د ملګرو ملتونو اته اويايمه عمومي غونډه چې په نيويارک کې جوړه شوې وه، د سپټمبر پر ۲۶مه پای ته ورسېده. دا غونډه د سپټمبر پر ۱۸مه پېل شوې وه او له ټولې نړۍ څخه د ۱۹۳ هيوادونو استازو پکې ګډون کړی و. دې غونډې د «باور او نړيوال پیوستون د بيا راژوندي کولو» تر شعار لاندې پر نړيوالو ننګونو بحث وشو او ګډونوالو د دې ننګونو حللارې وارزولې.
د دوامدار پرمختګ موخې، اوبه او هوا او اقليمي بدلونونه، د ساري ناروغيو لپاره چمتووالی او له شخړې سره مخ سيمې هغه موارد وو چې د ملګرو ملتونو په دې عمومي غونډه کې پام ورته شوی و. له دې سره-سره، په اوکراين کې جګړه او د افغانستان وضعيت هغه مهم موارد وو چې د ډېری هيوادونو رهبرانو يې د عمومي غونډې پرمهال په اړه خبرې وکړې.
که څه هم د اوکراين جګړه د ملګرو ملتونو د غړو هيوادونو پاملرنه افغانستان ته کمه کړې وه، خو د افغانستان د ښځو وضعيت او د طالباو له لوري د بشري حقونو د نقض موارد لاهم هغه څه وو چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې يې د سيمې او نړۍ د مشرانو پام اړولی و او د افغانستان په اړه يې خبرې وکړې. د طالبانو له لوري پر ښځو لګېدلي بنديزونه، د طالبانو د حکومتولۍ ډول او همدا راز په افغانستان کې بشري کړکېچ د افغانستان په اړه د نړۍ د مشرانو د خبرو محوري موضوعات و.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوتريش چې د دې عمومي غونډې لومړی ويناوال و، د خپلو خبرو پر مهال يې د افغانستان وضعيت ته لنډه اشاره وکړه. که څه هم هيله دا وه چې ښاغلی ګوتريش به د افغانستان په اړه زيات وغږېږي، خو نوموړي يوازې بشرپالو مرستو ته د افغانستان اړتيا او د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شوي بنديزونه ياد کړل.
ګوتريش وويل: «د افغانستان ۷۰ سلنه وګړي په بېړنۍ توګه بشرپالو مرستو ته اړتيا لري. بشري حقونه او د ښځو او نجونو حقونه په افغانستان کې په سيسټماټيکه توګه له پامه غورځول کېږي.»
ډېریو تمه درلوده چې د متحده ايالاتو ولسمشر جوبايډن به هم د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان د وضعيت او په ځانګړې توګه په دې هيواد کې د ښځو حالت ياد کړي خو ده د خپلو خبرو پرمهال په مستقيمه توګه د افغانستان نوم ياد نه کړ. ده د خپلو خبرو په يوه برخه کې په ټوله نړۍ کې د ښځو موضوع ته اشاره وکړه او ويې ويل چې ښځې بايد په ټوله نړۍ کې له نارينهوو سره برابرو حقونو ته لاسرسی ولري.
ټولګډونه حکومت
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان هم په خپلو خبرو کې د افغانستان يادونه وکړه. ده وويل چې له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې د افغانستان خلک سختې ورځې تېروي او اوس مهال دا هيواد له يوه ستر انساني کړکېچ سره مخ دی. ده وويل چې نړۍ په افغانستان کې د يوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو هرکلی کوي.
د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي هم په خپلو نيم ساعته خبرو کې د افغانستان موضوع ياده کړه او د افغانستان نننی وضعيت يې «په سيمه کې د لوېديځ د لاسوهنې د اغېزو يوه بله بېلګه» وبلله. ده وويل چې د دې لاسوهنې له امله «په افغانستان کې تر ۱۷۰ زره زياتې ښځې، ماشومان او سړي ووژل شول.»
