د ډار په لومه کې؛ د طالبانو په زندانونو کې د پخوانيو زندانيانو د تجربو په اړه راپور

د امير بهنام او جليل رونق څېړنيز راپور

Photo: Ariana News

رحيم الدين د زرګونو نورو زده کړيالانو په څېر د هيواد د بدلونونو له کبله خواشينی و. دی له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د نجونو د مخنيوي، د دولتي ادارو د طالباني کېدو، د خصوصي او نړيوالو بنسټونو د تړل کېدو او د ده په خپلو الفاظو «د ژوند د سختېدلو» شاهد و. دا حالت د يو داسې ځوان لپاره دردناکه تجربه وه چې غوښتل يې يوه ورځ د افغانستان په عدلي بنسټونو کې ښه دنده ولري. له دې سره-سره، هغې شيبې د ده ټولې هېلې ختمې کړې چې د طالبانو د استخباراتو ادارې مامور ده ته په اشاره کولو سره خپل همکاران پوه کړل چې بايد ويې پلټي. رحيم الدين خپل کتابونه پرېښودل او يو څه وخت وروسته د طالبانو د استخباراتو د غوسه ناکو مامورينو ترمنځ و چې تل به يې په مرګ ګواښه.

رحيم الدين يو له هغو زرګونو زندانيانو څخه دی چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته يې د بندي کېدو دردناکه تجربه ليدلې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان وروستی راپور چې سږکال د لړم په مياشت کې خپور شو، د طالبانو په زندانونو کې د شته بنديانو شمېر يې ۱۷ زره ښودلی وو. د دې راپور له مخې، طالبانو غوښتل چې تر ۱۰ زرو پورې زندانيان وساتي، مګر په دې پرېکړه کې ناکام شول. له جنايي مجرمينو او حقوقي دعوو څخه واخله تر نړيوالو تروريستانو، د داعش تر غړو او د طالبانو پر خلاف د وسله‌والو مقاومت جبهو په همکارۍ تر نيول شويو کسانو او په سياسي جرمونو تر نيول شويو افرادو پورې ګڼ کسان زندانيان دي. د طالبانو په اوسنيو زندانانو کې د پام وړ شمېر هغه کسان دي چې ښکاره د سياسي دلايلو له کبله نيول شوي دي. د افغانستان ۲۰ کلنې پخوانۍ تجربې ته په پام چې وګړو يې نسبي ډيموکراټيکې ازادۍ درلودې، د هغو زندانيانو کتار ورځ په ورځ پراخېږي چې د سياسي دلايلو له کبله له دې وېروونکې تجربې تېرېږي. د رحيم الدين په څېر زندانيان د هغو دلايلو له کبله له دردناکو تجربو تېرېږي چې د جمهوري دولت تر سقوط وړاندې ډېر عادي او ساده ښکارېدل.

د طالبانو له دریو پخوانيو زندانيانو سره د خبرو پر اساس، له دوی سره تاوتريخوالی شوی، شکنجه شوي او په رواني ډول ځورول شوي دي او د دوی د يوه په وينا «اخر سړی مات شي». د رحيم الدين لپاره دا ماتېدل د نيول کېدو له شيبې پېلېږي.

نيول کېدل

د طالبانو له درې واړه پخوانيو زندانيانو سره چې موږ خبرې کړې دي، د نيول کېدو تاوتريخجنه تجربه لري. د طالبانو مامورين هغه که د دې ډلې د استخباراتو او يا هم د کورنيو چارو وزارت کسان وي، د خلکو د نيولو پر وخت په تاوتريخجنه او ويروونکې توګه چلند کوي او هيڅ ډول قانون ته ژمن نه دي. د درې واړو له کيسې سره سم، دا دوره تر ټولو تاوتريخجنه او وېروونکې دوره ده چې تورن کس ورسره مخ کېږي. درې واړه کسانو تاييد کړې چې په دې دوره کې له داسې تاوتريخوالي او ويرونې سره مخ شوي لکه د مرګ او په ډزو د ويشتل کېدو اصلي وېره.

رحيم الدين چې په کابل کې د طالبانو د لوړو زده کړو په يوه بنسټ کې په زده کړو بوخت و، د طالبانو د استخباراتو د مامورينو په موټر کې تر سخت وهلو-ټکولو وروسته پوهېږي چې جرم يې د طالبانو رهبر ته توهين دی. دی وايي چې ځینې وختونه به يې پر ټولنيزو رسنيو په طنزي لهجه د طالبانو پر مشر او يا هم د دې ډلې پر ظلم او استبداد نيوکې کولې.کله چې يې دی مشخص کړ، په چټکۍ يې موټر ته پورته کړ، د ده سترګې يې وتړلې او روان شول. د لارې په اوږدو کې يې د رحيم الدين سترګې يو ځل خلاصې کړې او له ده يې وغوښتل چې خپل ټیليفون دوی ته وسپاري او بيرته يې ورته سترګې وتړلې. د طالبانو د استخباراتو مامورينو دی وګواښه چې د دوی د رهبر د توهين له کبله به يې ووژني. رحيم الدين وايي چې لاهم حيران و، چې موټر په يوه کوڅه کې ودرېد. دی وايي: «اول يې په ښکنځلو له موټره راښکته کړم، سترګې مې تړلې وې او له همدې کبله نه پوهېدم چې بايد څه وکړم. دوی زه په سوکانو، لغتو او د وسلې په کونداغ وهلم. کله چې پر ځمکه ولوېدم، لا يې هم زما وهلو ته دوام ورکړ. له ډېره درده مې چيغې وهلې، خو د هغوی يوه زما خوله وتړله او په داسې حال کې چې پر ځمکه رغړېدم، لا يې هم پرلپسې وهلم تر دې چې بدن مې وينې وکړې. تر دې وروسته يې زما د بدن او مخ وينې په دستمال پاکې کړې او روان شول. يو څه وخت وروسته يې په يوه تياره خونه کې واچولم. هغه شپه تر ټولو سختې شيبې وې چې راباندې تيرېدې، ځکه له يوې خوا له سخته درده کړېدم او له بله اړخه خپل نامعلوم برخليک ته اندېښمن وم.»

ظريفه يعقوبي چې د کابل په لارو او کوڅو کې يې ګڼ لاريونونه همغږي کړي، ډېره له داسې تجربو سره مخ شوې ده. دا لږ تر لږه دوه ځله د لاريونونو پر مهال او يو ځل د طالبانو د امنيتي مامورينو له لوري هغه مهال ونيول شوه چې په کابل کې يې د ښځو د حق غوښتنې د يوه خوځښت اعلان کاوه. د دې د نيول کېدو دليل د ناروې پلازمينې اسلو ته د طالبانو پر سفر د نيوکې کولو لپاره د خبري غونډې جوړول او د دې د ملګرو پروانې ابراهيم‌خيل او تمنا زرياب پرياني نيول کېدل وو. دا وايي: «د هغې ورځې تر ماسپښين وروسته چې کله په ټکسي کې کېناستم، پښتونستان واټ یا فواره آب (د ماليې وزارت ودانۍ مخامخ) د طالبانو د پلټنې مامورينو زموږ موټر ودراوه او په خپل منځ کې يې وويل، «بله يوه يې دغه ده» او زه يې له موټر څخه ښکته کړم. زما ټیليفون يې واخيست او زه يې د پوليسو په رنجر موټر کې سپره کړم او روان شول.»

د طالبانو د استخباراتو ادارې مامورينو دا د پوليسو نهمې حوزې ته يو وړه، چيرته چې د دې په ژوند کې په لومړي ځل له دې پلټنې کيدې. اغلې يعقوبي چې د رباني پوهنتون (تعلم او تربيه) له ساينس پوهنځي فارغه شوې، د ښوونکې په توګه ۱۰ کلنه تجربه لري او د سياسي علومو لیسانس يې هم اخيستی دی او څو کلونه يې په دولتي او غير دولتي بنسټونو کې هم کار کړی، دا چې د پوليسو نهمې حوزې ته څرنګه ننوتله خبره شوه چې درانه تورونه پرې لګول شوي دي. د دې په وينا دا د يوې داسې ښځې لپاره وېروونکې وه چې نه يې د چا پر خلاف وسله اخيستې وه، نه يې چاته توهين کړی و او نه يې هم کوم انسان وژلی و او يوازې د ميليونونو ښځو حق يې غوښته. اغلې يعقوبي چې کله د پوليسو نهمې حوزې ته ننوتله، هيڅ ښځينه پوليسه نه وه. دا مستقيما يوې خونې ته يو وړل شوه او طالب چارواکو د خونې د دروازې له وړې پنجرې د دې پلټنه شروع کړه. پر دې تور و چې د احمد مسعود په مشرۍ د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» ملاتړ کوي چې د طالبانو پر خلاف په جګړه بوخته ده. ظريفه وايي: «ماته وويل شول چې ستاسو لاريونونه د دې جبهې له لوري مديريت کېږي.»

