انځور: خواله رسنۍ

د غيرت په شور کې خاموش غږ (۱۲)؛ نوم ورکې خادمانې

شمشاد زلمی

په افغاني او په ځانګړې توګه پښتنې ټولنه کې جنسيتي تبعيض په شعوري او لا شعوري کچه ډېر څرګند دی او له همدې وجې په ټولنيزه کچه د ښځو پر ډېری رولونو، د هغې پر شخصيت او حيثيت اعتراف نه کېږي بلکې په ځينو مواردو کې ښځه د يوې ښځې په حيث شرم ګڼل کېږي او نارينه ورسره خپل تړاو په هغسې پرانيستې توګه نه ښيي لکه له يوه بل نارينه سره چې خپل تړاو او اړيکه بيانوي. په تاريخي، ټولنيزه او رواني توګه د ښځې پر وړاندې تبعيضي چلند او تفکر د ټولنې د نارينه‌وو تر منځ عادي شوی او ډېری چارې او افکار چې مطلق جنسيتي تبعيض او د ښځې د شخصيت په اړه نيمګړی او ناسم قضاوت ګڼل کېدلای شي، خلکو ته هيڅ د پوښتنې وړ نه دي او نه يې هم په ټولنيزه او رسنيزه کچه د رد او پر وړاندې د پوهاوي د زياتولو بشپړې هڅې کېږي.

نارينه سالاري تل په دې ټولنه کې د ښځې د پرمختګ پر وړاندې يو خنډ و او دی. نارينه له همدې دريځ سره سم په ټولنه کې د ښځې رول او ټولنيز حيثيت تعريفوي او د همدې دريځ اغېز دی چې په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې تبعيض عادي چاره ګرځيدلې ده. په تاريخي توګه د نارينه سالارۍ له کبله په ټولنه کې د نارينه او ښځو ترمنځ چارې ويشل شوې دي. د نارينه سالار ذهنيت له کبله په ټولنيزه کچه ډېرې چارې د ښځو لپاره مناسبې نه ګڼل کېږي او له وړکتوب څخه زموږ په ټولنه کې نارينه ماشومانو ته ور زده کېږي چې دا عادت د ښځو دی، دا مه کوه، هغه کار يوازې ښځې کوي، ته يې مه کوه نارينه بد پرې ښکاري او په دې توګه د همدې د نارينه سالار ذهنيت اغېز دی چې په ټولنه کې نارينه د ښځې په پرتله غوره او لوړ ګڼل کېږي.

د نارينه د غوره او لوړ ګڼلو يو لامل دا هم دی چې د نارينه سالارۍ له کبله اقتصادي سرچينې د نارينه‌وو په لاس کې دي او له ښځو يې اقتصادي خپلواکي اخیستې ده. په ټولنه کې د هغوی رول او دنده يو دوديز تعريف لري او مشخص چوکاټ لري چې بايد د کور دننه چارې مخته يوسي او سړي ته اولادونه په ځانګړې توګه زامن وزېږوي او ورته لوی يې کړي. پر ښځو له دوديزې چارې او فعاليت پرته د نورو چارو بنديز په ټولنيزه کچه د ښځې د ضعف لامل شوی او د نارينه د لاس ملکيت ګرځيدلې دي.

له همدې کبله چې کله د نارينه د ظلم ښکار کېږي، نو هم د غږ پورته کولو وس نه لري او نه يې هم په ټولنه کې غږ اورېدل کېږي ځکه د همدې ذهنيت يو اغېز دادی چې که ښځه هر څومره مظلومه هم وي، خو بيا هم چپه پښتۍ ده او يوه نه، يوه «بې شرمي» به يې کړي وي.

زموږ د ټولنې په ديني ادبياتو او عمومي تفکر کې د ښځو د پرمختګ په اړه کله ناکله وېره هم څرګندېږي. تر ډېره حده داسې تصور وړاندې کېږي چې که ښځه د کور له چاپېرياله ټولنې ته راووځي، په ټولنيزو چارو کې ونډه واخلي نو په اصطلاح د نارينه او يا هم کورنۍ لپاره ناموسي خطرات را پيدا کوي. کله – ناکله داسې هم انګېرل کېږي چې ښځې ته ډېره ازادي ورکول خطرناک دي او بايد په يوه محدوده کې وساتل شي. د ښځې د پرمختګ، زده کړې، ټولنيز حيثيت او رول په اړه د وېرې دا ذهنيت هم د نارينه سالارۍ زېږنده دی او تر ډېره حده يې اساس په اروايي کچه د ښځې له تقويې څخه د نارينه وېره ده چې که ښځې پياوړې شي، د پخوا په څېر به د ده تر امر لاندې نه وي او په دې توګه د هغو امتيازاتو له لاسه ورکولو څخه وېرېږي چې د ښځې په محکوميت کې نارينه ترلاسه کړي دي.

