رييسي: باوري يو چې په افغانستان کې يو داسې دولت جوړ شي چې د دې هیواد د ټولو خلکو استازیتوب وکړي

Photo: via IRNA

اطلاعات روز: د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي په دوشنبې کې له خپل تاجک سيال سره د یوې ګډې خبري غونډې پر مهال ويلي، چې دواړه هيوادونه په دې باور دي چې په افغانستان کې بايد داسې دولت جوړ شي چې د دې هيواد د ټولو قومونو، مذهبونو او وګړو استازيتوب وکړي.

د ايران د دولتي خبري اژانس ايرنا په وينا، رييسي ويلي، چې تاجکستان او ايران په سيمه‌ييزو مسايلو کې ګډ نظر لري.

نوموړي زياته کړې، چې دواړه هيوادونه د افغانستان د خلکو په اړه انديښنې لري.

رييسي ويلي: «د دوو ګاونډيو په حيث تر نورو زيات د افغانستان د درنو خلکو په اړه د مسووليت احساس کوو. په دې باور يو چې په افغانستان کې بايد داسې دولت جوړ شي چې  د دې هيواد د ټولو قومونو، مذهبونو او خلکو استازيتوب وکړي او وکولای شي د خپل پرمختګ لپاره اوږدمهالي ګامونه واخلي.»

تر دې وړاندې هم ايراني چارواکو او يو شمېر هيوادونو په افغانستان کې د پراخ بنسټه او ټولشموله دولت پر جوړولو ټينګار کړی وو.

اوسمهال د طالبانو حکومت يوازې د دې ډلې له غړو او تر ډېره حده له پښتنو جوړ شوی دی. د دې دولت په لوړو پوسټونو کې هيڅ ښځه او د افغانستان د شيعه او هزاره ټولنې غړی حضور نه لري.

له دې سره-سره طالبان ادعا کوي، چې د دې ډلې دولت ټولشموله دی او همدا راز د دولت جوړښت د داخلي مسايلو برخه ده او نور هيوادونه يې بايد په اړه څرګندونې ونه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه