Callum Darragh/via flickr

د طالبي رژيم استبدادي تکتيکونه

شمشاد زلمی

په هيواد کې حاکم طالبي رژيم هڅه کوي چې په يو لړ توجيهاتو او تکتيکونو خپل استبدادي ماهيت پټ کړي او که يې دا ډول ځانګړنې ډېرې برملا هم وي، هڅه يې داده چې له بېلابېلو لارو-چارو څخه په کار اخيستلو يې عادي وښيي. د نړۍ ټول استبدادي رژيمونه د خپل استبدادي واک د دوام او د خپل استبدادي او ظالمانه ماهيت د پټولو لپاره له ورته تکتيکونو کار اخلي او له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې عامه افکار په خپل کنټرول کې وساتي او د استبدادي واکمنۍ پر وړاندې د درېدو جرأت او هوډ ترې واخلي. ان خپل ډېر ظالمانه کړه په خپلو تبليغاتي هڅو د خلکو په ذهن کې ښکلي کوي او د يو مستبد رژيم ناوړه کړنې هم خلکو ته عادي ښکاره کول کېږي.

له دينه ابزاري استفاده

په طالبي استبداد کې لومړی تکتيک دادی چې طالبان له دين څخه د خپل استبداد د توجيه لپاره د يوه ابزار په توګه کار اخلي او خپل هغه ټول اعمال او افکار پرې توجيه کوي چې په منطقي توګه د پوښتنې او په عامه افکارو کې د ترديد وړ وي. طالبانو د خپل پيدايښت له لومړۍ ورځې بيا تر ننه، په سلګونو او زرګونو بشر ضد جنايتونه کړي دي، خو هيڅکله يې هم د اخلاقي جرأت له مخې پر خپلو جرمونو او تېروتنو اعتراف نه دی کړی بلکې تل يې خپل بدترين جرمونه په ديني شعارونو لکه «جهاد» او داسې نورو اصطلاحاتو توجيه کړي او تر خپل منځ يې هم هيڅکله د دې موضوعاتو په تړاو پرانيستی بحث نه دی کړی، بلکې تر ننه لاهم د دوی ترمنځ هغه کسان د «ستر مجاهد» په څېر اصطلاحاتو سره سپېڅلي معرفي کېږي چې انسانان به يې حلالول.

همدا راز، که د طالبانو د خوځښت جوړښت ته وکتل شي، نو په مطلق توګه يو نرواکه، مستبد او تر يوې طبقې منحصر استبدادي جوړښت دی چې له دوی پرته پکې بل هيچا ته نه درناوی او نه هم ځای شته. کوم څوک چې پکې د زور يا هم مشرۍ خاوند کېږي، د خپلو اعمالو، زور او شتو په اړه هيچا ته هم ځواب ورکوونکی نه وي. مګر دا استبدادانه رويه او چلند د دوی ترمنځ او د عامو خلکو پر وړاندې له دين څخه په استفادې عادي ښودل کېږي. يو څوک چې د خپل صلاحيت، پرېکړې، تېروتنو، عقدو او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه هيچاته ځوابګو نه وي، هغه پکې «اميرالمؤمنين» وي او کله چې يې خلک ړندې پيروۍ ته بلل کېږي چې بايد د کړنو په اړه يې منطقي او عقلي قضاوت ونه کړي، هغوی ته د «اطاعت» لومه ايښودل کېږي.

تبليغات او سانسور

که څه هم پر وطن د طالبانو له واکمنېدو سره د بدمرغۍ يو توپان را الوتی او له فقره نيولې بيا تر هر ډول پراخ تبعيض پورې وګړي د ژوند په هره برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي، خو طالبي تبليغات د وطن وضعيت عادي او د خلکو حالت خوشاله ښيي. که وطن تر طالبي استبداد لاندې د نړۍ لومړۍ درجه غمجن هيواد ګڼل کېږي، که د نړۍ په کچه تر ټولو فقير ولس شمېرل کېږي او که د دوی د جګړو له لاسه تر بل هر هيواد زيات افغان وګړي په ګاونډيو او نورو هيوادونو کې کډوال وي، خو داسې واقعيتونه تر طالبي استبداد لاندې رسنيو نه راڅرګندېږي او نه هم پرې بحث کېږي بلکې عمدي هڅه دا وي چې داسې موضوعات په رسنيو کې مطرح نه شي او يوازې هغه څه د خلکو مخ ته راشي چې ګټه او ستاينه يې د طالب وي، له دې پرته هر څه سانسور دي.

