افغان ځواکونه ملي اردو

امنیتي چارواکي: وسله وال طالبان لا هم سولې ته ژمن نه دي او جګړې ته دوام ورکوي

اطلاعات روز: افغان امنیتي او سیمه ییز چارواکي وايي، دولت له خپل مسووليت سره سم د افغانانو په غوښتنه د سولې لپاره د اوربند، طالب زندانيانو د خلاصون، بې قيد و شرطه خبرې او ګڼ نور اقدامات کړي، خو وسله وال طالبان لا هم جګړې غځولو ته پلمې لټوي.

دوی دا خبرې په پکتيکا ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو اړوند د دويمې پلې لوا له قومنداني څخه د سيمه ييزې اردو د ۸۲ تنه سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وکړې او ويې ويل چې وسله وال طالبان د سولې په اړه د افغانانو او اسلامي نړۍ غوښتنو ته هېڅ ډول درناوی نلري.

د ملي پوځ د دويمې پلې لوا قومندان بريدجنرال عبدالصمد حکيمي وايي چې د خلکو ټوله تمه امنيتي ځواکونو ته ده او دوی به پوره ژمنتيا د وسله والو طالبانو د ويجاړوونکو فعاليتونو او بريدونو پر وړاندې دريږي.

حکيمي وويل: «دښمن ډېر زبون او بې غيرته دی، تاسو غازيان يئ، د خپلو ټولو هېوادوالو دعاګانې، مينه او د الله نصرت در سره دی. لکه څنګه چې دښمن زموږ پر خلکو، وطن او تاسو رحم نکوي، همداسې يې تاسو هم وځپئ او مردار يې کړئ.»

مسولين وايي چې يادو پوځيانو ته په بېلابېلو برخو کې دوه نيمې مياشتې نظامي زده کړې ورکړل شوې او له فراغت وروسته به د پکتيکا ولايت په بېلابېلو سيمو کې په دندو وګمارل شي. 

د دوی په خبره چې په ټاکل شويو سيمو کې مېشت د ملي اردو سرتيري به خپل ځايونه تازه رامنځته شوې سيمه ييزې اردو ته پريږدي او د ملي اردو سرتيري به تر ډېره په عملياتي ځواک بدل شي. 

جنرال عبدالصمد حکيمي وايي چې وسله وال طالبان لا هم سولې ته ژمن ندي او د پاکستاني استخباراتو په اشاره يې د هغوی په ګټه په جګړه کې ټول اصول او ارزښتونه تر پښو لاندې کړي دي.

حکيمي زياته کړه چې دولت د سولې او جګړې په مديريت کې بريالی دی او د خپلو خلکو د ارامي او سوکالي لپاره به خپلو چارو ته دوام ورکړي.

نوموړي وويل: «تاسو د افتخار دريشي پر ځان کړې او ټول افغان ملت در باندې وياړي، د ملت سترګې ته تاسو ته دي. د افغانستان او ټولې اسلامي نړۍ د ديني عالمانو په فتوا د طالب جګړه شيطاني او ناروا ده او تاسو رښتيني غازيان ياست.»

د پکتيکا مرستيال والي محمدابرهيم کټوازی وايي چې وسله والو طالبانو د خپلو نامشروع غوښتنو پوره کېدو او فشار لپاره جګړه زياته کړې وه، خو په خبره يې په ځوابي او يرغليزو بريدونو کې ورته درنه مرګ، ژوبله اوښتې ده.

کټوازي وويل چې وسله والو طالبان به هېڅکله د جګړې له لارې بريالي نشي.

نوموړي زياته کړه: «مخالفينو ته وايم چې که افغان يې، مسلمان يې، د افغان جنرال تر قوماندې لاندې ښه ښکارې، نه د خارجي جنرال تر قوماندې لاندې؛ دلته راشه او دا ټوپک د خپل ملت، خپل عالم، خپل قومي مشر، خپل کلينيک، خپل مکتب، خپل بند، خپل برق او خپل وطن پرې وساته، نه دا چې په پردي ټوپک خپلې شتمنۍ تخريبوئ.»

فارغ شوي سرتیري وايي چې د ولس کلک ملاتړ يې روحيه خورا لوړه کړې او په پوره مېړانه به د خلکو او هېواد ساتنه وکړي. 

د دوی له ډلې احسان الله وايي کله يې چې د وسله والو طالبانو لخوا د بېګناه خلکو وژلو او ويجاړوونکي بريدونه او فعاليتونو له امله د امنيتي ځواکونو ليکو ته راغلی او په خبره يې د هغوی پر وړاندې به په کلکه مبارزه کوي.

کريم وويل: «نن زه ډېر د خوشالۍ احساس کوم، ډېرې ښې زده کړې يې راکړې، خلکو ته اطمينان ورکوم چې موږ به د وطن او خلکو په ساتنه کې ټول کوشش کوو او دښمن ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکوو.»

يو بل سرتېري صابر وويل چې ښې پوځي زده کړې ورکړل شوې او کولی شي په هره سيمه کې په سم ډول خپله دنده تر سره کړي. 

هاشمي پژواک ته وويل: «افغانستان ته په مېړانه او غيرت خدمت کوم، د افغانستان دښمن به سرکوب کوو، دښمن ته مو شکست ورکړی. انشاالله موږ پيروز يو او بيرغ مو همېشه جګ دی.»

پکتيا، پکتيکا، خوست، لوګر، ميدان وردک، غزني او لوګر ولايتونه د تندر قول اردو تر پوځي پوښـښ لاندې سيمې دي. 

وسله والو طالبانو د افغان ولس او دولت د سولې له ګڼو غوښتنو سربېره تر اوسه په دې اړه مثبت نظر ندی ورکړی.