د ايران ولسمشر په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړ او زياته يې کړه: «ايران په افغانستان کې د يوه داسې دولت پر جوړېدلو ټينګار کوي چې ټول اړخونه، قومونه او مذهبونه پکې ګډون ولري.» ده د خپلو خبرو پر مهال د هغو افغان کډوالو کړکېچ ته د نړيوالې بېړنۍ رسيدګۍ غوښتنه وکړه چې له خپله هيواده وتلي او په ځانګړې توګه ايران ته ورغلي دي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د نړۍ يو بل رهبر و چې د افغانستان مسئله يې ياده کړه. ده په مرکزي اسيا کې امنيت او ټيکاو په افغانستان کې له امنيت او ټيکاو سره تړلی وګاڼه او ويې ويل چې افغانستان اوس مهال له سخت سياسي، ټولنيز او اقتصادي وضعيت سره مخ دی.
ښاغلي رحمان زياته کړه، چې افغانستان اوسمهال د نړۍ په کچه له تر ټولو ستر بشري کړکېچ سره مخ دی او د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي له فقر سره مخ دي. د تاجکستان ولسمشر وويل، چې اړتيا ده چې نړيواله ټولنه له افغانستان سره خپلې بشرپالې مرستې زياتې کړي.
همدا راز نوموړي د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو او د «واقعا ټولشموله» حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه چې ټول قومونه او سياسي-ټولنيزې ډلې پکې ګډون ولري او سولې او ثبات ته د افغانستان د رسېدلو لپاره يې دا مهم اقدامات وبلل.
داسې ښکاري چې تاجکستان د افغانستان د بل هر ګاونډي په پرتله د خپل امنيت په اړه اندېښنه لري او د طالبانو تر حاکميت لاندې افغانستان کې د تروريستي ډلو په ځانګړې توګه انصارالله شتون يو جدي ګواښ ګڼي، په وروستيو کې يې له افغانستان څخه خپلې خاورې ته د نشهيي توکو د قاچاق د پراخېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې. امام علي رحمان د ملګرو ملتونو په غونډه کې هم وويل: «د دوو وروستيو کلونو پرمهال د افغانستان له خاورې د نشهيي توکو قاچاق په ځلونو زيات شوی دی. په دې وخت کې موږ له افغانستان سره پر پوله تر لس ټنه زيات نشهيي توکي نيولي چې د تېرو کلونو په پرتله څو چنده زيات دي.»
د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف که څه هم د افغانستان مسئله ياده کړه خو په خبرو کې يې د طالبانو پر سختدريځو سياستونو نيوکه نه وه او برعکس يې نړيواله ټولنه د طالبانو په تړاو انعطاف ښودلو ته راوبلله.
ميرضيايف د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو د خلاصون لپاره د ميکانيزم د جوړېدو غوښتونکی شو او ويې ويل چې د طالبانو پر خلاف د زياتو بنديزونو لګول، د افغانستان عادي وګړو ته زيان رسوي.
ده زياته کړه: «د افغانستان وضعيت په پام وړ توګه پر نړيوال امنيت اغېز کوي. په دې هيواد کې روان کړکېچ ته د رسيدګۍ لپاره د دې هيواد وضعيت د يوې بېلې ستراتېژۍ غوښتنه کوي. د افغانستان وضعيت ته نه پاملرنه، د دې هيواد منزوي کول او بنديزونه لګول يوازې د افغانستان د عادي وګړو ستونزې زياتوي. موږ پر دې باور لرو چې د افغانستان لپاره بايد بشرپالې مرستې کمې نه شي.»
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکايف په خپلو خبرو کې د افغانستان مسئلې ته اشاره وکړه او ويې ويل: «د افغانستان وضعيت اندېښمنوونکی دی. افغانستان بايد په يوه باثباته او باور وړ هيواد بدل شي. منځنۍ اسيا کولای شي په نړيواله پروسه کې د نړيوالې ټولنې د يوې برخې په توګه منسجم او خپلواک رول ولوبوي.»