د تېرې پنج‌شنبې په ورځ اطلاعاتو ته د لاسرسي په نړيواله ورځ د افغانستان د خبريالانو مرکز په يوه اعلاميه کې وويل، چې طالبانو د ۱۳ لارښودونو په خپرولو سره معلوماتو ته لاسرسی په سيسټماټيکه توګه محدود کړی دی. طالبانو پر رسنيو بنديز لګولی چې هیڅ داسې څه به نه خپروي چې پر طالب مسوولينو پکې نيوکه شوې وي، د راپورونو او خبرونو په خپرولو کې بايد له طالب مسوولينو سره مشوره وکړي او همدا راز ګڼ نور بنديزونه يې پر رسنيز فعاليت وضع کړي دي چې د دې مرکز په وينا پايله يې ځان سانسوري ده.

وېره، تشدد او څار

د افغانستان د خبريالانو د مرکز په وينا، چا چې د طالبانو وړانديني ياد شوي بنديزونه نه دي منلي، هغوی يې ګواښلي او زندان ته يې اچولي دي. همدا اوس هم د طالبانو په زندانو کې د خبريالانو په ګډون د بشري حقونو او ښځينه حقونو ګڼ فعالان زندانيان دي. له دې سره-سره، په سلګونو کسان صرف د قومي او مذهبي تړاوونو له کبله د طالبانو تر تشدد لاندې دي ځکه يو استبدادي رژيم د ټولنې په هره برخه کې، د هر چا له لوري او هر قشر ترمنځ د وېرې احساس کوي. له همدې کبله له دوی سره يوازينی انتخاب دادی چې خلک په زندان، وهلو، ګواښلو او وژلو ووېروي.

طالبانو يوازې د تېرو دوو کلونو پرمهال په سلګونو کسان له هر ډول محاکمې پرته په سخت تشدد وژلي دي چې ملګرو ملتونو او همدا راز ګڼو رسنيو يې په اړه راپورونه خپاره کړي دي، تر دې حده چې د طالبانو وياند يې هم اړ کړ چې تر يوه حده داسې پېښې ومني.

استبدادي رژيمونه د خپل واک د ساتنې لپاره د څار له بېلابېلو ډولونو کار اخلي. طالبان هم په دې لړ کې نه يوازې له وروستيو راپورونو سره سم، د چين په مرسته د کمرو له لارې غواړي ښارونه وڅاري، بلکې د خپلو جاسوسانو يې يو جال خپور کړی دی او غواړي تر هر هغه ځای پورې ورسېږي چېرته چې د استبداد پر وړاندې د درېدو غږ کېږي.

د ادارو کنټرول

د استبدادي رژيمونو ماهيت له ولسي ارادې څخه وېره ده. له همدې کبله هر چيرته د ولسي ارادې مخه نيسي او هڅه يې دا وي چې په ټولنه کې هر څه سخت کنټرول کړي. طالبانو هم د ټولو ادارو د ملي کېدو مخه نيولې ده، هرې ادارې ته د طالبانو د انتخاب له معيار سره سم کارمندان نيول کېږي. پوليس، اردو، قضا او نور دولتي ادارات له يوې مخې له طالب او ملا څخه ډک کړل شوي دي، ځکه دا مستبده ډله د خپل ماهيت له مخې ځان د ولس برخه نه شي بللای، له همدې کبله د ولسي ګډون مخه نيسي او ملي ادارو ته د ملي پروسو له لارې کارمندان او سرتېري نه جذبوي بلکې دولتي ادارو ته يوازې هغه کسان ورتللای شي چې د طالب په معيارونو پوره وي. په دې توګه دوی هڅه کوي چې پر واک خپلې منګولې ټينګې وساتي، له دې پرته د کارمندانو او سرتېرو د جذب هره ملي پروسه د طالبي استبداد د ختمېدو په معنا دی.

