Photo: Christian Haugen / Flickr

اسټراليا د افغانستان له خلکو او د دې هيواد له بې ځايه شويو سره ۲۰ ميليونه ډالره مرسته کوي

اطلاعات روز: د اسټراليا دولت اعلان کړی، چې د افغانستان د خلکو او په ګاونډيو هيوادونو کې د دې هيواد د بې ځايه شويو د ملاتړ لپاره ۲۰ ميليونه ډالره مرسته کوي.

دې هيواد په جينوا کې د پناه غوښتونکو په نړيواله غونډه کې ژمنه کړې چې په ټوله نړۍ کې به له پناه غوښتونکو سره ۲۶۵ ميليونه ډالره مرسته وکړي.

د اسټراليا د بهرنيو چارو وزارت له اعلاميې سره سم، ټاکل شوې چې له دې مرستو څخه ۲۵۳ ميليونه ډالره يې د روهينګيا بې ځايه شويو او په ميانمار او بنګلاديش کې اړمنو ټولنو ته ځانګړې شي.

همدا راز ۲۰ ميليونه ډالر د افغانستان د خلکو او ګاونډيو هيوادونو ته د دې هيواد د کډوالو شويو ملاتړ او ۱۰ ميليونه ډالر د سوډان د خلکو او ګاونډيو هيوادونو ته د دې هيواد د بې ځايه شويو ملاتړ ته ځانګړي شوي دي.

د اسټراليا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې په ټوله نړۍ کې د ۱۱۴ ميليونه بې ځايه شويو وګړو له کبله نړۍ له يوه ستر کړکېچ سره مخ ده.

افغانستان يو له هغو هيوادونو دی چې وګړي يې زيات بې ځايه شوي دي.

په دې هيواد کې کړکېچ په دې وروستيو کې له پاکستانه د جبري ستنېدونکو کډوالو له امله شدت موندلی دی.

په وروستيو مياشتو کې له پاکستانه افغانستان ته تر نيم ميليون زيات وګړي راستانه شوي دي.