د هیواد په سویل کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې د خسرګنۍ له لوري د زوم څخه د لوړ ولور اخيستو له امله ډيری بې روزګاره ځوانان په رواني ناروغیو اخته او ګڼ شمېر يې له هيواده بهر مسافريو ته اړ شوي دي.
د هیواد په ډيرو سيمو کې د نجلۍ د کورنۍ لخوا له پنځه لکو څخه بيا تر يو ميليون افغانیو پورې د لور ورکولو په بدل کې ولور اخيستل کېږي چې دا کار بیا زیاتو کورنیو ته ستونزې زېږوي.
د تېرو کلونو په جريان کې لسګونه ځوانانو له هيواده بهر د کډوالۍ پر مهال ځانونه قرباني کړي او لاهم زرګونه ځوانان په پاکستان، ايران، ترکیې او ځينو نورو اروپایي هیوادونو کې د کډوالۍ ژوند تیروي، ترڅو د خسرګنۍ لخوا ټاکل شوی ولور ادا او د واده لوړ مصرفونه پوره کړي.
کندهار یو له هغو ولایتونو دی چې کورنۍ په کې له د زوم څخه د ولور په نوم زیاتې پیسې اخلي، چې له امله یې ډیری ځوانان اړ شوي چې په کور دننه یا بهر کلونه کلونه خواري وکړي، ترڅو د خسرګنۍ لخوا ټاکل شوی ولور پوره کړي.
د کندهار اوسیدونکی ۳۰ کلن ادم خان چې د کندهار ښار د ښوراندام صنعتي پارک اړوند د مميزو پاکولو په يوه سرای کې په کار بوخت دی وایي، چې د کوژدن کیدو یې لس کاله کېږي، خو د اقتصادي ستونزو او ټیټ معاش له کبله نه شي کولای چې د خسرګنۍ له لوري ټاکل شوی ولور ادا کړي.
ادم خان زياتوي، چې کندهار کې ډير شمېر ځوانان د لوړ ولور له امله بې واده ګرځي او دې چارې په روانۍ ناروغیو هم اخته کړي دي.
دی چې د خپلې اته کسيزې کورنۍ سرپرستي هم په غاړه لري خپلي ستونزې دا ډول بيانوي: «زه خپله کورنۍ ساتم، درې ورونه لرم درې سره بې کاره دي ټول زما لاس ته ګوري دلته ماته د ورځې ۲۰۰ افغانۍ روزانه راکوي په هغه زه کور ساتم، خسر ته مې پنځوس وارې مشران ور واستول، خو هغه مو په قول نکوي، شپږ لکه مې ولور و اوس دوه نيم لکه پاتې دی.»
ادم خان له واکمن حکومت څخه غواړي ترڅو په هيواد کې ځوانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو ترڅنګ د نجلۍ د مهر يا ولور لپاره ځانګړی مقدار وټاکي څو ځوانان له ستونزو خلاص شي.
د ده ترڅنګ دوه ديرش کلن شفيع الله هم اووه کاله کېږي، چې کوژدن شوی او د اقتصادي ستونزو له امله واده نه شي کولای. دی وایي، کورنۍ ستونزې يې ورځ تربلې زیاتیږي او د لږ مزد او خراب اقتصادي وضعيت له امله بې واده پاتې دی.
هغه چې يوې کارخانه کې د اشپز دنده لري زیاتوي، هره مياشت يوازې دومره تنخواه ترلاسه کوي چې خپلو پوروړو دوکاندارانو ته يې ورکړي او کورنۍ پرې وساتي، خو د ولور ادا کولو لپاره ورته هيڅ هم نه پاتې کېږي.
شفيع الله وویل، د خسرګنۍ له لوري ورته ۹لکه ولور ټاکل شوی او څو ځلي یې د خسر کور ته جرګې هم ور لیږلي، خو په خبره یې چې خسر یې ولور نه دی کم کړی او د تېرو اوو کلونو راهيسې یې يوازې پنځه لکه ورکړي او نور پاتې دی.
