انځور: مصنوعي ذکاوت

سيکولريزم او ديني حکومتولي؛ د اختيار او جبر کشمکش

شمشاد زلمی

له ۱۴۷۸ څخه تر ۱۸۳۴ پورې په هسپانيا کې د کليسا له لوري د حکومت په مرسته د خلکو د عقيدې د تشخيص، د هغوی د دين د بدلولو او کفر ته د سزا ورکولو يوه اوږده لړۍ روانه وه چې په تاريخي توګه (Spanish Inquisition) بلل کېږي. د کليسا له  اند سره سم، د کفر پر خلاف د څو پېړيو په دې کمپاين کې په زرګونو خلک د ناسمې عقيدې د درلودلو په تور ووژل شول او وکړول شول. د اروپا په تاريخ کې د کليسا پر خلاف د خلکو د راپاريدنې انګېزه له داسې لسګونو نورو پېښو او سيسټماټيکو تبعيضونو او د واک د ناسمې استفادې له هغو لسګونو او سلګونو نورو مواردو څخه الهام اخلي چې کليسا پکې له واکمنو سره يو ځای د خپلو ګټو د تضمين او خپلو مخالفینو د ځپلو په موخه دين د يوې الې په توګه کاراوه. همدا وجه وه چې د رينسانس او روشنګرۍ په دورو کې مفکرينو د هغو بنسټيزو بشري حقونو پر موضوعاتو ليکل وکړل، راپورته يې کړل او مبارزه يې ورته وکړه چې نن د نړۍ په ډېرو برخو کې د انساني ټولنې د اساسي ارزښتونو په توګه پېژندل کېږي. د روشنګرۍ په دوره کې د منطق، ساينس او فردي حقونو او ازاديو موضوع مطرح شوه او د کليسا او شاهي حکومتولۍ دوديز ځواک يې وننګاوه او د فرانسې او امريکا په څېر سياسي انقلابونو دې اصلاحاتو ته نوره هم لاره هواره کړه.

په افغانستان کې هم له تېرو څو لسيزو راهيسې د اسلام د غلبې او کمونيزم، «کفر»، «سيکولريزم» او «الحاد» د پرځولو هڅې روانې دي او په دې لړ کې د وروستيو وختونو پر مهال مجاهدين او بيا طالبان په تاريخي توګه هماغه رول لوبوي چې په اروپا کې د ديني عقيدې-هويت تحميلوونکو درلود. په افغانستان کې «ديني بې لارې» تل د خلکو لپاره يوه وېره پاتې شوې او په همدې نوم يې بيا-بيا غورځنګونه کړي او حکومتونه يې چپه کړي دي مګر د وروستيو څو لسيزو تجربه تر پخوا په دې يو څه متفاوته ده چې ديني سختدريځې ډلې په بېلابېلو شعارونو د خپلو مخالفينو له پرځولو سره-سره غواړي چې يو بديل «اسلامي نظام» هم پلی کړي. تر طالبانو وړاندې مجاهدينو د يوه ايډيال اسلامي نظام په اړه زېري ورکول او خلک يې هڅول چې د داسې نظام د راتګ لپاره دې د ځان قربانولو وياړ ترلاسه کړي او د دې قربانۍ له وجې چې په جنت کې کومې نېکمرغۍ ورکول کېږي، هغه دې د دې بې ارزښته دنيوي ژوند په مقابل کې له لاسه نه ورکوي خو په خپله يې په همدې بې ارزښته دنيا کې د «اسلامي نظام» د رهبرۍ خوبونه ليدل.

د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر سقوط وروسته د مجاهدينو ايډيال اسلامي نظام چې کلونه – کلونه يې ورته خلک وژلي وو، د يوې کورنۍ جګړې په بڼه راڅرګند شو چې نه يوازې په خپله مجاهدينو پکې ښه ورځ نه درلوده، ولس خو پکې هسې هم د قرباني په ګډوري بدل شوی وو. د مدرسې په څلورو دېوالونو کې ايسارو طالبانو د اسلامي نظام د راوستونکو مجاهدينو پر خلاف پاڅون وکړ او د «شر او فساد» په نوم يې وشړل او ويې ويل چې اسلامي نظام موږ راوستلای شو. دا تجربه هم تر دې حده ناکامه وه چې له تېر جمهوري نظام سره د جګړې پر وخت به طالب مشرانو په خپله ويل چې دوی که دا ځل حکومت ونيسي، متفاوت به وي او ګواکې د تېر «اسلامي نظام» تېروتنې به نه تکراروي. دا په يو لحاظ د اسلامي نظام پر تيوريک اساس د بطلان کرښه کښل و.

اوس يو ځل بيا د هغې ديني عقيدې پر اساس چې تعريف يې ملا کوي، د يوه «اسلامي نظام» اساس ايښودل شوی او پلويان يې وايي، چې په دې سره په افغانستان کې جمهوريت او سيکولريزم د تل لپاره سر وخوړ. د همدې لپاره چې د عقيدې پر اساس دا جوړ شوی نظام خپلې ريښې ټينګې کړي او هغه افکار چې د دوی واک، انحصار، فکر او سياسي تسلط ننګولای شي، د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» په چوکاټ کې پلټي او په هماغه ډول يې مخه نيسي او په اصطلاح مرتکبينو ته يې سزاوې ورکوي لکه د هسپانيا د عقيدې پلټنې په بهير کې چې ورکول کېدې.

