UNHCR

بې ويرجنو وير

و. پ

د کانکور پايلې اعلان شوې، خو هغه نجونې پر کورونو ناستې دي چې په تېر کې يې پرلپسې دوه کاله لومړی مقام ګټلی و. يوازې د جنسيت له مخې د زده کړو له بهيره د نجونو ايستل او په داسې ملي پروسو کې يې له خپل بشري حق څخه محرومول د بشري حقونو يو ستر ناورين دی خو دا ناورين نه هم د دې پايلو د اعلان پر مهال او نه هم په عموم کې په حد اقل کچه محسوس دی. که څه هم طالبان ژمنې کوي چې نجونو ته به د زده کړو اجازه ورکړي، خو د دوو کلونو تر تېرېدو وروسته او د طالبانو سختدريځۍ ته په پام نور د طالبانو پر ژمنه باور کول معقول نه ښکاري. په همدې مبهم وضعيت کې د يوه هيواد نيمايي نفوس په يوه داسې وير اخته دی چې په تنهايي کې له اوښکو پرته بل هيڅ ويرجن نه لري.

د تېرو دوو کلونو پر مهال طالبان توانېدلي چې د زور، شکنجې او ويرې اچونې له لارې د نجونو د زده کړو او نورو موضوعاتو په اړه مخالفتونه وځپي او دا جرأت یې له خلکو اخیستی چې د دوی پر پاليسيو په ډاګه نيوکې وکړي او خپل حق وغواړي. په دې اړه که چا په جرأت او په ډاګه غږ کړی وي، نو هغه يوازې نجونې دي چې د خپل حق غوښتنې لپاره کوڅو ته راوتلې دي، لاريونونه يې کړي دي، ځانونه يې د مرګ خولې ته ورکړي او د طالبانو تر زندانونو تللې دي. اوس مهال په افغانستان کې له ښځو پرته بل هيچا دا جرأت نه دی کړی او که بل هر غورځنګ دغسې جرأت کوي، نو دا الهام به يې د ښځو له لاريونونو اخيستی وي. طالبان په دې پوهېږي چې دغسې حرکتونه نورو ته الهام ورکوي او ډار ترې کوي، له همدې کبله يې د ښځينه حقونو له بشري فعالانو سره په پوره وحشت چلند کړی او پر هغوی يې له هيڅ ظلم څخه مخ نه دی اړولی. جالبه داده چې طالبان د نجونو د زده کړو په اړه يو دليل دا وايي، چې پر وړاندې يې کلتوري محدوديتونه دي، خو له ښځو سره چې په افغاني ټولنه کې د مخامخيدنې پر مهال په کلتوري او عنعنوي توګه کوم چلند کېږي، طالبان هغه کلتور د خپلو ګټو لپاره له پامه غورځوي او هلته بيا کلتور د يوه خنډ يا هم لارښود په توګه نه مطرح کېږي. په پښتني دود کې خو د ښځې پلو د وژنې شخړې هوارولای شي، مګر د طالبانو پر وړاندې دا پلو پر هغوی د کېدونکي ګوزار مخه هم نشي نيولای.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په دوو کلونو کې يوه لاسته راوړنه دا لري چې د خلکو تر منځ يې په ښوونځي او پوهنتون کې د نجونو او ښځو نشتون يوه عادي مسئله ګرزولې ده. په دې توګه ګواکې طالبانو خپل يو هدف تر لاسه کړی. نور د خلکو لپاره دا يوه ټکان ورکوونکې موضوع نه ده، هر چاته چې دا مسئله ور ياده شي، يو څو شيبې حيران وي او وروسته يې بيرته هيره وي. په ځانګړې توګه د دې مسئلې پر وړاندې د ولسي غبرګون کچه ټيټه شوې او نور خلک د کانکور په څېر په مهمو پروسو کې هم په ډېره کمه کچه د نجونو پر شتون او نشتون غږېږي.

که څه هم په لومړي سر کې هم عامه غبرګون سخت او پراخ نه و، خو زما په اند تر ډېره حده په بحث، خبرو او د ټولنيزو رسنيو په  کچه محسوس و. د وخت په تېرېدو سره د غبرګون څرګندونې لپاره انګېزه کمه شوه او که زه له خپلو شخصي معلوماتو او ليد سره سم تېرو دوو کلونو ته وګورم نو د ښځو له لاريونونو او غبرګونونو پرته په عموم کې غبرګون کم دی او ان پر ټولنيزو رسنيو په تېرو دوو کلونو کې يوازې يو نسبتا څه پراخ کمپاين چلېدلی دی چې دا ډېره کمه کچه ده.

