سپوږمۍ د نړيوالې سيالۍ نوی ډګر

و. پ

تر سړې جګړې را وروسته یو ځل بیا د نړيوالو لوبغاړو ترمنځ فضايي او سپوږمۍ ته د رسيدنې سيالۍ زياتې شوې دي. په دې لړ کې چين او متحده ايالات مخکښ دي او د يوه-بل سرسخت سيالان ګڼل کېږي. همدا راز، په دې سيالۍ کې د اروپايي ټولنې فضايي اداره (چې له ۲۲ هيوادونو جوړه ده)، هند، روسيه، اسراييل، جاپان او ځينې نور هيوادونه په دې هڅه کې دي چې خپلې فضايي بېړۍ تر سپوږمۍ پورې ورسوي. په دې سيالۍ کې د سپوږمۍ راسپړنې او سپوږمۍ ته د انسان بيرته تګ تر ټولو مهم ماموريتونه دي چې د چين او امريکا په ګډون ګڼ هيوادونه ورته ځانګړي ماموريتونه لري.

امريکا سپوږمۍ ته د انسان د بيرته رسولو لپاره د (Artemis) په نوم ماموريت پېل کړی دی. د امريکا فضايي ادارې ناسا (NASA) پر خپله ويبپاڼه ليکلي، چې ناسا به د دې ماموريت له لارې لومړۍ ښځينه او له سپين پوستو پرته يو بل نارينه سپوږمۍ ته بوزي تر څو د سپوږمۍ سطحه د پخوا په پرتله نوره هم په تفصيلي توګه وڅېړي. د ناسا په وينا چې د نړيوالو او سوداګريزو شريکانو په ملتيا به پر سپوږمۍ د انسان د اوږدمهالې ميشتيدنې هڅه کوي. ناسا وايي چې همدلته د څېړنې په مرسته به بل ستر ګام د مريخ پر لور اخلي، تر څو همالته لومړنی ستورمزلی ورسوي.

پوښتنه داده چې امريکا ولې دا هر څه کوي؟ د ناسا په خبره چې موږ بيرته سپوږمۍ ته د ساينسي موندنو، اقتصادي ګټو او د سپړونکو نوي نسل (ارتيميس نسل) ته د الهام ورکولو لپاره ځو. ناسا وايي چې په فضايي برخه کې د امريکايي رهبرۍ د رول په ساتلو سره هڅه کوي چې د ټول انسانيت د ګټې په خاطر د لېرې فضا د سپړنې لپاره يو نړيوال ايتلاف جوړ کړي.

همدا راز چين د ۲۰۲۳ کال په جولای مياشت کې د خپل فضايي او سپوږميز ماموريت په اړه ځينې جزييات په ډاګه کړل. د چين د فضايي ادارې (CMSA) مرستيال مشر ژانګ هالين ويلي، چې د چين سپوږميز ماموريت به تر ۲۰۳۰ کال وړاندې بشپړ شي او په سپوږمۍ کې به يو څېړنيز مرکز جوړ کړي. چينايي رسنيو نه دې ويلي چې چين به څومره ستورمزلي سپوږمۍ ته لېږي خو د وروستيو کلونو پر مهال چې چين په فضايي سپړنه کې ګڼ پرمختګونه کړي، سپوږميز ماموريت په دې لړ کې وروستی پرمختګ ګڼل کېږي. چين فضايي سيالۍ ته د متحده ايالاتو او روسيې په پرتله ناوخته راغی او د ۲۰۱۳ کال پر مهال په نړۍ کې يوازې درېيم هيواد و چې ويې کولای شول پر سپوږمۍ خپل روباټ (Rover) ښکته کړي. د چين ولسمشر شي جين‌پينګ ويلي، چې «د تشيال سپړنې ارمان د چين د ځواکمنولو ارمان دی.» [۲] 

روسيه او هند هم په دې سيالۍ کې شاته نه دې پاتي، په تازه توګه روسيې تر ۱۹۷۶ وروسته خپل لومړنی سپوږميز ماموريت پېل کړ او  خپله فضايي بېړۍ لونا – ۲۵ يې د همدې ۲۰۲۳ کال د اګست پر ۱۰ د سپوږمۍ پر لور ولېږله. د روسيې موخه دا وه چې د سپوږمۍ پر سویلي قطب خپل روباټ ښکته کړي او څېړنې وکړي، مګر دا ماموريت بريالی نشو او د سپوږمۍ له سطحې سره تر ټکر وروسته فضايي بېړۍ ټوټه – ټوټه شوه. هند په دې سيالۍ کې لومړنی هيواد شو چې ويې کولای شول د سپوږمۍ جنوبي قطب ته خپله چاندريان – ۳ بېړۍ ورسوي او په برياليتوب سره يې کښېنوله.

