Photo: via depositphotos.com

پاکستان او طالبان د خپلمنځي اړيکو پر دوه لارې

شمشاد زلمی

د پاکستاني رسنيو او ژورنالستانو په وينا چې په پاکستان کې د څو کلونو وړاندې په پرتله په وروستيو دوو کلونو کې تروريستي بريدونه ۹۴ سلنه زيات شوي او له دې بريدونو زيات شمېر يې د پاکستان په دوو ايالتونو بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې شوي دي. له کومه چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي، د پاکستاني چارواکو په وينا په دې هيواد کې د پاکستاني طالبانو او نورو جهادي ډلو بريدونه زيات شوي، چې پاکستان يې پړه په افغانستان کې پر واکمنو طالبانو ور اچوي، ځکه د پاکستان په اند پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځايونه لري او هر ځل چې په پاکستان کې د پاکستان د حکومت مخالفو جنګياليو ډلو له لوري يو ستر بريد شوی دی، د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اړيکې يې د ترينګلتيا يوې نوې مرحلې ته بیولې دي او دواړو لورو د يوه-بل پر خلاف سختې ډاګيزې څرګندونې کړې دي. د روانې ډسمبر مياشتې پر ۱۲مه د پاکستان د خيبرپښتونخوا ايالت د ديره اسماعيل خان په سيمه کې د پاکستان پر پوځي مرکز د تحريک جهاد پاکستان نومې مبهمې ډلې بريد د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ بې باوري نوره هم زياته کړې. د پاکستاني ژورنالستانو په وينا، دا ځل د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ په منځني ختيځ کې د يوه عرب هيواد (ښايي قطر وي) په منځګړيتوب خبرې پېل شوې دي، تر څو د ټي ټي پي (تحريک طالبان پاکستان) مسئله حل کړي. مګر دا خبره په داسې مهال کې پېلېږي چې په پاکستان کې د جهادي ډلو بريدونه نه يوازې زيات شوي، بلکې د خپل ډول او مسووليت منونکو ډلو له اړخه پېچلي شوي هم دي. دې مسئلې نورې هم انديښنې زياتې کړې دي او پوښتنې راپيدا شوې چې که احيانا د افغان طالبانو په وسيله د پاکستاني طالبانو له تحريک سره خبرې بريالۍ کېږي هم، په عملي ډګر کې له نويو او مبهمو را پيدا شويو ډلو سره به څه کېږي؟

د پاکستان يوه مشهور ژورناليست اعزاز سيد ويلي، چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ يو ځل بيا د ټي ټي پي مسئلې د حل په موخه مذاکرات پېل شوي دي، خو دا ځل په دې لړ کې نوې خبره داده چې دا مذاکرات د منځني ختيځ په يوه عربي هيواد کې کېږي او د دې پاکستاني ژورناليست په وينا چې پاکستاني چارواکو او د افغان طالبانو په مشرۍ مقابل اړخ (پاکستاني طالبانو) څو ځله سره ليدلي هم دي. که څه هم د طالبانو چارواکو او د ټي ټي پي غړو بي بي سي او نورو رسنيو ته د دې مذاکراتو پخلی نه دی کړی، خو د اعزاز سيد په وينا چې يو پاکستاني چارواکي ورته ويلي، چې دا خبرې روانې دي، البته پاکستاني چارواکي زياته کړې چې دوی له خپلې ژمنې سره سم له پاکستاني طالبانو يا ټي ټي پي سره مخامخ خبرې نه کوي، بلکې د دوی خبرې له افغان طالبانو سره روانې دي. اعزاز سيد چې په سيمه کې د جهادي چارو مشهور ژورناليست او شنونکی دی، زياتوي چې دا ځل دا نامعلوم عربي هيواد ځکه په مذاکراتو کې ښکېل کړل شوی دی، تر څو که کومه هوکړه کېږي، د يوه ضمانت کوونکي رول ولوبوي او دا باوري کړي چې تر هوکړې وروسته به افغان طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي. همدا راز، يو شمېر نور شنونکي انګېري چې په دې وروستيو کې د طالبانو له لوري د پاکستان د ستر ديني ګوند جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ته بلنه ورکول چې کابل ته ولاړ شي، د همدې هڅو يوه برخه ده. د پاکستاني طالبانو يو غړي هم پاکستاني ژورناليستانو ته منلې چې که مولانا فضل الرحمان په دې خبرو کې ښکېل شي، ښايي اغېز ولري. [۱] [۲] مګر انګېرنه داده چې په دې مذاکراتو کې ښايي د مولانا فضل الرحمان ښکېلتيا هغومره اغېز ونه لري، لکه څرنګه چې يې توقع کېږي ځکه جهادي-ايډيالوژيکې ډلې په تيوريک لحاظ د مولانا فضل الرحمان له افکارو او د هغه له ګوندي سياست سره «عقيدوي» ستونزې لري. شونې ده چې پر افغان طالبانو تر يوه حده سياسي اغېز ولري، مګر کله چې خبره ايډيولوژيکو کرښو او يا هم د افغان طالبانو او د پاکستاني طالبانو ترمنځ ملګرتيا ته رسېږي، داسې نه ښکاري چې د مولانا فضل الرحمان ښکېلتيا به ګټوره تمامه شي.

مګر بل اړخ ته، د جګړې له توندوالي او د مذاکراتو له نويو هڅو سره هممهاله د پاکستان د حکومت پر ضد دوو نويو مخالفو ډلو د جګړې اعلان کړی دی. تحريک جهاد پاکستان او انصار الجهاد هغه ډلې دي چې په دې وروستيو کې راڅرګندې شوې او ځان له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څخه جلا ښيي او تحريک جهاد پاکستان نومې ډله چې تر انصار الجهاد وړاندې يې د خپل شتون اعلان وکړ، په دې وروستيو کې يې د پاکستان په ميانواله سيمه کې پر پوځي هوايي ډګر د بريد او همدا راز په ديره اسماعيل خان کې پر پوځي اډې د بريد په ګډون چې شاوخوا ۲۳ پاکستاني سرتېري په کې ووژل شول، ګڼ پېچلي بريدونه کړي. د پاکستاني چارواکو نظر دادی چې دا د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او افغان طالبانو ګډ تکتيک دی، غواړي په دې ډول له مسووليته ځان خلاص کړي. د دوی په وينا چې دا ډلې د تحريک طالبان پاکستان اړوندې ډلې دي، خو د يوې نوې ستراتېژۍ له مخې ځان بېل ښيي او په دې توګه غواړي چې د ټي ټي پي په تړاو پر کابل د پاکستان فشار راکم کړي او داسې وښيي چې په سيمه کې يوازې ټي ټي پي نه ده فعاله، بلکې د دې تر څنګ ګڼې نورې ډلې شته چې افغان طالبان يې نه پېژني او نه ورسره تړاو لري. دا شکونه هغه مهال نور هم قوي شول چې کله د ږوب لپاره د تحريک طالبان پاکستان والي خالد سربکف وويل، چې په دې نوم هيڅ ډله نشته، د هغه اشاره دې ته وه چې دا بريدونه اصلا تحريک طالبان پاکستان په خپله کوي، خو مستقيما يې مسوليت نه اخلي او د ده په وينا، مسووليت يې هغې ډلې ته پرېږدي چې شتون يې يوازې تر ټولنيزو رسنيو محدود دی.