د قرغيزستان ولسمشر سادير جباروف په خپلو خبرو کې د افغانستان وضعيت اندېښمنوونکی ياد کړ او زياته يې کړه چې د افغانستان په تړاو د نړيوالې ټولنې د همغږي دريځ نشتون د دې هيواد وضعیت بدتر کولای شي. ده وويل: «مبالغه به نه وي، که ووايم چې افغانستان له يوه داسې انساني کړکېچ سره مخ دی چې له پايلو يې انکار نه شي کېدلای او دا وضعيت نه يوازې د شاوخوا سيمو لپاره بلکې د ټولنې نړيوالې ټولنې لپاره يو کړکېچ ګڼل کېږي. په منځنۍ اسيا کې د امنيت او ثبات بحث بايد د افغانستان د وضعيت په چوکاټ کې وګورو.»
د جرمني، فرانسې، البانيا او کاسټاريکا هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان په اړه ورته دريځونه درلودل او تر يوې ګډې غونډې وروسته يې د افغانستان د ښځو پر خلاف د طالبانو سيسټماټيک جنسيتي تبعيض جنسيتي ځور او د بشريت پر خلاف جنايت وباله.
دوی زياته کړه: «د افغانستان د ښځو او نجونو پر روان د طالبانو د تبعيضي سياستونو اغېز ويجاړوونکی دی او موږ غواړو چې طالبان د ښخو پر خلاف د خپل بې مخيني تبعيض په وجه وپوښتل شي.»
د افغانستان استازی
د ملګرو ملتونو د دې دورې په غونډه کې د افغانستان وضعيت په اجنډا کې شامل نه و، خو په هيواد کې روان کړکېچ د دې لامل شوی دی چې د هيوادونو زيات رهبران د افغانستان د روان وضعيت په اړه دريځ ونيسي. د ملګرو ملتونو د غړو هيوادونو د مشرانو له خبرو سره-سره چې د افغانستان په اړه يې وکړې، د هيواد وضعيت د هغو ګڼو ناستو موضوع هم وه چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وشوې.
د ملګرو ملتونو په اته اويايمه عمومي غونډه کې د افغانستان د څوکۍ تشوالی يوه بله مسئله وه چې د رسنيو سرټکی شو. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصير احمد فايق وايي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ په هيڅ توګه تشه نه ده او دی د افغانستان د وضعيت په اړه د هيوادونو له رهبرانو سره په خبرو اخته دی.
ښاغلي فايق له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې دی په عمومي غونډه کې حاضر دی او د هيوادونو له سياسي استازو سره د پرلپسې غونډو هڅې کېږي چې د افغانستان په چارو کې له ښکېلو هيوادونو بشپړه همغږي رامنځته شي او د افغانستان د اوسني کړکېچ لپاره حللاره پيدا شي.
ده زياته کړه: «دا يو سوء تفاهم دی. د افغانستان څوکۍ تشه نه ده. دا چې زه په ملګرو ملتونو کې شته يم، په غونډو کې ګډون کوم په خپله همدا واقعيت ښيي. دلته يوازې عمومي غونډه نه وي. په عمومي غونډو کې هغه هيوادونه ګډون کوي چې رهبران يې وينا کوي او يا هم يو لړ مهم مسايل وي چې غواړي ګډون پکې ولري. د عمومي غونډې په څنګ کې حاشيوي ناستې زياتې دي چې د اکثرو هيوادونو رهبران پکې مصروف وي.»
ده وويل، چې د افغانستان استازولي هم د ملګرو ملتونو په دې ټولو ناستو کې د افغانستان د د خلکو په استازولۍ او ګډون کې بوخته ده. د ده په وينا، پخوا به د افغانستان د دولت له خوا لوړ رتبه پلاوي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون کاوه او د پلاوي غړي به هم زيات وو. دوی به په بېلابېلو غونډو کې ګډون کاوه او ټولو غونډو ته به رسيدګي کېده خو چې په افغانستان کې مشروع دولت نشته، په شخصي توګه غواړي چې د نړۍ له رهبرانو سره د هيواد د وضعيت په اړه په اغېزناکو غونډو او بحثونو کې چنه زني وکړي.
