Photo: MoEAfghanistan

د زده کړو ټيټ کيفيت، د زده کوونکو وهل او سپکاوی؛ د هلکانو پر زده کړو د طالبانو د اغېز په اړه د بشري حقونو د څار راپور

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار وايي، چې طالبانو له زده کړو د نجونو په بې برخې کولو سره د هلکانو زده کړې هم په جدي توګه زيانمنې کړې دي. د دې بنسټ په وينا، طالبان به په دې کار سره په افغانستان کې يو نسل له لاسه ورکړي.

دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۱۵ د ليندۍ) د هلکانو پر زده کړو د طالبانو د اغېزو په اړه د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې د دې ډلې سياستونه او اقدامات په افغانستان کې د هلکانو زده کړې هم له خطر سره مخ کوي.

د بشر حقونو د څار په وينا، طالبانو د هلکانو له ښوونځیو ښځينه ښوونکې شړلي، له بدني تنبيه استفاده زياته شوې او په درسي برنامه کې شاتګپالي تغييرات راوستل شوي.

دې بنسټ زياته کړې، په داسې حال کې چې د نجونو او ښځو پر زده کړو بنديز ته نړيواله پاملرنه شته، خو ډېره کمه توجه هغه جدي زيان ته شوې چې د هلکانو زدکړييز سيسټم ته اوښتې.

د دې راپور ليکونکې سحر فطرت ويلي: «طالبان د افغانستان د هلکانو او نجونو زدکړييز سيسټم ته نه جبرانېدونکي زيانونه اړوي.»

د بشر حقونو څار ويلي، چې له لېرې يې له اتم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې له ۲۲ هلکانو او همدا راز په کابل، بلخ، هرات، فراه، پروان، باميان، ننګرهار او دايکندي ولايتونو کې د هلکانو له مور او پلار سره مرکې کړې دي. 

د ښځينه استادانو شړل

د بشر حقونو د څار په وينا، طالبانو ټولې ښځينه زده کوونکې د هلکانو له ښوونځيو شړلې دي او ډېری هلکان يې اړ کړي چې له وړتیا نه لرونکو استادانو زده کړې وکړي او حتا له ښوونکو پرته په ټولګيو کې کيني.

په کابل کې د دوولسم ټولګي زده کوونکي وحيد ويلي، چې د ۱۰، ۱۱ او ۱۲ ټولګي لپاره يې ټولټال ۱۶ ښځينه ښوونکې او څلور نارينه ښوونکي لرل.

ده ويلي: «موږ يې له نشتونه کړېږو او زموږ څلور نارينه استادان هم د ۲۰۲۱ کال تر اګست وروسته له هيواده وتښتېدل. اوسمهال موږ ته داسې ښوونکي تدريس کوي چې وړاندې يې څلورمو او پنځمو ټولګيو ته تدريس کاوه.»

په کابل کې د دولتي ښوونځي د دوولسم ټولګي يوه بل زده کوونکی ناطق ويلي: «۱۰، ۱۱ او ۱۲ ټولګيو ته تدريس کوونکې ۹۰ سلنه ښځينه ښوونکې وې، د طالبانو تر واکمنېدو وروستي يې ځایناستي نارينه شول.»

دې زده کوونکي زياته کړې چې د ده د ټولګي لپاره څلور نوي داسې ښوونکي ګمارل شوي چې هغوی ډېری وخت د دين، د اسلام د پيغمبر د ژوند او طالبانو د برياليتوب په اړه خبرې کوي.

د زده کوونکو وهل او سپکاوی

د بشر حقونو د څار په راپور کې راغلي چې زده کوونکو او د هغو مور او پلار د «وېښتانو د سټايل»، يا هم د لباس له بڼې د تخلف او يا هم ورسره د ټیليفون له کبله د زده کوونکو وهل اندېښمنوونکي ګڼلي.

يوه زده کوونکي ويلي، چې يو ځل د ټیليفون او دويم ځل د وېښتانو د سټايل له کبله د ټولو پر وړاندې وهل شوی دی.

په هرات کې د زمان په نوم زده کوونکي ويلي: «د طالبانو سختدريځي قوانين خفه کوونکي دي. اوس مهال يوه زده کوونکي ته د يوه رنګارنګ څه اغوستل ګناه ګڼل کېږي. د پتلون، نیکټايي او جاکټ اغوستل ټول جرم دي.

ښوونځي ته د ځيرک ټیليفون وړل ښايي جدي پايلې ولري. د موسيقي اورېدل او يا هم د سندرو درلودل ښايي د بدني تنبيه لامل شي.»