زدکړييز خدمات، د طالبي استبداد د ملاتړ لپاره

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې يوازې د طالبانو تر واک لاندې مدرسو کې ماشومانو او ځوانانو ته افراطي زده کړې ورکول کېدلې، خو اوس طالبان غواړي چې له ښوونځيو او پوهنتونونو په عين توګه استفاده وکړي او ماشومان او ځوانان په داسې توګه وروزي چې هغوی ته د طالبانو استبدادي حکومتولي د پوښتنې وړ نه وي او د طالبي تفکر په ايډيولوژۍ سمبال وي. په دې توګه طالبان او بل هر استبدادي رژيم وفادار ملاتړي پیدا کوي او په همداسې ځايونو کې د بېلابېلو روايتونو او زدکړييزو حربو په کارولو سره ماشومان او ځوانان برېن واش کېږي. د دا ډول برېن واش يا هم مغز مينځنې ښه مثالونه هغه دي چې طالبانو به تر خپل واک وړاندې د ځانمرګو بريدونو لپاره ښارونو ته لېږل او هغوی به له کوم توپير پرته هر هغه ځای چاودنې او ډزې کولې چې طالب مشرانو به ورته ښودل. د دا ډول کسانو هر ډول منطقي تفکر او تعقلي وړتيا وژل شوې وه او وژل کېږي او د ښار په منځ کې او ان د ماشومانو په ښوونځيو او تعليمي مرکزونو کې ورته ځانمرګی بريد هيڅ د پوښتنې وړ نه و.

طالبان د يوه استبدادي رژيم په توګه په تعليمي نصاب کې لاسوهنه کوي او غواړي له دې لارې افراطي تفکر او هغه څه بنسټيز کړي چې طالبي استبداد ته خطر نه پېښوي. په دې توګه خپل ملاتړي زياتوي او په عين مهال کې د راتلونکي ممکنه مخالفت مخه نيسي. دا کار که څه هم تعليمي سکتور په پراخه کچه زيانمنوي خو په استبدادي رژيمونو کې چې کوم شي ته حساب کېږي، هغه يوازې له مستبدو لارو د واک ساتل وي.

د مخالفينو له منځه وړل او تصفيه

طالبان په وطن کې هيڅ ډول تنوع، تکثر او سياسي پلوراليزم نه شي منلای. دوی ته یوازې ځانونه وطن پال ښکاري، په مسلمانۍ کې هم ثاني نه ويني او له فساد او خيانت څخه هم ځانونه سپين ګڼي او د ځان په شتون کې د سياسي پلوراليزم اړتيا نه احساسوي بلکې سخت مخالفت يې کوي. همدا يو څه وخت وړاندې يې پر سياسي ګوندونو بنديز ولګاوه او دا يې ان له اسلام سره په تضاد کې وګڼل. همدا د استبدادي نظام ماهيت دی، که يې پر وړاندې سيال پيدا شي نو استبدادي نظام دوام نه شي کولای. له همدې کبله طالبان په پرلپسې توګه خپل سياسي مخالفين له منځه وړي او له صحنې يې باسي. په دې لړ کې هيڅ ډول بشري اخلاقياتو ته ځان ژمن نه بولي.

له دې سره-سره، طالبان په خپلو ليکو کې هم وخت ناوخته تصفيه کوي او هر هغه کس او غږ له منځه وړي چې د رژيم له پاليسيو سره د مخالفت جرأت کوي. په لومړي سر کې د طالبانو ترمنځ داسې غږونه و چې د دې ډلې پر بشر ضد تګلارو به يې نيوکې کولې، مګر ورو-ورو د دوی ترمنځ تصفيې او ډار دې ته اړ کړل چې له خپله دريځه تېر شي او د طالبي استبداد د «اطاعت» په توجيه هر ډول ظالمانه تګلارو ته دلايل وتراشي.