د تحريک جهاد پاکستان نومې ډلې نوم يوازې څو مياشتې وړاندې رسنيو ته راووت. په سيمه کې د تاوتريخوالي څارونکي بنسټ خراسان ډايري مشر احسان الله ټيپو بي بي سي ته ويلي، چې څو مياشتې وړاندې يې ټیليفون ته پيغام راغی او د مولوي محمد قاسم په نوم يو کس ورته ليکلي و، چې دوی د «تحريک جهاد پاکستان» په نوم يوې ډلې بنسټ ايښی دی، نور يې ورته کوم تفصيلات نه وو ورکړي. د نوموړي په وينا، تر دې پيغام دوې ورځې وروسته يو بل پيغام راغی او همدې کس ورته ليکلي و، چې د پاکستان د بلوچستان ايالت په چمن ښار کې پر امنيتي ځواکونو د بريد مسووليت د خپلې ډلې له لوري مني. دا لومړی ځل و چې دې ډلې د يوه بريد مسووليت ومانه. [۳] تحريک طالبان پاکستان هم د روان کال په جولای مياشت کې دا ډله خپل جهادي وروڼه ګڼلي او القاعدې او نورو ډلو يې هم په خپلو تبليغاتو کې ملاتړ کړی دی. مولوي محمد قاسم چې د دې ډلې وياند دی، وايي چې مشر يې مولانا عبدل ياغستاني دی، خو د نورو غړو او ځای ځايګي په اړه يې هيڅ معلومات نشته. دې ډلې د خپل شتون د اعلان له مهاله تراوسه يوولس بريدونه کړي چې ځينې يې په کې پېچلي و او پاکستاني ځواکونو ته يې په کې درانه تلفات هم اړولي دي. دې ډلې په دې بريدونو کې له ۳۱ ځانمرګو بريدګرو کار اخيستی دی.

له دې سره هممهاله د ډسمبر پر ۱۵مه د انصار الجهاد په نوم يوې بلې ډلې هم د يوې ويډيو له لارې خپل شتون اعلان کړ. په دې ويډيو کې يې د خپل بيرغ، مشر او پنځه کسيزې شورا په اړه معلومات ورکړي و. دې ډلې ويلي و، چې نورې ډلې د سياسي او نورو مصلحتونو له کبله له کومو ننګونو سره مخ دي، دوی غواړي د هغو ستونزو په ختمولو سره د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړه نوره هم غښتلې کړي. دې ډلې د تحريک طالبان پاکستان برخلاف چې د خپلو جنګياليو ترمنځ بهرني جنګيالي نه غواړي، پر نړيوالو جهاديانو غږ کړی و، چې له دوی سره يو ځای د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر خلاف وجنګېږي. [۱]

د دې دوو جهادي ډلو را پيدا کېدو وضعيت نه يوازې د شنونکو بلکې د پاکستان د حکومت پر وړاندې هم پېچلی او ستونزمن کړی دی. پاکستان مسئله ساده کوي او دا ټولې ډلې د تحريک طالبان پاکستان نور نومونه ګڼي. که همدا خبره ومنل شي چې دا ډلې د تحريک طالبان پاکستان نور نومونه دي او دوی د افغان طالبانو په ملاتړ دا تکتيک خپل کړی، نو يوه ممکنه سناريو بيا هم پر خپل حال پاتېږي او هغه داده چې که د افغان طالبانو په سرپرستۍ کې له تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستان د حکومت خبرې بريالۍ کېږي، د دې ډلو له لوري د کېدونکو بريدونو ستونزه ناحل شوې پاتېږي ځکه دا ډلې نوې را پيدا شوې دي، تحريک طالبان پاکستان يې په اړه ناخبري ښيي او له افغان طالبانو سره يې د تړاو په اړه هم هغسې شواهد نشته لکه د تحريک طالبان پاکستان په تړاو چې موندل کېږي. په دې توګه که له تحريک طالبان پاکستان سره پاکستانی حکومت جوړه هم وکړي، د دې ډلو بريدونه ښايي ونه درېږي. که دا ډلې په رښتيا هم د تحريک طالبان پاکستان کسان وي، نو هغوی بيا له پاکستان سره دوه مخې لوبه کوي، هم مذاکرات کوي او هم جګړه او پاکستان اړ کوي چې له تحريک طالبان پاکستان سره په دریو محاذونو کې جګړه او خبرې وکړي چې د مسئلې حل ورسره پېچلی او ناشونی کېږي. همدا راز، همدې شونتيا ته په پام د تحريک طالبان پاکستان او افغان طالبانو هڅه داده چې په پاکستان کې دننه يوه سيمه لاندې کړي او د دې ډلې غړي او ورسره نور بهرني جنګيالي همالته ولېږدوي چې يوه بېلګه يې د پاکستاني طالبانو له لوري د چترال د نيولو هڅه وه چې پاکستاني ځواکونو ناکامه کړه. دا خبره نه يوازې د جګړې په ډګر کې پاکستاني او افغان طالبانو ته مطرح ده، بلکې د پاکستان له حکومت سره په مذاکراتو کې هم غوښتنه شوې چې قبايلي سيمې چې نيمه خپلواک حالت يې کلونه وړاندې پاکستاني حکومت لغوه کړی، هغه دې بيرته پخواني حالت ته ستنې کړي او تحريک طالبان پاکستان ته دې يې وسپاري. دويمې شونتيا ته په پام که دا ډلې له تحريک طالبان پاکستان څخه بيلې ډلې وګڼل شي، نو بيا هم شونتيا داده چې له دې ډلې سره د پاکستاني حکومت تر سولې وروسته به هم په پاکستان کې د جهادي ډلو بريدونه ختم نه شي، بلکې د تحريک طالبان پاکستان کوم کسان چې له پاکستاني حکومت سره د دې ډلې له جوړجاړي ناراضه کېږي، هغه به له دې ډلو سره يو ځای کېږي. د انصار الجهاد ډلې له لوري يو بل تکتيک دا کارول شوی چې پر نړيوالو جهاديانو يې غږ کړی چې ورسره يو ځای شي، په دې توګه که دوی د افرادو د کمښت له ستونزې سره مخ وي، هغه هم په يو ډول حل کوي او ښايي د القاعدې او ګڼو نورو جهادي ډلو افراد له همدې ډلې سره يو ځای شي او په عين مهال کې هغه بهرني افراد چې د دې ډلو مخالف اړخ داعش ته تلل، هغوی هڅوي چې له دوی سره ملګرتيا وکړي، ځکه تر دې وړاندې تحريک طالبان پاکستان اعلان کړی و چې په خپلو ليکو کې بهرني جنګيالي نه پرېږدي او هڅه يې کوله چې موضوع يوازي د پاکستان تر پولو دننه وساتي او پر کابل واکمن طالبان له فشارونو خلاص کړي، خو دا ډله داسې حدود نه مني.

په دې لړ کې يوه پوښتنه را پيدا کېږي چې پر افغانستان واکمن طالبان ولې د تحريک طالبان پاکستان ملاتړ کوي؟ د دې پوښتنې د ځواب يو اړخ دادی چې دا ډلې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو او افغان حکومت پر خلاف په جګړه کې سره ملې وې، پاکستاني طالبانو په خپله خاوره کې افغان طالبانو ته ځای، امکانات او جنګيالي ورکړي و چې لامل يې د دوی ترمنځ ايډيولوژيک او ژبني تړاوونه دي. افغان طالبان په ايډيولوژيک لحاظ په دې اند دي چې د پاکستان د حکومت پر وړاندې د پاکستاني طالبانو جګړه پر حق ده. د پخوانۍ ملګرتيا او ايډيولوژيک ليد له کبله که افغان طالبان د پاکستاني طالبانو هيڅ ملاتړ نه کوي، نو حد اقل مخالفت يې هم نه کوي. خو مشهور پاکستانی ژورناليست اعزاز سيد پر دې موضوع دا زياتونه هم کوي چې طالبانو د يوې ايډيولوژيکې ډلې په توګه لومړی پر نړيوال جهاد باور درلود، خو له امريکا او متحدينو سره يې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال وپوهېدل چې داسې څه ناممکن دي، نو يې خپلې موخې د سيمې تر کچې پورې محدودې کړې دي او له همدې کبله يې يوه هڅه  داده چې په پاکستان کې هم پاکستاني طالبان واک ته ورسېږي. د نوموړي په اند، په دې موخه کې افغان طالبان، پاکستاني طالبان او القاعده او همدا راز نورې جهادي ډلې ټولې سره همغږې دي، د دوی لپاره پاکستان ځکه يو هدف دی چې پاکستان ذروي وسلې لرونکی هيواد دی. د ده په وينا، دوی غواړي د پاکستان په نيولو سره ذروي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي او په دې توګه د نړۍ په کچه په يوه ځواک بدل شي.