ښاغلي فايق وويل: «د افغانستان پر څوکۍ کېناستل او د هيوادونو د رهبرانو اعلاميو ته غوږ نيول د افغانستان د وګړو درد نه دوا کوي. ويناوې وروسته د ويډيو له لارې هم کتل کېدلای شي خو د مهمو غونډو فرصت بيا نه ترلاسه کېږي، له همدې کبله موږ لازمه وګڼله چې د هيوادونو له مشرانو سره په نورو مهمو غونډو کې ګډون وکړو او د افغانستان د خلکو غږ د نړۍ د مشرانو غوږ ته ورسوو.»
د نصير احمد فايق د معلوماتو پر اساس، ده د هيوادونو له مشرانو سره په څو مهمو غونډو کې برخه اخيستې. د افغانستان په اړه چې درې مهمې غونډې شوې دي، ښاغلي فايق پکې ګډون کړی دی. يوه غونډه د سپټمبر پر ۱۸مه نېټه وه چې د ايسلينډ د لومړي وزير له لوري د افغانستان د ښځو د وضعيت په اړه جوړه شوې وه، دويمه د سپټمبر پر ۱۹مه نېټه د اندونيزيا، ايرلينډ او کاناډا هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په ګډون وشوه او درېيمه مهمه غونډه د ۱۲ هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه وه چې د افغانستان استازي هم پکې ګډون کړی و او هم يې له جوړوونکو څخه و. دا غونډه د ښځو د ملاتړ او په افغانستان کې د شته سيسټماټيک جنسيتي تبعيض په تړاو وشوه. ده وويل چې د دې دوولسو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان له ښځو سره د همغږۍ اعلان وکړ. په دې غونډه کې چې اعلاميه يې هم خپره شوه، د ۱۲ هيوادونو استازو له طالبانو وغوښتل چې د ښځو په تړاو دې خپل سياستونه بدل کړي او د افغانستان د خلکو او نړيوالې ټولنې غوښتنو ته دې پاملرنه وکړي.
د افغانستان په اړه د امنيت شورا غونډه
د ملګرو ملتونو له عمومي کلنۍ غونډې سره هممهاله د دې سازمان امنيت شورا د افغانستان په اړه هم غونډه وکړه. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دې دور وروستۍ غونډه د سېشنبې په ورځ وشوه. د افغانستان په اړه دا غونډه د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي له لوري را بلل شوې وه. د ګډونوالو هيوادونو استازو د ښځو په اړه د طالبانو پر سياستونو او د دې ډلې د حکومتولۍ پر ډول ني،که کړې ده. د غړو هيوادونو استازو همدا راز د افغانستان وضعيت اندېښمنوونکی بللی او د طالبانو تر حاکميت لاندې د خلکو ژوند يې سخت ګڼلی دی. د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې امنيت، اقتصاد، بشري حقونه، د ښځو حقونه او په افغانستان کې وچکالي او کاختي کليدي موضوعات وو.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازي رابرټ ووډ په دې غونډه کې وويل، چې طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو نقضوونکي دي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي هيوادونه بايد د وضعيت د بدلون لپاره پر طالبانو فشار راوړي. ښاغلي ووډ زياته کړه چې حتا اسلامي هيوادونه هم د طالبانو له سياستونو سره موافق نه دي.
د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د فرانسې استازي هم د افغانستان امنيتي-اقتصادي وضعيت وخيم وباله او د طالبانو له لوري د خلکو پر «سيسټماټيکې ځپنې» يې نيوکه وکړه. ده وويل: «امنيتي وضعيت ډېر اندېښمنوونکی دی. د داعش او القاعدې په څېر تروريستي ډلو په افغانستان کې پناه اخيستې ده. موږ وضعيت له نږدې څارو.»