ولې سپوږمۍ؟

د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر پر ۲۲مه هند د سپوږمۍ پر لور د چاندريان – ۱ ماموريت واستاوه. سپوږمۍ ته په رسېدو يې داسې څه وموندل چې د نړۍ د ورځپاڼو سرليک شو. چاندريان – ۱ په لومړي ځل داسې اسناد وړاندې کړل چې پر سپوږمۍ د کنګل په بڼه اوبه شته. [۱]

ادعا دا شوې ده چې اوبه د سپوږمۍ په سویلي قطب (South Pole) کې شته دي. همدا راز، دا ګومان کېږي چې په سپوږمۍ کې اوبه، هيليم-۳ او نور کم موندل کېدونکي مواد شته دي. له هيليم-۳ څخه د ذروي رياکټورونو د سون‌توکو په توګه کار اخيستل کېدلای شي خو تر ټولو د پام وړ خبره داده چې د سپوږمۍ پر جنوبي قطب د کنګل په شکل زياتې اوبه شته. د هند په پخواني سپوږميز ماموريت کې يو اټکل دا شوی و چې پر سپوږمۍ ۱.۳ ټريليونه پاونډه کنګل موجود دی. په لومړي ځل ساينسپوهانو د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو پر مهال پر سپوږمۍ د کنګل شتون تاييد کړ او له هماغه مهال جنوبي قطب ته د رسيدنې هڅه کېږي چې په وروستي ځل د هند چاندريان – ۳ فضايي بېړۍ ورته ورسېده.

دا هر څه کولای شي د انسان له لوري فضايي سپړنه په مکمله بڼه تغيير کړي. کېدلای شي چې دا کنګل په تنفس کېدونکې هوا، څښل کېدونکو اوبو او ان سون‌توکو بدل شي. د دې سرچينو زېرمه کول د سپوږميز مېشتځای په جوړونه کې مرسته کولای شي او همدا راز د لمريز سيسټم د لېرې واټن سفرونو سون‌توکي برابرولای شي.

له دې سره-سره د ځينو ساينسي موندنو په تړاو هم هيلې شته دي. ګومان کېږي چې دا کنګل به له انسان سره مرسته وکړي چې د لمريز سيسټم د پخوانيو وختونو او د ځمکې او سپوږمۍ د اصلي ماهيت په اړه نوي رازونه ومومي.

د ساينسپوهانو په باور، اوبو، باد او نورو چې ځمکې ته يې يوه بڼه ورکړې خو په عين مهال کې يې زموږ د انسانانو لرغونی جيولوجيک ماهيت هم ختم کړی دی. ساينسپوهان هېله لري چې د سپوږمۍ د مرکباتو په څېړنو سره به انسان د نړۍ د کايناتي تاريخ په تړاو ډېر څه زده کړي. [۳]

د سپوږمۍ پر لور د لېږل کېدونکو ماموريتونو ډولونه او شاليد

۱)  Fly-by ماموريت

د ۱۹۵۰ کلونو پر مهال انسانانو په لومړي ځل د سپوږمۍ پر لور د ماموريتونو لېږل پېل کړل. د سپوږمۍ پر لور د ماموريتونو د لېږلو يو ډول Fly-by ماموريت بلل کېږي. په دې ماموريت کې يوه فضايي بېړۍ د سپوږمۍ پر لور لېږل کېږي چې سپوږمۍ ته نږدې تېره شي، نه دا چې پرې راوګرځي. د سپوږمۍ پر لور تر ټولو لومړی بريالی ماموريت د شوروي اتحاد له لوري د ۱۹۵۹ پر مهال ولېږل شو. د شوروي اتحاد لونا – ۱ فضايي بېړۍ سپوږمۍ ته نږدې تېره شوه. تر دې وروسته امريکا متحده ايالاتو د ۱۹۵۹ په مارچ مياشت کې خپل Fly-by ماموريت واستاوه چې pioneer-4 ونومول شو. د دې ماموريت موخه دا وه چې سپوږمۍ له لېرې څخه مطالعه کړي. کله چې شوروي اتحاد په ۱۹۵۹ کې په لومړي ځل سپوږميز ماموريت پېلوي، نو هغه مهال د سپوږمۍ د تياره اړخ يو تر ټولو نږدې انځور واخيستل شو.

اوس مهال Fly-by ماموريت يوازې هغه وخت کېږي چې سپوږمۍ د يوه بل ماموريت په لار کې راځي خو که موخه دا وي چې سپوږمۍ په مشخصه توګه وسپړل شي نو بيا دويم ډول ماموريت ترسره کېږي.

