د نورستان د کامدېش ولسوالۍ خلک د ښوونځیو لپاره د سرپناه غوښتنه کوي

د نورستان د کامدېش ولسوالۍ خلک او د یو شمېر ښوونځیو زده کوونکي شکایت کوي، چې د دغې ولسوالۍ ګڼ شمېر ښوونځي سرپناه او احاطه نه لري، چې له امله یې د زده کوونکو زده کړییز بهیر ټکنی شوی دی.

د سرپناه، احاطې، درسي توکو او د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی هغه ستونزې دي، چې د یادې ولسوالۍ زده کوونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت او اړوندې مرستندویه ادارې دې په دې برخه کې د ستونزو د حل په موخه ګامونه پورته کړي.

بل لور ته نورستان کې د طالبانو د پوهنې ریاست چارواکي د زده کوونکو ستونزې مني او وايي، هڅه کوي، چې په ښوونیز ډګر کې د زده کوونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د کامدېش ولسوالۍ د کاموز آباد منځني ښوونځي زده کوونکي وايي، ښوونځی یې سرپناه او احاطه نه لري، چې دې چارې یې درسي بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړی.

د یاد ښوونځي زده کوونکی طارق زیاتوي، د باد اوباران پرمهال یې ښوونځی رخصت وي، چې له امله یې د دوی راتلوونکی له ننګونو سره مخ کړی.

طارق وویل: «زمونږ مکتب نه سرپناه لري، نه چت لري، نه احاطه لري، کله سترنجۍ یو ځای ته وړو کله بل ځای ته وړو، باد او باران کې مو مکتب رخصت وي، درسونه مو نیمايي کې پاتې وي، سختو مشکلاتو سره مخ یو.»

د کامدېش ولسوالۍ د اپرینګل منځني ښوونځي زده کوونکي هم شکایت کوي، چې ښوونځی یې بشپړه سرپناه، احاطه او کافي درسي توکي نه لري.

د دغه ښوونځي زده کوونکې مرضیه او سلما د طالبانو له حکومت او اړوندو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې د دوی د ستونزو حل لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي، ترڅو په راتلوونکي کې په آرام چاپېریال کې خپلې زده کړې وکړي.

دوی زیاتوي: «مونږ حکومت نه دا غواړو، چې زمونږ مکتب جوړ کړي، مونږ ته کوټې جوړې کړي، چاردېوالي جوړه کړي، تختې مو نشته، کتابونه مو کم دي، کتابچې مو نشته، پاکې اوبه نشته، باید زمونږ دا مشکلات حل شي، ترڅو مونږ په آرام زړه خپل درسونه ووایو.»

کامدېش ولسوالۍ کې د یو منځني ښوونځي زده کوونکی د ازموینې ورکولو په حال کې. انځور: د نورستان د پوهنې ریاست

بل لور ته د کامدېش ولسوالۍ ځايي خلک هم د زده کوونکو شکایتونو ته قوت ورکوي او وايي، چې د ښوونځیو د ناسم چاپېریال له امله زده کوونکي نه شي کولای، چې هر مهال خپلې زده کړې مخته بوځي.

د کامدېش ځايي اوسېدونکی خالق نور زیاتوي، چې د دې ولسوالۍ خلک له کلونو راهیسې د ستونزو د حل په تمه ساتل شوي، خو تراوسه یوه حکومت هم د دوی ستونزو ته رسېدنه نه ده کړې او غوښتنه کوي، چې نور دې د دوی د ستونزو حل لپاره جدي پاملرنه وشي.

خالق نور وویل: «زمونږ د مکتبونو شاګردان په آزاده فضا کې زده کړې کوي، احاطې نشته، د ډېرو مکتبونو تعمیرونه په نشت حساب دي، کله چې شاګردان په مناسب چاپېریال کې شتون ونه لري هلته زده کړې په سم ډول صورت نه نیسي، کلونه کېږي، چې مونږ سره وعدې کېږي، خو هېڅ عملي بڼه نه غوره کوي، زمونږ دا غوښتنه ده چې نور دې زمونږ هیلو سره لوبې نه کېږي.»

آخوا د نورستان د پوهنې ریاست طالب مسوولین د زده کوونکو او ځايي خلکو ستونزې مني او زیاتوي، چې په دې برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره له اړوندو ادارو سره په اړیکه کې دي او هېله لري، چې راتلوونکي کې شته ستونزې تر یوه بریده حل شي.

د نورستان د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو ویاند حکمت الله تاند وویل: « د نورستان د نورو ولسوالیو په څېر په کامدېش کې هم ځېنې ښوونځي شته، چې سرپناه نه لري، ځېنې احاطه نه لري او ځېنې نورې ستونزې لري، موږ دا ټولې ستونزې له وزارت او همکارو موسېسو سره شریکې کړي او امیدوار یو، چې د حل یوه لار ورته پیدا شي.»

نورستان د هېواد یو له غره ییزو ولایتونو دی، چې د پخواني جمهوري نظام پرمهال د دولت ضد وسله والو ډلو له لوري د ناامنیو له امله په ګڼو برخو کې له خدمتونو بې برخې پاتې شوی، چې ځايي خلک یې لاهم زیان پرې کوي.

د دغه ولایت خلک وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې هم له دوی سره د ستونزو د حل په برخه کې بې شمېره ژمنې کړي، خو په خبره یې لا تراوسه یې د عمل کوم درک نه لګېږي.