اطلاعات روز: د روسيې په کازان ښار کې د «مسکو فرمټ» پنځمې غونډې ګډونوالو په خپله وروستۍ اعلاميه کې ويلي، چې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو په تړاو هيڅ پرمختګ نه دی شوی.
د اسپونټيک په وينا، د دې غونډې وروستۍ اعلاميه چې پرون (جمعه، ۷ د تلې) خپره شوې، پکې راغلي: «په تأسف سره د ويلو وړ ده چې په افغانستان کې د واقعا ټولشموله دولت د جوړېدو په [لار] کې هيڅ پرمختګ نه دی شوی، [داسې دولت] چې په دې هيواد کې د ټولو قومي-سياسي ډلو د ګټو منعکس کوونکی وي.»
په دې اعلاميه کې راغلي، چې که څه هم د طالبانو تر واک لاندې ادارو کې د بېلابېلو مليتونو استازي ګمارل شوي، خو د دې ډلې په حکومت کې سياسي تکثر نه ليدل کېږي.
د دې غونډې ګډونوالو له طالبانو غوښتي چې د سولې بهير د بشپړاوي او يوه متوازن، پراخ بنسټي، ټولشموله او ځواب ویوونکي دولت د جوړېدو لپاره دې د قومي او سياسي ډلو له استازو سره عملي او نتيجه محوره خبرې پېل کړي.
د دې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته د افغانستان لپاره د روسيې استازي ضمير کابلوف په يوه خبري غونډه کې وويل، چې وروستۍ اعلاميه له تاجکستان پرته ټولو ګډونوالو لاسليک کړې ده.
ده زياته کړه: «تاجيک شريکان د دې اعلاميې پر يو شمېر برخو اعتراض لري. تاسو کولای شئ چې شخصا دوی وپوښتئ او دوی به تاسو ته وضاحت درکړي.»
همدا راز د دې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې ټينګار شوی چې په افغانستان کې بايد جنسيت، قوميت او مذهب ته له پام پرته د کار، زده کړې او عدالت ته د لاسرسي د حقونو په ګډون د خلکو اساسي حقونو او ازاديو ته درناوی وشي.
د دې غونډې ګډونوالو له طالبانو غوښتي چې د افغانستان په ښوونځيو کې دې له نړيوالو معيارونو سره سم د موډرنو زده کړو زمينه برابره کړي.
دوی په دې اعلاميه کې د داعش پر وړاندې د طالبانو د هڅو ستاينه کړې او له دې ډلې يې غوښتي چې د ټولو تروريستي ډلو پر خلاف دې ورته اقدامات وکړي.
د «مسکو فرمټ» د پنځمې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې همدا راز له طالبانو غوښتل شوي چې د کډوالو د راستنولو زمينه دې برابره کړي او د افغانستان له خاورې دې د تروريزم د ګواښونو او نشهيي توکو د قاچاق په برخه کې دې له ګاونډيانو سره همکاري زياته کړي.
د دې غونډې ګډونولو همدا راز له امريکا څخه غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ژر ازاده کړي.
همدا راز په دې اعلاميه کې د دوه اړخيزو او څو اړخيزو همکاريو پر پياوړتيا، په کلتوري، ورزشي او زدکړييزو برخو کې له طالبانو سره د همکارۍ پر پراختيا، د بشرپالو مرستو د سياسي کېدلو پر مخنيوي او د هغو پر دوام او د افغانستان په اړه د يوې سيمهييزې تماس ډلې پر جوړېدو ټينګار شوی دی.
د «مسکو فرمټ» پنځمه غونډه د هند، ايران، قزاقستان، چين، قرغيزستان، پاکستان، روسيې، ترکمنستان او ازبکستان د استازو په ګډون جوړه شوه.
دا غونډه چې د روسيې په کوربتوب جوړه شوې وه، د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان مقتي هم پکې ګډون درلود، خو د دې ډلې سياسي مخالف اړخونه او ګوندونه نه وو راغوښتل شوي.
د «افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» ويلي و، چې په دې غونډه کې د «طالبانو په يو اړخيز» ګډون سره د افغانستان قضيه نه حل کېږي.