محمد ويلي، چې ښوونځی د پخوا په څېر خوندور نه دی، تل د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مامورينو د راتګ وېره وي.

يوه بل زده کوونکي ظاهر ويلي، چې په ښوونځي کې يې د پښتو ژبې پر زده کړه تمرکز زيات دی. ده ويلي: «زما يوه نوي ټولګيوال غوښتل چې په پښټو شعر وليکي، خو زما ټولګيوال ونشوای کولای. ښوونکي د ټولګي په مخ کې ودراوه، يو څو څپيړې يې وواهه او غوږونه يې ورته تاو کړل. زما ټولګيوال د سپکاوي احساس وکړ.»

د بشر حقونو څار ويلي، چې په ښوونځيو کې د زده کوونکو بدني تنبيه د بشري حقونو نقض دی.

د دې بنسټ په وينا، د ماشومانو د تنبيه لپاره له تاوتريخوالي استفاده د درد او کړاو، سپکاوي او د رشد د زيانمنېدو لامل کېږي او همدا راز د ماشومانو د زدکړييز برياليتوب او رواني سلامتیا مخه نيسي.

د بشر حقونو څار ويلي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کميټې هر ډول بدني تنبيه ممنوع کړې او ټول ماشومان حق لري چې له تاوتريخوالي په خلاص چاپېريال کې زده کړې وکړي.

د زده کوونکو کم حضور

د بشر حقونو د څار په راپور کې راغلي چې د اقتصادي کړکېچو نو او په ښوونځيو کې د زده کړو د کيفيت د ټيټېدو له وجې د زده کوونکو شمېر کم شوی دی.

په کابل کې د يوولسم ټولګي زده کوونکي صادق ويلي، چې ډېری ټولګيوال يې ښوونځي ته نه راځي او د درس ويلو لپاره يې انګېزه بايللې ده.

ده ويلي: «زه د ښوونځي د پای ته رسولو لېوالتيا نه لرم. څوک چې زده کړې او تخصص نه لري، هغه موږ ته راولي تر څو فزيک او کېميا راته تدريس کړي. سږ کال زموږ لپاره برخليک ټاکونکی دی او نشم کولای په دې بې سواده ښوونکو سره ځان کانکور ازموينې ته چمتو کړم.»

په دايکندي ولايت کې ۱۳ کلن عبدالغني ويلي: «[په ۲۰۲۱ کال کې] د جمهوري حکومت د سقوط له وخته زموږ ښوونځي هم د سقوط په حال کې دي. زما په مکتب کې تاسو کولای شئ درې يا څلور د منځنۍ کچې هلکان پيدا کړئ.»

ده زياته کړې، چې هلکان ځکه ښوونځي ته نه راځي چې کار کولو ته اړتيا لري.

په باميان کې د لسم ټولګي يوه ۱۵ کلن زده کوونکي ويلي: «ډېری زده کوونکو په هيواد کې د کار کولو په خاطر زده کړې پرېښودې او يا هم له غير قانوني لارو د کار لپاره ايران يا پاکستان ته ولاړل.»

طالبانو د هنر، ورزش، انګليسي ژبې او مدني زده کړو په ګډون ځينې مضامين حذف کړي دي او دا د زدکړييز کيفيت د کمېدو لامل ګرزيدلي.

يوه زده کوونکي د بشر حقونو څار ته ويلي: «له ۱۴ مضمونو موږ [اوس] يوازې د اوو مضمونو لپاره ښوونکي لرو، پاتې اووه نه تدریس کېږي.»

په افغانستان کې زدکړييز کړکېچ ته د رسېدو لپاره نړيوال غبرګون ته اړتيا ده

د بشر حقونو څار ويلي، چې دولتونه او د ملګرو ملتونو ادارې بايد له طالبانو وغواړي چې د ښځو او نجونو د زده کړو په تړاو دې خپل تبعيضي بنديز ختم کړي.

دې بنسټ ويلي، چې د ټولو ښځينه ښوونکو په بيا استخدام او د بشري حقونو له نړيوالو معيارونو سره سم د درسي برنامې په سمون سره دې طالبان خوندي او باکيفيته زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې د هلکانو د حقونو د نقض مخه ونيسي او هر ډول بدني تنبيهات دې پای ته ورسوي.

د بشر حقونو د څار راپور ليکونکې ويلي: «پر زدکړييز سيسټم د طالبانو اغېز نن ماشومانو ته زيان رسوي او د افغانستان راتلونکی تياره کوي. د افغانستان زدکړييز کړکېچ ته د لاسرسي لپاره يوه نړيوال بېړني غبرګون ته سخته اړتيا ده.»