اغلې يعقوبي د پولیسو په نهمه حوزه کې د يوې شپې تر تېرولو وروسته سبا ورځ (سهار پر څلور بجې) د خپلې کورنۍ په ضمانت ازاده شوه خو دې ته يې وويل، چې «موږ دې څېره پيژندلې ده او بايد په هيڅ ډول لاريون کې ګډون ونه کړې او نه له رسنيو سره خبرې وکړې، که نه بيا به له موږ ګيله نه کوې.»

دويم ځل ظريفه له يو شمېر نورو معترضو نجونو سره يو ځای د طالبانو له ځواکونو په تېښته وه او يوې زيرزمينۍ ته يې پناه يو وړه چې د طالبانو لاس ته ورغله. دا وايي کله چې د طالبانو له بند څخه ازاده شوې وم، هڅه مې وکړه چې په اعتراضونو کې ګډون ونه کړم ځکه طالبانو مې له کورنۍ ژمنه اخيستې وه. خو کله چې د تېر حکومت د سقوط کليزې ته نږدې شو، بيا مو هڅه وکړه چې لارو او کوڅو ته ووځو. په دې توګه له خيرخانې، تر دشت برچي او بيا شهرنو پورې د نجونو ترمنځ همغږي پېل شوه. نجونو خپل تبليغاتي بينرونه او شعارونه چاپ کړل او د ۲۰۲۲ کال د اګست پر ديارلسمه چې لاهم د پخواني دولت د سقوط کليزې ته دوې ورځې پاتې وې، ظريفه او همکارانې يې په شيندلې او انفرادي توګه د ښار په زړه کې دولتي ودانيو ته څيرمه د ستر سوداګريز مرکز ګلبهار سنټر پر لور حرکت وکړ. دا وايي: «د دې لپاره چې ټولې نجونې راټولې شي، يوه ريسټورانټ ته ولاړو او منتظرې و چې ټولې راشي.» دا زياتوي: «ټوله هڅه مو وکړه چې طالبان زموږ برنامې ته متوجې نه شي او تر راټولېدو وړاندې مو ونه پاشي.» تر دې چې د ۸۰ او ۱۰۰ ترمنځ معترضو نجونو له ګلبهار سنټر څخه خپل لاريون پيل کړ. دا وايي: «له هوايي ډزو سره-سره موږ تم نه شولو ځکه له وړاندې مو سره ويلي وو، چې تر څو طالبان پر موږ مستقيمې ډزې ونه کړي، نورو فشارونو ته پام نه کوو او يوازې کېنو. کله چې لاريون اوج ته ورسېد، يو څو نارينه هم له موږ سره ملګري شول. بينرونه زيات شول، لاريون پراخ شو، له هوايي ډزو سره-سره مو شعار ورکاوه تر دې چې د کورنيو چارو وزارت پيژنتون مخې ته را ورسېدو. دلته ډزې زياتې شوې چې له کبله يې زموږ يو شمير همکارانې ژوبلې شوې. پام مو شو چې تر دې زيات مقاومت نه شو کولای. ځواکونه زيات شوي وو. موږ ۱۲ تنو نشوای کولای چې چيرته وتښتو، يوې زيرزميني ته ولاړو چې زما په اند درملتون و.»

انځور: خواله رسنۍ

تر دې چې تر ۲۰ دقيقو وروسته ډزې ودريدې او د طالبانو د استخباراتو ځواکونه زيرزميني ته راغلل چې د ظريفې يعقوبي په ګډون ۱۲ معترضې نجونې يې همالته ونيولې. دوی تر دې وړاندې د دې زيرزميني ويډيو هم پر مجازي شبکو خپره کړې وه او ويلي يې و چې په يوه سرپټي ځای کې محاصره شوې دي. د ډېری نجونو نومونه د طالبانو د استخباراتو د مامورينو زده و، ټیليفونونه يې ټول کړل او د لاريونونو ويډيوګانې او عکسونه او له معترضينو سره د طالبانو د تاوتریجن چلند ويډيوګانې يې حذف کړې. تر دې وروسته پلټنه، وهل او ټکول او توهين پېل شول. اغلې يعقوبي وايي: «يو څه وخت وروسته درې ښځينه پوليسې هم زيرزميني ته راغلې. يوې يې زما د ټیليفون پلټلو پر مهال زما يوه وينا را پيدا کړه چې په کورنيو چارو وزارت کې مې د مارچ د اتمې په مناسبت کړې وه. دا ښځه ماته نږدې شوه او راته ويې ويل چې موږ هم د کورنيو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې يو. اندېښنه مه کوئ.» له دې سره-سره، دې موضوع د طالبانو فحش ويل او تاوتريخوالی کم نه کړ او د معترضانو توهين او سپکاوي ته يې دوام ورکړ. اغلې يعقوبي زياتوي: «په نيول شويو نجونو کې زه هزاره وم، نورې پښتنې، ازبکې او تر ډېره تاجکې وې. طالب سرتېری زما پر وړاندې ودرېد او ويې ويل هزاره مرتده، ستاسي محقق او خليلي زموږ پر وړاندې نه شي درېدلای، اوس خپلې ښځې رالېږي؟» د طالبانو ځواکونه تر پرلپسې اړیکو او د خپلو چارواکو تر امر وروسته دې پايلې ته ورسېدل چې دا معترضې نجونې ونه نيسي. دوی نجونې يو په يو له زيرزمينې وويستلې، عکسونه يې واخيستل او کور ته د تلو اجازه يې ورکړه.

تر دې وروسته په لارو او کوڅو کې د ښځو اعتراضونه کم شول، ډېری ښځې پيژندل شوې وې او د بشري حقونو د فعاليتونو لپاره پرې ساحه تنګه شوې وه. ظريفې هم د نورو په څېر هڅه کوله چې تر کومه ځايه کولای شي خپله نيمه امن ساحه خوندي وساتي. له دې سره-سره، کله چې د کاج زدکړييز مرکز په خوله کې ځانمرګی بريد وشو، دې يو ځل بيا هڅه وکړه چې قهريدلي سړي او ښځې لارو او کوڅو ته راوباسي. دا وايي: «کله چې مې له پنجرې سړک ته وکتل، امبولانسونه مې وليدل. زړه بوږنوونکې صحنه وه. کله چې مې ټولنيزې رسنۍ وپلټلې پام مې شو چې په محمد علي جناح روغتون کې زيات شمير زخميان وينو ته اړتيا لري. زه، پ.ژ او يو شمير نورې نجونې له خيرخانې، شهرنو او برچي څخه د جناح روغتون لور ته ولاړو. د ځینو مړو سرونه نه وو، د ځينو لاسونه نه و او د ځينو هم پښې پرې شوې وې. د زخميانو وضعيت ډېر بد و او طالب ځواکونه په وحشت سره روغتون ته راننوتل او هيچاته يې اجازه نه ورکوله چې ژوبلو ته وينه ورکړي او موږ ته يې وويل، چې سړو ته د ښځو وينه ورکول حرام دي. د دې دردناکې صحنې ليدل د دې باعث شو چې نارې کړم چې هزاره ګان غيرت نه لري، راځئ ۱۰ مړي را واخلو او د ارګ مخ ته ورشو، يا هم په يوه ځل ومرو او يا هم دا وضعيت پای ته ورسوو.» د ظريفې خبرو طالب سرتېري حساس کړل، هغوی چاته د وتلو اجازه نه ورکوله او ښځينه سرتيرې هم راغلې وې، داسې ښکارېده چې غوښتل يې نجونې ونيسي. اخر هم ظريفې او ملګرو يې وکولای شول چې له روغتونه ووځي. سبا دا نجونې دويم ځل د کاج زده کوونکو پر وژنې د اعتراض لپاره لارو او کوڅو ته راووتلې. دوی چې کله له پل سوخته څخه خپل لاريون پېل کړ، غوښتل يې د کاج زدکړييز مرکز تر مخ پورې خپل اعتراض ته دوام ورکړي، خو کله چې د کابل په لوېديځ کې الزهرا مسجد ته نږدې ورسېدل، طالبانو په اوښکې بهوونکي ګاز، وهلو-ټکولو او هوايي ډزو نجونې سره وپاشلې او حتا له ښاري موټرو (کاسټر) څخه يې د لوړ عمر ښځې ښکته کولې. ظريفه په دې ورځ له دوو معترضينو سره يو ځای د يوې معترضې نجلۍ د خور کره ولاړې او همالته پټې شوې.

