Photo: Scott Olson/Getty Images

د امريکايي ځواکونو د وتلو دويم کال؛ بايډن: د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوو

اطلاعات روز: د امريکا ولسمشر جوبايډن چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو د دويم کال په مناسبت په یوې خپرې کړې اعلامیه کې ويلي، چې هيواد يې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي.

ښاغلي بايډن په دې اعلاميه کې چې پرون (چهارشنبه، ۸ د وږي) خپره شوې، ويلي: «وياړو چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو تر ټولو لوی مرسته کوونکي يو.»

د امريکا کانګرس ته د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا د څار ادارې په خپل راپور کې ويلي و، چې طالبان په بشرپالو مرستو کې لاسوهنه کوي، تر دې وروسته ښاغلی بایډن له افغانستان سره په مرسته کې تر سختو نيوکو لاندې دی.

د امريکا د استازو د مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايکل مک کال د طالبانو جيب ته د امريکا د ماليه ورکوونکو د پيسو توييدل «نفرت پاروونکي» بللي و او اخطار يې ورکړی و چې مخه به يې نيسي.

د امريکا ولسمشر خپله اعلاميه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو د دويمې کليزې په مناسبت خپره کړې، په دې اعلاميه کې يې د شل کلنې جګړې پر مهال د خپل هيواد د سرتېرو د قربانيو درناوی کړی دی.

ده ويلي، چې د دې جنګ پر مهال دوه زره او ۴۶۱ امريکايي نظاميان وژل شوي او ۲۰ زره او ۷۴۴ نور نظاميان ژوبل شوي دي.

ښاغلي بايډن په افغانستان کې د دوو لسيزو د ماموريت او د کابل له هوايي ډګر څخه د تخليې د ماموريت په تړاو له نظاميانو، ډيپلوماټانو او د دې هيواد له اطلاعاتي او پرمختيايي متخصصينو څخه مننه کړې ده.

ده زياته کړې چې نظاميانو، ډيپلوماټانو او د امريکا اطلاعاتي متخصصينو له هغه وخته تر اوسه په «ماهرانه توګه» له ټولو سرچينو استفاده کړې، تر څو له افغانستانه د ور پېښو ګواښونو پر وړاندې خپل هيواد خوندي کړي.

د امريکا ولسمشر ويلي: «موږ وښوده چې له تروريستانو او هغو کسانو سره د مقابلې لپاره چې غواړي موږ ته زيان ورسوي، پر ځمکه دايمي نظامي حضور ته اړتيا نه لرو.»

ښاغلي بايډن همدا راز د امريکا له وګړو او ځايي ادارو څخه مننه کړې چې له افغانستانه تازه راغلي ۱۱۷ زره پناه غوښتونکي يې منلي دي.

ده زياته کړې، دوی  په تېرو شلو کلونو کې له موږ سره درېدلي او اوس موږ له دوی سره درېږو.

د امريکا ولسمشر د دې هيواد له کانګرس څخه غوښتنه کړې چې د «Afghan Adjucstment Act» په نوم قانون تصويب کړي، تر څو د افغان پناه غوښتونکو دايمي مېشتيدنې ته قانوني زمينه برابره شي.

امريکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۰مه په نيمه شپه د کابل له هوايي ډګر څخه ووتل او په دې توګه يې په افغانستان کې خپل ۲۰ کلن حضور پای ته ورساوه.

جنرال کريس دوناهو د امريکا د هوايي ځواکونو وروستی کس و، چې پر يوه سي-۱۷ الوتکه سپور شو او افغانستان يې پرېښود.

طالبانو تېرکال دا ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې وه او په دې مناسبت يې نظامي پريډ وکړ، خو سږکال يې په دې ورځ هيڅ ډول مراسم نه دې جوړ کړي.