via Wikimedia

د منځنۍ اسيا هيوادونه؛ له سوداګرۍ سره مينه او له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ له پامه غورځول

علي‌تای میرکشه

افغانستان تر پاکستان وروسته د منځنۍ اسيا له هيوادونو (تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان) سره پراخه پوله لري. له تاريخي او کلتوري پلوه هم د افغانستان وګړي د منځنۍ اسيا له بېلابېلو هيوادونو سره اوږدې او نه شليدونکې اړيکې لري.

د منځنۍ اسيا هيوادونو هم تر خپلواکه کېدو وروسته د افغانستان له دولت او وګړو سره ښې رسمي اړيکې ساتلې دي. زموږ په سيمه کې د دې ځوانو هيوادونو په اقتصادې ودې سره افغانستان د دې هيوادونو لپاره د صادراتي توکو لکه غنمو، اوړو، درملو، سيمنټو، اوسپنې او د کرنې لپاره د تخنيکي ماشينونو او وسايلو په مهم مارکيټ بدل شوی دی. په دې لړ کې ازبکستان او قزاقستان د افغانستان په وارداتي مارکيټ کې زيات سهم او رقابت لري.

په دې ليکنه کې هڅه کوم چې په لنډه توګه د افغانستان په ځانګړې توګه د ننني افغانستان په تړاو د منځنۍ اسيا د هيوادونو بهرني سياست ته لنډه کتنه وکړم او په پای کې له تروريزم سره د دې هيوادونو د دوستۍ پايلې وارزوم.

قزاقستان

که له دې هيواده افغانستان ته د راوړل کېدونکو توکو ګراف ته پام وکړو، وينو چې له ۲۰۰۲ کال راهيسې صعودي سير لري او د دې کلونو پرمهال قزاقستان د افغانستان په مارکيټ کې زياته ګټه کړې ده.

د قزاقستان بهرنی سياست په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې صادرات محوره دی او د افغانستان له مارکيټ څخه د دې هيواد د اروزنو پر بنسټ افغانستان د خوراکي موادو او درملو په برخه کې تر ټولو نږدې هيواد او له داخلي سيالۍ پرته د لاسرسي وړ مارکيټ ګڼل کېږي. قزاقستان د غلو او غوړیو په برخه کې د خپل اصلي رقيب ازبکستان په پرتله د اسلام کريموف پرمهال په ازبکستان کې له حاکم پوليسي سياست څخه په استفادې د خوراکي موادو مارکيټ په ځانګړې توګه د افغانستان د اوړو، غنمو او غوړیو زياته برخه په انحصاري توګه په خاص ډول د هيواد په شمال کې تر کنټرول لاندې راوستلې وه. اوس مهال قزاقي اوړه تر داخلي توليداتو وروسته د افغان کورنيو لپاره د خوښې وړ اوړه دي.

قزاقستان په سيمه کې وضعيت ته په پام پرلپسې هڅه کړې چې د پانګونې زمينو او افغانستان ته د خپلو صادراتو جذب ته لومړيتوب ورکړي. په کابل کې د دې هيواد سفارت او په مزار شريف کې يې قونسلګرۍ تل د افغانستان په اقتصادي پېښو کې فعال رول درلولی دی او د خپل هيواد په سوداګريزو مراسمو او مارکيټونو کې يې د افغان سوداګرو د شتون زمينه برابره کړې ده. که څه هم د تېرو شلو کلونو پرمهال په افغانستان کې محدودې رغنيزې پروژې هم پلې کړې دي، په ځانګړې توګه په شمالي ولايتونو کې او د باميانو په ورس ولسوالۍ کې يې د یوه روغتون جوړول (البته د جمهوريت پرمهال په روغتيا وزارت کې د رغونې په تړون کې د فساد له وجې يې چارې تراوسه نيمګړې پاتې دي) پيل کړي او له ۲۰۱۰ کال راهيسې تراوسه يې د کالج، ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې پام وړ تحصيلي بورسونه ورکړي، خو د افغانستان په داخلي اقتصادي برخو کې يې ګټوره پانګونه نه ده کړې.

د سياسي وضعيت په بدلون او د طالبانو په واکمنېدو قزاقستان له هغو هيوادونو و، چې په پټه خوله يې په کابل او مزار شريف کې خپل سفارت او قونسلګري پرانيستي وساتل. د قزاقستان سفير د جمهوريت تر سقوط وروسته په کمو ورځو کې بيرته افغانستان ته ولاړ او د بهرنيو چارو له وزارت او د طالبانو د رژيم له نورو برخو سره يې غونډې وکړې.

ښايي قزاقستان د خوراکي توکو او درملو د صادراتو لپاره د افغانستان د مارکيټ د جذب سياست ته په پام وضعيت تر نورو کلونو ډېر مناسب بللی وي وي او له طالبانو سره د بېلابېلو کچو اړيکو څخه په استفادې يې په افغانستان کې د سوداګريزو توکو واردولو ته زمينه برابره کړه.

قزاقستان د ۲۰۲۳ کال د اګست مياشتې پرمهال په يوه نادره اقدام کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ په خپله پلازمېنه استانه کې د يوې غونډې کوربه و. د قزاقستان د رسمي چارواکو په وينا، له افغانستان سره د دې هيواد د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۳ کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د ۳۱۶.۶ ميليونه ډالرو په ارزښت وه. د دواړو هيوادو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د شته معلوماتو پر بنسټ د ۲۰۲۲ کال پرمهال، د دې دوو هيوادونو ترمنځ د توکو د مبادلې حجم ۹۸۷.۹ ميليونه ډالرو ته رسېده چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله شاوخوا ۲.۱ ځله زياتوالی ښيي.

دا هيواد له افغانستان سره له ګډې پولې پرته توانېدلی دی چې په دوامداره توګه له ازبکستان سره د ترانزيټ په برخه کې د دوه اړخيزو تړونونو له لارې او همدا راز د ترانزيټ د نړيوال سازمان (ټي آی ار) له اسنادو څخه په استفادې له افغانستان سره د ازبکستان د خاورې په وسيله د اورګاډي او بار وړونکو موټرو له لارې په اړيکه کې شي.

سره له دې چې طالبانو د ښځو او نجونو پر زده کړو سخت بنديزونه لګولي دي، خو قزاقستان سږ کال هم د تېرکال په څېر د طالبانو لوړو زده کړو وزارت ته ۳۰ تحصيلي بورسونه ورکړل. طالبانو دا ټول بستونه د خپل رژيم د مسوولينو په نارينه خپلوانو ډک کړي چې اوس مهال د قزاقستان په ملي پوهنتون کې د چمتووالي درسونه وايي او د ژبې په زده کړه بوخت دي. دا په داسې حال کې ده چې د قزاقستان استازی د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو چلند په نړيوالو غونډو کې غندي.

که څه قزاقستان ادعا کوي چې د طالبانو رژيم په رسميت نه پېژني، خو د دې هيواد د لومړي وزير مرستيال سريک ژومانګارين د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ چې ګڼ وزيران هم پکې و د ۱۴۰۲ کال پرمهال کابل ته سفر وکړ او تر دې سفر يې د چين په منځګړيتوب په آستانه کې د افغانستان سفارت د طالبانو ور پېژندل شوي استازي ته وسپاره.

ازبکستان

دا هيواد د دوو نورو هيوادونو (تاجکستان او ترکمنستان) په پرتله له افغانستان سره کمه پوله لري او تر ټولو مهم سوداګريز بندر (ترمز-حيرتان) يې په واک کې دی. دغه بندر ازبکستان ته د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو او حتی چین ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې ډېر ځواک ورکوي.له قزاقستان، روسيې، چين، قرقيزستان او ازبکستان څخه د افغانستان ډېر وارداتي توکي له همدې بندر څخه هيواد ته راوړل کېږي.

ازبکستان هم د قزاقستان په څېر د جمهوريت تر سقوط وروسته په خپل بهرني سياست کې د طالبانو له رژيم سره په تعامل کې هيڅ ډول عملي بدلونونه نه دې راوستلي. که څه هم دا رژيم يې په رسميت نه دی پېژندلی، خو خپلې اړيکې يې د سفارت او خپلې قونسلګرۍ له لارې ساتلې دي او دې هيواد ته د افغانستان د وګړو په ځانګړې توګه سوداګرو سفر يې د جمهوريت په پرتله اسانه کړی دی.