۲) د سپوږمۍ د مدار پر شاوخوا Orbiter Mission

اوس مهال د سپوږمۍ د سپړنې تر ټولو عام ډول همدا دی. د سپوږمۍ د مدار پر شاوخوا فضايي بېړۍ راڅرخي (Lunar Orbit) او د سپوږمۍ سطح او اټوموسفير څېړي. تر ننه د دې ډول تر څلويښت زيات بريالي ماموريتونه ترسره شوي دي.

د دې ډول تر ټولو بريالی ماموريت هم په لومړي ځل د ۱۹۶۶ پر مهال د شوروي اتحاد له لوري وشو.

۳) د ټکر ماموريت Impact Mission

دا هم د مخکې ياد شوي ماموريت يوه بله بڼه بلل کېدلای شي. په دې ډول کې اصلي فضايي بېړۍ د سپوږمۍ پر شاوخوا څرخېږي، خو يوه برخه يې ترې بېلېږي او د سپوږمۍ له سطحې سره ټکر کوي. د دې ډول يوه ګټه داده چې له اصلي فضايي بېړۍ رابېله شوې برخه چې تر څو سپوږمۍ ته رسېږي، نو په دې مهال کې هم د بېلابېلو شيانو څېړنه کېږي او دا د سپوږمۍ د سپړنې يو ګټور ډول بلل کېدلای شي. د هند چاندريان – ۱ همداسې يو ماموريت و.

۴) د سپوږمۍ پر سطح کښته کېدل Lander Mission

سپوږمۍ ته د رسېدو په  دې ډول کې فضايي بېړۍ (Lander) د سپوږمۍ پر سطحه په احتياط راښکته کېږي. دا يوه ډېره پېچلې پروسه ده. روسيې او امريکا پنځلس ځله ناکامې هڅې وکړې چې خپله فضايي بېړۍ پر سپوږمۍ ښکته کړي، خو بيا هم يو ځل بيا شوروي اتحاد د ۱۹۶۶ پر مهال په کاميابۍ سره خپله فضايي بېړۍ لونا-۹ د سپوږمۍ پر سطح کښېنوله.

پر سپوږمۍ کښېنستونکې فضايي بېړۍ يا هم Lander پر سپوږمۍ د خپلو تخنيکي مشکلاتو له امله نشي ګرځېدلای، له همدې کبله په دې کې د Rover په نوم کوچني روبوټونه وي چې له لينډر څخه په راوتلو د سپوږمۍ پر سطح ګرځي او Rover هم په لومړي ځل سپوږمۍ ته د ۱۹۷۰ پر مهال شوروي اتحاد ولېږه.

۵) انساني ماموريت

سپوږمۍ ته د تګ وروستی ډول د انسانانو تګ دی چې د يوه ماشين پر ځای بايد انسان د سپوږمۍ پر سطحه وګرځي. د متحده ايالاتو فضايي ادارې ناسا د ۱۹۶۹ پر مهال په لومړي ځل وکولای شول چې انسان سپوږمۍ ته ولېږي. په وروستي ځل د ۱۹۷۲ پر مهال انسان سپوږمۍ ته تللی دی. ناسا تر اوسه ۱۲ انسانان سپوږمۍ ته لېږلي دي.

په راتلونکې کې د سپوږمۍ پر لور د لېږل کېدونکو ماموريتونو تر ټولو مهم يې د امريکا او چين ماموريتونه دي چې غواړي انسان سپوږمۍ ته ولېږي. ټاکل شوې ده چې امريکا به د خپل ارتميس پروګرام په درېيم پړاو کې د ۲۰۲۵ پر مهال يو ځل بيا د سپوږمۍ سویلي قطب ته نږدې انسان د پلټنو لپاره ولېږي او دا به يو تاريخ وي. همدا راز چين هم تر ۲۰۳۰ وړاندې انسان سپوږمۍ ته لېږي، خو دا ځل انسانانو د يوه-بل په سيالۍ کې دا هوډ هم کړی چې پر سپوږمۍ د اوږد مهال لپاره مېشت شي او د نور تشيال يا فضا د سپړنې لپاره خپل ماموريتونه له سپوږمۍ څخه په کم مصرف ولېږي.

[۱] https://www.theguardian.com/world/2009/sep/24/water-moon-space-exploration-india

[۲] https://edition.cnn.com/2023/07/13/china/china-crewed-moon-landing-2030-intl-hnk-scn/index.html

[۳] https://www.vox.com/science/2023/8/24/23844280/india-moon-landing-russia-crash-lunar-south-pole-science-consequences-junk