د اساسي بشري حقونو دې ستر نقض ته په پام دا د افغانستان لپاره يوه ډېره لويه غميزه ده او په ځانګړې توګه په را روانو پنځو او لسو کلونو کې به يې پايلې هغه وخت هم ډېري محسوسې شي چې په بېلابېلو برخو کې فعالې لوستې ښځې نورې هم کمې شي. په افغانستان کې چې تر ډېره حده ښځو طب او ښوونکي کېدل د خپل مسلک په توګه انتخابول، په لا زياته کچه به افغانستان د ښځينه طبي پرسونل له سختې تشې سره مخ شي او د ښوونکو په کچه چې کوم ظرفيت و، هغه خو هسې هم پر کور کېنول شوی دی. له دې اغېزو پرته د زده کړو او کار له برخو د ښځو حذف د کورنيو اقتصاد اغېزمنوي چې بيرته په عموم کې د هيواد پر اقتصادي وده منفي اغېز کوي.

له زده کړو د نجونو محرومول نه يوازې دا چې په اخلاقي او بشري توګه يو جنايت دی، بلکې پورته يادو شويو ټکو او نورو مواردو ته په پام پر ټولنه په لنډ او اوږد مهال کې پراخې منفي اغېزې لري او هيواد او ټولنه له پرمختګ کولو راګرزوي. مګر له دې سره-سره چې د دې پرېکړې او پاليسۍ عواقب ډېر ترخه دي او تر ډېره حده د ولسي شعور په کچه پر دې عواقبو اعتراف هم کېږي، مګر د دې حق د تر لاسه کولو لپاره نه عملا او نه هم په مجازي توګه کوم منظم حرکت ليدل کېږي.

په افغانستان کې پر واکمنو د فشار راوړلو لپاره په تاريخي توګه د منظمو سولييزو هلو-ځلو تجربه د نشت په حساب ده، خو په نړۍ کې ګڼ داسې غورځنګونه تېر شوي چې ديکتاتورو نظامونو د فشار راوړلو لپاره يې له سولييزو انتخابونو هم کار اخيستی او په دې توګه يې نه يوازې دا چې د ولسي شعور کچه لوړه کړې، بلکې خلکو ته يې د نور فعاليت کولو انګېزه ورکړې او هغه ډار يې ترې اخيستی چې ديکتاتور نظامونه د خپلو پاليسيو د دوام لپاره استفاده ترې کوي. د بېلګي په توګه عرب پسرلی تر ډېره حده د ټولنيزو رسنيو له لارې راپېل شو، نه يوازې دا چې خلک يې منظم کړل، بلکې تر طالبانو د سختو او ځواکمنو ديکتاتورو پر وړاندې يې پرګنې لارو او کوڅو ته راوويستلې. همدا راز، د افغانستان په ګاونډ کې د پاکستان د قوي پوځ پر وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د خپلو بشري حقونو د غوښتنې يو ولسي غورځنګ دی چې د ولسي فشار له مخې يې پاکستانی پوځ په ځينو برخو کې د خپلو پاليسيو بدلون او يا هم نرمولو ته اړ کړی دی.

د نجونو پر زده کړو او د نورو بشري حقونو د تروړنو په دوام په کار داده چې له بېلابېلو پېښو د ولسي غبرګون د پارونې او منظم کولو لپاره کار واخيستل شي او خلکو ته پر خپلو حقونو د درېدو او د هغو د غوښتنې انګېزه ورکړل شي او پوه کړل شي چې په هيڅ صورت هم د ديکتاتورو نظامونو پر وړاندې چې يوازې د يو څو اشخاصو په ګټه وي، له خپل حق او بشري حقونو تېر نه شي.

په افغانستان کې له ګڼو جنايتونو او بشري سرغړونو سره-سره د بشري حقونو تر ټولو محسوسه سرغړونه داده چې د افغانستان له نيم نفوس سره د خپل جنسيت له مخې تبعيض کېږي او هغوی د دې حقدار نه ګڼل کېږي چې د نارينه‌وو په څېر زده کړې وکړي، کار ولري او د خپل ژوند د راتلونکي په اړه خپلواکه پرېکړه وکړي. دا يو ستر تبعيض دی او پايلې يې ناورين زېږوونکې دي، مګر دا ناورين لا هم ناورين ځپلي نه شي سره متحد کولای او لا هم څوک په کور کې د بندي بشر پر وير، له ډاره وير نه کوي. که څه هم ويرجن د طالبي استبداد له وېرې نه منظمېږي، خو دا نه فرياد مستبدينو ته نور جرأت ورکوي.

څوک چې نن له ډاره وير نه کوي، معلومه نه ده چې د ډار په دې چاپېريال کې به سبا د خپل وير لپاره کوم ويرجن خواخوږی ومومي او که نه.