افغانستان ته د ازبکستان صادراتي توکي تر ډېره برېښنا، اوړه، غنم، غوړي، تيل، ګاز، اوسپينه، سيمنټ، پرزه جات او کرنيز ماشين الات دي.

ازبکستان واک ته د شوکت ميرضايف تر رسېدو وروسته په خپل بهرني سياست په ځانګړې توګه اقتصادي برخه کې يو څه بدلون راوستلی او د افغانستان د خوراکي او سونتوکو د جذب په برخه کې د قزاقستان د يوه سيال په توګه را مخته شوی دی. د يوه-بل له خاورې څخه ترانزيټي تړاوونه د دې لامل شوي دي چې دا هيواد افغانستان ته قزاقستاني صادراتو ته جدي خنډونه را پيدا نه کړي، خو ځينې وختونه يې په ګمرکي برخه کې د ځينو قوانينو په وضع کولو سره د ځينو هغو هيوادونو پر صادراتي توکو ځينې واړه او لنډمهالي محدوديتونه لګولي دي چې له دې هيواد څخه افغانستان ته صادرېږي.

پر «scimonoce gnidart» ويبپاڼه له خپرو شويو شمېرو سره سم، افغانستان ته د ازبکستان صادرات د قزاقستان په پرتله په ۲۰۲۲ کال کې د ۲۰۲۰ کال په نسبت ډېر زيات کم شوي. د ۲۰۲۲ کال پرمهال افغانستان ته د ټولو لېږل شويو توکو ټول ارزښت ۵۲۴.۹۶ ميليونه ډالرو ته رسېد.

ازبکستان هڅه کوي چې د قزاقستان په ګډون له نورو هيوادونو سره په سيالۍ کې د افغانستان په وارداتي مارکيټ کې لږ تر لږه په خوراکي توکو کې زيات نفوذ ولري، خو دې هدف ته د رسېدو لپاره له طالبانو سره زيات تعامل ته اړتيا ده.

عمومي تصور دادی چې دا هيواد به د افغانستان د ازبکانو د حقونو په ملاتړ له طالبانو سره ښه اړيکې ونه لري، خو زما ارزونې ښيي چې د طالبانو د لومړي وزير مرستيال مولوي حنفي چې په قومي لحاظ ازبک دی، په کابل کې د دې هيواد له سفارت سره ښې اړيکې لري. ښاغلي حنفي د یوه پلاوي په مشرۍ – سره له دې چې د ملګرو ملتونو د سفر د بنديزونو په نوملړ کې دی – د دې هيواد په بلنه تاشکند ته سفر وکړ. همدارنګه د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عزيز کاملوف د نړۍ له هغو ګوته په شمېر مشرانو څخه دی چې د طالبانو د واکمنېدو په لومړيو مياشتو کې کابل ته په رسمي سفر راغی او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره يې وليدل.

په دې وروستيو کې که څه هم د ملګرو ملتونو په اته اويايمه عمومي غونډه کې د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف د افغانستان په اړه خبرې وکړې، خو په وينا کې يې د طالبانو پر سختدريځو سياستونو نيوکه نه وه او برعکس يې نړۍ د طالبانو پر وړاندې انعطاف پذيرۍ ته راوبلله.

ميرضيايف د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون لپاره د یوه ميکانيزم د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د طالبانو پر ضد نور بنديزونه د افغانستان عامو وګړي زيانمنوي.

ده زياته کړه: «د افغانستان وضعيت پر نړيوال امنيت په پام وړ کچه اغېز لري. په دې هيواد کې روان کړکېچ ته د رسيدګۍ لپاره د دې هيواد وضعيت د يوې متفاوتې ستراتېژۍ غوښتنه کوي. د افغانستان وضعيت ته نه پاملرنه، د دې هيواد منزوي کول او د بنديزونو لګول يوازې د افغانستان د عامو وګړو ستونزې زياتوي. موږ پر دې باور لرو چې له افغانستان سره بشرپالې مرستې بايد کمې نه شي.»