تر دې ټولو پیښو وروسته يوه ورځ چې هر څه ارام او بې خطره ښکارېدل، اغلې يعقوبي احساس کړه چې ژوند يې وروستۍ کرښې ته رسېدلی. ظريفې يعقوبي د «برابرۍ لپاره د افغان ښځو خوځښت» د موجوديت د اعلانولو لپاره پروګرام جوړ کړې و او تر دې وړاندې يې هڅه کړې وه چې له اتلسمې او شپږمې حوزې د «يوې فرهنګي برنامې د جوړولو» لپاره جواز واخلي چې ونه توانېده. کله چې دا څلور ساعتيزه برنامه پای ته ورسېده، د طالبانو ځواکونه چې د دې برنامې شاوخوا يې محاصره کړي و، سالون ته دننه شول او ټولو ته يې اخطار ورکړ چې له خونې ونه وځي، د ټولو ټیليفونونه يې ټول کړل او له ظريفې يعقوبي يې وغوښتل چې له دې سالونه ووځي. دا د طالبانو د پولیسو موټر څنګ ته لاس تړلې ولاړه وه او خپل درې نارينه همکاران يې ليدل چې د طالبانو له لوري ونيول شول، کله چې يې د هغوی د خوشې کولو هڅه وکړه يوه طالب وويل، چې «دا فاحشه موټر ته دننه بوزئ». ظريفه يې په موټر کې دننه کېنوله، دوې ښځينه پوليسې يې ښي او چپ اړخې ته کينستلې او له موټر چلوونکي سره دوه وسله وال کسان مخ ته کېناستل. کله چې موټر د کوټه سنګي پر هوايي پل تېرېده، د طالبانو کسانو د دې په سر توره کڅوړه ور واغوسته. دا وايي: «ما لومړی وخندل او ومې ويل زه خو مجرمه نه يم چې په سر مې توره کڅوړه اغوندئ، په همدې شېبه کې پر مخ يوه سخته څپيړه ووهل شوم او د يوې ښځې غږ مې واورېد چې په قهر يې وويل چوپه شه. دا زما لپاره سخت وضعيت و، ستونی مې راډک شو او په چيغو مې وويل، چې توره کڅوړه مې له سره ايسته کړئ، هغوی اخر هم کڅوړه لېرې کړه، خو زما له سره يې پړونی راواخيست او په هغه يې سترګې را وتړلې. کله چې د کابل د استخباراتو رياست ته نږدې ورسېدو، پړونی يې راڅخه لېرې کړ او بيرته يې دويم ځل توره کڅوړه په سر را واغوسته.» ظريفه په همدې ورځ د کابل د استخباراتو رياست ته ننوتله، د تېرو ځلونو بر خلاف يې دا ځل د ازادېدو په اړه هيڅ خبر نه و.

د پلچرخي زندان. انځور: خواله رسنۍ

طالبان چې د سياسي جرمونو، د نظام پر خلاف د تبليغ او يا هم د دې ډلې د چارواکو (مشرانو طالبانو) د توهين په تور څوک نيسي، له زيات تاوتريخوالي او ويرونې کار اخلي. له ډېری کسانو سره چې موږ مرکه کړې ده، وايي چې د هغوی چلند ورسره داسې دی لکه يو خطرناک ترهګر چې نيسي. له همدې کبله د نيونې او بندي کولو پر ځای مناسب الفاظ دادي چې د عامو وګړو اختطافول ووايو. د زیات عمر لرونکی علي شاه چې بيا – بيا د يوه چټي تور له کبله نيول شوی او پلټنې ترې شوې دي، دی وايي: «يو ځل يو ځای ناست وم، کله چې مې غوښتل له هغه ځايه په تلو کور ته ولاړ شم، په غير نظامي جامه کې دوه کسان راته نږدې شول او په ګواښ يې د پولیسو موټر ته بوتلم. دوی حتا اجازه رانه کړه چې کور ته مې خبر ورکړم. بل ځل چې تر پلټنې او لومړي ځل زنداني کېدو وروسته په ضمانت خوشې شوم، يوې نامعلومې شميرې زنګ راته وکړ او له ما يې وغوښتل چې د يو څه د اخيستلو لپاره دباندې کوڅې ته ور ووځم. کله چې کوڅې ته ور ووتلم، د طالبانو د حوزې پولیسو موټر کې کېنولم او د تور په تړاو د پوښتلو پر ځای يې سوکان او لغتې راته ونيولې. زه حتا نه پوهېدم چې دا ځل مې جرم څه دی.»

د هغو کسانو شمېر هم کم نه دی چې د مغرضانه شخصي راپورونو له کبله طالبانو نيولي دي. يو ځوان چې تازه له پلچرخي زندان څخه ازاد شوی او نه غواړي چې هيڅ ډول نوم يې واخيستل شي، وايي: «زه له ايرانه راغلی وم او يوه پخواني ملګري مې زنګ راته وکړ چې مېلمه يې شم. کورنۍ يې له وړاندې زموږ له کورنۍ سره په سيمه کې يوه ستونزه درلوده او په هماغه شېبه مې دې ته فکر نه شو ځکه مهم څه نه و. له دې سره-سره چې کله د هغه کور ته ورسېدم، يو شېبه وروسته د طالبانو کسان کور ته راغلل او زه يې د طالبانو پر خلاف له يوې وسله والې جبهې سره د همکارۍ په تور ونيولم. ان زما روح هم خبر نه و چې په افغانستان کې داسې يوه جبهه شته.»

پلټنه

څوک چې نيول کېږي، په ټول وجود سره درک کوي چې په ژوندوني به جهنم درک کوي، خو نه پوهېږي چې کومه شېبه کې به جهنم ته ننوزي. وهل او ټکول او تاوتريخوالی، بد چلند او توهين او سپکاوی د دې شيبې يوه وړه برخه ده. نيول شوی کس نه پوهېږي چې له څه سره به مخ کېږي. هيڅ کس نه پوهېږي چې يو ساعت وروسته به له څه سره مخ کېږي. ناهيلي، وېره او بې خبري يوازيني هغه شيان دي چې د زندان په تياره او وړو کوټو کې پر ديوالونو او دروازې ښکاري. د ناهيلۍ او ويرې له کبله را پيدا شوی خپګان او فشار يوازې د زنداني ستونی نه را ډکوي، بلکې د زندانيانو کورنۍ د خپلو خپلوانو د ورکېدو او يا هم نيول کېدو له شيبې له بشپړې بې خبرۍ او خپګان سره مخ وي. له دوی سره د هيڅ پوښتنې ځواب نه وي، نه پوهېږي چې د نيول شوي کس پر سر به څه راځي، نه پوهېږي چې جرم يې څه دی او نه پوهېږي چې د احوال اخيستلو لپاره به چيرته ځي. دا دوه ګونی فشار هغه ستره شکنجه ده چې نيول شوی کس او کورنۍ يې بايد هره ورځ او هره شېبه وزغمي.

کله چې ظريفه يعقوبي د کابل د استخباراتو رياست ته ننوتله، د ملي امنيت (د پخواني دولت د استخباراتو اداره) دوو کارمندانو دا په موضوع خبره کړه. اغلې يعقوبي وايي، چې ودانۍ ته له ننوتلو سره سم مې دوه تنه وپېژندل چې يو يې د پخواني ملي امنيت د يوه رياست سکرټر و. دا وايي: «دا کس ماته نږدې راغی او ويې ويل چې زړه مه اچوه، سر دې جګ ونيسه (تکړه شه) ځکه چې د فلم نجلۍ له همداسې ورځو تېرېږي.» يو څه وخت وروسته يې د ظريفې ټیليفون چې وړاندې يې ترې اخيستی و، راووړ تر څو يې قلف خلاص کړي. دې ته وويل شول چې د زندان دا اداره ښځينه زندان (نظارت خانه) نه لري، نو دشپې به دلته نه وي او ازاده به شي. د ظريفې په زړه کې د هيلې لومړۍ څړيکه را پيدا شوه. دې ته ټیليفون ورکړل شو چې له کورنۍ سره يې اړيکه ونيسي. د ظريفې ورور او مور له هيواده دباندې ژوند کوي، خو لېرې کورنۍ چې به يې په ټیليفون کې مازي پښتو خبرې واوريدې، ټیليفون يې نه ځواباوه او بند به يې کړ. تر دې چې ماښام شو او د طالبانو د استخباراتو دوو کسانو چې د پخواني ملي امنيت کارمندان و، خپل اطاق اغلې يعقوبي ته ورکړ، تر څو شپه همالته وکړي. دشپې نهه بجې ورته وويل، شول چې محرم يې راغلی دی. ظريفه وايي: «په دې سره حيرانه شوم، ما وويل محرم مې څوک دی؟ ځکه يوازې ورور او خور مې له ما سره ژوند کاوه.» کله چې دا له خپله کوره راوزي، ويني چې طالبانو يې خور له کوره نيولې او له ځان سره يې راوستلې ده. د ظريفې د خور نيول په ښکاره ساده و: «له خور سره دې نن شپه محرم نشته، بايد هغې ته ورشې، سبا ازادېږي.» د ظريفې خور په اوښلنو سترګو دې ته وويل، چې اغلې فوزيه کوفي هم دې ته ويلي دي چې نن شپه دې خور ته ورشه، سبا ازادېږئ. ظريفه وايي په هماغه شېبه مې فکر وکړ چې سبا جمعه ده او دا چې دومره ژر ازادېږم، شک راته پيدا شو. له بله اړخه، د دې ازادېدل د طالبانو د استخباراتو رياست د رييس له اجازې پرته ناشوني و ځکه په دې اداره کې تر څو ساعته تېرولو وروسته دې اورېدلي و، چې د دې ادارې رييس د څلورم ځل لپاره واده کړی دی او ډېر کم د کابل د استخباراتو رياست ته راځي. جمعه تېره شوه، شنبه هم تېره شوه او دا دوې شپې او ورځې د ظريفې ناخبرې او ويريدلې خور پرلپسې ژړل. د طالبانو مسلسل ګواښونه د دې لامل شول چې دا چوپه شي. د يکشنبې په ورځ دې ته خبر ورکړل شو چې رييس راغلی دی. په دې وخت کې لومړنۍ پلټنې هم شوې وې او دې ته قضيه جوړه شوې وه. هغه ورځ د ماسپښين تر دوو بجو وروسته يو څوک راغی او غږ يې وکړ چې ظريفه څوک ده. ظريفه له ځايه ولاړه شوه او ځان ته يې اشاره وکړه. دې خپله خور هم معرفي کړه چې زده کړياله ده او په هيڅ شي کې لاس نه لري. ظريفه وايي: «دې کس ماته ټیليفون راکړ چې د (طالبانو په حکومت کې) د هزاره ګانو استازي او د ښار جوړونې وزارت معين مدارعلي کريمي ته زنګ ووهم چې زما ضمانت وکړي.»