پر پښتنې ټولنه د همدې ذهنيت اغېزې پراخې دي او له امله يې ښځه د کور يوه داسې بنديوانه ګرځيدلې چې هيڅ ډول شخصيت نه لري بلکې د شخصيت ټول بعدونه ورته نارينه ټاکي او د ژوند له ابتدا څخه تر پايه پورې د محدوديت کرښې ورته کاږي او که څوک ترې د بغاوت جرأت کوي نو بيا د «ناموسي قتل» او «له کوره د تېښتې» په معيار د ژوند کولو حق هم نه لري.

ما وړاندې يادونه وکړه چې په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې تبعيض او له هغوی سره ظلم عادي چاره ګرځيدلې او دا چاره چاته ناوړه نه ښکاري. دا خبره هغه مهال ښه روښانه کېږي چې کله په بېلابېلو کچو تودو ټولنيزو موضوعاتو ته وګورو او ويې سپړو. زموږ په ټولنه کې د ښځو بدترين وضعيت په تودو بحثونو کې ځای نه لري او له ښځو سره چې څه کېږي، خلکو ته عادي ښکاري او په دې اړه د بحث هيڅ اړتيا نه احساسوي. ښايي يو لامل به يې دا وي چې له ښځو سره د تبعيض ډېری چارې زموږ د کلتور برخه ګرځيدلي او کلتور داسې ډيرې چارې عادي کولای شي.

زموږ په ټولنه کې نارينه ښځې له دې کبله هم بې حيثيته ګڼي چې هغوی کار نه کوي، ګټه نارينه راوړي او دا د نارينه په ګټه پايي. مګر خبره داده چې ښځه هم ګټه راوړلای شي، د ښځې د ګټې کولو مخه په خپله نارينه نيولې او دا يې نه له ښځې سره ښه کړي او نه له خپل ځان سره، بلکې پر خپل ځان يې ظلم کړی او د ځان بوج يې زيات کړی دی. بله خبره داده چې ښځه کوم کار کوي، هغه بې حيثيته نه دی. د کور چارې سمبالول او اولادونه روزل، عين هماغسې ارزښتمن کار دی لکه نارينه چې دباندې کار کوي. په لومړي سر کې دا پرتلنه د نارينه د تبعيضي دريځ او چلند له وجې سمه نه ده او که بيا يې پرتلنه کېږي نو د ښځې کار بې ارزښته نه دی. د کور چارې سمبالول او اولاد روزل ښايي تر هغو کارونو ډېر سخت کار وي چې نارينه يې کوي او زموږ د ټولنې ګڼ داسې کورونه دي چې ښځې يې د زيات کار له وجې ان کافي خوب هم نه شي کولای.

سره له دې چې ښځې په زياته اندازه کار کوي، اولادونه راوړي او روزي يې او د ټولنې نيمه خوا سمبالوي خو متأسفانه لاهم زموږ د ټولنې نارينه په زياته کچه د دې پر دې ارزښتمن کار اعتراف نه کوي. له دې سره-سره، زه په ګڼو ټولنيزو مناسباتو کې د دې شاهد پاتې شوی يم چې د ښځو د زيات کار امتياز نارينه اخلي. که کومه مېلمستيا د ښځو په زيار او هڅو شوې وي، نو مېلمانه له نارينه کوربنو مننه کوي چې زحمت مو کښلی. په دې ټول منځ کې ښځه د يو داسې چا په توګه نه يادېږي چې دا زحمت خو هغې ايستلی، هماغه ستړې شوې، حق يې دی چې مننه ترې وشي، پر خوارۍ او کار يې اعتراف وشي، مګر دلته هم نارينه د هغې پر ځای ولاړ وي او دا امتياز ورته نه ورکوي.

د همدې جبر ترمنځ ښځه د يوه شخصيت په توګه ورکه ده. زه ډېر وخت خلک وينم چې کله د خپلې کورنۍ په اړه غږېږي، نو د خپلې کورنۍ د ښځينه غړو نومونه نه شي اخيستلای. دا دوی ته او هم مخاطبينو ته يو ډول شرم ښکاري چې د کور د ښځينه غړو نومونه يې د پردو نارينه‌وو زده وي. يو نارينه د خپلې ميرمنې نوم نه اخلي بلکې د دې پر ځای ورته بېلابېل اصطلاحات او الفاظ کاروي چې د ښځې توهين بلل کېدلای شي. زما کډه، زما کوچنيان، عاجزه او داسې ګڼ نور هغه اصطلاحات دي چې نارينه پرې ښځې او يا هم خپله ښځه يادوي.

که څه هم زموږ په ټولنه کې ښځه د کور په څلورو دېوالونو کې د نارينه‌وو انحصار غوښتنې بنده کړې او د کور خدمت پرې کوي،  اولادونه پرې روزي او د ځان چوپړ پرې کوي خو بيا هم په ټولنيزه کچه د يوې ښځې په حيث د دې شخصيت نوم نه لري، حيثيت نه لري، اختيار نه لري او له نارينه سره تړاو يې د ژوند جبري برخليک ټاکي.