د اسلامي نظامونو پلويان که څه هم په سيکولرو نظامونو کې له ژوند کولو خوند اخلي خو په عين حال کې د يوه داسې «اسلامي نظام» ملاتړ کوي چې لومړيتوب يې د خلکو د عقيدو اصلاح وي. پر همدې اساس دوی تل د سيکولريزم پر وړاندې مبارزه خپل اصلي هدف بولي او يو سيکولر چاپېريال د خپلې عقيدې او اسلامي نظام پر وړاندې ګواښ ګڼي او خلکو ته يو داسې تصور ورکوي چې په يوه سيکولر نظام کې يې په هيڅ صورت په هغه توګه ايمان، عقيده او اخرت نه خوندي کېږي لکه په «اسلامي نظام» کې چې خوندي وي. په دې توګه په بېلابېلو کچو نه يوازې دا چې د سيکولريزم پر وړاندې نفرت خپروي بلکې خلک ترې په رواني توګه ډاروي چې سيکولر چاپېريال او حکومت د دوی د اخرت تباهي ده.

په دې وروستيو کې محمد محق د «هراس بی‌جا از سیکولاریسم در افغانستان» په نوم پر خپله فېسبوکپاڼه يوه ليکنه خپره کړه او ويې ويل چې په افغانستان کې د سيکولريزم پر خلاف ډېر تبليغات شوي او خلک ترې وېرول شوي دي. ده زياته کړې وه چې سيکولريزم چې په کومه بڼه وړاندط کېږي، هغسې نه دی بلکې د سيکولريزم موخه داده چې د ټولو عقيدو او ايډيالوژيو په مقابل کې خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره بې پريتوب غوره کوي. نوموړي زياته کړې، په کومو ټولنو کې چې سيکولريزم په سمه توګه پلي شوی دی هلته ټول وګړي او ټول دينونه محترم او د درناوي وړ دي. همدا د سيکولريزم اساس دی او کله چې د منځنيو پېړيو پرمهال په اروپا کې د کليسا پر وړاندې د روشنګرو فيلسوفانو له لوري مخالفت وشو نو هلته هم اساسي خبره دا مطرح شوه چې حکومت بايد د خلکو په ديني او شخصي اعتقاداتو کې لاسوهنه ونه کړي او د عقيدې او دين په چاره کې بايد بې پرې پاتې شي او د خلکو شخصي ازادۍ او حقونه بايد په هر حال کې خوندي شي.

د دې په مقابل کې د سياسي اسلام د پلويانو منطق دادی چې اسلام ټولنيز دين دی او ماهيت او موخه يې داده چې بايد حکومت وکړي. په دې لړ کې که څه هم تاريخي او منصوصي دلايل وړاندې کوي، مګر خبره داده چې د اسلام په دين کې د حکومتولۍ بحث په هغه توګه نشته چې د سياسي اسلام د پلويانو له لوري د واک د نيولو لپاره وړاندې کېږي. نه يوازې دا چې بشپړ بحث يې نشته، بلکې په ډېری مواردو کې د هغو مهمو موضوعاتو په اړه چوپ دی چې د يوه حکومتي سيسټم لپاره يې وضاحت اړين دی. همدې موضوع په ګڼو برخو کې ابهام را پيدا کړی او له همدې کبله د سياسي اسلام مفکرين او پلويان د حکومتولۍ د ديني سيسټم پر تشرېح سره وېشلي دي او نه شي کولای يو واحد سيسټم د «اسلامي نظام» په بڼه تشرېح کړي. په دې لړ کې د سياسي اسلام د ډلو تر منځ تيوريک اختلافات ژور او عميق دي او له ديني متونو څخه د خپلو متفاوتو برداشتونو پر اساس تر هغې کچې ويشل شوي چې يوې ډلې ته بله ان مسلمانه نه ښکاري. په دې لړ کې تر ټولو ښه مثال د هغو ډلو په تړاو د طالبانو دريځ دی چې له جمهوريت سره د دوی د جګړې پر مهال يې د «جهاد» پر ځای د «اسلامي نظام» د نفاذ لپاره پر سولييزو سياسي هلو-ځلو باور درلود. همدا راز، القاعده او پاکستاني طالبان هم هغه خلک د اسلام په دایره کې دننه نه ګڼي چې په سيکولر نظامونو کې د «اسلامي نظام» د شعار لپاره سياسي مبارزه کوي.

په افغانستان کې د څو لسيزو جګړې او د «جهادونو» تاريخ دا ښيي چې د «اسلامي نظام» د شعار تيوريک اساس نه يوازې دا چې کمزوری دی، بلکې د خپلو پلويانو ترمنځ يې مفهوم او تطبيقي بڼه جنجالي ده. له دې سره-سره دا تيوري د اوسنۍ نړۍ له واقعيتونو سره د ځان عيارولو وړتيا نه لري او تر ټولو بارزه بڼه او مسووليت يې دادی چې د يوې طبقې تعريف شوې ګروهه پر نورو تحميل کړي، هغه چاره چې په تاريخي توګه بيا-بيا ناکامه شوې او عکس العملونه يې راپارولي دي. له دې سره-سره، ثابته شوې چې په سياسي او ټولنيزه کچه د تفوق ذهنيت له واکه ناوړه ګټه اخيستې او د ولس او وګړو د خدمت پر ځای يې، ځانونه شتمن کړي، رهبران کړي او له هغو «حرامو» يې استفاده کړې چې ولس یې د کولو په جرم د دوی د تېغ تر ګوزار لاندې وي.