ظريفه وايي: «ما ټیليفون را واخيست او ده (کريمي) ته مې زنګ وکړ چې کاکا راشه ما ازاده کړه، ما يوه تېروتنه کړې او بيا به نه تکرارېږي. ښاغلي کريمي پر ټیليفون سخته ملامته کړم او زياته يې کړه چې دا نظام د زرګونو ځوانانو په وينه راغلی او تاسو يې پر خلاف توطيې کوئ. ما ورته وويل، چې راشه ما ازاده کړه او ده وويل چې سمه ده، پر لار يم، درځم.» ظريفه زياتوي: «زه منتظره وم چې ښاغلی کريمي راشي، خو څلور، بيا پنځه او بيا شپږ بجې شوې او هيڅوک رانغی.» اغلې يعقوبي وايي: «دی پرته له دې چې ما وويني، د کابل د استخباراتو رييس ته راغلی و او له هغه يې غوښتي و چې ما تر فشار لاندې ونيسي.» د دې ادعا خپلواک تاييد نه شي کېدلای. په هر حال، د ماښام پر اوو بجو يې ظريفې او د دې خور ته يوه کاسه لوبيا راوړه، خو چا د خوړلو اشتها نه درلوده. وروسته د دې ادارې سرتېرو ورته خبر ورکړ چې د خور د ناروغۍ د حال معلومولو لپاره لومړی دواړې روغتون ته وړي او بيا به ازادې شي. يو ځل بيا ظريفه هيله منده شوه. خو کله چې يې د دې او د خور لاسونه يې ور وتړل او کاسټر ډوله موټر (هغه موټر چې پنجرې يې پنډ سيمان لري او عموما د زندانيانو د انتقال لپاره استفاده کېږي) ته يووړې، ظريفه اندېښمنه شوه. «موږ دوه-درې ساعته په موټر کې کېناستو، اته  وسله وال کسان هم موټر ته راوختل او ما احساس کړه چې دشپې په تياره کې مو وژني او يو ځای مو مړي پټوي. تر بل هر څه خور ته اندېښمنه وم.» اخر هم موټر تر زيات ځنډ وروسته حرکت وکړ، دوی يونيم ساعت په ښار کې وګرزېدل او بالاخره د طالبانو د استخباراتو څلوېښتم رياست ته ولاړل، په داسې حال کې چې د دې دوو ادارو ترمنځ واټن ډېر کم و. کله چې يې ظريفه او د دې خور د طالبانو د استخباراتو څلوېښتم ریاست ته يووړې، يوه طالب سرتېري نارې کړې چې «امريکايي فاحشې مو راوړې دي!» او دوی يې د دې ادارې دويم پوړ ته يووړې. طالبانو دا دوې خویندې په يوه تنګه او تياره خونه کې چې هيڅ ډول رڼا يې نه درلوده، زنداني کړې.

د پخواني ملي امنيت څلوېښتم رياست تروريستانو او خطرناکو مجرمينو ته ځانګړی و، خو د طالبانو پر مهال دا اداره د سياسي زندانيانو ساتنې ته ځانګړې شوې او هغه ځای دی چې د ښځينه حقونو له فعالانو، له عادي وګړو چې د طالبانو د مشرانو په توهين او يا هم د هغوی د نظام په تخريب تورن وي، له هغو کسانو چې د طالبانو د مخالفو وسله والو جبهو د همکارۍ په تور نيول شوي وي او له خبريالانو او مدني فعالانو په کې پوښتنې کېږي او شکنجه کېږي. د هر زنداني د برخليک معلومولو لپاره کميسيون هم ټاکل کېږي. رحيم الدين چې زيات وخت په دې زندان کې پاتې شوی، وايي چې په ۲۴ ساعتونو کې مو يوازې ۱۵ دقيقې وخت درلود چې لمر واخلو، نور چا له خپلې خونې د راوتلو حق نه درلود.

ډیزاین شوی انځور. سرچینه: فریپک سایټ

په دې اداره کې لومړنۍ پلټنې له سختو تورونو را پيلېږي. پلټونکي هڅه کوي چې پوه شي نيول شوی کس له خپل فعاليت سره سم له کوم کورني يا هم بهرني سازمان او هيواد سره تړلی او يا هم د طالبانو په فکر له کومه ځايه امر اخلي. په بېلابېلو ورځو کې ورته سوالونه بيا – بيا له زندانيانو څخه کېږي. ظريفه وايي، چې هر ځل به مې د دې پوښتنو په ځواب کې ۲۰ پاڼې ليکل کول. څلوېښتم رياست ته د راتلو په لومړۍ ورځ، د سهار پر څلورو بجو د استخباراتو مامورينو ترې وغوښتل چې د متهم فورم ډک کړي. ظريفه خپل فورم ډکوي، خو د خپلې خور لپاره د فورم له ډکولو ډډه کوي او په سختي وايي، چې دا يوازې زما د محرم په توګه راوړل شوې ده او له هر څه ناخبره ده. په لومړيو دوو ورځو کې پلټنې مشخصې وې، له دې يې وغوښتل چې خپل شخصي معلومات دې ووايي. ظريفه وايي: «لومړی يې له ما شخصي پوښتنې وکړې، لکه دا چې کورنۍ دې چيرته ده، څومره زده کړې دې کړې دي، چيرته دې زده کړې کړې دي، نږدې قريبان او قوميان دې څوک دي، په کومو دولتي او خصوصي ادارو کې دې کار کړی دی، له چا سره اړيکه لرې خو وروسته دا پوښتنې پراخې شوې، دا چې په کوم هيواد کې د کډوالۍ کيس (قضیه) لرې، څوک دې ملاتړ کوي، کوم هيواد دې ملاتړ کوي او …»

دا چې اغلې يعقوبي يې د هغه خوځښت د اعلان پر مهال نيولې وه چې دې يې بنسټ ايښی و، پلټونکو ترې په فشار تکراري پوښتنې کولې: «ستاسو د خوځښت موخه څه ده؟ کوم هيواد مو ملاتړ کوي؟ څوک درته روپۍ درکوي؟ د خوځښت غړي کوم کسان دي؟ له کوم سياستوال او سياسي جريان سره کار کوئ؟ او …» د ظريفې يعقوبي پلار د عبدالعلي مزارۍ تر مشرۍ لاندې د حزب وحدت جنرال و چې د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال په مزار شريف کې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو. کله چې پلټونکي په دې موضوع خبر شول، حساس شول او د دې د لار او د يعقوبي د سياسي انګېزو په اړه يې نورې پوښتنې شروع کړې.

پلټونکي له لنګوټې تړلو سره-سره عموما خپل مخونه په ماسک پټوي او عينکې هم اچوي. دوی په لومړيو ورځو کې له زنداني مشخصې پوښتنې کوي. له اغلې يعقوبي دا پوښتنې دوې ورځې وشوې. دا په داسې حال کې چې له دې د کابل د استخباراتو په رياست کې هم همداسې پلټنه شوې وه، مګر په دومره توپير چې پلټونکی به د دروازې شاته ولاړ و او د ظريفې د پنجرې له وړې دروازې به يې پلټنې ترې کولې. مګر د دې پراخې پلټنې پېل د ټولو لپاره يو ډول نه دی او تل د طالبانو د استخباراتو له څلوېښتم رياست څخه نه پيلېږي. کله چې يې علي شاه د لومړي ځل لپاره ونيوه، دی يې په کابل ښار کې د پولیسو يوې حوزې ته انتقال کړ. دا وايي: «ژمی و او شپه ډېره سړه وه، له ما پرته ۱۰ تنه نور هم زندانيان وو. موږ يې ټول له خونې وايستلو، تر اوبو لاندې يې په دره او د وسلې په کونداغ پرلپسې وهل او بيا يې په همدې حال کې په بشپړ ساړه اطاق کې واچولو او دروازه يې وتړله.»