شفيع الله زياته کړه: «اووه کاله کېږي چې کوژده مې کړې، نو وس او توفيق يې نه لرم چې ولور ادا کړم، دلته درې سوه راکوي د ورځي نو د ورځي او د شپې دلته يم، پلار او مور مې مړه شوي، مشر ورور لرم ما او هغه په دا شل کاله خبره نه ده سره کړې، نه کار سره لرو، هيڅ چا همکاري نه ده راسره کړې، خيريه بنسټو والا زموږ پر سر پيسې اخستي، خو کومک يې نه دی راسره کړی.»
د هغه په وينا، چې اوس مهال د واده کولو او خسرګنۍ راضي کولو لپاره شاوخوا شپږ لکه افغانيو ته اړتيا لري، خو وايي، که يې حالت همداسې دوام ولري لس کاله به نور هم خپل ولور ادا نه کړي.
دغه راز کندهار ښار کې یو بل ځوان محمد عالم يار وايي، چې زيات شمېر ځوانان د ډير ولور له امله بهرنيو هیوادونو ته پر قاچاقي لارو قرباني شوي او لاهم روان دي.
محمد چې د خياطۍ دنده پرمخ بیايي د طالبانو له واکمن حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په ټولو سیمو کې معلومه اندازه ولور وټاکي او پر خلکو یې عملي کړي.
نوموړی په دې باور دی چې د ځوانانو مجرد پاتې کېدل په ټولنه کې د فساد لپاره زمينه برابروي او د خرابۍ خواته یې بیایي.
عالم يار وويل: «بايد په اندازه باندې ولور واخيستل شي، زيات ولور اخيستل ځوانان ډيرو سختو کارو ته مجبوره کړي، حتا تردې چې نورو بهرنيو هيوادونو ته سفرونه کوي هلته پر قاچاقي لارو ځي، زيات سخت سخت کارونه کوي، که زه د خپل ځان په اړه درته ووايم اته لکه مي ولور و او دوه نيم کاله مې د کوژدې کېږي چې ما تراوسه واده نه دی کړی، نو دغه يو مشکل دی چې زيات ولور راڅخه غوښتل شوی نو زه په دې نه يم توانېدلی چې زه د دوی غاړه ور وباسمه.»
ورته مهال یو شمیر ټولن پوهان د لوړ ولور اخیستنه د کورنیو د اړیکو د خرابوالي لامل ګڼي او له خلکو غواړي چې د یو بل اقتصادي ستونزو ته په کتو دې د ولور اندازه وټاکي.
ټولن پوه محمد اسماعيل دروېش وايي، په ډيرو سيمو کې د زيات ولور اخيستلو وروسته د ميرمنې او خاوند ترمنځ ستونزې زياتې شوي ځکه په خبره يې چې ځوانان يې پړه پر خپلې ميرمني غورځوي.
دروېش وویل، د لوړو ولورونو اخيستو له کبله د ځوانانو فکرونه له پرمختګونو او تعليم څخه د پيسو ګټلو او ولور ادا کولو ته اوړي چې په وينا يې د پرمختګ لپاره يې لوی خنډونه زېږوي.
هغه زیاته کړه: «ولور په خپل ټاکلي اندازه پروا نه لري او نه هم مشکلات پيدا کوي مګر دا چې څوک په لس لکه شل لکه حتا په پنځوس لکه مو هم اورېدلي چې يو ځوان ته یې ولور ټاکلی.»
د نظر خاوندان لوړ ولور، بې وزلي، کمزوری اقتصاد، بې کاري او ناسم دودونه هغه عوامل بولي چې پیغلې نجونې یې له ترخه برخلیک سره مخ کړي او تر کوژدې وروسته، کلونه کلونه د خپل پلار په کور ناستې وي او خاوند یې د دې توان نه لري چې د سیمې له دودونو سره سم واده وکړي.