ترکمنستان

دا هيواد له نړۍ سره مبهم بهرنی سياست لري، خو د افغانستان په تړاو د حکومتونو ډول ته له پام پرته تل نيمه فعاله سياسي اړيکه لري. په کابل کې د ترکمنستان سفارت فعال دی او طالبانو په خپل لومړني سياسي اقدام کې د ۱۴۰۰ کال د کب مياشتې پرمهال د محمد فاضل په نوم يو کس په عشق آباد کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه معرفي کړ. ترکمنستان هم سمدستي ومانه او اوس مهال په عشق آباد کې د افغانستان سفارت طالبان مديريت کوي.

سره له دې چې افغانستان له ترکمنستان څخه زيات توکي نه واردوي، خو د ګازو، تيلو او غلو په برخه کې ځينې اړتياوې د هرات د تورغونډۍ بندر له لارې له دې هيواد څخه پوره کوي. ترکمنستان د طالبانو د لومړي ځل حکومت پرمهال هم له دې ډلې سره ښې اړيکې درلودې او په عشق آباد کې يې د افغانستان په تړاو د څو غونډو کوربتوب کړی و.

د دې هيواد ستره لېوالتيا د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د انرژۍ د سترې پروژې (ټاپي) پوره کېدل دي. ټاکل شوې وه چې دا پروژه د ايران له لارې ترسره شي، خو د امريکا د لاسوهنې او د نويمې لسيزې پرمهال پر دې هيواد د نړيوالو بنديزونو له امله د پروژې مسير بدل کړای شو او ټاکل شوې ده چې د افغانستان له لارې اجرا شي. د دې پروژې سروې د جمهوريت پرمهال بشپړه شوې او حتا د ترکمنستان په خاوره کې دننه يې يو فاز بشپړ شوی دی. د جمهوريت پرمهال هم د دې پروژې مسير د هغو طالبانو له لوري چې ايران ته نږدې و لکه قيوم ذاکر او صدر ابراهيم له لوري په فراه، هلمند او هرات ولايتونو کې د ناامنۍ په جوړولو سره سبوتاژ کېده. د دې پروژې پر مسير دوامداره ناامني د دې لامل شوه چې د نورو تخنيکي او سياسي عواملو ترڅنګ دا پروژه ناکامه شي. په هغه وخت کې هم زما موندنو ښودله چې د ايران اسلامي جمهوريت د دې پروژې ستر دښمن و او په راتلونکي کې به هم وي.

ترکمنستان د دې حياتي پروژې د بشپړېدو په موخه له طالبانو سره ښې اړيکې ساتي، خو له دې څخه غافل دي چې طالبان د داسې پروژو د ترسره کولو لپاره د باندينيو استخباراتو له ملاتړ پرته هيڅ ډول تعهد نه لري.

تاجکستان

په منځنۍ اسيا کې يوازينی هيواد دی چې تراوسه يې په ډاګه په واک کې د طالبانو پاتېدل سيمې ته يو ګواښ ګڼلی او د دې رژيم د بدلون او ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه يې کړې ده.

تاجکستان د طالبانو له هڅو سره-سره، تراوسه په خپله خاوره کې د افغانستان په سفارت او قونسليو کې د دې رژيم استازي نه دې منلي.

همدا راز دا هيواد د جمهوريت تر سقوط وروسته د طالبانو د مخالفينو په ځانګړې توګه د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» او «افغانستان د ازادۍ جبهې» د غړو په پټنځای بدل شوی. د دې جبهو مشران تر ډېره حده تاجکان دي.

دوشنبه د طالبانو د مخالفو سازمانونو د څو غونډو کوربتوب کړی او په نړيوالو غونډو کې يې هم په افغانستان کې د رژيم د بدلېدو هڅه کړې ده.

سره له دې چې د دې هيواد اقتصادي ظرفيتونه کم دي، خو د پورته دریو يادو شويو هيوادونو په نسبت له افغانستان سره کمه اقتصادي راکړه-ورکړه لري. که څه هم افغانستان د نورو ټولو ګاونډیانو په پرتله ستر سوداګريز بندر او پر پوله کميساري له دې هيواد سره لري، خو دا بندر تر ډېره حده د افرادو د شړلو لپاره کارېږي. په نړيوالو سرچينو کې د شته معلوماتو پر اساس، تاجکيستان د ۲۰۱۷ کال پرمهال له افغانستان سره د نږدې ۱۰۰ ميليونه ډالرو سوداګريز تعامل کړی دی. د ۲۰۲۱ کال پرمهال يې د ۸۲.۵۸ ميليونه ډالرو په ارزښت توکي تر ډېره حده اوسپينه، غوړي او معدني سونتوکي افغانستان ته صادر کړي دي.

قرقيزستان

د منځنۍ اسيا د يوه واړه او کم پرمختللي هيواد په توګه د افغانستان پر سياست او اقتصاد زياتې سياسي او اقتصادي اغېزې نه لري. دا هيواد په نړيوالو غونډو کې د طالبانو د مخالفينو تر خوا ولاړ دی او کله چې د خپل ليدلوري د بيان فرصت ترلاسه کوي، د اوسني رژيم چلند غندي او يو سيمه‌ييز ګواښ يې ګڼي. د دې هيواد ولسمشر د ملګرو ملتونو په وروستۍ عمومي غونډه کې هم د افغانستان بشري وضعيت ته د پاملرنې غوښتونکی شو او زياته يې کړه چې اوسنی وضعيت په زياتېدونکې توګه په سيمه کې ناامنۍ ته زمينه برابروي.

دا هيواد اوسمهال د منځنۍ اسيا په امريکايي پوهنتون کې د افغانستان د لسګونو نجونو کوربه دی چې د ازادې سيالۍ له لارې يې دا بورسونه ترلاسه کړي دي. دا هيواد د قزاقستان برخلاف تراوسه د افغان نجونو د منلو په برخه کې د طالبانو د فشار تر اغېز لاندې نه دی راغلی.

خو ګواښ څه دی؟

لکه څرنګه چې وړاندې يادونه وشوه، د منځنۍ اسيا هيوادونه له افغانستان سره د پراخې پولې درلودلو له کبله د افغانستان له خاورې په زیاته کچه زيانمنېدلای شي چې په لنډ ډول ورته کتنه کوم.

اسلامي بنسټپالنه د يوه سختدريځي جريان په توګه اصلي اسلام ته د ورستنېدو او له موډرنو ارزښتونو سره د نه جوړجاړي دعوه کوي، اوسمهال د هيوادونو په داخلي صحنه او همدا راز په نړيوالو اړيکو کې په يوه جدي ګواښ بدله شوې ده.

منځنۍ اسيا هغه سيمه ده چې همدا مذهبي جريانونه پکې فعال دي. د شوروي اتحاد د جمهوريتونو او دولتونو له لوري د اسلامي مبلغينو د ځپل کېدو په غبرګون کې له څو لسيزو راهيسې په منځنۍ اسيا کې د راډيکال اسلام د پيروانو تخم کرل شوی دی. دا ډلې په بېلابېلو ښارونو کې تر ځمکې لاندې شبکو په جوړولو سره توانېدلې وې، چې ګڼ کسان په وړو او لويو ډلو کې تنظيم کړي او له خپل فهم سره سم د اسلام لپاره دوامدار تبليغ او فعاليت وکړي.

همدا راز تاريخي اطلاعات ښيي چې په منځنۍ اسيا کې اسلام، په ځانګړې توګه سياسي او نسبتا راډيکال اسلام د پروستوريکای ګورباچف له طرحې سره هممهاله بيرته را ژوندی شو او د شوروي اتحاد د جمهوريتونو تر پاشل کېدو وروسته نور هم ځواکمن شو. په همدې دوران کې مسلمانو روڼ اندو د منځنۍ اسيا په هيوادونو په ځانګړې توګه ازبکستان او تاجکستان کې مهم حيثيت ترلاسه کړ او د نويو هڅو په ترڅ کې داسې جوړښتونه بيرته را پيدا شول چې د روسانو له لوري له منځه وړل شوي و لکه د مسجد جوړول، علمي مدرسې، د جمعې په لمانځه کې په پراخه کچه ګډون، اسلامي مراسم، په عمومي مرکزونو کې ازاد تبليغات، د اسلامي کتابونو خپرول او نشر او تر ډېره حده په عربي او روسي او ځايي ژبو له مسلمانو علماوو سره د تړلو اثارو خپرول.

که څه هم د منځنۍ اسيا هيوادونو اسلام يا بل هيڅ دين د دولت د رسمي دين په توګه نه دی منلی خو همدا راز د مذهبي بنسټونو پر فعاليت جدي محدوديت هم نه لري. دغسې ډېری مرکزونه د دولتونو له لوري جوړېږي او کنټرولېږي. خو بيا هم پر راډيکالو افرادو له ټولو سياسي او امنيتي فشارونو سره-سره د اسلامي مبارزې يا هم جهادي جريانونه د نويمې لسيزې پر مهال – د دې هيوادونو د خپلواکه کېدلو پر وخت – په رسمي توګه راڅرګند شول. په دې لړ کې تر ټولو مهم او زياته مخينه لرونکي خوځښتونه دادي: د تاجکستان اسلامي نهضت، د ازبکستان اسلامي خوځښت چې د ۱۹۹۶ پر مهال د تاجکستان له نهضت څخه بېل شو او د عبدالويچ يلداش‌اف چې په طاهر يولداش مشهور و او د جمعه‌بای احمد زانويچ خوجيو چې په جمعه نمنګاني مشهور و رهبري کېده، حزب التحرير، د ترکستان اسلامي خوځښت، سلفیه‌ی تاجکستان او تبليغي جماعت.

د اسلامي ډلو پر حضور او فعاليتونو سخت بنديز و، خو له دې سره-سره يې نظامي عمليات کړي چې د دولتونو له لوري تروريستي بلل شوي. په دې لړ کې د ۱۹۹۹ د فبروري پر ۱۶مه په تاشکند ښار کې بمي چاودنه، په همدې ښار کې د امريکا او د اسراييلو د سفارت پر وړاندې چاودنه او په فراغنه او نمنګان کې له اسلامپالو ډلو سره د ازبکستان د نظامي ځواکونو خونړۍ جګړې يادولای شو.

همدا راز له راډيکالو اسلامپالو ډلو سره تړلي افراد په ځلونو د تاجکستان د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

د ازبکستان د اسلامي نهضت په څېر سختدريځې ډلې اوس مهال په غريبو سيمو کې چيرته چې قومي شخړې په بشپړه توګه له منځه نه دي تللي او پوليسي-استخباراتي څار پکې کم دی، د ودې په حال کې دي.

که څه هم د منځنۍ اسيا د راډيکالو اسلامي ډلو لومړني رهبران او بنسټګر مړه او يا وژل شوي دي، خو د دې ډلو راتلونکو نسلونو د شمېر له مخې په ګڼ تعداد کې او په فکري توګه په لا راډيکاله کچه دا داعيه په افغانستان او پاکستان کې د نورو جهاديانو او تروريستي ډلو تر څنګ ژوندۍ ساتلې ده.

عمومي اطلاعات ښيي چې د منځنۍ اسيا ډېری وګړو په داعش ډله کې د غړيتوب لپاره تر عراق او سوريې پورې اوږده مزلونه کړي او د دې ډلې په جوړښت کې يې تروريستي فعاليتونه – د دوی په اند جهاد – کړی دی.

اوسمهال په افغانستان کې د داعش زيات غړي د منځنۍ اسيا د هيوادونو دي چې په زابل، سرپل او جوزجان ولايتونو کې مېشت وو. کله چې د جمهوريت پرمهال په جوزجان کې د داعش زيات شمېر غړي د افغانستان امنيتي ځواکونو ته تسليم شول، ګڼ شمېر غړي يې د همدې هيوادونو وو.

په دې لړ کې د شرقي ترکستان د اسلامي خوځښت، د ازبکستان د اسلامي خوځښت او تاجکستان د انصارالله په څېر ډلې زيات وخت د افغانستان د دولت او نړيوالو ځواکونو پر خلاف د طالبانو په ملګرتيا کې جنګېدلې دي. دوی اوس هم د طالبانو د رژيم لپاره د ارزښتمنو ملاتړو او درنو مېلمنو حيثيت لري.

