پکتیکا کې د یوې لرغونې مجسمې د قاچاق مخه ونیول شوه

اطلاعات روز: پکتیکا کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په وړممۍ ولسوالۍ کې یې پاکستان ته د یوې لرغونې مجسمې د قاچاق مخه نیولې ده.

په پکتيکا ولايت کې د طالبانو امنيې قومندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه مجسمه تېره ورځ (سې شنبه، ۹ د لړم) هغه مهال نیول شوې چې د ۷۵۰۰۰۰ پاکستانۍ کلدارو د پلور لپاره ګاونډي پاکستان ته قاچاق کېدله.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياده مجسمه د بودا له دورې سره تړاو لري او زياته کړې يې ده چې د ښکېل کس له خوا په ځمکه کې خښه کړل شوې وه.

په خبرپاڼه کې د دغې مجسمې په تړاو د کوم چا د نيول کېدو يادونه نه دی شوې، له دې وړاندې د مرکز ښرنې اړوند عمرخېلو سيمه کې هم يوه مجسمه تر لاسه شوې وه چې لرغونتوب يې ۲۰۰۰ کاله پخوانی او د کوشاني پير دورې پورې يې تړاو درلود.