جلال اباد ښار کې د هوا سړېدو سره د لیلامي توکو پیرلو ته د خلکو لیوالتیا زیاته شوې

اطلاعات روز: د افغانستان له نورو ولایتونو سربیره د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې هم د هوا په سړېدو سره د لیلامي توکو پېر او پلور زیات شوی دی.

خیر ګل چې په جلال اباد ښار کې لیلامي جامې او نورو توکي پلوري وایي، د طالبانو راتګ سره د عامو خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری شوی ځکه خو ټول خلک هڅه کوي چې په ژمي کې ګرمې جامې او نور اړین ژمني توکي په ارزانه ډول له لیلامي وپېري.

خیرګل وویل: «د زیاتره خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او بې روزګاري زیاته شوې، نو ځکه خو خلک هڅه کوي د ژمي لپاره لیلامي جامې واخلي.»

د نوموړي په خبره لیلامي جامې او نور څیزونه له پاکستان او چین څخه هیواد ته را واردوي، چې په کې د ژمني لباسونو سربیره ګڼ شمیر نور اړین لیلامي توکي هم شامل وي.

که څه هم د جلال اباد ښار په نورو سیمو کې هم ورته لیلام پلورنځي شته خو تر ټولو مشهور ځای د «بنګړیوالانو» کوڅه ده، چې د ننګرهار سربیره ورته د کونړ، لغمان او آن د نورستان اوسیدونکي هم د ژمي په موسم کې د لیلامي یا دویم لاس لباسونو د اخیستلو په موخه راځي.

شاه زمان د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې په تیر جمهوري حکومت کې د سرحدي پولیس افسر و، خو اوس بې روزګاره او کومه دنده نه لري وايي، په تېرو کلونو کې به یې خپلو اولادونو ته په ژمي کې نوې جامې اخیستلې، خو اوس د بد اقتصادي وضعیت له امله یې د اخیستلو توان نه‌‌لري.

شاه زمان زیاتوي: «خلک مجبوره دي چې دلته راشي او دا لیلامي جامې واخلي، ځکه کار روزګار نشته تیر حکومت کې مې دنده درلوده او هر موسم کې به مې خپلو اولادونو او میرمنې لپاره نوې جامې او د ژمي اړین توکي اخیستل، خو اوس بې روزګاره یم پېسې نشته نو ځکه خو د لیلامی توکو اخیستو لپاره راغلی یم او زما په شان دلته ډیر خلک دي چې له مجبورۍ لیلامي جامې کورنۍ ته اخلي.»

د لغمان اوسیدونکی سراج الدین له خپلو کوچنیو اولادونو سره د لیلامیو اخیستو لپاره جلال اباد ته راغلی.

نوموړی وایي، د پخوا په پرتله د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری شوی او مجبور دي، چې د خپلې کورنۍ لپاره لیلامي لباسونه وپېري ځکه دلته د یوې جوړې مغازه‌‌یي جامو په پيسو څو جوړې ليلامي جامې اخیستی شي.

په ورته وخت کې ډاکټران د جلدی ناروغیو د انتقال لامل تر ډیره د لیلامي جامو کارول بولي.

روغتیاپالان سپارښتنه کوي، چې د پوستکي ناروغیو د مخنیوي لپاره باید لیلامیو کې هر ډول اخیستل شوي جامې له اغوستلو څخه مخکې په ګرمو اوبو او صابون ومینځل شي او لمر ته واچول شي، څو د جلدي ناروغیو د خپریدو مخنیوی وشي.