انځور: خوست کې د طالبانو د ښاروالۍ ریاست

خوست کې د طالبانو د لوړو مالیاتو څخه شکایت؛ هټۍوال: د طالبانو لپاره یې ګټو او ورکوو یې

خوست د هيواد له سوداګريزو ولايتونو څخه دی، چې ښار کې يې زرګونه هټۍ فعالې دي او خلک په کې د بېلابېلو سوداګريزو توکو پير او پلور کوي، خو په دې وروستيو کې يې د هټيو څښتنان د طالبانو د ښاروالۍ له خوا له زياتې ماليې شکايت کوي او وايي، له دوی څخه په يو او بل نوم پيسې اخيستل کيږي چې نور يې د ورکړې توان نه لري.

د دغه ولايت د ښاروالۍ رياست لپاره د طالبانو مسوولين بيا د عوايدو راټولول خپل قانوني حق ګڼي او زياتوي، چې دوی له هيچا څخه له ټاکل شوې ماليې زياتې پيسې نه دي اخيستي.

د دغه ولايت په مرکز کې د خوراکي توکو، درملتونونو، قصابيو، مارکېټونو او ځينو نورو هټيو مالکان وايي، د ښاروالۍ له خوا پر دوی ټاکل شوې ماليه د پخوا په پرتله زياته شوې چې اوس يې د ورکړې توان نه لري او په خبره يې که وضعيت همداسې دوام وکړي مجبور دي چې خپلې هټۍ او مارکېټونه وتړي.

د درملو يو تن پلورونکي چې د ځينو ستونزو له امله يې په مستعار نوم خان ولي معرفي کاوه  اطلاعات روز ته وويل، چې ښاروالۍ رياست په دې وروستيو کې د صفايي، تبليغاتي لوحو او ځينو نورو نومونو ورڅخه پیسې اخلي چې د دوی له توان پورته دي او اوس د ګټې پر ځای له لوی تاوان سره مخ شوي.

هغه وايي، له تېرو دوو کلونو راهيسې د دوی کاروبار خراب شوی چې نه شي کولی د ښاروالۍ له لوري پر دوی ټاکل شوې ماليه پوره کړي، نوموړی غوښتنه کوي چې ياد رياست دې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو په عوايدو برخه کې هم ګزاره وکړي.

ولي وويل: «زه دلته په خوست ښار کې دواخانه لرم، پخوا مې ګټه يو څه ښه وه خو باور وکړئ چې اوس هيڅ ګټه نه لرو، ځکه د ښارولۍ ماليه دومره زياته شوې چې يوازې يې د دوی د ماليې لپاره ګټو او ورکوو يې، ښاروالۍ دې نور په ولس رحم وکړي، کله راڅخه د صفايي په نوم ماليه اخلي، کله د اشتهاراتو او کله په بل نوم.»

هغه هټۍوال چې د طالبانو له لوري د ټاکل شوې مالیې څخه انکار کوي دوی یې هټۍ تړي انځور: خواله رسنۍ

په ورته مهال بيا د خوراکي توکو پلورونکي هم ورته شکايت لري او وايي، ګټلې پيسې د تعرفې او عوايدو په نوم ښاروالۍ ته ورکوي، ځکه چې هغوی يې د نه ورکړې په غبرګون کې دوکانونه تړي.

د حاجي بادام په نوم په خوست ښار کې د خوراکي توکو يو تن پلورونکی وايي، د زياتې ماليې له امله اوس مجبوره کړل شوی چې خپله هټۍ خرڅه کړي او يو بل کاروبار ته مخه کړي.

نوموړی په يو او بل نوم له دوکاندارنو د پيسو اخيستل انصاف نه بولي او غوښتنه کوي چې ښاروالۍ رياست دې له هټۍ والو سره د ماليې برخه کې همکاري وکړي.

هغه وویل: «په پرچون دوکان کې به یو څوک څه ګټه وکړي، چې په هغه کې درپسې د لوحې تعرفه او د صفايي تعرفه هم راشي، باور مو وشه چې اوس زه دا دوکان په تاوان چلوم ځکه هغه پیسې چې په کې یې ګټم هغه ښاروالۍ ته د عوایدو په نوم تحویلوم او نور هیڅ ماته نه پاتې کیږي، مونږ د مالیې له ورکړې انکار نه کوو، خو داسې نه چې ته راڅخه دوه برابره زیاته مالیه اخلې.»

بلخوا د خوست ولایت لپاره د طالبانو د ښاروالۍ ریاست مسوولینو څو ورځې وړاندې ولس ته د حساب ورکولو په یوې غونډه کې د ۱۴۰۲ لمریز کال لپاره ۲۲۰ میلیونه افغانۍ د عوایدو هدف ټاکلی دی، کوم چې دا کچه په ۱۴۰۱ لمریز کال کې ۱۸۱ میلیونه افغانۍ وه.

خوست کې د طالبانو ښاروال قاري بسم الله بلال په یاده غونډه کې د عوایدو ټولول د ښاروالۍ قانوني حق ګڼي او زیاتوي چې دوی له ټاکل شوې مالیې له کوم چا څخه زیاتې پیسې نه اخلي.

بلال زیاته کړې چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د دوهمې ربعې عواید د لومړۍ په پرتله ۶۲ سلنه زیات شوي، چې کچه یې نږدې ۵۳ میلیونه افغانیو ته رسیږي.

نوموړي وویل: «د عوایدو راټولول زمونږ قانوني حق دی او له ولس سره مو دا تعهد کړی چې مونږ ټول عواید په شفاف ډول راټول کړي او بیا به هم دا کار په شفاف ډول ترسره کوو او د ښاروالۍ له اړخه به یې په اړونده ځایونو کې د ولس د خدمت لپاره مصرف کوو، ځینې خلک به شکایت کوي خو زه وایم چې هره اداره خپل اصول لري او ښاروالۍ هم ځانته خپل اصول لري.»

خوست ښاروالۍ په ښار کې شاوخوا ۹۲۸ دوکانونه لري چې خلکو ته یې په کرایه ورکړي او له دې لارې هم عواید ترلاسه کوي، ښاریان او هټۍوال له لوړې مالیې په داسې مهال شکایت کوي چې د خلکو اقتصاد خراب او له امله یې کاروبارونه هم خراب شوي دي.