کندهار کې د کښتۍ ډوبېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي

په کندهار سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اړوند «دهلې بند» کې د یوې کورنۍ پنځه غړي، چې یو پلار او څلور اولادونه دي، په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

د سرچینو په وینا، پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ٤ د وږي) مازدیګر هغه مهال رامنځته شوې، چې ۳۳ کلن نوراحمد له خپلو څلورو اولادونو سره د تفریح لپاره «دهلې بند» ته تللی و. ویل کېږي چې یاده پېښه د کښتۍ د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې په پېښه کې یو کوچنی ماشوم ژغورل شوی، خو د نوراحمد او د هغه د درې نورو اولادونو د برخلیک په اړه د لټون هڅې روانې دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، تر دې دمه د نوموړي د دوو لوڼو جسدونه موندل شوي دي.

د سرچینو په خبره، نوراحمد د ژړۍ ولسوالۍ د «سنځري» سیمې اصلي اوسېدونکی و، چې د کندهار ښار د چهارسو په بازار کې یې دوکانداري کوله او له خپلو پنځو اولادونو سره د مېلې او ساعتېرۍ په موخه دهلې بند ته تللی و.

تر اوسه د پېښې په اړه د ځایي طالب مسولانو له لوري رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

په کندهار کې تر دې مخکې هم لسګونه کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته