کله چې هېلې مړې او خلک وتښتېدل؛ د څو نسلونو د ناهېلۍ او له هيواده د تېښتې کېسه

عبدالله ولي‌زاده

ښايي په ياد به مو وي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو د بيا واکمنېدو پرمهال د افغانستان په لسګونو زره وګړو له هيواده د تېښتې په موخه د کابل پر هوايي ډګر هجوم ور ووړ. يوه لويه چاودنه وشوه او په سلګونو تنه مړه او ژوبل شول. حتا چاودنې هم ونشوای کولای چې په هوايي ډګر کې د خلکو د راغونډېدو مخه ونيسي، تر دې چې تخليه پای ته ورسېده او د افغانستان په لسګونو زره وګړي تخليه او نورو هيوادونو ته يو وړل شول. يو څه وخت وروسته د افغانستان د وګړو لپاره د پاسپورټ د ورکړې بهير شروع شو. د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د خلکو هجوم او د سفر د اسنادو تدارک د کابل تر هوايي ډګر کم نه و. په زرګونو کسان به هره ورځ په اوږدو ليکو کې منتظر وو چې پاسپورټ ترلاسه کړي او په وسيله له افغانستانه دباندې ولاړ شي. کله چې په ځينو ولايتونو کې د طالبانو له لوري د پاسپورټ د ورکړې بهير پېل شو، د ولايتونو وضعيت هم پلازمينې ته ورته و. ټولو له افغانستانه د وتلو يوه لار لټوله. حتا نن چې د طالبانو د بيا واکمنېدو له دوه کالو زیات وخت اوړي، لاهم د افغانستان په زرګونو وګړي منتظر دي چې پاسپورټ لاسته راوړي او له افغانستانه ووځي. ښايي ټول هغه کسان چې د پاسپورټ ترلاسه کولو ته منتظر دي، له افغانستانه د وتلو اراده ونه لري؛ خو په هر حالت کې غواړي چې له افغانستانه وتلو ته تيار وي. له يو څه مودې راهيسې ځينې سفارتونه چې په يو ډول د طالبانو تر واک لاندې دي، د افغانستان د وګړو لپاره يې د پاسپورټ د ورکړې بهير پېل کړی چې ښه بېلګه يې په پاکستان کې د افغانستان سفارت دی. په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت پر وړاندې په پاکستان کې د کډوالو افغانانو وضعيت د کابل د پاسپورټ رياست پر وړاندې د خلکو تر وضعيت ډېر ښه نه دی. هره ورځ په سلګونو کسان د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره راغونډېږي او د اسلام اباد تر سوځوونکي لمر لاندې انتظار کوي ترڅو د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره يې د نومليکنې نوبت را ورسېږي.

د پاکستان پلازمینې اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مخه

د کډوالۍ او د هيواد د پرېښودلو مخينه څه ده؟ د کډوالۍ او له هيواده د تېښتې عوامل څه دي؟ ايا له هيواده د خلګو د تېښتې عامل طالبان دي؟ بېکاري ده؟ فقر دی؟ ناامني ده؟ ولې له لسيزو راهيسې د ننني افغانستان خلک له دې جغرافيې په تېښته دي؟ د دې خاورې د واکمنو تر منځ کوم مشترک ټکي دي چې تراوسه ترې د دې هيواد وګړي کډوالۍ او تېښتې ته مخه کوي؟ ولې په تاريخ کې د زياتو سياسي کشمکشونو شاهدان يو؟ ايا ستونزه يوازې په حکومتونو کې ده؟ کوم څه مو له پامه غورځولي دي چې د زمانې په بېلابېلو دورو کې د هيواد پرېښودلو ته اړ کېږو او نسل په نسل کډوالي په ميراث وړو؟

په دې راپور کې د دولتونو د بقا او زوال پر مهم عامل غږېدلي يو. هغه عامل چې په سياسي-تاريخي کشمکشونو کې مهم رول لري او همدا راز د نسل پر نسل کډواليو مهمه ريښه ګڼل کېږي. ښايي داسې څه مو کم اورېدلي وي او په افغانستان کې ورته کمه پاملرنه شوې وي: ټولنيزه هېله.

ټولنيزه هېله

ژوند او هېله لازم او ملزوم دي. په نورو الفاظو ويلای شو چې ژوند له هېلې پرته او هېله له ژوند پرته شوني نه دي. د هېلې د ارزښت په اړه رومي فيلسوف پلينيوس وايي: «هېله د هغې ستنې په څېر ده چې نړۍ پرې تکيه کړې. هېله د بيدارو انسانانو خوب دی». البته دا ليدلوری د هېلې په تړاو ډېر غالب دی يعنې ويلای شو لکه څرنګه چې هېله د انسانانو په فردي-ټولنيز ژوند کې ارزښتمنه ده، همدا راز «ټولنيزه هېله» هم د ټولنو د پرمختګ او بقا لپاره ارزښتناکه ګڼل کېږي. ځينې ټولنيزه هېله د يوې ټولنې د وګړو ګډه هېله ګڼي او ځينې نور يې د يوې ټولنې ظرفيت بولي چې د هيواد او ټولنې په راتلونکي رغونه کې اغېز ولري.

په هر حال، ټولنيزه هېله د يوې ټولنې لپاره همدومره اړينه ده لکه د انسانانو په فردي ژوند کې. د ټولنيزې هېلې ارزښت دادی چې د ټولنيز ګډون زمينه پراخوي او په ټولنه کې باور لوړوي، همدا راز د ټولنيزو پاشلتياوو او کشمکشونو مخه نيسي، په ټولنه کې د تړاو احساس زياتوي او مسووليت پذيري د ټولنيزې بې تفاوتۍ ځای نيسي. په بله وينا، کله چې د ټولنې خلک هېله‌من وي، فردي او د ټولنې ظرفيتونه وده کوي او د ټولنيز ګډون زمينه برابرېږي. په ټوله نړۍ کې مشارکت او ګډون د ټولنيز خوځښت اصلي لامل دی.

د مشارکت او ګډون اصلي شرط باور دی. د دې دوو (مشارکت او باور) په شتون کې ټولنيزه پانګه زياتېږي. کله چې په يوه هيواد کې ټولنيزه پانګه زياته وي، طبيعي خبره ده چې ټولنيزه هېله هم لوړېږي او همدا ټولنيزه هېله ده چې ټولنه داسې ځای ته رسوي چې په راتلونکي کې د چارو د سمون څرک وويني. کومه ټولنه چې هېله منه وي، د خوښۍ او رضايت کچه يې لوړه وي، همدا راز روغتيايي ابعاد – رواني او ټولنيز – هم په لوړه کچه کې وي. له همدې کبله دولتونه هغه مراجع دي چې د خپلې واکمنۍ په لمنو کې ترې د ټولنيزې هېلې د پنځونې تمه کېږي. دولتونه بايد هڅه وکړي چې د خلکو په زړونو کې هېلې له منځه ولاړې نه شي. په کومه ټولنه کې چې هېله نه وي، خپګان، ګډوډي او بې تفاوتي واکمنېږي او خوښي له منځه ځي. په ناهيلې ټولنه کې باور نه وي او د ملت او دولت ترمنځ واټن زياتېږي. د دې واټن زياتېدل د ټولنې پر امنيت منفي اغېز کوي او په پايله کې يې دولت له منځه ځي.

زيات عوامل پر ټولنيزې هېلې اغېز لري؛ خو ټولنپوهان د ټولنيزې هېلې په راپيدا کولو او ژوندي ساتلو کې د ښوونې او روزنې د نظام، کورنۍ او دولت ونډه ډېره مهمه ګڼي.

ټولنپوه مصطفی اقليما په دې اړه وايي: «د فرد شخصيت د پنځو او اوو کلونو ترمنځ جوړېږي چې کورنۍ يې پکې زيات رول لري. کورنۍ د ژوند د مهارتونو په ور زده کولو سره کولای شي خوشاله او پلټونکي اولادونه ټولنې ته وړاندې کړي. په عين حال کې د ټولنيزې هېلې په را پیدا کولو کې د دولت رول هم زيات مهم دی. په ټولنه کې د يو څه برخې خوښۍ او هېلې تړاو له کورنۍ سره دی خو د يو څه برخې تړاو يې له دولتونو او هغو حقونو سره دی چې د ټولنې د افرادو د نېکمرغۍ او هوساينۍ لپاره بايد چمتو شي. کورنۍ او مسوولين بايد هڅه وکړي چې په ټولنه کې د هېلې او د ځان باورۍ احساس وده وکړي او افراد په صحنه کې حضور ولري او په هره توګه خپل ځواک او توان وکاروي. هېله فردي اړخ نه لري او نظام، ټولنيز بنسټونه او رسنۍ د ټولنې په افرادو کې د هېلې په ر منځ ته کولو او زياتولو کې اغېزناکې دي.»

بايد وويل شي چې ټولنيزه هېله دوه اړخيزه اړيکه غواړي چې په يوه اړخ کې يې خلک او په بل اړخ کې يې دولت دی. دې ته په پام چې ټولنيزه هېله د ټولنو د ودې او پر شاتګ لپاره مهمه ده او يا هم د دولتونو بقا او زوال ګڼل کېږي، دولتونه مکلف دي چې د وګړو په زړونو کې د دې هېلې د راپيدا کولو او ژوندي ساتلو لپاره هلې-ځلې وکړي.

په افغانستان کې دې چارې ته هيڅ وخت په هغه ډول پاملرنه نه ده شوې لکه چې بايد شوې وای. دولتونه د ټولنيزې هېلې د رامنځته کولو لپاره نه يوازې سازماندهي شوې هڅې نه دي کړي بلکې په افغانستان کې د ټولنيزې هېلې خبره هم پر خوله نه ده راوړې.

په افغانستان کې ټولنيزه هېله

که څه هم ټولنيزه ناهېلي او د هغې پايلې له ډېر وخت راهيسې د افغانستان په خاوره کې شته او د دې خاورې د اوسېدونکو پر برخليک يې سيوری غوړولی، خو موږ په وروستيو دوو لسيزو کې ټولنيزه ناهېلي ارزولې ده. البته د يادونې وړ ده چې يوازې د ټولنيزې ناهېلۍ نشتون نه دی چې د ټولنې پر ليدلوري او برخليک يې اغېز کړی دی.

وړاندې مو وويل، چې درې عوامل (کورنۍ، دولت او د ښوونې او روزنې نظام) د ټولنيزې هېلې په رامنځته کولو او ژوندي ساتلو کې اغېز لري. پر هر عامل لاندې بحث کوو.

کورنۍ

کورنۍ د ټولنې بنسټ دی. د کورنيو ټولګه په لوړه کچه ټولنه رامنځته کوي. کورنۍ هغې ټولګي ته ويل کېږي چې تر خپل منځ د وينې او نسب اړيکه ولري او تر يوه چتر لاندې ژوند کوي. انسانان د پيدايښت له وخته د کورنۍ په نوم يوه چاپېريال کې ژوند کوي او ژوند زده کوي. د ټولنيز کېدلو بهير هم د کورنۍ په چاپېريال کې ترسره کېږي. ټولنيز کېدل هغه بهير دی چې په هغه کې يو شخص د خپل ژوند پرمهال ارزښتونه، عرفونه او د ټولنې دودونه زده کوي. انسان د ټولنې په چاپېريال کې منل کېږي او کسبي-انساني پوهه په کورنۍ کې زده کوي. ټولنيز کېدل هم د کورنۍ له لوري د فرد تيارول دي چې د هغې ټولنې رولونه او کلتور ومني.

کورنۍ د انسان پر شخصيت لومړنی اغېز کوونکی چاپېريال دی. کله چې ماشوم زېږي، له خوراک او څښاک پرته په څه نه پوهېږي. ورو-ورو په يوه طبيعي بهير کې زده کړه کوي او کورنۍ ورته ښيي چې څرنګه يو شخصيت شي. د ټولنيزې هېلې په بحث کې هم پر انسانانو لومړنی اغېز کوونکی چاپېريال کورنۍ ده او کورنۍ تعينوي چې اولاد هېله من شي او که ناهېلی او خپه. په کلي توګه ويلای شو چې په کورنۍ کې د اولادونو روزنه او شخصيت جوړونه ټولنې ته د لوري په ورکولو کې مهم رول لري او د ټولنپوهنې د منل شويو معيارونو له مخې د يوې ښې او يا بدې ټولنې په رامنځته کولو کې کورنۍ تر ټولو اغېزناک چاپېريال ګڼل کېږي.

له بله اړخه، د اولادونو او اولاد راوړنې په تړاو ليدلوری او همدا راز په يوه ټولنه کې د اولاد روزنې په برخه کې د کورنيو مسووليت منل ډېر مهم او حياتي دي. په بېلابېلو ټولنو او هيوادونو کې دا ليد متفاوت دی. د کورنيو سواد/بې سوادي، اقتصادي رفاه/ نه اقتصادي رفاه، دوديزوالی/ نه دوديزوالی او د اولادونو په تړاو مسووليت منل او نه منل، له دې سره-سره په هر هيواد کې د دولتونو د نفوسو د کنټرول پاليسي هم متفاوته وي، دا ټول هغه عوامل دې چې په کورنيو کې پر اولاد راوړنه اغېز لري.

که څه هم د افغانستان وګړي د يادو شويو عواملو له ليده متضرر دي، خو دې چارې د افغان کورنيو د اولاد راوړنې پر کچې اغېز نه دی کړی. په افغانستان کې د کورنيو کم سوادي/بې سوادي، د اولادونو په تړاو بې مسووليتي او دوديزتوب هغه عوامل دي چې له امله يې افغانې کورنۍ که څه هم اقتصادي رفاه نه لري خو نفوس يې زيات دی. ويلای شو چې د اولاد راوړنې په تړاو د زياتو افغان کورنیو ليد د ارزښت پر اساس نه دی. د افغانستان خلک د ديني باورونو له مخې زيات اولادونه وياړ بولي او باور لري: «خدای چې يې خوله پرانيستله، روزي يې هم ورته ورکوي.»

له يوه بې سواده افغان څخه مې چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه دی او سخت مذهبي هم دی، پوښتنه وکړه چې ولې مو د ۱۲ اولادونو د زېږولو پرېکړه وکړه؟ ځواب يې راکړ: «ډوډۍ ورته خدای ورکوي او زور يې ځمکه وړي. زه خوښ يم چې زيات اولادونه لرم. پر ټولو مې شکر کښلی.»

له يوه بل ۵۴ کلن سړي څخه مې چې نهه اولادونه لري، همدا پوښتنه وکړه، ده په ځواب کې وويل: «د پيغمبر وينا ده چې اولادونه راوړئ تر څو امت زيات شي. په اسلام کې د اولاد راوړلو مخه نيول حرام دي.»

ويلای شو چې په افغانستان کې ډیری کورنۍ چې کله د اولاد راوړنې پرېکړه کوي يوازې د خپلو اولادونو د نس په اړه فکر کوي او پر خپلو ديني باورونو چې «رزق يې ورته خدای ورکوي» د اتکا له مخې زيات اولادونه زېږوي. د اولاد روزنې، د روزنې مناسب چاپېريال او شخصيت جوړونې ته افغان کورنۍ کمه پاملرنه کوي او د دې لږې پاملرنې پايله هم ټولنې ته د داسې اولادونو وړاندې کول دي چې د يوې پرمختګپالې، خوځنده او ايډيالې ټولنې لازم معيارونه نه شي پوره کولای.