د رحيم الدين لپاره شکنجه او پلټنه د کابل د استخباراتو له رياست څخه پېل شوه. دی وايي: «زه يې په تړلو سترګو يوه اتاق ته يو وړم او پلټنه پېل شوه. پلټونکي لومړی د کورنۍ د ټولو غړو، خپلوانو او دوستانو د مشخصاتو پوښتنه وکړه او ثبت يې کړل. عجيب تلوسه يې درلوده او د کاکاګانو، د کاکا د زامنو، ماماګانو او ماما د زامنو، عمه، خاله او د هغو د زامنو د شمېر او زما د کورنۍ د خپلوانو په اړه يې په دقت پوښتنې کولې او ياداشت يې اخيست. تر دې پلټنې وروسته، طالب وويل چې تاسو د اسلامي امارت پر خلاف تبليغات کوئ او د يوه داسې سازمان غړي ياست چې د اسلامي امارت د تخريب لپاره فعاليت کوي، د دې سازمان او د غړو نومونه ووايه. زه د داسې سازمان له شتون څخه بې خبره وم او صادقانه مې ورته وويل، چې په داسې هيڅ شي هم خبر نه يم.» رحيم الدين چې نه غوښتل د بل چا خبره ومني، د سوکانو او لغتو تر ګوزارونو لاندې بې هوښه شو.

پر ګناه اعتراف

د طالبانو د استخباراتو مامورين د توطيې د تيورۍ ښکار دي او له همدې کبله نه شي منلای چې نيول شوی کس د بهرني هيواد يا هم د طالبانو د مخالف داخلي سازمان جاسوس نه دی او له همدې کبله ټينګار کوي چې د نيول شوي کس له خولې له خپل نظر سره سم حقيقت واوري. له همدې کبله که يو څوک د اختطاف، وهلو-ټکولو او پلټنې له لومړني توهين او سپکاوي څخه له وېري او هيلې سره روغ راوزي او لاهم د طالبانو خبره نه مني، د دردناکو او سختو شکنجو نوبت را رسېږي. د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي راپورونه، د طالبانو د زندانيانو په اړه د بښنې د نړیوال سازمان راپور او د دې هيواد د ازادو رسنيو راپورونه د نيول شويو د شکنجه کېدو لسګونه بېلګې تاييدوي. له دې راپورونو سره سم، برېښنايي کرنټونه، په اوبو کې خفه کول او بې رحمانه وهل او ټکول او په ډېری مواردو کې چې پخواني امنيتي سرتېري ورسره مخ کېږي، د بدن د غړو ماتول د شکنجې هغه ډولونه دي چې له زندانيانو د اعتراف اخيستلو لپاره کارول کېږي.

د کابل د استخباراتو رياست رحيم الدين له بهرنيو هيوادونو سره په اړيکې او د طالبانو په مخالف سازمان کې په غړيتوب تورن کړی و. خو کله چې لومړنيو پلټنه ګټه ونه کړه، د کابل د استخباراتو په رياست کې د زنداني کېدو په دويمه ورځ د ده پلټونکي وګواښه چې که حقيقت ونه وايي، او ملاتړي هيوادونه ور ونه ښيي، شکنجه به شي. کله چې رحيم الدين يو ځل بيا بې خبري وښوده، پلټونکي وويل چې موږ پوهېږو چې کوم هيوادونه دې ملاتړ کوي، ځکه ټیليفون مو دې کتلی او پوهېږو. رحيم الدين د خپلې عمه له يوه زوی سره چې په ايران کې و او له يوه پخواني ټولګيوال سره چې د طالبانو تر سقوط وروسته جرمني ته رسېدلی و، کله-کله د واټساپ له لارې خبرې کولې. پلټونکي همدې اړيکو ته په اشارې رحيم الدين ته وويل، چې د ايران او يا هم جرمني له خوا يې ملاتړ کېږي او د هغوی په هڅونې «د نظام پر خلاف منفي تبليغات کوي.» رحيم الدين زياته کړه چې دا اړيکې د دوو ملګرو ترمنځ دي او د يوه-بل د احوال اخيستلو لپاره دي او هغه دوه تنه هم عادي کډوال دي؛ خو د طالبانو پلټونکي د ده هيڅ ډول خبرې نه منلې. له همدې کبله په درېيم دور پلټنه کې د طالبانو دې پلټونکي په ښکنځلو او فحش ويلو نوموړی وګواښه چې پر خپله ګناه دې اعتراف وکړي او کله چې رحيم الدين د بې ګناهۍ څرګندونه وکړه، برقي شاک يې ورته ورکړ. دی دا صحنه داسې بيانوي: «سترګې مې تړلې وې، ناڅاپه د وسلې په کونداغ پر شا ووهل شوم، نه پوهېږم وروسته يې په کومه وسيله په برېښنا سره شکنجه کړم. د لاس شا خوا ته مې ريږد حس کړ او سخت ټکان مې وخوړ. فکر کوم د خونې پر غولي يو ساعت پروت وم. کله چې يو څه پر هوښ راغلم، يوه سرتېري راسره مرسته وکړه چې ولاړ شم. زه يې انفرادي خونې ته يو وړم. کله چې خونې ته نږدې شوم، يو ځل بيا پر ځمکه ولوېدم چې يو ځل بيا يې څو سختې لغتې ووهلم او ما هماغسې په پروتي ځان د خونې منځته ورساوه. د خونې پر غولي بې هوښه پروت وم او له سخته درده او کړاوه ځای پر ځای چرخېدم.»

ظريفې ته يې هم شکنجه او د برق شاک ورکول هغه وخت پېل کړل چې دې د طالبانو د استخباراتو په څلوېښتم ریاست کې پر دې ټينګار وکړ چې د هيڅ هيواد له لوري يې ملاتړ نه کېږي. دا وايي چې د پلټنې تر لومړيو دوو ورځو او د خور تر تګ وروسته يوه اونۍ له هيڅ شي خبره نه وه او اړيکې يې پرې شوې وې. تر دې چې بيرته يو پلټونکی ورته راغی، خو دا چې پلټونکی په فارسي نه پوهېده او ظريفې هم په پښتو خبرې نشوای کولای، يو بل پلټونکی هم راغی چې د دواړو ترمنځ يې د ژباړن رول درلود. يو ځل بيا پوښتنې پېل شوې. «له عطا محمد نور سره څه اړيکه لرې؟ له سميع سادات سره څه اړيکه لرې؟ د محقق له خوا دې ملاتړ کېږي؟ څوک درته امر درکوي؟ پيسې له کومه ځایه ترلاسه کوئ؟» ظريفه وايي چې له پخوا يې په ټیليفون کې د پخوانيو دولتي چارواکو د ټیليفون شميرې وې، خو هيڅ اړيکې ورسره نه لري. دا وروسته له فوزيې کوفي سره د خپلې اړيکې په اړه وايي، چې د سياسي ګوند غړې وه. خو کله چې ظريفه هر ډول بهرنی ملاتړ او له بهرنيو هيوادونو د پیسو ترلاسه کول ردوي، يوه ښځینه سرتيرې ورته نږدې کېږي او يوه وسيله برق ته تړي او له دې په غوسه غوښتنه کوي چې حقيقت دې ووايي، يو ځل يې مټ او بل ځل يې لاس ته برقي شاک ورکوي. ظريفه وايي: «کله چې پر هوښ راغلم، ومې ليدل چې په يوه تياره خونه کې يوازې يم او د خونې په يوه ګوښه کې يوه کاسه نخود او نيمه ډوډۍ هم پراته دي، ټول بدن مې درد کاوه او کله چې مې د بدن پاړسوب او توروالي ته پام شو پوه شوم چې له برقي شاک سره-سره ښه ډېره وهل شوې يم. دا چې ټول بدن مې لوند و، احساس مې کړه چې زما په هوښ راوستلو لپاره يې پر ما اوبه پاشلې دي.»