د کفارو دسيسې

طالبان د خپلو خبرو لپاره محتوا نه لري، يوازيني څه چې ورته پاتې دي، هغه د دوی د تېرې شل کلنې جګړې ياد دی. له دې سره-سره دوی تل په خپلو ويناوو کې له عيني مسايلو او ستونزو څخه د خلکو پام په دې اړوي چې کفر د اسلام او د دې خلکو پر وړاندې دسيسې جوړوي او جوړې کړې يې دي او همدا دوی دي چې مخه يې نيسي او خلکو ته هم ور يادوي چې په دې مسووليت کې بايد تاسو له موږ سره یوځای شئ، کنې نو د نړۍ «کفار» به ستاسو ټول معنوي شته در څخه واخلي.

استبدادي رژيمونه تل دغسې خيالي دښمنان را منځته کوي، تر څو خپلې نيمګړتياوې پټې کړي او د دې پرځای چې ولسونه د استبدادي رژيم د ظلم او تېري پر وړاندي متحد شي، په همداسې شعارونو يې نه يوازې تيت او پرک ساتي بلکې د خپلې ټولنې او هيواد له عيني مسايلو يې پام اړوي او په خيالي دښمنيو کې يې مصروف ساتي. د داسې دښمنيو ګټه استبدادي رژيمونو ته دا هم ده چې د خپلو نيمګړتياوو پړه پر نورو اچوي او هم په اخلاقي توګه چې ورته کوم مسووليت راجع کېږي، له هغه ځان کاږي او هماغه خيالي دښمنان د خلکو پر وړاندې پړه ګڼي.

د طالبانو په ملاتړ لاريونونه

طالبان په پرلپسې توګه له دې نيوکې سره مخ دي چې په کور دننه مشروعيت نه لري او واک يوازې د ملا او طالب تر طبقې پورې محدود دی. له دې سره يوه بله ډاګيزه نيوکه داده چې طالبانو د ښځو پر وړاندي د جنسيتي تبعيض پاليسۍ پلې کړې دي او د دې قشر انساني حقونه يې تروړلي دي. د دې لپاره چې طالبان خپل واک ته ولسي رنګ ورکړي او وښيي چې په ولس او ان ښځو کې هم ملاتړ لري، وخت پر وخت ځينې لاريونونه او پراخې غونډې پلانوي. په دې لړ کې تر ټولو ښه مثال ښځينه لاريونونه دي چې په تورو چادريو کې د طالبانو په ملاتړ کېږي.

دا کار که څه هم د طالبانو په ايډيولوژۍ کې په مطلق ډول نه ځاييږي او ګڼ تضادات راپیدا کوي، خو دا کار دوی ځکه کوي چې د دوی د استبدادي واک په دوام کې د دوی په ګومان مرسته کولای شي.

شخصيت پرستي

په استبدادي رژيمونو کې شخصيت پرستي عامه وي او خپل رهبر ته داسې ځانګړنې منسوبوي چې عام انسانان ترې برخمن نه وي. د طالبانو ترمنځ هم د ملا هبت الله او ملا عمر په اړه همداسې افسانې مشهورې دي، په دې توګه د رهبر پر وړاندې د نیوکې کولو مخه نيول کېږي او پر واک خپلې منګولې ښخوي. د طالبانو ترمنځ د ملا هبت الله د پرېکړو پر وړاندې د انتقاد او نيوکې روحيه په همداسې تبليغاتو سره وژل شوې ده او دوی هڅه کوي چې داسې روحيه نور ولس ته هم انتقال کړي. کله چې د ملا هبت الله د بشر ضد پاليسيو په اړه بحث کېږي، طالبان تل دا وايي، چې ښايي په دې کې يې «حکمت» وي. حکمت د همدې شخصيت پرستۍ يوه توجيه ده.

همدا او دې ته ورته ګڼ نور تکتيکونه دي چې طالبان او بل هر مستبد واکمن يې د خپل واک او انحصار د زياتولو او پراخولو په موخه کاروي او غواړي چې له همدې لارې د ولسي ارادې مخه ونيسي.