د دې افرادو زيات شمېر يې د جمهوريت تر سقوط وروسته د پاکستان له شمالي او د افغانستان له سويلي سيمو د افغانستان شمال ته منتقل کړل شول. کوم ارمانونه – د منځنۍ اسيا د هيوادونو ازادول او د اسلامي حکومت رامنځته کول – چې د دې ډلو د رامنځته کېدو لامل و، نه يوازې دا چې تراوسه د دې ډلو لپاره سرې کرښې دي بلکې واک ته د طالبانو په رسېدو سره يې هوډ او جرأت هم څو برابره زيات شوی دی.

دا ډلې له طالبانو سره د همکارۍ د بدلې په توګه زيات شمېر وسلو او نظامي مهماتو ته لاسرسی لري، د افغانستان په شمال کې يې د نشه يي توکو زياتې سرچينې تر کنټرول لاندې وې او د آقينې، شيرخان او حيرتان بندرونو يو څه عوايد هم دا ډلې ترلاسه کوي.

تراوسه د منځنۍ اسيا هيوادونه ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان څو ځله په مستقيمه توګه د افغانستان له خاورې د نظامي بريدونو ښکار شوي دي. که څه هم د دې دولتونو په رسمي مجلسونو کې دا موضوع وړه او د مديريت وړ بلل شوې، خو د دې دولتونو په ټولنو، استخباراتي ځواکونو او رسنيو کې د افراطيت د ودې عجيبه وېره خپره شوې او هغوی یې په دې تړاو بوخت ساتلي دي.

قزاقستان چې ځان د افغانستان له خاورې د راډيکالو ډلو له لاسرسي لېرې ګڼي، خو د شانګهای د غړو هيوادونو د امنيتي مسوولينو په وروستۍ غونډه کې يې د ملي امنيت مسوولينو په سيمه کې له افغانستان څخه د تروريزم د ودې په تړاو خپله اندېښنه وښوده.

د وروستيو وختونو پرمهال په ازبکستان کې هم دولتي او غير دولتي خپلواکو بنسټونو د مقالو او راپورونو په بڼه، په نړيوالو غونډو کې د ویناوو له لارې په افغانستان کې د تروريزم او نشه يي توکو د ودې په اړه خپلې انديښنې بيان کړې دي.

اساسي اندېښنه د دې هيوادونو په خاوره کې د جهادي او تروريستي ډلو نظامي حضور نه دی، بلکې اصلي اندېښنه په دې هيوادونو کې د پټو ډلو له لوري د بې مخينې سختې راډيکالې وهابي او سلفي اسلامپالنې وده ده چې د دې هيوادونو بېلابېلو ټولنيزو کچو ته لاسرسی لري.

د منځنۍ اسيا له هيوادونو څخه زما مشاهده او له ۲۰۱۰ کال راهيسې بيا تراوسه د دې هيوادونو په تړاو زما پرتلنه ښيي چې د دې هيوادونو ترمنځ افراطي اسلام او ديندارۍ ته د ستنيدنې تنده ورځ په ورځ زياتېږي. د جمعې په ورځو کې کولای شئ د لمونځ کوونکو اوږده کتارونه ووينئ چې ځينې وختونه يې له کبله عمومي لارې تړل کېږي، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۰ او تر دې وړاندې وختونو پرمهال داسې څه نه تر سترګو کېدل. همدا راز د منځنۍ اسيا له هيوادونو څخه سعودي عربستان ته د تلونکو حاجيانو شمېر مخ پر زياتېدو دی. د حج د مراسمو پرمهال د تاشکند، دوشنبې، الماتا او بيشکيک هوايي ډګرونه له هغو افرادو ډک وي چې حج ته د تللو لپاره په صفونو کې ولاړ وي. په داسې حال کې چې د دې هيوادونو د وګړو ديني معلومات ډېر کم دي او يوازې د هغو ملايانو تر خطبو او مجلسونو پورې منحصر دي چې اکثريت وخت د عربستان او پاکستان له ديني مدرسو تازه را ګرزېدلي وي.

له طالبانو سره د منځنۍ اسيا د هيوادونو ناسته-پاسته او رسمي اړيکې او په افغانستان کې د دې هيوادونو د وګړو د سفر پر وړاندې اسانتياوې تروريستي ډلو ته د سرتېرو د جذب زمينه برابره کړې او ښايي په نږدې راتلونکي کې په دې هيوادونو کې د همدې تروريستي ډلو د فعاليتونو شاهدان واوسو.