د اغلې يعقوبي برخلاف رحيم الدين زيات وخت د کابل د استخباراتو په رياست کې تېر کړل. په دې موده کې له ده تر شپږ ځله زياته پلټنه وشوه. دی په تړلو سترګو پلټونکي ته راووست او تر دې وروسته به يې په سوک او لغتو سره هڅه کوله چې پر هغه جرم اعتراف وکړي چې طالبانو غوښتل. دی به يې د دې ډلې د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي، د طالبانو رهبر او د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي په تور په پرلپسې توګه په سوکانو او لغتو واهه. تر دې چې يوه بله ورځ يې بيا پلټنې ته وغوښت، دا ځل پرته له دې چې کومه پوښتنه وشي، پلټونکي ورته وويل: «ټیليفون دې له موږ سره دی، که له بهره درته يو تماس راشي، جرم دې ډېر درنږي.» دی پسې وايي: «زما د تور د پاڼې ژباړه چې په پښتو ليکل شوې وه، وويله او بيا يې په زور زما ګوته رنګينه کړه او د پاڼې په پای کې يې ولګوله. بيا يې زه يوې بلې خونې ته ولېږلم، چيرت چې ۱۲ تنه نور هم وو. دا چې له انفرادي خونو راوتلی وم او د ۱۲ نورو کسانو ترمنځ وم، ډېر خوښ وم.» دی يې تر يوې مياشتې وروسته د طالبانو د استخباراتو څلوېښتم رياست ته يووړ.

د دې پخوانيو زندانيانو په وينا په نامعلوم وضعيت کې د زندانيانو ساتل د طالبانو د شکنجې يوه ډېره دردوونکې برخه ده. ظريفه وايي چې د طالبانو د استخباراتو په څلوېښتم رياست کې د لومړنيو ورځو تر پلټنو وروسته نورې دېرش ورځې هيڅ خبر نه و. دا په يوه تنګه او تياره خونه کې چې د برخليک په اړه يې هيڅ معلومات نه و، منتظره وه. تر دېرشو ورځو وروسته د دې پلټنه دويم ځل پېل شوه. «دا ځل چې کله له ما څېړنې پيل شوې، د طالبانو پلټنې فرق کاوه. دی د پخوانيو پلټونکو برخلاف ډېر باسواده و، خط يې ښايسته و او منظمه جامه يې اغوستې وه او په فارسي يې روانې خبرې کولې. عينکې او ماسک يې اغوستی و، تر څو ونه پېژندل شي. اول يې خبره له دې ځايه شروع کړه چې په جناح روغتون کې تاسو خلک را وپارول. وروسته يې وويل چې پر کاج کورس چاودنه په خپله د هزاره ګانو کار و. له ناروې څخه د سخي هزاره په نوم د زلمي هزاره په نوم يو چاته پيسې لېږلي او هغه خپل ځان په کاج زدکړييز مرکز کې چاودلی. ما وخندل او ومې ويل چې د هزاره ګانو ترمنځ د زلمي نوم مروج نه دی، څوک پر خپل زوی د زلمي نوم نه ږدي. کله چې يې دا خبره واورېده غوسه شو، زه يې زياته ووهلم او ووت.» سبا يې پوښتنې له دې ځايه پېل کړې چې سياسي پاسپورټ لرې او که نه، له امر الله صالح سره اړيکه لرې او که نه او له فوزيې کوفي سره د اړيکې پوښتنې هم وشوې. په پای کې يې ورته وويل چې سبا به در څخه «لومړی مرستيال» پلټنې کوي.

د پلچرخي زندان. انځور: د طالبانو له لورې په خواله رسنیو کې له یوې خپرې شوې ویډیو اخیستل شوی

تر دې يوه شپه وروسته ظريفه متوجې شوه چې درې تنه د فيلم اخيستنې له کيمرو سره راغلي دي. پلټونکی تورن ته مخامخ پر څوکۍ کېناست، تورن چې پر فرش به کېناسته او بايد مخ يې په ماسک پټ وای، له ظريفې وغوښتل چې خپل ماسک ايسته کړي او د کېمرو پر وړاندې ووايي، چې «څومره وخت دلته (څلوېښتم ریاست) کې وه، څه پرې تېر شوي او څو ځله وهل شوې ده». پلټونکي وويل چې دا فلم زموږ مشرانو ته لېږل کېږي تر څو په دې اړه پرېکړه وکړي. ظريفه پوه شوې وه چې دا يوه هڅه ده تر څو دا د کيمرې پر وړاندې اعتراف کولو ته وهڅوي، په کلکه يې وړانديز رد کړ او هغه درې تنه له خپلو کيمرو سره د پ.ف اتاق ته ولاړل چې د ظريفې اتاق ته نږدې و. دواړو له وړاندې لا پرېکړه کړې وه چې تر څو کولای شي د جبري اعتراف پر وړاندې به مقاومت کوي. د ظريفې په وينا چې پ.ف هم د کيمرې پر وړاندې اعتراف کول نه و منلي.

د همدې ورځې په سبا د طالبانو پلټونکي بيا راغلل او له ظريفې يې وغوښتل چې د هغو دوو کېمرو پر وړاندې اعتراف وکړي چې په خونه کې ځای پر ځای شوې او د دوی تيار کړی متن ووايي. د طالبانو پلټونکي يو ځل بيا وويل، چې «د کېمرې پر وړاندې د خپل وضعيت په اړه ووايه او همدا راز ووايه چې وهل شوې يې او کنه.» پسې زياته يې کړه: «که خپل نظريات ثبت نه کړې، شونې ده زيات وخت په زندان کې پاتې شئ.» کله چې څلورو وسله والو کسانو تاوتريخوالی پېل کړ، ظريفې احساس کړه چې اړه ده متن ووايي. دا وايي: «کله چې مې متن را واخيست پوه شوم چې هيڅ داسې جمله په کې نشته چې پلټونکي يې په اړه خبرې کولې. په متن کې ټينګار شوی و چې زه (د کيمرې پر وړاندې د متن لوستونکې) پر خپلو تېرو کړو پښېمانه يم، کله چې له زندانه خوشې شم، د اسلامي امارت د ملاتړ لپاره فعاليت کوم، نجونې د اسلامي امارت ملاتړ ته رابولم او هيواد نه پرېږدم، اعتراض کول مې تېروتنه وه.» د دې ويډيو ثبت څلوېښت دقيقې وخت ونيوه، ځکه که به له دې متن څخه دباندې يوه کلمه هم ويل کېدله، د ويډيو ثبت يې له سره شروع کاوه. په کومه شېبه کې چې دې د کېمرو پر وړاندې د خپلو تېروتنو، د طالبانو د امارت د ښه چلند او له دې ډلې سره د همکارۍ لپاره د خپلې لېوالتيا او تعهد په اړه خبرې کولې مخامخ يې پر وړاندې د پلټونکې شاته څلورو قهرېدلو وسله والو کسانو ننداره کوله.

د ورک شوي په لټه

د نيول شويو کسانو کورنۍ دې ته په کتلو چې تر کومې کچې پېژندل شوي دي، ورځې او مياشتې د خپلو خپلوانو په مرګ او ژوند نه وي خبر. دا مسئله هم روښانه نه ده چې د نيول شويو کسانو کورنۍ د خپلو خپلوانو د احوال اخيستلو او معلومولو لپاره کومې ادارې ته مراجعه وکړي. په دې توګه په هره قضيه کې د محلي منازعاتو له کميسيون څخه واخله، تر بانفوذه افرادو، کورنيو چارو وزارت او د طالبانو په استخباراتو پسې تړلو ادارو پورې ډېرې ادارې او افراد په يوه قضيه کې ښکېلېږي. ظريفې يعقوبي د نيول کېدو په لومړۍ شپه کولای شوای له خپلې کورنۍ سره اړيکه ونيسي، خو طالبانو يې په بدل کې د محدودې مودې لپاره د دې خور ورسره زنداني کړه. کله چې رحيم الدين بندي شو، څلوېښت ورځې وروسته چې د طالبانو د استخباراتو په څلوېښتم رياست کې و، اجازه ترلاسه کړه چې له خپلې کورنۍ سره اړيکه ونيسي. علي شاه چې کله په لومړي ځل بندي شو، تر يوې مياشتې يې ونشوای کولای له خپلې کورنۍ سره اړيکه ونيسي، دی هغه وخت خپلې کورنۍ پيدا کړ چې له کابله دباندې زندان ته انتقال شوی و. د علي شاه ميرمنې او زامنو یې يوه مياشت کابل کې د طالبانو ټولې امنيتي ادارې او د دې ډلې زندانونه او نظارت خانې لټولې وې، د شيعه علماوو شورا ته يې مراجعه وکړه او حتا د طالبانو يوه غړي ته يې پيسې ورکړې تر څو د علي شاه درک ولګوي. دوی وروسته يو بل دلال هم پيدا کړی و، هغه ژمنه کړې وه چې د زياتو پیسو په بدل کې به د علي شاه قضيه تعقيبوي. مګر دا ټولې هڅې چې ډېري پيسې هم په کې ولګيدې، ناکامې شوې. د علي شاه کورنۍ تر هغه وروسته د ده له وضعيت څخه خبره شوه چې ده ته اجازه ورکړل شوې چې له خپلې کورنۍ سره اړيکه ونيسي.

