سږکال کندهار کې د انځرو حاصلات زيات او بيې یې لوړې شوې دي

کندهار کې د انځرو سوداګر او بڼوال وایي، سږکال په دې ولایت کې د انځرو حاصلات زیات او بیې یې لوړې شوي چې په کور دننه د ښه بازار ترڅنګ یې ډیره برخه هند او پاکستان ته صادریږي.

 په دې ولایت کې د انځرو يو تن سوداګر رحمت الله وايي، سږکال نه یوازې د انځرو حاصلات ډیر شوي بلکې د تېرکال په پرتله یې په بیو کې هم د پام وړ کچې زیاتوالی راغلی دی. دی زیاتوي تېرکال دغلته یو من انځر په ۱۵ زره پاکستانۍ کالدارو پلورل کیدل، خو سږکال بیا قیمتونه تر ۳۵زره کالدارو پورې رسیږي.

نوموړي وویل: «پروسږکال د هغه ښه انځرو بيه ۱۵زره کالدارې وه او سږکال د ښه انځرو بيه ۳۵زرو ته پورته شوې، کښته يې په ۱۲زره کالدارې ورکوو، د کندهار انځر هندوستان، پاکستان او نورو عربي هيوادونو ته وړل کېږي، موږ د ډير پخوا څخه هلته خپل مشتریان لرو، بل دا چې د کندهار د انځرو خوند په هيڅ ځای کې نشته، دلته ټوله پروسه په طبیعي ډول ترسره کېږي.»

رحمت الله غوښتنه کوي چې واکمن حکومت دې هيواد کې دننه او دغه راز نورو اروپايي، اسيايي او امريکايي هيوادونو ته د وطني انځرو د صادراتو زمينه برابره کړي.

د وچې مېوې يو بل سوداګر عزيزالله وایي، اوس مهال د پاکستان او هند په بازارونو کې د کندهاري انځرو تقاضا زیاته شوې او زیاتوی چې دوی هم هڅې پېل کړي ترڅو یاد انځر له هند او پاکستان سربېره چين او نورو اسيايي هېوادونو ته هم صادر کړي، خو هغه په دې برخه کې د واکمن حکومت مرسته او ملاتړ مهم يادوي.

د هغه په وينا: «سږکال د انځرو درختې زياتي وې او حاصل يې سم شوی، نو وجه يې دا هم وه چې ژیړی، سپېرغوږی او مرض يې نه دی کړی، په بعضې علاقو کې چې وچکالي وه هلته يې انځر او درختې دواړه اغيزمن کړي، خو په دښتو کې بيا اوبه شته هغو بيا ښه حاصلات ورکړي.»

د کندهار انځر دا مهال د هیواد په داخل او بهر کې ښه بازار لري او ډیر پلورل کېږي

دغه راز یو شمیر سوداګر بیا د پاکستان په لاره هند ته خپلو صادراتو ته اندیښمن دي او وایي، چې څه موده وړاندې یې دوه موټره انځر په پاکستان کې د نامعلومو کسانو له لوري سوځول شوي دي.

د ملنګ په نوم یو سوداګر وويل: «سږکال هند ته پر لار په پاکستان کې زموږ دوه موټره انځر وسوځول شول ډير تاوان يې راته پېښ کړ، د حکومتونو څخه مو غوښتنه داده چې په سياسي معاملو کې سوداګريزې معاملې ور ګډي نه‌کړي، که د هوایي دهلیز زمينه برابره شي تر پاکستان او هند يې زموږ څخه دا عربي او اروپایي ملکونه په ګرانه بيه رانيسي او ګټه يې هم زياته ده، د سوځولو او نورو خطرونو څخه به هم سوداګر خلاص وي.»

ملنګ په دې باور دی چې سږکال به د انځرو له درکه افغان باغ لرونکو او سوداګرو ته په لسګونه ميليونه امريکايې ډالره ګټې ورسېږي او له کرونګرو غواړي چې په خپلو ځمکو د کوکنارو د کښت پرځای د انځرو باغونه جوړ کړي.

ورته مهال د عبدالصمد په نوم یو بڼوال وایي، چې سږکال یې د خپلو باغونو انځر په ښه قیمت پلورلي او له درکه یې زیاته ګټه کړې ده.

نوموړی د کندهار د کرنې رياست او نورو همکارو موسېساتو د زراعتي درملو او په همدې برخه کې د بزګرانو لپاره د روزنيزو کورسونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

هغه وویل: «کال په کال نوي مرضونه راځي، نور خو يې نو ساتنه په اوبو کېږي اوس چې فقد موږ ته يې دا مرضونه په ښه ډول را وښودل شي او که د هغه زراعتي مرض دوا دلته نه وي راته راوړل شي موږ به د ډيرو تاوانونو څخه خلاص شو، پخوا به مو هغه ښه انځر په ۱۵زره ورکول اوس هغه ښه انځر د ۲۶زره څخه نيولې تر ۳۵زرو پورې خرڅوو.»

کندهار کې د انځرو د بسته بندۍ یوه خونه چې له دې ځایه بیا نورو هیوادونو ته صادریږي

بلخوا بیا کندهار کې د طالبانو د کرني اوبو لګولو رياست د کرنيزو چارو امر مولوي محمد موسي وايي، اوسمهال دغلته پر ۱۵زره هکټاره ځمکې د انځرو باغونه شتون لري چې ورسره يو وخت يې سږني حاصلات ۲۷۰ زره ټنو ته رسیدلي دي.

همدې حال کې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال حاجي عبدالباقي بينا وایي، چې تېر کال له دغه ولايت څخه د هند، پاکستان او دوبۍ بازارونو ته نږدې ۱۶زره ټنه انځر صادر شوي دي.

نوموړي وويل: «سږکال تراوسه پورې چې پېل یې دی د ۳زره او ۵۰۰ ټنه په اندازه انځر صادر شوي او دا پروسه ادامه لري، تېر کال موږ ۱۵زره ۵۸۸ ټنه انځر صادر کړي، چې د هغه مبلغ تقريبا ۸۵ ميليونه امريکايې رسیده.»

د هغه په خبره چې سږکال به د نورو کلونو په پرتله نورې وچې او تازه مېوې هم بهرنيو هيوادونو ته صادرې کړي چې د سوداګرو ترڅنګ به يې ډيره ګټه باغ لرونکو او عامو وګړو ته ورسېږي.