له بل لوري د امريکا په ګډون يوولسو هيوادونو برېتانيې، فرانسې، جاپان، برازيل، سويس، متحده عربي اماراتو، البانيا، ايکواډور، ګابون او مالت په يوه ګډه اعلاميه کې له افغان ښځو سره تبعيض او د هغوی سيسټماټيکه ځپنه وغندله.
د دې هيوادونو په ګډه اعلاميه کې راغلي: «لګول شوي بنديزونه چې د دې ښځو پر بشري حقونو او ژوند کوم اغېز لري په ټوله نړۍ کې يې ساری نشته.»
په امنيت شورا کې د روسيې مرستيالې استازې انا ي،يستيګنيوا هم د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه ښکاره کړه او پر سيمې يې د اغېز په اړه وويل، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه پياوړې شوې ده او روسيه د سيمې د امنيت په اړه اندېښمنه ده. دې زياته کړه چې په افغانستان کې تروريستي ډلې د بريدونو او «ځوانانو د راډيکال کولو» له لارې د سيمې د بې ثباته کولو په لټه دي او په افغانستان کې د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره د طالبانو هڅې کافې نه وې او اوس هم له افغانستان څخه سيمې او منځنۍ اسيا ته د تروريزم د خپرېدو وېره شته.
د چين استازي هم د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وويل، چې افغانستان د بشري وضعيت، د تروریزم د ګواښونو او ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې له ننګونو سره مخ دی. د چين استازي زياته کړه چې هيواد يې تمه لري چې طالبان د ټولشموله حکومت په جوړولو، د ښځو، نجونو او قومي لږکيو د حقونو په رعايتولو سره د افغانستان د خلکو ګټې تأمين کړي. نوموړي همدا راز له طالبانو سره د نړۍ د تعامل غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې «نړيواله ټولنه بايد له ايډيولوژيکو او سياسي مسايلو پرته د افغانستان له خلکو سره بشرپالو مرستو ته دوام ورکړي.»
د چين استازي د افغانستان له شتمنۍ څخه د ۳.۵ ميليارده ډالرو کنګل کېدل غير قانوني اقدام وباله او له امريکا يې وغوښتل چې دا پيسې بې له قيد او شرطه ازادې کړي.
د ايران او پاکستان استازو هم د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د افغانستان د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو د ممنوعيت په اړه اندېښنه وښوده او له طالبانو يې وغوښتل چې ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړي او بشري وضعيت په ځانګړې توګه د افغان ښځو حقونو ته په پام دې د نړۍ اندېښنو ته پاملرنه وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د ايران سفير امير سعيد ايرواني د ښځو پر زده کړو بنديز ته لنډه اشاره وکړه او هممهاله يې د بشرپالو مرستو د دوام او په افغانستان کې له بشري کړکېچ سره د مقابلې لپاره د يوې وسيلې په توګه پر طالبانو د بنديزونو د لېرې کېدو غوښتنه وکړه.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منير اکرم هم د افغانستان د ښځو وضعيت ته لنډه اشاره وکړه او له طالبانو يې وغوښتل چې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د تأمين په تړاو دې د نړۍ اندېښنو ته درناوی وکړي او د پاکستاني طالبانو له تحريک سره د مبارزې په برخه کې دې د پاکستان له دولت سره همکاري وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د جاپان استازی ايشيکان کيميهرو چې د دې غونډې يو بل ويناوال و، ويې ويل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت مخ پر خرابېدو دی. ده له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې طالبان دې د نويمې لسيزې په څېر نه منزوي کوي ځکه د ده په وينا که طالبان يو ځل بيا منزوي شي، نو افغانستان به بيا د تروريستانو په امن پناهځای بدل شي.
