د ارزګان په ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت؛ زده کړو سره د شاګردانو لیوالتیا کمه شوې

د هیواد په سویل ارزګان ولایت کې زده کوونکي شکایت کوي، چې په ښوونځیو کې یې د ښوونکو د کمښت له امله ډیری وخت درسي ساعتونه ضایع کېږی، چې دې چارې یې د زده کړو سره لیوالتیا کمه کړې ده.

دولس کلن احمدضيا چې د مرکز ترينکوټ په سیدالخان ابتدایه ښوونځي کې زده کړې کوي وایي، چې د ښوونکو د کمښت له امله یې زده کړې د خنډ او ځنډ سره مخ دي او ډیری وخت یې درسي ساعتونه خالي پاتې کېږي.

نوموړي وويل:«زموږ په مکتب کې استادان نشته موږ د حکومت څخه دغه غوښتنه کوو چې موږ ته استادان را زيات کړي ځکه اوس استادان ډير کم دي ډير زده کوونکي مکتب ته نه راځي کله چې موږ پوښتنه ورڅخه وکړو هغوي وايي، چې استادان نه وي موږ هم نه راځو.»

زده کوونکي د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی په ښوونځیو کې دې د ښوونکو د کمښت ستونزه حل کړي

له ابتدایه ښوونځیو ور هاخوا د لیسو زده ‌کوونکي هم د ښوونکو کمښت لویه ستونزه یادوي. دوی وایي، په خپلو ښوونځیو کې په جدي توګه د ښوونکو له کمښت سره مخ او همدا لامل دی چې درسونو سره د زده کوونکو لیوالتیا کمه شوې ده.

په مرکز ترینکوټ کې د سیدالخان عالي لېسې زده کوونکی عتیق الله زیاتوي، چې ډيری زده کوونکي ځکه ښوونځي ته نه راځي چې د ډیری درسي ساعتونو لپاره ښوونکي نه لري او وخت یې ضایع کېږي.

عتیق الله وایي، چې دا چاره د دې لامل شوې چې په ښوونځیو کې د شته زده کوونکو علاقه هم د زده کړو سره کمه کړي.

هغه د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی د زده کړو د دوام لپاره دې په ښوونځيو کې د ښوونکو شمیر زیات کړي.

عتيق الله وویل:« «موږ د دري، جغرافیې، انګلیسي او نورو مضمونونو ‌لپاره ښوونکي نه‌ لرو. له دولت موغوښتنه ده چې دا ستونزه حل کړي، ځکه د زده ‌کوونکو لېوالتیا هم کمه شوې او پر درس یې مینه نه‌راځي.»

ورته مهال د زده‌کوونکیو کورنۍ هم د ښووونکو کمښت د اندېښنې وړ بولي او وایي، که چېرې یاده ستونزه حل نه ‌شي، ښایي خپل اولادونه نورو ځایونو ته تبدیل کړي.

محمد حلیم چې دوه زامن یې ښوونځي ته ځي په دې اړه داسې وویل:«زما خپله دوه اولادونه په ښوونځي کې دي هره ورځ راته وايي، چې په ښوونځي کې ښوونکي نشته زه خپله د خپلو اولادونو تعليم ته انديښمن يم، خو که دلته د ښوونکو د کمښت ستونزه حل نه شوه زه به خپل اولادونه هغه ښوونځي ور وړم چې ښوونکي په کې پوره وي.»

په ارزګان کې د طالبانو مسوولين هم په ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت لويه ستونزه ګڼي او زياتوي چې دا موضوع یې له لوړ پوړو چارواکو سره شریکه کړې ده.

په دې ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریيس مولوي شمس الله کامران اخوندزاده وايي، لوړ پوړو طالب چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې په راتلونکي کې به په دې ولايت کې ۳۵۰۰ ښوونکي د مدرسو او ۲۵۰۰ ښوونکي د ښوونځيو لپاره په دندو وګمارل شي.

نوموړي وویل:«رښتيا هم ښوونکي کم دي هم د مکاتبو په برخه کې هم د مدرسو په برخه کې موږ دا مشکل تر وزارت رسولی دی د هغه جملې څخه يې موږ ته ۳۰۰۰ بستونه په سږکال کې راکول شوي دي او پاتې ۲۵۰۰ بستونو ته اميدوار يو چې په راتلونکي کلونو کې به راکول شي.»

د معلوماتو له مخې په ارزګان کې دا مهال ټولټال ۲۶۳ ښوونځي شتون لري چې په کې ۶۷ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.