د نيول شويو کسانو د درک موندلو هڅې هغه شکنجه ده چې پر کورنيو تحميلېږي. د رحيم الدين يوه دوست د ده کورنۍ ته خبر ورکړ چې زوی يې د سړک له سره ورک شوی دی، دوی پوه شول چې طالبانو وړی دی، خو دا چې پوه شي چې پر زوی يې څه تېر شوي دي، بايد اوږده لار يې وهلې وای. د رحيم الدين وروڼه کابل ته راغلل، لومړی د کابل د لوېديځ شيعه علماوو ته ورغلل، تر لس ورځې لټون او نتيجې نه ترلاسه کولو وروسته يې يو ځل د کابل استخباراتو ادارې، د کابل امنيې قومندانۍ او د کابل د پولیسو ټولو حوزو ته استعلام ورکړ. کله چې يې تر يوې اونۍ لټون وروسته ځواب ترلاسه نه کړ، نو يې په کابل ښار کې د طالبانو د استخباراتو ادارې حوزو ته رجوع وکړه. د رحيم الدين ورور وايي، چې د ټولو ځواب يو و: «په دې مشخصاتو له موږ سره څوک بندي نه دی.» تر دې چې دوی د خپلو خپلوانو او قوميانو په مرسته طالبانو ته نږدې ځينې مولويان راټول کړل، تر څو يې د هغوی له لارې درک ولګوي، خو په کابل کې د طالبانو استخباراتو ادارې او د طالبانو د استخباراتو څلوېښتم رياست ته له مراجعې سره-سره بريالي نشول.

رحيم الدين وايي، چې کله مې يو اتاقي چې له پنجشير څخه و، ازاد شو، هغه ته مې د خپلې کورنۍ شمېره ورکړه چې خبر يې کړي. دې کس تر ازادېدو وروسته د رحيم الدين له کورنۍ سره اړيکه نيولې وه او ويلي يې و چې دی د استخباراتو د څلوېښتم ریاست په زندان کې دی او ژوندی دی. هغه کس د رحيم الدين له کورنۍ سره يو ځای، يو ځل بيا هڅه کړې وه چې له څلوېښتم ریاست څخه معلومات تر لاسه کړي، خو د دې ادارې له مطلق انکار سره مخ شوي و. اخر هم رحيم الدين ته اجازه ورکړل شوه چې له خپلې کورنۍ سره اړيکه ونيسي او کله چې د دوسيې تر بشپړېدو وروسته پلچرخي زندان ته ولېږل شو، کورنۍ يې د لومړي ځل لپاره اجازه ترلاسه کړه چې په زندان کې ورسره وويني.

بې پیسو زندانيان حتا تشناب ته نه شي تللای

سره له دې چې د سره صلیب نړیوال سازمان زندانيانو ته د ګرم پټو او روغتيايي موادو په څېر اسانتياوې برابروي، خو د طالبانو زندانيان په دې زندانونو کې له حد اقل امکاناتو هم بې برخې دي. ظريفه وايي، چې کله د طالبانو د استخباراتو څلوېښم رياست ته ولاړم، ۱۵ ورځې يې راته اجازه رانه کړه چې حمام ته ولاړه شم. له ما سره يوازې يوه جامه وه او هغه مې له هغه لباس سره په نوبت اغوستله چې په زندان کې راکړل شوې وه. دا زياتوي: «ما کله-کله په غوسه او کله هم په عذر او زاريو هڅه کوله چې ښځينه سرتيرې قانع کړم چې د حمام کولو اجازه راکړي، خو ويل يې چې بايد رییس اجازه درکړي. د حمام کولو لپاره د رییس اجازې ۱۵ ورځې وخت واخیست.» له دې سره-سره ظريفه وايي، چې تشناب او د اړتيا رفع کولو لپاره هم ورته اجازه نه ورکول کېده. دا وايي چې تر يو څه وخت وروسته پوه شوه چې بايد يوې ښځينه پولیسې ته پیسې ورکړي. له همدې کبله دې ۵۰۰ افغانۍ چې له خپلې خور څخه يې اخيستې وې، په دې ښځو کې يوې ته ورکولې تر څو ورته اجازه ورکړي چې د اړتيا رفع کولو لپاره هره ورځ تشناب ته ولاړه شي.

له دې سره-سره، په مکرر ډول د زندانيانو ځای پر ځای کول، له يو-بل سره د هغوی د اړيکې نيولو مخه نيول او فردي تنبيه د طالبانو د زندانيانو يوه بله ورځنۍ کيسه ده. ظريفه وايي چې دې له پ.ف سره چې اتاق يې دې ته نږدې و، د غذايي اعتصاب په اړه خبرې کولې او د طالبانو ساتونکي په لارو کې د شته کېمرو له لارې له دې موضوع خبر شول او سمدستي يې د ظريفې او پ.ف اتاق له يوه-بله لېرې کړل. دا وايي چې له دايمي سټريس او مطلق يوازيتوب څخه د خلاصون لپاره يې غوښتنه وکړه چې د مطالعې لپاره دې کتاب ورکړل شي. زما غوښتنه يې ونه منله، خو په بدل کې يې د حديث او شريعت د موضوع اړوند کتابونه راوړل. دا وايي: «هر سهار چې به لمانځه ته پاڅېدم، تر هغه وروسته به مې قرآن وايه، پاتې ورځې چې په زندان کې وم پر دېوال به مې ليکل کول او تر دې وروسته به مې دا کتابونه لوستل. ظريفه وايي: «د حديث او پيغمبر د سيرت په اړه يو کتاب و چې تر زر او ۷۰۰ زياتې پاڼې يې درلودې، هغه کتاب مې درې ځله له اوله تر پايه ووايه.»

انځور: د طالبانو له لورې په خواله رسنیو کې له یوې خپرې شوې ویډیو څخه اخیستل شوی

د طالبانو د ځواکونو او سرتېرو خپلسرې ځورونه هغه موارد دي چې درې واړو يې اطلاعات روز ورځپاڼې ته تاييد کړی دی. ظريفه وايي: «يوه ورځ مې د حمام کولو په خاطر له يوې ښځينه ساتونکې سره دعوه وکړه، کله چې ماښام درې نارينه ساتونکي راغلل، دې ښځې له ما ورته شکايت وکړ. دوی زما لاسونه وتړل او په څپېړو يې ووهلم. تر نيمې شپې مې لاسونه تړلي و، تر دې چې له هغې ښځې مې معذرت وغوښت او قضیه حل شوه.» دا پسې وايي: «يوه ورځ ښځينه ساتونکې له لېرې د لوبيا کاسه را وغورځوله. ما اعتراض وکړ او زموږ دواړو جنجال شو. وروسته يې يو بل ساتونکی هم مرستې ته راغی او زه يې تر مرګه ووهلم.»

د زندانيانو روغتيا ته نه پاملرنه يو بل هغه مورد دی چې بيا – بيا زندانيان ورسره مخ شوي دي. رحيم الدين وايي کله چې يې زه د استخباراتو څلوېښتم ریاست ته يو وړم، يوه ډاکټر زه د روغتيايي وضعيت د تاييد لپاره وکتلم. دی وايي: «دا چې ټول بدن مې پړسېدلی و او ما هم پر بدن د وهلو-ټکولو نښې ورته وښودلې، دې ډاکټر زما خبرو ته له پام پرته زما روغتيا تاييد کړه.» ظريفه وايي: «تر دېرشو ورځو مې مقاومت وکړ، خو تر دې وروسته ماته شوم او روغتيايي وضعيت مې په چټکه توګه خراب شو. هيڅ ويدېدلای نشوم. له همدې کبله مې غوښتنه وکړه چې ما روغتون ته يوسي. دوی وويل چې تا د ملي امنيت روغتون ته وړو، خو ما رد کړه ځکه نه مې غوښتل هغه کسان چې ما له وړاندې پېژندل ما په داسې حالت کې وويني. له همدې کبله مې يوازې د خوب د ګوليو غوښتنه وکړه.»

له دې سره-سره، دې ته په پام چې د طالبانو زندانونه د کوم شخص د کسانو له لوري کنټرولېږي، متفاوت وضعيت لري. رحيم الدين وايي: «کله چې پلچرخي زندان ته يو وړل شو، زه يې د نشه يي توکو څانګې ته يو وړم.» دی زياتوي: «په دې زندان کې موږ يوازې يو پلاسټيکي ګيلاس درلود. پټو، د خوب وسايل او لوښي مو نه درلودل، ټیليفون ته د لاسرسي حق مو نه درلود، په هرو دوو اونيو کې مو کولای شوای چې د کورنيو له غړو سره تر ۱۵ دقيقې کم وخت تر ښيښه‌يي پنجرې شاته ووينو. خو د زندانيانو له نورو کيسو سره سم، د هغو برخو وضعيت چې د عبدالغني برادر (د طالبانو د سرپرست حکومت مرستيال) د کسانو له لوري اداره کېدې، په زياته کچه په بد حال کې وې. زندانيانو له شکنجې، وحشيانه او سخت چلند څخه شکايت کاوه. خو د دې برعکس، زما په ګډون ګڼ زندانيان هېله من و چې د سراج الدين حقاني (د طالبانو کورنيو چارو وزير) له لوري اداره کېدونکو برخو ته انتقال شو، ځکه هلته زندانيانو له خپلو کورنيو سره د غږيزې اړيکې نيولو امکانات درلودل، نسبتا ښه غذا يې خوړله او روغتيايي امکانات ورته ورکول کېدل.»

