د نیمروز خلک د برېښنایي تذکرو د ویش له پڅ بهیر شکایت کوي

د نيمروز ولایت د مرکز زرنج او ولسواليو اوسيدونکي دغلته د برېښنایي پيژندپاڼو له پڅ بهير شکايت کوي او وایي، چې د يوې تذکرې ترلاسه کولو لپاره په اوونیو انتظار کوي.

د دې ولايت د اوسيدونکو په وينا، چې له يوې خوا د برېښنايي پيژندپاڼو ترلاسه کول زيات وخت نيسي او له بلې خوا یې قیمت د تېر حکومت په پرتله څو برابره لوړ شوی دی.

 عزیزالله چې د برېښنایي پيژندپاڼې ترلاسه کولو لپاره د نیمروز مرکز ته د کنګ ولسوالۍ څخه راغلی وایي، چې د ۲۷ ورځې انتظار وروسته یې لاهم لومړني کارونه نه دي خلاص شوي.

نوموړی د خلکو ګڼې ګوڼې ته په کتو دغلته د پرېښنایي پیژندپاڼو د ویش یو مرکز کم بولي او د طالبانو  له حکومت غوښتنه کوي، چې د خلکو شته ستونزو ته د رسيدو په موخه دې په دې ولایت کې د پيژندپاڼو د ویش مرکزونه زیات کړي.

عزیزالله وویل:«موږ غوښتنه دغه لرو چې يو بل مرکز دلته جوړ شي ځکه پر اوسني مرکز د خلکو رش ډير زیات دی موږ په څلورمه دوره کې اسناد ايښي وو، تراوسه هيڅ نوبت نه دی راغلی که مرکزونه یې زيات شي دغه ستونزه به حل شي.»

د دې ولايت يو شمير نور اوسيدونکي هم د پيژندپاڼو په دفترونو کې د روانو فعاليتونو له پڅوالي شکايت کوي او زياتوي، چې هغه ډول چې اړتيا ده د دوی کارونه نه ترسره کېږي.

د نيمروز د مرکز زرنج يو اوسيدونکی دل اغا وايي، د پخوا په پرتله اوس نيمروز کې پر برېښنايي پيژندپاڼو د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوې.

هغه وویل: «د ناستو ټولو خلکو دغه غوښتنه ده چې اوس دلته يو مرکز دی باید دا مرکزونه څلور يا پنځه شي ځکه دا ولايت دی خلک زيات دي پراخ ولايت دی دغه يو مرکز نه شي کولای چې د خلکو ستونزې ورته حل کړي.»

دغه راز د نيمروز يو شمير نور اوسيدونکي بیا د بريښنايي پيژندپاڼې د بیې د لوړوالي خبره کوي او زياتوي چې د طالبانو په واکمنۍ سره د یوې تذکرې بیه څلور برابره زیاته شوې ده.

د دې ولايت د دلارام ولسوالۍ اوسيدونکی زين الله چې د کورنۍ له اتو غړو سره يو ځای زرنج ښار ته د برېښنايي پيژندپاڼو ترلاسه کولو لپاره راغلی وايي، چې دغلته د احصایې او معلوماتو ریاست ورته ویلي چې د ۸ کسانو باید څلور زره افغانۍ بیه پرې کړي.

هغه زیاتوي، چې له يوې خوا د خلکو بې روزګاري او له بلې خوا دومره لوړ لګښتونه د دوی له وسي پورته دي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د تېر جمهوري نظام په څير دې د برېښنايي پيژندپاڼو لګښتونه ۱۰۰ افغانۍ کړي.

هغه وويل: «پخوا يې ۱۰۰ افغانۍ غوښتې اوس پر يوې تذکرې وايي، ۵۰۰ افغانۍ غواړو زما خپله د کورنۍ ۸ غړې دي چې ما اوس د ځان سره حساب ورته وکړ ۴۰۰۰ افغانۍ کيدلې ۴۰۰۰ افغانۍ ولاکه زما په وسه پوره وي چې پر برېښنايي تذکرو يې ورکړم باید دغه مصرفونه يې لږ شي.»

ولې د بريښنايي پيژندپاڼې اخیستو ته خلک مجبوره شوي؟

د نيمروز ولايت اوسيدونکي وايي، په ورستيو کې طالبانو په دولتي ادارو کې ټولو ته سپارښتنه کړې چې د مراجعينو کارونه له برېښنايي تذکرو پرته خلاص نه کړي.

د زرنج ښار يو اوسيدونکی روزخان وايي، چې دا مهال د شهيدانو او معلولينو، مخابراتي شبکو، بانکونو او ګڼو نورو ادارو کې تر هغې د خلکو کارونه نه اجراکېږي ترڅو چې بريښنايي تذکره یې نه وي ترلاسه کړي.

نوموړی وايي، طالبانو دغه کار د دې لپاره کړی چې خلک بريښنايي پيژندپاڼې واخلي او د دوی عوايد له همدې لاري زيات شي.

هغه وویل: «هر ځای ته چې ورشې وايي، چې الکترونيکي تذکره درسره نه وي کار دې نه کېږي دلته د سميکارټ اخيستلو ته راغلو هغوی وايي، هغه وخت به سیمکارت تاسو ته درکړو چې کله مو الکترونیکي تذکره راوړله.»

په همدې حال کې د نيمروز ولايتي چارواکي وايي، چې پر برېښنايي پيژندپاڼو لوړ لګښتونه د دوی د مرکزي حکومت پرېکړه ده او دومره اندازه لګښتونه په ټول افغانستان کې اخیستل کېږي.

د نيمروز ولايت د احصايې او معلوماتو ریيس کمال الدين حقيار وايي، چې اوس مهال په نيمروز ولايت کې د بريښنايي پيژندپاڼو يو مرکز فعاليت لري چې له امله يې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

نوموړي وويل: «هره څومره هڅه چې په دې يوه څانګه کې وکړو خو بیا هم د خلکو اړتياوې نه پوره کېږي خو موږ د مرکزې ادارې سره غږيدلي يو چې په راتلونکي کال کې دلته دوهمه څانګ فعاله کړو ترڅو د خلکو شته ستونزې حل شي.»

د پرېښنایي پیژندپاڼو په ترلاسه کولو کې داسې مهال خلک له ستونزو سره مخ دي، چې د طالبانو په حکومت کې د سیمکارت د اخیستلو ترڅنګ یو شمیر نور دولتي کارونه د الکترونیکي تذکرې د نشتون په صورت کې نه اجرا کېږي او خلک اړ دي چې د خپلو کارونو د ژر ترسره کیدو لپاره برېښنایي تذکره واخلي، خو د هیواد په ټولو ولسوالیو کې د برېښنایي تذکرو د څانګو نشتون خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.