افغان روانپوه ډاکټر جمشيد رسا د افغان ټولنې د اولاد روزنې په اړه وايي: «ولې زموږ د وطن حالات خراب دي؟ زموږ فرمول دادی چې دنيا ته صرف اولاد راوړو. له هر بوډا ښځې او سړي چې وپوښتې، څو اولادونه لري، نو وايي چې له لسو تر دوولسو. کله چې ترې پوښتنه وکړم، دا ټول مو څرنګه را لوی کړي، وايي چې په خپله لوی شوي. ډوډۍ ورته خدای ورکوي او زور يې ځمکه وکړي. يعنې ټول د دوو شيانو په اړه فکر کوي: ډوډۍ او د اولاد زور. اولاد نړۍ ته راوړي او اولادونو ته يې روزنه کوڅې ورکوي. همدا کوڅه‌ييزه روزنه ده چې افغانستان خراب شوی. تر څو چې د اولادونو سمه روزنه ونه کړو، نه شو کولای وطن ورغوو.»

ډاکټر جمشید رسا، ارواپونه او استاد

په ټوله کې وړاندينۍ جملې د افغانستان د خلکو روزنيزې-ټولنيزې ننګونې بيانوي چې بې له شکه ټولنيزه هېله او ناهېلي هم پکې شاملېږي. ويلای شو چې تر څو د اولاد زېږونې په تړاو د کورنيو ليد مثبت بدلون ونه کړي، کورنۍ د اولاد تر زېږولو وړاندې د هغه روزنې او راتلونکې شخصيت ته پاملرنه ونه کړي او له خپلو مالي وړتياوو سره سم، د اولادونو شمېر تعين نه کړي، تر هغو به ګڼې ستونزې – د ټولنيزې ناهېلۍ په ګډون- د افغانستان په نوم د ټولنې برخه وي.

دولت

که څه هم د خلکو پر وړاندې د دولت مسووليت زيات دی چې د دې ليکنې له منځپانګې سره تړاو نه لري، خو د دولت درې مهم مسووليتونه چې زموږ له بحث سره تړلي دي، دلته ورته پاملرنه کوو: د خلکو لپاره د امنيت، رفاه او کار برابرول. کله چې دولت دا درې مسووليتونه په سم شکل ترسره کړي، وګړي په ارامه توګه خپل ژوند ته دوام ورکوي او له شک پرته د وګړو د ښه ژوند پايله به راتلونکي ته هېله او د ژوند جوړولو هڅه وي. په بله وينا، کله چې دولتونه د وګړو لپاره د سوکاله ژوند امکانات برابر کړي، وګړي راتلونکي ته هېله من کېږي او دا هېله مندي له شک پرته چې د هيواد پر وده او پرمختګ اغېز لري.

په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان حکومت ونه شوای کولای چې دا درې مسووليتونه په سمه توګه ادا کړي. د افغانستان د تېرو شلو کلونو واکمنو نه يوازې دا چې لويې ملي پانګې ضايع کړې دي او هغه يې د خپلو سياسي او شخصي ګټو لپاره کارولې دي، بلکې په سلګونو ميليارده امريکايي ډالر چې نړۍ د افغانستان د بيا رغونې لپاره د مرستې لپاره را لېږلي و، هم لوټ شول. فساد د افغانستان په تېر شل کلن نظام کې ريښې کړې وې او هره ورځ پراخېدې.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه واخله بيا تر عدلي-قضايي ارګانونو، وزارتونو، عمومي رياستونو، ولايتونو، ولايتي رياستونو او نورو دولتي ادارو پورې په بېلابېلو کچو په فساد ککړې وې او خلکو دا هر څه ليدل. په دې کچه فساد د دې لامل شو چې د خلکو باور چې تر لسيزو جګړو وروسته راتلونکي ته هېله من شوي و، له منځه ولاړ شي. د ټولنپوهنې له ليده، باور د خلکو او دولتونو ترمنځ د ګډون او مشارکت لومړی شرط دی او کله چې پر دولت د خلکو باور ختم شي، د دولت د بقا تضمين نه شي کېدلای.

