AFGHANISTAN MOI

په پاکستان کې مېشت شاوخوا ۲۰۰ پخواني افغان ځانګړي ځواکونه له شړل کېدو سره مخ دي

اطلاعات روز: برېتانوي رسنيو راپور ورکړی چې په پاکستان کې د افغانستان د پخواني حکومت شاوخوا ۲۰۰ مېشت ځانګړي امنيتي ځواکونه چې د برېتانيا له لوري روزل شوي وو، افغانستان ته له لېږلو سره مخ دي.

د بي بي سي له راپور سره سم، دا اټکلي شميرې د افغانستان د پخوانيو امنيتي ځواکونو د شبکې له لوري چمتو شوي او ډيپلوماټيکو سرچينو هم تاييد کړي دي.

دا سرتېري د افغانستان د دولت تر سقوط وروسته پاکستان ته تښتېدلي او له هماغه ځايه په برېتانيا کې مېشتېدو ته په تمه دي. د بي بي سي له راپور سره سم، ځينو نظاميانو منفي ځواب تر لاسه کړی دی.

د افغانستان د پخوانيو ځانګړو امنيتي ځواکونو يو سرتېری علي چې په پاکستان د شړل کېدو له ګواښ سره مخ دی، بي بي سي ته ويلي، چې احساس کوي برېتانيا ورسره خيانت کړی او پرېيښی یې دی.

ده ويلي: «په يوه اتاق کې له خپلې ښځې او پنځو اولادونو سره ژوند کوم او د پولیسو له وېري کار نه شم کولای. درې مياشتې کېږي چې ځان مې په کور کې بند کړی دی.»

علي د ۳۳۳ ځانګړې قطعې له ځواکونو څخه دی چې د ۲۰۰۳ بر مهال د نشه يي توکو له توليد سره د مبارزې لپاره د برېتانيا له لوري جوړه شوې وه.

متقاعد جنرال ريچارډ بارونز چې په افغانستان کې يې د برېتانيا په پوځ کې تر ۱۲ کلونو زيات وخت تېر کړی، د بي بي سي نيوزنايټ خپرونې ته ويلي، چې د دې سرتېرو په انتقال کې د برېتانيا ناکامي يو «شرم» دی.

ده ويلي: «دا يو خيانت دی او د دې خيانت بيه هغه خلک پرې کوي چې زموږ تر څنګ يې خدمت کړی او اوس بايد يا ژوند وبايلي او يا هم بايد خپل ژوند په زندان کې تېر کړي.»

بي بي سي ليکلي، چې د افغانستان د پخوانيو ځانګړو امنيتي ځواکونو د برخليک په اړه اندېښنه په داسې حال کې زياته شوې چې په ډاګه شوې چې برېتانيانوي دولت د افغانستان د غير نظامي رهبرانو د پناه غوښتنې، غوښتنه  رد کړې ده.

دې رسنۍ زياته کړې چې يو ځانګړی ليک يې تر لاسه کړی چې د ۲۰۲۲ کال په مارچ مياشت کې د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت ته لېږل شوی او په هغه کې له دولت څخه غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې د واليانو، څارنوالانو او حکومتي چارواکو له هغو ۳۲ تنو سره مرسته وکړي چې له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۶ کلونو يې په هلمند کې له امريکايي او برېتانوي دولت سره همکاري کړې ده.

له دې چارواکو څخه يوه ويلي، چې تر ۲۰ مياشتې انتظار وروسته يې دوې اونۍ وړاندې منفي ځواب تر لاسه کړی.

اوس مهال د بهرنيو ځواکونو په سلګونو پخواني متحدين او پخواني امنيتي ځواکونه په پاکستان کې د پناه غوښتنې په لټه دي. دا په داسې حال کې چې پاکستان په دې وروستيو کې د بې اسناده کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې ده او دا پرېکړه کولای شي د بې اسناده کډوالو ژوند له خطر سره مخ کړي.

په تازه پېښه کې په تخار کې د ولسي پاڅون يو پخوانی قومندان چې د افغانستان د دولت تر سقوط وروسته پاکستان ته تښتېدلی و، خپل کور ته تر راستنېدو وروسته وژل شوی دی. سرچينې وايي چې د طالبانو غړو د ولسي پاڅون دا پخوانی قومندان وژلی دی.