کندهار کې پر کرنیزو ځمکو د استوګنیزو کورونو جوړیدو خلک اندیښمن کړي

د کندهار یو شمیر اوسیدونکی وایي، چې دغلته په زیاته اندازه زراعتي ځمکو استوګنیز کورونه جوړ شوي او لاهم خلک هڅه کوي چې د ښار څنډو او نږدې ولسوالیو ته کډه شي او هلته په هغو ځمکو د ځان لپاره استوګنیزې ساحې جوړې کړي چې مخکې ترې د زراعت لپاره ګټه اخیستل کیده.

دوی زیاتوي، که پر زراعتي ځمکو د کورونو جوړول دوام پیدا کړي، نو له یوې خوا به خلک د حاصلاتو له کمښت سره مخ شي او له بلې خوا به هوا ککړه او ناروغۍ به زیاتې شي.

د کندهار د ښار ترڅنګ ډنډ، دامان، ژېړۍ، ارغنداب او پنجوايي يو له هغو ولسواليو څخه دي چې اوسمهال په‌کې په زیاته اندازه کرنيزې ځمکې او باغونه له منځه وړل شوي او پر ځای یې د مالکینو له لوري کورونه جوړ شوي دي.

د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی قسمت الله وايي، په ښار او ولسوالیو کې د نفوس زیاتېدل او د استوګنې د ځايونو کموالی د دې سبب شوی ترڅو خلک خپل باغونه او کرنيزې ځمکي له منځه يوسي او پرځای یې کورونه او کارخونې جوړې کړي.

کارپوهان وایي، پر زراعتي ځمکو د کورونو جوړول چاپیریال ته زیان رسوي

نوموړی وويل: «په ښار کې نفوس زياتېږي هوا ککړه کېږي خلک هم کوښښ کوي چې شنو ساحو ته ولاړ شي اوس جنګ نشته، په لېرو پرتو ساحو کې خلک پر زراعتي ځمکو کورونه جوړوي، پخوا ښار کوچنی و، د ولسواليو خلک کوښښ کوي چې ښار ته رانږدې شي او د ښار خلک کوښښ کوي چې د ولسواليو خواته نږدې شي، کورونه هرځای جوړیږي خو زراعت بیا په هره ځمکه کې وده نه کوي.»

د قسمت الله په وينا، چې پر زراعتي ځمکو د استوګنې کورونه جوړول او د دغو ځمکو له منځه وړل د هوا د ککړتیا، ګرمۍ او وچکالۍ سبب ګرځي.

هغه له واکمن حکومت څخه غوښتنه کوي چې خلکو ته دې د کورونو، کارخونو او نورو تجارتي املاکو لپاره ځمکې په نښه کړي او ترڅنګ دې د برېښنا او اوبو رسونې سيسټمونه ورته جوړ کړي څو خلک د باغونو او کروندګر پر ځای هلته رهایشي اپارتمانونه جوړ کړي.

کندهار ښار ته نږدې ډنډ ولسوالۍ څخه عبدالروف وايي، چې د ښار د تنګوالي له کبله خلکو خپلې زراعتي ځمکې له منځه وړي او پر ځای یې کورونه جوړ کړي دي. دی زیاتوي چې د کرنیزو ځمکو له منځه وړل د هوا د ککړتیا او د تودوخې د زیاتیدو لامل ګرځیدلی دی.

عبدالروف وویل: «په ښار کې وچکالي ده نو په دې خاطر خلک لېرو ساحو او ولسوالیو ته کډه کېږي، باغونه رېبي، کروندې ايسته کوي او پر خپله د ځان لپاره کورونه جوړوي، پخوا ټوله ډنډ ولسوالۍ باغونه وو اوس خلکو کورونه پرې جوړ کړي، د خښتو بټۍ يې جوړې کړي، کښت  او کرونده ختمه شوه اوس د دې ځای څخه هم ښار جوړ شوی، دا لږ ساحې کروندې پاتې دي پر دې هم خلک کورونه جوړوي، خو پیسې نه لري.»

کندهار کې ګڼه ګوڼه او ککړ چاپیریال د دې سبب شوی چې خلک ولسوالیو ته مخه کړي او په کرنیزو ځمکو کې کورونه جوړ کړي

همدارنګه د کندهار ښار وروستۍ څنډې چې مخکې ټولې زراعتي ځمکې او باغونه وو اوسمهال پرې سلګونه کورونه جوړ شوي او لاهم د جوړېدو په حال کې دي.

د دغې سیمې اوسیدونکی فضل الرحمان وایي، چې دغلته پخوا په کومو ځمکو کښت کیده اوس پرې خلکو کورونه جوړ کړي او ده خپله هم په خپله زراعتي ځمکه کور جوړ کړی دی.

نوموړی په دې باور دی چې د زراعتي ځمکو په لمنځه وړلو سره بې روزګاري زیاتیږي او هیواد د حاصلاتو له کمښت سره مخ کېږي.

نوموړي وویل: «ښار ورځ په ورځ پراخېږي خلک کوښښ کوي چې د ښار څخه را ووځي لېرو شنو ساحو او ولسوالیو ته ګډه شي، خپل باغونه او کرنيزي ځمکي اوس دادی نړوي او کورونه پرې جوړوي کالونيانې پرې جوړوي.»

پر زراعتي ځمکو د خښتو بټۍ او نورې ودانۍ جوړې شوي

فضل الرحمان له واکمن حکومت څخه غواړي چې په ښار کې د خلکو لپاره معياري خدمات چمتو کړي ترڅو خلک په خپلو ځايونو پاتې او ځمکې خرابې نه کړي.

دغه راز د زراعت پوهنځي استاد بشير احمد بیا د باغونو له منځه وړل د اقلیم په زیان بولي او زیاتوي چې د دې کار پایلې به په راتلونکو کلونو کې څرګندې شي.

هغه وویل: «هره ونه د ۱۸ انسانانو لپاره اکسیجن جوړوي، بل دا چې زموږ اقتصاد پر زراعت ولاړ دی نو دا چې کرنيزې ځمکې او باغونه له منځه وړو او پر ځای يې کورونه جوړوو دا خو په زراعت کې موږ شاته پاتې کېږو، اوس خو په ولسواليو کې هوا صفا ده، نفوس يې کم دی خو څو کلونه وروسته به يې تاسو ووينئ چې هلته هم هوا ککړه کېږي او اوبه به نه وي لکه اوس چې کندهار ښار دی.»

ورته مهال د کندهار ښاروالۍ لپاره د طالبانو مسوولين وايي، چاته اجازه نه ورکوي چې پر زراعتي ځمکو کورونه او نورې رغنیز کارونه وکړي.

د کندهار ښاروالۍ لپاره د طالبانو ویاند سيف الله عاصم د خلکو غوښتنه کوي چې د زراعتي ځمکو ساتنه وکړي، نوموړي وویل: «موږ د کندهار اوسېدونکو څخه غوښتنه کوو چې تاسو د زراعتي ځمکو حفاظت وکړئ، د زرغون چاپيريال ساتنه وکړئ، ځکه د زرغون چاپيريال ساتنه زموږ ټولو هېوادوالو په ګټه ده، که موږ تاسي زراعتي ځمکې په رهایشي ساحو بدلې کړو يا خاوره په پخو خښتو باندې بدلوو نو دا طبيعي خبره ده چې زرغون کمربند له منځه ځي او د هوا ککړوالی به رامنځته کېږي.»