هلمند کې د بې کیفیته درملو پلور د خلکو روغتیا ګواښي

هلمند ولایت کې خلک شکایت کوي چې دغلته د بې کیفیته درملو پلور تر بل هر وخته زیات شوی او ناروغانو ته یې د ګټې پرځای زیان رسولی دی.

څلویښت کلن ګل محمد چې د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسیدونکی دی وايي، چې يوه مياشت وړاندې يې د خپلې ناروغې لور لپاره د مرکز لښکرګاه يوه درملتون څخه درمل واخيستل، چې په وینا یې د یادو درملو د کارولو وروسته یې د لور پر بدن یو ډول دانې راپورته شوي او سخت زیان یې ورته کړی دی.

نوموړی زیاتوي، خپله ناروغه کوچنۍ لور یې هلمند کې ډاکټرانو ته بیولې او هغوی ورته ويلي، چې ياد درمل بي کیفيته او د ګټې پر ځای یې زیان رسولی دی.

ګل محمد وویل: «زما د لور به يوه بله ورځ تبه کيدله کله چې مې دغه درمل ور وړل دومره بد تاثير يې ورباندې وکړ چې پر بدن يې يو ډول دانې راپورته شوې چې ډاکټر ته مې هغه درمل ور وړل هغه وويل، د درملو کارتن صحيح دی خو درمل بي کفيته دي ځکه یې بد تاثیر کړی.»

د مرکز لښکرګاه يو بل اوسیدونکی محمد اباسين هم ورته شکایت لري، دی وايي، د خپلې لور لپاره يې دښار یوه درملتون څخه یوه نسخه درمل ۳۵۰۰ افغانۍ اخیستي، خو په خبره يې چې هيڅ اغيزه يې ورباندې نه ده کړې او میرمن یې د تير په څير ناروغه ده.

اباسین وایي، چې څه موده وړاندې یې لور د نس پارسوب درلود او هغه مهال یوځل درملنې سره ښه شوې وه، خو اوس زیاتوي چې دا ځل ناروغۍ سره پرې درملتو اغیز ونه کړ او ډاکټرانو ورته ویلي، چې درمل بې کیفیته دي.

دی وايي:«زما د لور نس پړسيدلی و يو ځل چې مې درمل ورته راوړل ګټه يې وکړه چې بل ځل بیا ناروغه شوه بیا چې مې درمل د بلې دواخانې څخه واخيستل ولاکه يې هيڅ تاثير ورباندې کړی وي.»

د هیواد بازارونو ته بې کفيته درمل له کومه راځي؟

يو تن فارمسیسټ ساحل رغاند (مستعار) چې نه غواړې اصلي نوم یې خپور شي ادعا کوي، چې د افغانستان زياتو ولايتونو ته د درملو لوی شرکتونه د بهرنیو درمل جوړوونکو کمپنيو سره د جوړجاړي له مخې بې کفيته درمل هیواد ته واردوي او تر ډيره پرې د طالبانو اړوندې ادارې خبرې هم دي.

رغاند زیاتوي، درمل جوړوونکې کمپنې د شرکت په خوښه بې کیفیته درمل جوړوي او شرکت بیا هغه درمل د اصلي درملو په قیمت پلوري.

نوموړي وویل:«په ټول افغانستان کې هغه لوی شرکتونه چې درمل راوړي ټول يې د کمپنيو سره لاس لري څه ډول چې شرکتونه کمپنيو ته فرمايش ورکړي په هغه ډول درمل ورته جوړيږي کله چې د اصلي درملو قيمت ۳۰ افغانۍ وي د بي کفيته درملو قيمت بیا ۱۰ افغانۍ کيږي چې دا ډيره زياته ګټه ده او د بررسۍ د ټيم مسوولين هم په دغه موضوع کې شکيل دي ځکه له باډرونو څخه دوی ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته يې انتقال کړي.»

د بې کیفبته درملو زیانونه

د هلمند ولايت روغتيا پالان وايي، چې د بي کیفيته او تر وخت تيره درملو کارول په ځينو وختونو کې د شديدو ناروغيو د رامنځته کيدو ترڅنک د مړينې لامل هم ګرځي.

په مرکز لښکرګاه کې د داخله ناروغيو يو تن متخصص ډاکټر محمدولي شريفي له خلکو غوښتنه کوي چې د درملو د اخیستلو او کارکولو پرمهال دې له پوره احتیاط څخه کار واخلي.

هغه وويل: «داسې درمل چې بي کفيته وي يا داسې درمل چې تاريخ تېره وي د يو شمير خطرناکه ناروغيو ترڅنګ ځينې وختونه د مړينې لامل هم ګرځي ټولو خلکو ته په کار ده کله چې درمل اخلي يو ځل دې ښه دقيق تر نظر باسي.»

بلخوا بیا په هلمند ولايت کې د طالبانو روغتیایي مسوولين د خلکو یاد شکایتونه مني او زياتوي چې د دې ستونزو د حل لپاره جدي هڅې کوي.

د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا رياست ریيس ډاکټر سيداحمد سعيد وويل، چې تېره اوونۍ يې یو کس د یوټن بې کیفیته درملو سره نیول او خپلو عدلي او قضایي ارګانونو ته یې سپارلی دی.

یاده دې وي چې افغانستان ته ډیر درمل له پاکستان، ایران، هند، چین، ترکیې، متحده عربي اماراتو او د ځینو مرکزي اسیا هيوادونو څخه واردیږي او په خپله هیواد کې هم یوشمیر د درملو کارخونې فعالیت کوي چې د ټول هیواد اړتیا نه شي پوره کولای.