له دې هر څه سره-سره، طالبان هم د دولت تر سيوري لاندې د سيمې او نړۍ د هيوادونو او په نظام کې د دننه ځينو کړيو په ملاتړ ځواکمنېدل او ورځ په ورځ د طالبانو د بريدونو شمېر زياتېده. دې ډلې د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره له هيڅ ډول وحشت څخه مخ نه اړاوه او هره ورځ د دوی د بريدونو له کبله په سلګونو افغان وګړي وژل کېدل. د افغانستان پخوانی دولت چې د طالبانو پر وړاندې د خلکو د امنيت ساتنې او له هغوی د دفاع مسووليت يې درلود، هم په دې کار کې تر زياتې کچې ناکام و. تر ۲۰۱۸ کال وروسته، د افغانستان په ځينو برخو کې د طالبانو بريدونه دومره زيات شول چې خلک د طالبانو د بريدونو د مخنيوي لپاره هر ډول قيمت پرې کولو ته تيار شوي وو.

پورتني عوامل او په افغانستان کې پر ټولنيزې هېلې يې زيات اغېز د دې لامل شو چې افغانستان د طالبانو په لاس سقوط شي او طالبان يو ځل بيا په مطلقه توګه واکمن شول.

د ښوونې او روزنې نظام

ښوونځی او د زده کړې چاپېريال تر کورنۍ وروسته دويم چاپېريال دی چې انسان پکې د ټولنيز کېدو لور ته ځي. ښوونځی که د يوې ټولنې د ماشومانو د شخصيت پر څرنګوالي او جوړېدو تر کورنۍ زيات اغېز ونه لري، کم خو په هيڅ صورت نه دی. په بله وينا، ښوونځی هغه چاپېريال دی چې ماشوم پکې لوييږي او تر دې وروسته د ټولنيزو-سياسي علومو په زده کړې پسې ځي. په دې چاپېريال کې تعينېږي چې کوم زده کوونکی له کومو ځانګړتياوو او ظرفيتونو سره ټولنې ته وړاندې شي.

د ښوونيز او روزنيز نظام سالمه رهبري، مسلکي ښوونکي، سالم او ګټور زدکړييز نصاب، له ښوونځي سره د کورنيو همکاري، د زده کوونکو لپاره د زده کړې د امکاناتو موجوديت او د هغوی د زده کړې لپاره د مناسب بستر شتون او همدا راز هېله مندې زده کړې ورکول د يوه ښوونيز نظام لومړني شرطونه دي. د داسې ځانګړنو يو ښوونيز نظام درلودل نه يوازې دا چې د اولادونو په زده کړه او سالمه روزنه کې له موږ سره مرسته کوي، بلکې د زده کوونکو له کورنيو سره هم مرسته کوي تر څو د معياري او منظمو زده کړو تر څنګ د هېله من ژوند تګلارې زده کړي او د خپل ځان او ټولنې لپاره خپلې ټولې هلې-ځلې وکړي.

د افغانستان د شلو کلونو پخواني زدکړييز نظام له يادو شرطونو څخه هيڅ نه درلودل. لومړنی شرط چې د ښوونيز نظام په سالمه رهبرۍ سره ياد شوی، له لنډو مودو پرته د تېرو ۲۰ کلونو پرمهال د افغانستان د ښوونې او روزنې په نظام کې نه شي موندل کېدلای. د پوهنې وزيران د سياسي-قومي سليقو پر اساس ټاکل کېدل، نه د ظرفيت او وړتيا پر اساس. فاروق وردګ د افغانستان د معارف له پخوانيو وزيرانو څخه يوه بېلګه ده چې ښايي تاسو يې په خيالي ښوونځيو او د هغو په نوم د پيسو په ترلاسه کولو خبر ياست. يوه بله بېلګه يې رنګينه حميدي ده چې د اشرف غني د حکومت په وروستيو کې د هيواد د پوهنې وزيره وټاکل شوه؛ هغه ښځه چې فارسي يې ژبه يې نه ليکلای او نه ويلای شوای او په پښتو ژبه يې هم يوازې خبرې کولای شوای.

دويم شرط چې مسلکي او روزلي ښوونکي ياد شوي، هم په افغانستان کې په ټیټه کچه کې و او يوازې په لويو ښارونو او د هيواد په لويو او نوم لرونکو ښوونځيو کې موجود وو. په زياتو ولايتونو په ځانګړې توګه کليوالو سيمو کې چې د افغانستان زيات نفوس جوړوي، مسلکي ښوونکي په کافي اندازه نه وو.