له دې سره-سره، له دې زندانيانو سره چې په خبرو کې له يوه بل مورد سره مخ شوو، هغه دا چې ټول د حافظې له بايللو شکايت کوي. د رحيم الدين د ازادېدو تر وخته يې لاهم بدن پاړسوب درلود. له همدې کبله يې ډاکټر ته يووړ او ده ته يې يو ډول درمل ورکړل. رحيم الدين وايي: «د بدن پاړسوب مې په عجيب ډول ښه شو، له زندانه تر ازادېدو وروسته مې حافظه داسې خرابه شوې چې په تېرو کلونو کې له لوستل شويو کتابونو څخه مې يوه کلمه هم نه ده په ياد. کله – کله د يوې عادي جملې د ليکلو ډول راڅخه هېرېږي، کلمات راڅخه هيرېږي او د زندان تجربې په سختۍ له زماني ترتيب پرته په ياد راځي.» ظريفه يعقوبي هم پر دې موضوع ټينګار کوي او باورمنه ده چې طالبان د زندانيانو خوراک ککړوي؛ په داسې توګه چې زندانيان هېره پيدا کوي او حافظې يې ختمېږي. دا د زنداني کېدو پر مهال د حافظې د خرابۍ کيسه داسې کوي: «زه به ووايم چې کلونه – کلونه مې څه ويلي نه راته يادېږي او يا هم د ژوند ډېرې عادي پېښې په سختۍ راته يادېږي او يا هم په کمه توګه مې په ياد پاتې کېږي. په خپله مې هم باور نه راځي. حتا کله چې مې قرآن وايه، پرلپسې مې هيرېدل چې کلمات څرنګه ووايم. ما يو کتاب درې ځله ووايه، خو حتا اوس نه پوهېږم چې په هغو يو زر او ۷۰۰ مخونو کې څه ليکلي و. د وخت په تېرېدو سره مې پېښې هم هيرې کړې دي. کله – کله مې يو لمونځ شل ځله هم کړی دی، ځکه هر وخت به مې کلمات هيرېدل او يا به هم د رکعتونو شمېر راڅخه هير شو.» دا زياتوي: «کله چې له زندانه ازاده شوم، له خور څخه مې وغوښتل چې کېني او زما لمونځ کول وويني. زما به بيا – بيا د لمانځه د رکعتونو شمېر هيرېده او هغې به را يادول.»

که څه هم د طالبانو په زندانونو کې د خوړو د ککړولو ادعا په خپلواک ډول نه شي تاييدېدلای، خو ډېری هغه کسان چې داسې تجربه لري، ورته ادعاوې کوي. يو روانپوه چې يو څه وخت يې د يوه پخواني زنداني درملنه کوله، د زندانيانو په حافظه کې د هيريدنې او اختلال موضوع د تاييدولو تر څنګ وايي، چې دا موضوع له هغو مسايلو سره-سره چې زندانيان يې مطرح کوي، له ټروما، شديد فشار او هغې ويرې سره مستقيمه اړيکه لري چې زندانيان ورسره مخ دي.

اعتراف او همکاري

طالبان د زندانيانو د ماتولو لپاره د شکنجې يوه بشپړه بسته لري. زندانيان په پرلپسې توګه شکنجه کوي. دوی ته د نورو زندانيانو د ويروونکې شکنجې فلمونه ښودل کېږي، تر څو ووېرېږي. زندانیان تل له توهين او تمسخر سره مخ وي او هر وخت يې په وېروونکې توګه شکنجه کوي. دا له هغه فشار پرته دي چې کورنۍ يې څو مياشتې د زنداني د برخليک له ناڅرګندوالي څخه واخله د طالبانو په ادارو کې تر بيا – بيا تحقير او توهين پورې تجربه کوي، په دې توګه زنداني له داسې حالت سره مخ کوي چې هره غوښتنه په اسانۍ پرې منلای شي. ډېري کورنۍ په ځانګړې توګه غريبې کورنۍ د طالبانو له ادارو دباندې هم د ضمانت موندنې ډېرې هڅې کوي. د رحيم الدين کورنۍ طالبانو ته د منلو وړ ضمانت د موندنې لپاره څو مياشتې هڅې وکړې. طالبان چې کومه وثيقه غواړي په هغې کې د څو پېژندل شويو کسانو تضمين، د کورنۍ د غړو ضمانت او د دوکان يا کور او يا هم ځمکې رسمي قباله ده.

رحيم الدين اخر هم پر هغو تورونو پښېماني وښوده چې دی پرې تورن شوی و او د کورنۍ د غړو په تضمين او په پلچرخي کې د زندان تر تېرولو وروسته ازاد شو. خو د ظريفې لپاره يوازې اعتراف کول او د ضمانت وړاندې کول کافي نه و. دا وايي: «په وروستي ځل چې يو پلټونکی راته راغی، ويې ويل چې امير المؤمنين (ملا هبت الله) مې ښايي وبښي او يا مې ونه بښي، ځکه ډېره لويه ګناه دې کړې ده.» ظريفه زياتوي چې پلټونکې پسې زياته کړه: «خو کله چې خوشې شوې، له موږ سره کار وکړه. هر څومره معاش چې غواړې درته درکوو يې، په دولتي ادارو کې چې هره دنده غواړې، درکوو يې. ورته ومې ويل سمه ده، له تاسو سره کار کوم، خو څه کار وکړم؟ پلټونکي وويل چې د هغو ښځو په پيژندنه کې راسره همکاري وکړه چې د نظام په مخالفت کې کار کوي. د نظام په ملاتړ تبليغ وکړه. موږ د هوټل او خوراک پيسې او ستاسو نور لګښت درکوو او تاسو د ښځو په حضور د نظام په ملاتړ کې فرهنګي غونډې وکړئ او هيڅکله هم د دې هيواد د پرېښودو فکر ونه کړې.» اغلې يعقوبي وړانديز مني او يو ځل بيا خپلې خونې ته ځي. دا دوې ورځې پرلپسې په دې خبر سره تېروي چې نن ازادېږې، خو د ازادۍ کوم خبر نه و.

ظريفه وايي، چې درېيمه ورځ د نورو ورځو په څېر ولاړېږي او تر لمانځه وروسته پر دېوال ۴۲ شمېره ليکي، دا د هغو ورځو شمېر دی چې د طالبانو د استخباراتو په څلوېښتم رياست کې پرې تېرې شوې دي. څو ساعته وروسته يوه ښځينه ساتونکې ورته خبر ورکوي چې خپل وسايل دې ټول کړي او چمتو دې شي. ۱۲ بجې کېږي، بيا د ماسپښين يوه بجه کېږي او خبره تر دریو بجو رسېږي. په هماغه شېبه کې اړيکه نيول کېږي او ظريفه خپله خونه پرېږدي. دا د دې ادارې دويم پوړ ته وړي، هلته متوجې کېږي چې د اهل تشيع د منازعاتو د حل کميسيون ۵۰ تنه ضمانت ته راغلي دي. د ۵۰ تنو په ضمانت دا د طالبانو د استخباراتو څلوېښتم رياست پرېږدي.

له وېرې تېښته

رحيم الدين چې کله له زندانه خوشې شو، نور يې درس پرېښود. دی حتا په لارو او کوڅو کې د طالبانو د سرتېرو له ليدلو هم ډارېده او ترې تښتېده به، تر دې چې اخر يې هم افغانستان پرېښود. ظريفه تر ازادېدو وروسته څلور مياشتې پر کور پاتې شوه. دا وايي ومې نشوای کولای وجدان قانع کړم چې له هغې ډلې سره همکاري وکړم چې له ما يې هر څه اخيستي دي. له همدې کبله له هغو ټولو معتبرو ضمانتونو سره-سره چې طالبانو ته يې ورکړي و، اړه شوه چې د سهار پر درې بجې کابل د چا له خبرولو پرته پرېږدي. رحيم الدين چې اوس په يوه ګاونډي هيواد کې مزدوري کوي، په وروستي تماس کې يې په لړزاند غږ او ناهيلۍ وويل: «له يوه زندانه بل زندان ته راغلی يم، نه پوهېږم چې څه کېږي.» ظريفه چې کله د هيواد د پرېښودو په اړه خبرې کوي، خبرو ته دوام نه شي ورکولای او په لړزاند اواز يې وويل: «کډوالي سخته ده، هڅه کوم چې ګوزاره وکړم.»