسي جرګه کې د سرپل ولايت د خلګو استازی و. دا په داسې حال کې چې دا پخوانی وکيل له شخصيتونو سره د اړيکو د کميسيون له لارې افغانستان ته تللی و.

۲ – د قوميت پر اساس له وګړو سره د طالبانو چلند

الف، پښتانه

سره له دې چې طالبان د پښتني ټولنې له منځه راوتلي، خو د تېرو شلو کلونو پر مهال پښتنو هم د طالبانو د ملاتړ او هم د طالبانو په مخالفت کې زياتې قربانۍ ورکړې دي. طالبانو په تېرو کلونو کې مېشتځايونه، باغونه او د پښتني سيمو عمومي سيمې د دولت ضد په سنګرونو بدل کړي وو. دې ډلې په ډېرو ځايونو کې د سيمې وګړي اړ کول چې د دوی سرتېرو ته ډوډۍ او پناه ورکړي. طالبانو د پښتني ټولنې ترمنځ د مذهبي افراطيت په ترويج او د ناسمو مذهبي او قومي روايتونو په وسيله د ملاتړو د جلب او جذب زمينه برابره کړې ده. د طالبانو مطلق اکثريت غړي پښتانه دي؛ خو د دې مطلب دا نه دی چې ټول پښتانه طالبان دي ځکه په ځلونو مو ليدلي چې په سلګونو پښتنو ځوانانو له طالبانو او نورو تروريستي ډلو سره په مبارزه کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې خپل ژوند بايللی دی. همدا راز ګڼ شمېر طالب ضد پښتانه فعالان د دې ډلې له لوري له دولت سره د همکارۍ او د دوی پر خلاف د تبليغاتو کولو په تور نيول شوي او وژل شوي دي.

بيا ځلې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته طالبانو ګڼ شمېر پښتانه په کندهار، ننګرهار، خوست او نورو ولايتونو کې نيولي او وژلي دي. په دې لړ کې په کندهار کې له اڅکزي قوم څخه د انتقام اخيستل د بېلګې په توګه يادولای شو.

د شته وضعيت له مخې، طالبانو پښتني سيمو ته د تللو لارو پلونه هم تخريب کړي دي. له دې سره-سره، له پښتنو سره د طالبانو (چې اکثريت غړي او مشران يې پښتانه دي) د اړيکو ډول له نورو قومونو سره د طالبانو تر اړیکې ډېره متفاوته دی. تر اوسه يو شمېر افراد او د پخواني حکومت چارواکي (چې ډېر يې پښتانه دي) هيواد ته راغلي او د طالبانو له لوري يې هرکلی شوی دی. له دې کسانو يو شمېر يې چې د طالبانو د حکومت ملاتړي دي – او پخوا يې ځانونه د جمهوريت مدافعین بلل – اوس له پرمختللو لوېديځو هيوادونو د طالبانو لپاره لابي کوي.

ب، هزاره‌ګان

هزاره ګان هغه توکم دی چې د دې ډلې له پېل راهيسې يې د ظلم ښکار ګرځیدلي دي. د طالبانو د رژيم په لومړۍ دوره کې، تر ټولو بدې عامې وژنې په باميانو او بلخ کې وشوې. له دې پرته، هزاره مسافرين په لارو کې ونيول شول او شکنجه شول او ډېری وختونه په ډزو وويشتل شول. طالبانو په همدې دوره کې د جاغوري، مالستان، دره صوف او بلخاب په ګډون هزاره مېشتي سيمې په اقتصادي توګه محاصره کړې وې او د دې سيمو خلک چې تر ډېره حده هزاره وو، په قصدي توګه له اقتصادي او ټولنيز خطر سره مخ کړي وو او همدې بنديزونو د دې سيمې د اوسېدونکو د جسمي ځواک پر کمېدو اغېز کړی و او له نړيوالو اسنادو سره سم، دا نسل وژنه بللای شو.

طالبانو په باميانو کې د بودا تاريخي لويه مجسمه چې د افغانستان د تاريخ او هويت يوه برخه ګڼل کېدله، په باروتو او بم والوزوله. دوی په دې اقدام سره له يوې خوا د افغانستان تاريخي-فرهنګي ميراث ته نه جبرانېدونکی زيان واړاوه او له بله اړخه يې، په دې ولايت کې بامياني هزاره ګان د کار او بوختيا له سرچينو لکه توريزم څخه بې برخې کړل.

واک ته د طالبانو بیا ځلي په رسېدو سره، دا ډله د هزاره‌ګانو پر وړاندې هماغه سخت او د نابودۍ سياست مخته وړي. طالبانو د افغانستان په جزايي او مدني محکمو کې د شخصي احوالو قانون او د جعفري مذهب رسميت لغوه کړی دی او همدا راز يې د هيواد په پوهنتونونو کې د جعفري فقهې پر تدريس بنديز اعلان کړی دی. سږکال طالبانو په محرم مياشت کې د مذهبي مراسمو د لمانځنې لپاره شيعه ګانو ته حدود وټاکل او پر همدې اساس يې پر مذهبي مراسمو بې مخينې محدوديت ولګاوه او د دې امر د تطبيقولو په لړ کې يې لږ تر لږه څلور تنه په غزني ولایت کې ووژل.