مسوولې ادارې چې د ښوونکو په ټاکنه کې يې رول درلود، زيات وختونه يې د پيژندنې او واسطې يا رشوت له لارې ښوونکي ګمارل. دا چاره د دې سبب شوې وه چې هغه کسان د ښوونکو په توګه ونه ټاکل شول چې واقعا يې د تدريس وړتيا او ظرفيت درلود.

سالم او ګټور زدکړييز نصاب، له ښوونځيو سره د کورنيو همکاري، د زده کوونکو لپاره د زده کړې امکانات او د زده کړې د يادولو لپاره د مناسبې زمينې شته والی هغه عوامل دي چې د يوه ښه او ګټور زدکړييز نظام په شتون کې اغېز لرلای شي.

په ښوونځيو کې هېله‌مندې/اميدمحوره زده کړې چې نن په ټوله نړۍ کې يو جدي بحث دی، د افغانستان په نصاب جوړونه او معارف کې ورته هيڅ ځای هم پاملرنه نه ده شوې. د افغانستان په زدکړييز نصاب کې تر ټولنيزو او ساينسي علومو زياته پاملرنه ديني زده کړو ته شوې ده او هڅه شوې چې ديني افکار په مختلفو بڼو د زده کوونکو په ذهن کې ځای پر ځای کړل شي. که د افغانستان د ښوونځيو درسي کتابونه ولولئ نو په دې پوهېدلای شئ. د بېلګې په توګه د دري ژبې د لومړي ټولګي کتاب لومړنی درس د «الله» د وحدانيت په اړه دی. د همدې کتاب په بله برخه کې چې د (الف) حرف زده کړه ده، راغلي: «ا= انار، انار دانه لري، بابا انار راوړل». داسې نه دي راغلي: «ا= اميد، انسان بايد تل اميدواره وي، اميد د بريا راز دی». پورتني عنوانونه د بېلګې په توګه راوړل شوي دي.

پورتنيو مواردو ته په پام، ويلای شو زدکړييز نظام چې په يوه ټولنه کې د ټولنيزې هژلې په را پيدا کولو کې ډېر اغېزمن دی، په هغه توګه يې کار نه دی کړی لکه چې بايد کړی يې وای.

پايله

اوس چې په افغانستان کې د طالبانو د بيا واکمنېدو تر دوو کالو زيات وخت تیریږي، لاهم خلک له افغانستانه د وتلو هڅه کوي. پناه منونکي هيوادونه هره ورځ له افغانستانه د ژغورنې سلګونه غوښتنليکونه ترلاسه کوي او په ګاونډيو کې د افغانستان په زرګونو وګړي منتظر دي تر څو خپل ځانونه امن ځايونو ته ورسوي؛ له دې سره-سره، د افغانستان ميليونونو وګړو چې په ګاونډيو هيوادونو په ځانګړې توګه ايران او پاکستان کې يې پناه اخيستې، هره ورځ سختې خوارۍ تېروي.

ويلای شو چې د افغانستان په نوم له هيواده د وتلو ټولې هڅې له هېلې سره تړلې دي، هغه څه چې د افغانستان وګړي يې په هيواد کې دننه نه ويني. ويلای شو چې د اوسني وضعيت او د وګړو ترمنځ د ناهيلۍ د کچې عامل د افغانستان پخوانی دولت دی چې د نړيوالې ټولنې له ميلياردونو ډالرو ملاتړ سره-سره يې ونشوای کولای د سياسي پاشلتيا او د افغانستان په تاريخ کې د يوې بلې تورې پاڼې د زیاتېدو مخه ونيسي.

سرچينې

گایوس پلینیوس دوم، دانشنامه تاریخ طبیعی، ۷۷-۷۹ میلادی.

سلامت‌نیوز، اهمیت افزایش نرخ امید در جامعه، ۱۴۰۲ خورشیدی.