له پاکستانه راستنې شوې کورنۍ: په خپلو سیمو کې دې راته سرپناه او د ژوند اړین امکانات برابر شي

اطلاعات روز: له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوي افغانان چې ګڼ شمېر یې له لسیزو راهیسې په ګاونډ پاکستان کې اوسېدلي وايي، په کور دننه په خپلو سیمو کې د سرپناه او استوګنې لپاره ځمکې او نورې اسانتیاوې نه لري او اندېښمن دي، چې د روان کال سوړ ژمی به یې له سختو ستونزو سره مخ کړي.

دوی زیاتوي، په خپلو سیمو کې د اوسېدنې لپاره سرپناه، ځمکه او د ژوند نور امکانات نه لري او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت او اړوندې نړۍ والې مرستندویه ادارې دې ورسره په دې برخه کې لازمې مرستې وکړي.

بل لور ته د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پر یوې داسې تګلارې یې کار روان کړی، چې له مخې به یې له پاکستانه ټولو راستنو شویو کډوالو ته د استوګنې زمینه برابره کړي.

د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی خیبر چې شل کاله وړاندې د پاکستان کراچۍ ښار ته تللی و، او اوس له هغه ځایه پاکستاني پولیسو تش لاس هېواد ته راشړلی وايي، په افغانستان کې نه د استوګنې لپاره ځمکه لري او نه هم نور امکانات چې خپل ژوند پرې پرمخ بوځي.

خیبر وویل: «مونږ نه کور لرو، نه ځای لرو، هېڅ شی هم نه لرو، لس ورځې کېږي، چې یوه جوړه کالي مې اغوستي او همدا مې په غاړه دي، غریب خلک یو، مونږ له طالبانو غواړو، چې مونږ ته یو کور راکړي او مونږ سره دې کومک وکړي.»

له پاکستانه یو شمېر نور راستانه شوي افغانان، چې په خپلو سیمو کې د استوګنې لپاره ځایونه لري، خو وايي، د سرپناه او نورو امکاناتو د نشتوالي له امله نه شي کولی خپلو سړو سیمو کې روان سوړ ژمی تېر کړي، دوی د طالبانو له شته رژیم غوښتنه کوي، چې په ننګرهار کې دې ورته د استوګنې او د ژوند امکانات برابر کړي.

د بلخ ولایت اوسېدونکی بهادر خان موږ ته داسې وویل: « په بلخ کې په ژمي کې یخني ډېره وي، مونږ دا غواړو، چې ننګرهار کې دې راته د ژوند سهولت برابر کړي، ترڅو مونږ دا سوړ ژمی همدلته تېر کړو بیا خپلو منطقو ته لاړ شو، ځکه ماشومان مو واړه دي، کورونه مو نشته او د ژوند نور امکانات هم نه لرو، چې خپل ژوند پرې مخته بوځو.»

بل لور ته د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو ستونزې مني او وايي، چې د کډوالو د سرپناه او استوګنې ستونزې حل لپاره یې پر یوې منظمې طرحې کار روان کړی، چې له مخې به یې ټولو راستنو شویو کورنیو ته سرپناه برابره او په دې برخه کې به یې شته ستونزې حل شي.

وروسته له هغه چې پاکستان په دغه هېواد کې د مېشتو نا قانونه افغان کډوالو د جبري ویستلو لړۍ پیل کړه، د تورخم له لارې لسګونه زره افغان کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي، چې یو شمېر یې خپلو دایمي مېشت ځایونو ته ستنې شوي او ګڼ شمېر یې لاهم تورخم ښارګوټي ته څېرمه د طالبانو له لوري په جوړ شوي لنډمهالي پنډغالي کې د مرستو ترلاسه کولو انتظار باسي.

راستانه شوي شکایت کوي، چې ډېری مهال ګڼې کورنۍ د طالبانو له لوري اړ ویستل کېږي، چې د پنډغالي اړوند خېمې تشې کړي او پرته له مرستې ترلاسه کولو خپلو دایمي مېشت ځایونو ته ستانه شي.