اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي، چې دا هيواد اوسمهال د افغانستان په اړه له امریکا سره په اړيکه کې نه دی.
ښاغلي کابلوف پرون (دوشنبه، ۲۲ د لړم) د روسیې خبري اژانس «ټاس» ته ويلي، چې روسيې د افغانستان په اړه له امريکا سره اړیکې نه دي ساتلي.
ده تر دې وړاندې ويلي و، چې هيواد به يې د افغانستان په اړه له چين، ايران او پاکستان سره خپلو اړيکو ته دوام ورکړي.
د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړي استازي همدا راز دې خبرې اژانس ته ويلي، چې روسيې ته لاهم د طالبانو د رسميت پيژندنې بحث مطرح نه دی.
ده زياته کړې چې د طالبانو په رسميت پيژندنې په تړاو د روسيې په سياست کې هيڅ ډول بدلون نه دی راغلی او موږ بيا-بيا په ممکنه کچه په دې اړه خبرې کړې دي.
روسيې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له دې ډلې سره په تعامل کې ده، خو لا يې هم دا ډله د دې هيواد د ممنوعه تروريستي ډلو له لړليکه نه ده ايستلې.
روسيې او نړيوالې ټولنې بيا-بيا له طالبانو غوښتي چې د رسميت پيژندنې لپاره بايد د افغانستان د ټولو قومونو استازو په ګډون یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي، خو دا ډله په دې اړه نيوکې د افغانستان په «کورنيو» چارو کې لاسوهنه بولي او وايي، چې حکومت يې په کافي اندازه ټولګډونه دی.