سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: د کندهار سپين بولدک دروازه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

په سپين بولدک کې د طالبانو ځايي چارواکي وایي، چې نښته نن (چهارشنبه، ۱۲ د تلې) شاوخوا ۰۳:۰۰ بجې پېل شوې او څه باندې یو ساعت یې دوام کړی دی.

د دوی په وینا، په نننۍ نښته کې د چمن په سيمه کې يو سپين ږيری سړی او يو هلک وژل شوي او همدارنګه يو پاکستانی پوځي او يو بل هلک بيا ژوبل شوي دي.

ورته مهال سپین بولدک کې بیا ځایي سرچینې وایي، چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې دوه ماشومان ټپیان شوي او نور چاته زیان نه دی رسیدلی.

د دغې نښتې لامل معلوم نه دی، خو طالب چارواکي تور پورې کوي چې لومړی ډزې د پاکستاني ځواکونو له لوري شوي او بیا نښته پېل شوې ده.

پاکستاني لوري تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو په خبره، چې دا مهال د سپين بولدک–چمن دروازه د مسافرو او ترانزيټ پرمخ خلاصه ده او د تړل کیدو خبرونه یې ردوي.

سرچینې هم تاییدوي چې یاده دروازه خلاصه او د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ خبرې پېل شوي دي.

سپین بولدک کې تردې وړاندې هم څو ځلي نښتې شوي چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ دغه دروازه په ورځو ورځو د هرډول تګ–راتګ پرمخ تړل شوې ده.