ده وويل: «په افغانستان کې د یوناما حضور ډېر ضروري دی او موږ يې بيا هرکلی او ملاتړ کوو. طالبان بايد منزوي نه شي. جاپان له طالبانو سره اصولي تعامل ته دوام ورکوي او غواړي چې طالبانو ته داسې لوری ور وښيي چې د افغانستان د خلکو غوښتنو ته غاړه کېږدي.»
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې لانا ذکي نصيبې هم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په تړاو د انديښنې په ښودلو سره له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره د تعامل په بحث کې دې په منسجمه توګه حرکت وکړي. دې وويل: «له طالبانو سره زموږ تعامل بايد داسې لور ته ولاړ نه شي چې د دوی ځواک د دوی له ټولو تېروتنو سره-سره پیاوړی کړي. د افغانستان خلک د طالبانو د چلند مسوول نه دي. موږ بايد ډاډمن شو چې د نړيوالې ټولنې مرستې د ښځو او مستحقو خلکو لاسته رسېږي، نه طالبانو ته. موږ بايد ډاډمن شو چې افغانستان د تروريستانو په امن پناهځای نه بدلېږي او هممهاله بايد په افغانستان کې د اقليمي مسايلو په برخه کې پانګونه وکړو.»
طالبان مشروعيت نه لري
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غړو هيوادونو له استازو پرته يو شمېر نورو څېرو هم چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي وو، د امنيت شورا په دې غونډه کې خبرې وکړې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې رزا اوتنبايوا هم په دې غونډه کې وويل، چې طالبان داخلي مشروعيت نه لري او له داخلي مشروعيت پرته نړيوال مشروعيت نه ترلاسه کېږي. دې وويل چې د افغانستان ۴۶ سلنه ښځې په هيڅ صورت هم د طالبانو د رسميت پيژندنې پلويانې نه دي او وايي چې طالبان بايد په هيڅ ډول شرايطو کې هم په رسميت ونه پېژندل شي.
اغلې اوتنبايوا د خپلو خبرو پر مهال د طالبانو د حکومتولۍ پر ډول نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې مذهبي تعصبات، تاوتريخوالی، پر ښځو بنديزونه او په افغانستان کې فقر په پام وړ کچه زيات شوي او له طالبانو سره نړيوال تعامل تراوسه کومه پايله نه ده ورکړې. دې له طالبانو سره پر تعامل ټينګار وکړ خو زياته يې کړه چې تعامل د طالبانو د رسميت پيژندنې په معنا نه دی.
دې وويل: «مرسته کوونکي بايد د مرستې لپاره خپل تعهدات زيات کړي. نيمه پېړۍ کېږي چې افغانستان له شخړې او جګړې سره مخ دی. موږ بايد له طالبانو سره په تعامل کې داسې لور ته ولاړ شو چې هغوی د نړيوالو نورمونو او د افغانستان د کلتور منلو ته تيار شي. تعامل بايد داسې لور ته ولاړ شي چې طالبان د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو په مقابل کې خپل مسووليتونه ومني.»
د ملګرو ملتونو د ښځينه برخې اجرايوي مديرې سيما بحوث د دې سازمان د امنيت شورا په غونډه کې يوه بله ويناواله وه. د اغلې بحوث خبرې هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د ښځو پر وضعيت راټولې وې. دې وويل، چې له هرو پنځو افغانو ښځو څخه څلور يې زده کړې او تحصيل ته لاسرسی نه لري او د فقر زياتېدو له کبله په افغانستان کې مردسالاري هم زياته شوې ده.
دې وويل: «د طالبانو بنديزونه د ماشومانو د ودونو لامل شوي دي، د کارکوونکو ښځو امنيت کم شوی دی، د ښځو رواني ناروغۍ زياتې شوې دي، په افغانستان کې ۹۰ سلنه ځوانې ښځې له ډېر بد رواني حالت سره مخ دي، ځان وژنې زياتې شوې دي، د افغانستان ښځې احساسوي چې چې په زندان کې ژوند کوي، په افغانستان کې ښځې هره ورځ د وېري ژوند تېروي. د افغانستان ښځې غواړي چې د طالبانو له مشرانو سره د مستقيمو خبرو فرصت ورته برابر شي. د افغانستان ښځې غواړي چې نړيوال لوبغاړي د ښځو له حضور پرته له طالبانو سره خبرې ونه کړي.»