له دې حالت څخه د وتلو لپاره پاکستان اوس مهال پر کابل له واکمنو طالبانو سره په خبرو اخته دی او له هغوی غوښتنه کوي چې په خپله خاوره کې دې د تحريک طالبان پاکستان غړو ته د اوسېدو او هلته د فعاليت اجازه نه ورکوي او همدا راز د ځينو مشخصو کسانو د ور سپارلو غوښتنه يې کړې ده. خو داسې ښکاري چې نه يوازې ‎په دې خبرو کې پرمختګ نه دی شوی، بلکې د پاکستان غوښتنې هم نه دې پوره شوي ځکه پر کابل واکمن طالبان دا د پاکستان کورنۍ مسئله بولي او په دې توګه ځان له ټولې موضوع شاته کوي، پاکستان دا ځل يو عربي هيواد په ممکنه  ډول قطر هم په دې موضوع کې ښکېل کړی دی. خو له دې سره-سره، د طالبانو د المرصاد رسنۍ او همدا راز د تحريک طالبان پاکستان د پخواني وياند احسان الله احسان په وينا، پاکستان په خپله خاوره کې د داعش جنګياليو ته ځای ورکړی دی او غواړي په افغانستان کې د طالبانو پر ضد استفاده ترې وکړي. د المرصاد له لوري تر دې څرګندونو وروسته پاکستاني حکومت له طالبانو غوښتي چې دا رسنۍ وتړي او يا هم حد اقل د پاکستان پر خلاف هيڅ ونه وايي، د پاکستان له غوښتنې سره سم د دې رسنۍ فعاليتونه د طالبانو له لوري محدود شوي دي. خو پوښتنه داده چې که له طالبانو سره مذاکرات پايله نه ورکوي، ايا له پاکستان سره پر طالبانو د فشار راوړلو نورې لارې شته؟ پاکستان له وړاندې لا افغانستان ته په جبري توګه د کډوالو په لېږدولو او د ځينو سوداګريزو پاليسيو او غير اعلاني تجارتي محدوديتونو له لارې هڅه کوي چې طالبان تر فشار لاندې ونيسي او د خپلو غوښتنو منلو ته يې اړ کړي، خو وروستيو بريدونو ته په پام دې فشارونو نتېجه نه ده ورکړې. له بل لوري، پاکستان له ځانه د طالبانو پر بشپړ خپه کېدو هم وېرېږي او اندېښنه ورسره ده چې که د خپلو سختو پاليسيو له کبله طالبان له ځانه ناراضه کړي، ښايي هغوی هند ته نږدې شي او په دې توګه به د پاکستان پر خلاف جنګېدونکي جهاديان او طالبان د هند مرستې هم ترلاسه کړي.

بل لور ته، طالبان هم له سخت حالت سره مخ دي او داسې ښکاري چې پر وړاندې یې يوازې دوه انتخابه لري: د پاکستان د حکومت ملګرتيا او يا هم د تحريک طالبان پاکستان په ملاتړ درېدل. که طالبان هر اړخ انتخابوي، د دوی د رژيم راتلونکی او ورسره د دې پريکړې له امله رامنځته کېدونکې پايلې به ډيري متفاوتې وي. پاکستاني چارواکو له وړاندې داسې اشارې ورکړې دي چې ښايي په خپله خاوره کې امريکايي ډرون الوتکو ته اډې ورکړي او په دې توګه به ښايي طالبانو ته دا پيغام ورکوي چې که دا ځل هم د جهاديانو په ننګ درېږي، نو پايله به يې د دوی له تېري دورې څخه متفاوته نه وي. مګر داسې ښکاري چې افغان طالبان له پاکستان سره د خپلې ستراتيژيکې ملګرتيا پر ځای خپلې جهادي انډيوالۍ او ايډيولوژيک تړاو ته ډېر ژمن دي او يا هم حد اقل د دې انډيوالۍ بايلل نه غواړي. راتلونکې څو مياشتې او د یو عرب هيواد په منځګړيتوب روانې خبرې ډېري مهمې دي، له دې وخته او دې مذاکراتو راوتونکې پايلې او پرېکړې د دواړو پخوانيو ستراتېژيکو ملګرو د اړيکو راتلونکی برخليک ټاکي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[۱] https://www.bbc.com/urdu/articles/cl50nkyplx1o

[۲] د فیصل وریچ پاډکاسټ کې د اعزاز سيد څرګندونې

[۳] https://www.bbc.com/urdu/articles/cqv09684741o