هلمند کې ښځینه زده کوونکې خپل نامعلوم برخلیک ته اندیښمنې دي

په هلمند ولایت کې ښځینه زده کوونکې وایي، چې څه باندې دوه کاله یې په دې تمه تېر کړل چې بیرته به خپلو ښوونځیو ته ستنې شي، خو په خبره یې چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز دوام اوس سختې ناهېلې کړي او د ښوونځيو او ښوونیز مرکزونو بیا پېل ته یې تمې شلیدلي دي.

فریده چې د هلمند د نادعلي اوسیدونکې ده، په ژړه غوني غږ وویل، چې کورنۍ یې د خپلې ولسوالۍ څخه مرکز لښکرګاه ته په دې موخه راکډه شوې، ترڅو نوموړې د خپلو ورونو سره یو ځای زده کړې وکړي، خو په خبره یې چې د اتم ټولګي وروسته د زده کړو له نعمت څخه بې برخې شوې او د ښوونځي ترڅنګ ښوونیز مرکز ته هم د تګ اجازه نه لري.

نوموړې زیاتوي، له کله نه چې د طالبانو له لوري د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړل شوي، نجونې د یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي او د دې په ګډون د ټولو ښځینه زده کوونکو زړونه مات شوي دي.

هغې وويل: «موږ بیا غوښتنه لرو له دوی (طالبانو) څخه چې باید د نجونو مکتب خلاص کړي نجونې باید خپلو زده کړو ته دوام ورکړي د ۶ څخه نيولې تر ۱۲ پورې ټولې نجوني په کورنو کې ناستې دي زړونه يې مات شوي دي.»

ګل مکۍ بیا بله هغه هلمندۍ ماشومه زده کوونکې ده چې عمر يې کم، خو تر شپږم ټولګي وروسته ورباندې د ښوونځي دروازه تړل شوې ده.

هغې وويل: «موږ غواړو خپل درس ووايو ،موږ غواړو تعليم وکړو موږ نه غواړو چې بي تعليمه پاتې شو.»

انځور: استول شوی

دغه راز په دې ولايت کې د ښځينه زده کوونکو د کورنيو غړي وایي، چې له هغه وروسته چې په هېواد کې د نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي ښځينه زده کوونکې له بد وضعيت مخامخ دي.

شریفه چې دوې خویندي يې دامهال په کور کې د ښوونځي د خلاصيدو په انتظار ناستې دي وايي، چې د بي وسۍ څخه يې خویندي ژاړي او نه پوهيږي چې راتلونکي کې به څه کېږي.

نوموړې زیاتوي، دواړه خویندې يې دامهال په رواني ناروغۍ اخته دي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې د نجونو پرمخ ښوونځي خلاص کړي.

شریفې وویل: «زماغوښتنه له حکومت څخه دغه ده چې دغه مکتبونه خلاص کړي ترڅو ټولې نجونې مکتبونو ته ولاړي شي ما خپله ليدلی دي دغه نجوني زياتې ژاړي زړه مې سخت درد پرې کوي ځکه مکتبونه او پوهنتونونه يې پرمخ تړل شوي دي.»

د هلمند ولايت يوه بله میرمن سردارو چې يوې لور يې په اتم ټولګي کې زده کړې کولې او دامهال له زده کړو راګرځول شوې، غوښتنه کوي چې د دې د لور په ګډون دې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

سردارو زیاته کړه: «په کور کې ناستې وي ژاړي ټوله ورځ ډوډۍ نه خوري د دغه مکتبونو د تړل کيدو له امله زموږ غوښتنه د حکومت څخه ده چې دغه ښوونځي خلاص کړي د ښوونځيو په خلاصولو خو هيڅ نه کېږي او په خلاص کولو سره نابینا کس بینا کېږي.»

بلخوا د هلمند ولايت عام اوسيدونکي هم د تړلیو ښوونځيو او ښوونيز مرکزونو پر وضعيت انديښمن دي او زياتوي چې نه غواړي ترڅو لورګانې يې له  زده کړو څخه محرومې پاتې شي.

د هلمند يوه اوسيدونکي دل اغا وایي، چې د ټول ولايت د اوسيدونکو همدغه يوه غوښتنه ده چې باید د نجونو د ښوونځيو جوړيدونکي طرحه ژر بشپړه شي او نجونو ته اجازه ورکړل شي ترڅو ښوونځیو ته ولاړې شي.

هغه وويل: «موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې باید د نجونو پرمخ ښوونيزمرکزونه خلاص کړي ځکه زده کړې ډيرې مهمي دي هم نر زده کړو ترسره کيدو ته اړتيا لري او هم ښځې زده کړو ترسره کيدو ته اړتيا لري.»

طالبانو پر افغانستان بیا ځلي واکمنیدو سره لومړی تر شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو څخه راوګرځولې او تر هغه یو کال وروسته یې ښځې او نجونې له پوهنتونونو هم منع او تر اوسه یې اجازه نه ده ورکړې چې بیرته خپلو زده کړو ته ستنې شي.

که څه هم د نجونو پر زده کړو بندیز نړیوال غبرګونونه له ځان سره لري، خو طالبان یاده مسئله کورنۍ بولي او وایي، چې په دې برخه کې چاته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.