د ملګرو ملتونو دې چارواکې وويل، چې د افغانستان وضعيت ته د رسيدګي لپاره درې وړانديزونه لري. لومړی، امنيت شورا بايد په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض ارزولو لپاره ځانګړې کميټه جوړه کړي، دويم، په افغانستان کې شته کړکېچ ته په پام له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړل شي او درېيم دا چې امنيت شورا بايد په افغانستان کې د جنسيتي اپارتايډ مخه ونيسي. دې وويل: «که د افغانستان د ښځو د حقونو دفاع ونه شي، امنيت شورا به هيڅ اعتبار ونه لري او موږ بايد منفعل ونه اوسو.»
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بين المللي حقوقو متخصصې کريمې بنون هم د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې خبرې وکړې او د طالبانو په تړاو يې د نړۍ پر سياستونو نيوکې وکړې او پر ښځو د طالبانو بنديزونه يې جنسيتي اپارتايډ وبلل.
دې وويل: «په افغانستان کې ښځې هره ورځ تدريجي مرګ تجربه کوي. د افغانستان ښځې هڅه کوي چې يو شمېر نړيوال لوبغاړي د طالبانو د عادي کولو هڅه کوي. په افغانستان کې جنسيتي اپارتايډ روان دی. زه له نړيوالې ټولنې غواړم چې تر غندې هاخوا اقدام وکړي. په افغانستان کې جنسيتي اپارتايډ بايد په رسميت وپېژندل شي. موږ بايد له جنسيتي اپارتايډ سره مبارزه وکړو. طالبان ښځې ځپي، امنيت شورا بايد په افغانستان کې د جنسيتي اپارتايډ پر وړاندې اصولي غبرګون وښيي او طالبان په دې اړه ځواب ويلو ته چمتو کړل شي.»
د افغانستان استازي څه وويل؟
نصير احمد فايق د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د افغانستان په استازولي خبرې وکړې او په افغانستان کې حاکم وضعيت يې وحشتناک وباله او ويې ويل، چې که څه هم د طالبانو پر واکمنۍ دوه کاله اوړي، خو په افغانستان کې وضعيت د بدترېدو لور ته روان دی او د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي په فقر کې ژوند کوي. ښاغلي فايق د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له رييس څخه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د جنسيتي اپارتايډ د ارزونې لپاره دې بېړنۍ غونډه راوبولي.
ښاغلي فايق د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د امنيت، د طالبانو له لوري د ښځو پر خلاف جنسيتي اپارتايډ، د بشري حقونو د نقض مواردو، له نړيوالو تروريستي ډلو سره د طالبانو د اړيکې، فقر او کډوالۍ په اړه خبرې وکړې. تر دې وروسته په همدې غونډه کې د پاکستان استازي د فايق خبرو ته غبرګون وښود او ويې ويل چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د تېرو دوو کلونو پر مهال ځينې پرمختګونه هم شوي لکه د داعش پر وړاندې اقدام، د فساد کمښت او د اقتصاد مديريت.
د دواړو ګاونډيو هيوادونو استازو د غونډې په وروستۍ ورځ د يوه بل پر خلاف څرګندونې وکړې. فايق د پاکستان سفير د تروريزم پر وړاندې په دوه ګوني چلند تورن کړ او ويې ويل، چې منير اکرم له يوه پلوه خپل هيواد د تروريزم قرباني بولي او له بله لوري «د طالبانو ترهګرې ډلې» ته لابي کوي. منير اکرم هم ادعا وکړه چې فايق د هيڅ ډول حکومت او خلکو استازيتوب نه کوي.