خوست کې د نه پاملرنې له امله د کبانو روزنه او بازار پېکه شوی

خوست د هيواد له ګڼ نفوسه ولايتونو څخه دی، ځايي اوسېدونکي يې تر ډېره په کرکېله بوخت دي، خو ترڅنګ يې د خپلو اقتصادي ستونزو د هواري لپاره د نورو کارونو ترڅنګ یو شمیر کسانو د کبانو روزنې ته هم مخه کړې.

د دغه ولايت د کبانو روزونکي وايي، د حکومت له خوا د اړوند ادارو د نه پاملرنې له امله په دې وروستيو کې د کبانو روزنه او بازار پېکه شوی چې د دوی په وينا پر کار يې منفي اغېز پرېوتې دی.

اوس مهال د دې ولايت د مرکز اړوند سيمو او ځينو ولسواليو کې لسګونه د کبانو روزنې فارمونه شتون لري، خو ځينې يې د وچکالۍ او یو شمیر نور بيا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د نه پاملرنې له امله له سقوط سره مخ شوي دي.

په همدې مهال بيا د خوست ولايت لپاره د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وايي، د کبانو فارمونو ښه نتيجه ورکړې، خو دې برخه کې ځينې ستونزې هم پرځای بولي.

د کبانو روزونکي وايي، وچکالي، د کبانو لپاره د مشخصې خوراکې کموالی او سوړ بازار هغه لاملونه دي، چې دغه کاروبار ته يې سخت زيان رسولی او ګڼ فارومونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

د کبانو فارم لرونکي د مسلکي روزنې برخه کې د پروګرامونو برابرېدو غوښتنه کوي. انځور: خواله رسنۍ

د‌ دغه ولايت د مرکز يو اوسېدونکی نور بادشاه چې د ماهيانو فارم لري او د تېر جمهوريت پر مهال ورته د روزنې لپاره د اوبو ډنډ هم جوړ شوی، اوس د نه پاملرنې له امله يې کاروبار خراب شوی او وايي، په ځينو ډنډونو کې اوبه وچې شوي چې له کبله يې د ماديانو روزنه هم ورسره راکمه شوې ده.

هغه له اړونده ادارو غوښتنه کوي، چې د ماهيانو کاروبار ته ځانګړې پاملرنه وکړي او له روزونکو سره بايد د اړينو امکاناتو او د بازار موندنې برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي وویل: «دلته زمونږ کاروبار پخوا ډېر ښه و، مونږ به په ځانګړو ډنډو کې د کبانو روزنه کوله، بيا به چې هغه را لوی شول بازار ته به مو د خرڅلاو لپاره يوړل، نو ښه ګټه به مو تر لاسه کوله، ولې اوس له يوې خوا د حکومت ملاتړ راسره کم شوی، ډنډونه په وچېدو دي او بازار يې هم پېکه دی.»

د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام یا NHLP په تېر نظام کې د ۵۰ فارم لرونکو ملاتړ کاوه او هغوی ته به يې وسايل، د ماهيانو تخمونه او هغوی ته د روزنې لپاره خوراکه هم ورکوله، خو اوس فارم لرونکي وايي، دا پروژه چې ختمه شوې دوی ته د حکومت پاملرنه هم صفر ته راښکته شوې ده.

د ماهیانو لپاره ځانګړې خوراکې کمښت هم لویه ستونزه ده. انځور: خوست کې د کرنې ریاست

د دغه ولايت د مندوزيو سيمې اوسېدونکی نويد الله وايي، اوس مهال د فارمونو شمېر په دغه ولايت کې له ۵۰ څخه ۴۰ راښکته شوی او په خبره يې چې له ۴۰ يې دا مهال ايله ۳۰ فعاله دي.

هغه وچکالي هم د دغه کاروبار د زيانمېدو لوی لامل بولي او وايي، د ماهيانو د روزنې لپاره جوړ شوي د اوبو ډنډونه د جنراتور يا لمریزو تختو په واسطه اوبه کوي، چې د اوبو کموالي له وجې ډېر شمېر څاه ګانې وچې شوې دي.

نوموړی زياتوي، چې د ماهيانو کاروبار د بيرته ښه کېدو لپاره دې کرنې او مالدارۍ رياست فارم لرونکو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نويد الله وايي، چې د کبانو له روزنې نه يوازې خلکو ته يو ښه مصروفیت دی، بلکې له دې لارې د پام وړ ګټه وټه هم تر لاسه کولای شي.

هغه په دې اړه داسې وويل: «دلته وچکالي لويه ستونزه ده، ځکه ځينې برخې چې وچې شوې، نو خلک يې بل ځای د برمی وهلو توان نه لري او بله خبره دا ده چې دا د ماهيانو کاروبار د خلکو لپاره يوه ښه ګټه وټه هم ده، خو که پام ورته وشي او له روزونکو سره مرسته وشي، دلته زمونږ سره زما په شمول په دې کار کې لس کسان بوخت دي او يوه ګوله حلاله روزي تر لاسه کوي.»

په دغه ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، خوست کې ځینې هغه فارمونه چې لاهم فعاله دي، ښه نتیجه یې ورکړې ده.

د دوی په خبره چې له فارم لرونکو ته یې په واک کې شته امکانات ورکړي او ډاډ ورکوي چې په راتلونکي کې به هم خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

له کرنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم د نورو برخو ترڅنګ بڼوالۍ او مالدارۍ برخه کې هم له خلکو سره د مرستې ډاډ ورکړل شوی.

خوست کې د ماهیانو لپاره د معیاري ډنډونو نشتون هم لویه ستونزه بلل کیږي. انځور: خواله رسنۍ

په مرکز کې یو تن ډاکټر بیا د ماهيانو غوښه د طب له نظره ګټوره بولي او زیاتوي چې د دغې غوښې په استعمال سره کولای شي چې په انسان کې د ځینو موادو د کموالي مخه هم ونیول شي.

داکټر رسول ګل اطلاعات روز ته وویل: «د ماهیانو غوښه تر نورو ډېره ګټوره ده او انسان ته په کار ده چې ورڅخه استفاده وکړي، نو زما په نظر چې دا کاروبار باید نوره هم وده کړي تر څو خلک په اسانۍ سره ورته لاسرسی ولري.»

په لومړي ځل په ۱۳۴۴ ه ش کال کې د کابل د قرغې بند کې د ترورت یا سړو اوبو د کبانو فارم د بلغاریا هیواد په مالي مرسته جوړ شو او په خوست کې بیا د اول ځل لپاره د کبانو روزنې ته په ۱۳۹۸ کال کې خلکو مخه کړه.