اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د برګمټال ولسوالۍ په یوه ځنګله کې اور لګېدنه رامنځته شوې ده.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کرنې رییس سلیمان ایمن وایي، دغه اور لګېدنه د تېرې یکشنبې په ورځ (۵ د وږي) د برګمټال ولسوالۍ په «نېک موک» سیمه کې را منځته شوې او لاهم دوام لري.
ایمن زیاتوي، چې په سیمه کې د اور د وژنې لپاره څه باندې ۲۰۰ سیمه ییز کسان پر ځنګله ګډ شوي ترڅو اور مهار کړي.
نوموړی وایي، تراوسه د اور له امله د سوځېدلي ځنګل اندازه معلومه نه ده او نه هم تراوسه د یادې اور لګېدنې لامل معلوم دی.
شاوخوا دوه میاشتې وړاندې هم د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې په یوه ځنګله کې اور لګېدنه رامنځته شوې وه، چې شاوخوا سل جریبه ځنګل د اور خوراک شوی وو.
د هوا په ګرمېدو سره د هېواد د ګڼو ولایتونو په ځنګلونو کې اور لګېدنې را منځته شوي، چې سلګونه جریبه ځنکل یې سوځولی دی.
د نورستان خلک شکایت کوي، چې د طالبانو حکومت د ځنګلونو د ساتنې لپازه ځانګړی مېکانېزم نه جوړوي، چې له امله یې یو شمېر ځنګلونه وسوځوېدل او یو شمېر نور یې پرې شوي دي.