طالبان د کوچيانو ملاتړ کوي او په څو ولايتونو کې يې د هزاره‌ګانو ژوند تريخ کړی دی. دا ډله د کوچيانو د بې ځايه ادعاوو ملاتړ کوي، په دې ادعاوو کې د ځينو پر تاريخ نيمه پېړۍ هم اوښتې وي، خو طالبان هزاره‌ګان د ديت او جريمې ورکړې ته اړ کوي. په وروستي مورد کې سيمه‌ييزو افرادو د طالبانو په ملاتړ د خاص ارزګان د ولسوالۍ په «جوی‌نو» سيمه کې په لسګونو ميوه لرونکې ونې له منځه وړې دي او تر دې وړاندې يې د دې خلکو درمند او کرنه په قصدي توګه ختمه کړې وه تر څو يې د سیمې پرېښودلو ته اړ کړي.

څه چې مو په لنډه توګه مخکې ياد کړل، د طالبانو لپاره به (که ناممکن يې ونه وبولو) نو ډېره به سخته وي چې د هزاره‌ګانو باور تر لاسه کړي؛ په ځانګړې توګه چې د دې ډلې اعمال نن هم د هزاره‌ګانو پر خلاف دي.

ج، تاجکان

دې قوم د طالبانو له لوري د سوځېدلو ځمکو سياست (تر ډېره حده په شمالي سيمو کې) نه دی هير کړی. تاجکان هم په ډېری مواردو کې د طالبانو له لوري د جمعي ظلم ښکار شوي دي. د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال، پر تاجکانو په ټول افغانستان کې د دې ډلې له لوري زيات بشر ضد ظلمونه شوي دي. دا ځل هم طالبانو په پنجشېر، بغلان او تخار کې له تاجک مېشتو سيمو د غچ اخيستنې په موخه سخت بريدونه کړي او د دې سيمو اوسېدونکي يې په ډلييزه توګه ځورولي او کړولي دي.

که څه هم په طالبانو کې د وزير او د پوځ د لوی درستيز په کچه يو شمېر لوړپوړي کسان تاجکان دي، خو زياته برخه تقريبا ټول تاجکان د طالبانو له چلند سره مخالف دي. «د افغانستان د ملي مقاومت جبهه» چې تر ډېره حده د تاجکانو له لوري رهبري کېږي، د افغانستان د سقوط په لومړيو ورځو کې يې په پنجشېر او بغلان او په ځانګړې توګه اندرابونو کې د لومړني وسله وال مقاومت نوښت کړی او دا وسله وال مقاومت تر اوسه روان دی. له همدې کبله، د دې سيمې خلک په پرلپسې توګه د طالبانو د غچ اخيستنې ښکار دي او په لسګونو افراد يوازې د پنجشيري‌توب او اندرابي‌توب په جرم د طالبانو له لوري نيول شوي، زنداني شوي، شکنجه شوي او له منځه وړل شوي دي.

په تېره او اوسنۍ دوره کې د طالبانو چلند ته په پام، په اوسني مطلق قومي چلند له طالباني تفکر سره د تاجکانو د دوستي شونتيا نشته. د تاجکانو مطرحو رهبرانو بيا – بيا اعلان کړی چې که طالبان د قانون پر اساس ټولګډونه حکومته جوړ کړي کولای شي ورسره يو ځای شي، خو دا يو ځای کېدل به ټينګ ټولنيز او فکري بنسټونه ونه لري.

د، ازبکان او ترکمنان

په دې وروستيو کې د ازبکو او ترکمنو په ټولنو کې د طالباني تفکر په څېر مذهبي افراطيت ډېر زيات شوی دی. د افغانستان په شمال کې د طالبانو د منځنۍ کچې پام وړ شمېر کسان ازبکان دي، خو له طالبانو سره د دې دوو قومونو چلند ډېر متفاوت دی. د دې دوو قومونو مشران له طالبانو سره مخالف دي او په دې لړ کې يې د طالبانو د لومړۍ دورې او جمهوريت پر مهال له طلبانو سره جدي جګړې کړې دي.

ازبکان تر اوسه هم د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال د جوزجان او فارياب تر اشغال وروسته د خپلو خلکو بې رحمه وژنه په ياد لري. د دې قوم ګڼ وګړي د طالبانو د غچ اخيستنې په عملياتو کې له مارشال دوستم سره د تړاو له وجې په ډلييزه توګه مجازات شول. بل لور طالبان د دښت ليلې موضوع چې د مارشال دوستم او جنرال ملک په مشرۍ له ازبکو سره تړلي نظاميان پکې ښکېل وو، د يوه ناسور ټپ په توګه يادوي خو کوم زخمونه چې ازبکانو او ترکمنو له طالبانو څخه ليدلي تر هغه ډېر ژور دي چې طالبان يې يادوي.

په ټوله کې طالباني تفکر چې په واک کې يوه قومي ډله ويني د ازبکانو له جمعي غوښتنې سره په تضاد کې ده، دا موضوع کولای شي چې له طالبانو سره د دې دوو قومونو نه جوړجاړی نور هم ژور کړي.

ه، نور قومونه

نور قومونه هم په خپل نوبت له طالبانو زيانونه ليدلي دي. دا قومونه لکه پشه‌يان، نورستاني، بلوڅ، سادات او … نور ټول د طالبانو په رژيم کې له پامه غورځول شوي دي او ټول انساني حقونه يې د نورو قومونو په څېر (له پښتنو پرته) پايمال شوي دي.

۳ – د جنسيت پر اساس له وګړو سره د طالبانو چلند

له ښځو سره د طالبانو چلند شرحې او تفصيل ته اړتيا نه لري. د يوويشتمې پېړۍ په درېيمه لسيزه کې د طالبانو حکومت د افغانستان ښځې او نجونې د تحصيل، کار او ابتدايي مدني ازاديو له حق څخه بې برخې کړې دي. نن ورځ نجونې په افغانستان کې حق نه لري چې ښوونځي او پوهنتون ته ولاړې شي، کار وکړي او يا هم له خپلو مدني حقونو ګټه واخلي. فکر کېده چې طالبان به په دې دوره کې د ښځو پر وړاندې له سختدريځو سياستونو پر شا شوي وي، خو درې لسيزې وړاندې د خپل لومړني حاکميت ښځه ځپونکې تګلارې يې بيرته را ژوندۍ کړې دي. له همدې کبله، د افغانستان ښځې چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته يې تر ټولو ډېر زيان ليدلی دی، په هيڅ توګه پر هغو ظلمونو سترګې نشي پټولای چې طالبانو پرې کړي دي.

وروستۍ خبرې

څه چې مو وړاندې په لنډه توګه بيان کړل او په تېر کې د طالبانو له چلند سره د افغانستان د خلکو تجربې ته په پام، د دې ډلې او د افغانستان د خلکو ترمنځ ډېر زيات واټن دی. په افغانستان کې حاکم سکوت وړاندې تر دې چې د طالبانو له رژيم څخه د خلکو د اطاعت نښه وګڼل شي، يو ډول اعتراض دی. د طالبانو د امنيتي او دفاعي ځواکونو ليکو ته جلب او جذب تر هغه څه ډېر محدود دی چې تصور يې کېده. د افغانستان د خلکو ترمنځ له دې ډلې سره د يو ځای کېدو لپاره (له سويل ختيځ سيمو پرته) هيڅ لېوالتيا نشته. پر رژيم زياته بې باوري موجوده ده، دې رژيم د تېرو دوو کلونو پر مهال له هر ډول خدماتو پرته له خلکو په بېلابېلو بانو عشر، زکات او ماليات اخيستي دي. په دې وروستيو کې د دې ډلې مسوولينو د کابل په ښاروالۍ کې د تېرکال پر مهال د ميلياردونو عوايدو خبر ورکړ، په داسې حال کې چې د کابل اوسېدونکي د يو ليټر اوبو تر لاسه کولو لپاره هغه هم له خصوصي څانګې څخه په ساعتونو په صفونو کې انتظار کوي. خلک نشي کولای پاسپورټ تر لاسه کړي، هغه رسمي دولتي اسناد چې د جمهوريت پر مهال وړيا و، اوس د ډېرو پيسو په بدل کې خلکو ته ورکول کېږي. پانګوال خلک ورځ په ورځ د افغانستان پرېښودلو ته اړ کېږي. خلک په بې مخينې توګه د جنايي جرمونو قرباني کېږي.

ښځې او نجونې په ډلييزه توګه په کورونو کې زنداني شوې دي او هر ډول خدماتو ته يې لاسرسی او په ټولنه کې حضور ختم کړل شوی او رسنۍ هغه څه خپروي چې طالبان يې وايي او غواړي يې.

د نوي زدکړييز نصاب د تدوين او په ټول افغانستان کې پر زدکړييزو بنسټونو د محدوديت له لارې، ځوانان او ماشومان په سازمان شوې بڼه تروريزم ته هڅول کېږي. طالبان په خپله هم پوهېږي چې د افغانستان خلکو او سالمې انساني ټولنې ته د بیرته ورتګ لپاره يې هيڅ پل روغ نه دی پرېيښی، له همدې کبله د نېزې په زور حاکميت مخته وړي. داسې جدي نښې ليدل کېږي چې دا نيزې به ماتېږي او طالبان به يو ځل بيا غرونو ته پناه وړي.