انځور: استول شوی

نورستان کې نږدې شل زره هکټاره ځنګلونه او څړ ځایونه بیا رغول کېږي

نورستان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د یوې مرستندویه ادارې له لوري د تېرو څو لسیزو د جګړو او ناامنیو له امله د خراب شویو ځنګلونو او څړ ځایونو د بیا رغونې چارې پېل کړي.

طالب چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د زرګونو کسانو په بوختولو سره د ۷ زره هکټاره ځنګل او یوولس زره هکټاره څړ ځایونو د بیا رغولو چارې پېل کړي، چې راتلوونکو پنځو کلونو کې به بشپړې شي.

د نورستان ځايي خلک بیا له طالبانو غوښتنه کوي، چې د ځنګلونو د بیا رغونې ترڅنګ دې د شته ځنګلونو د ساتنې لپاره رښتيني ګامونه واخلي.

د نورستان د مرکز پارون په ګډون په ټولو لېرې پرتو ولسوالیو کې د پرې شویو ځنګلونو او د له منځه تللیو څړ ځایونو د بیا رغونې چارې پېل شوي، چې پر مټ یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې.

نورستان کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ۳۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د اووه زره هکټاره ځنګلو او یوولس زره هکټاره څړ ځایونو د بیا رغونې پروژه له تېر یوه کال راهیسې روانه ده، چې د پنځو کلونو په موده کې به بشپړه شي.

د نورستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو رییس حنیف افغان وايي: «په دغه پروژه کې د مالونو د خوراکې فصل هم شیندلی؛ ترڅو د مالونو څړ ځایونه بېرته شنه شي، چې یوولس زره هکټاره به وي او اووه زره هکټاره ځنګلونه چې په تېرو څه باندې شلو کلونو تخریب شوي نوي نیالګي کېنول کېږي، چې دغه پروژه تېر کال پېل شوې او څلور کاله نور به هم دوام وکړي.»

د نورستان په مرکز پارون کې د مالونو په څړ ځایونو کې د مالونو خوراکې د تخم شیندلو چارې روانې دي. انځور: استول شوی

د نورستان د کرنې ریاست طالب چارواکي دغه راز وايي، چې په دغه ولایت کې د ځنګلونو او د مالونو د څړ ځایونو د ساتنې لپاره ۳۵ کسیزه شنه قطعه جوړه شوې، چې د ځنګلونو پرې کېدو مخنیوی به کوي.

طالب چارواکي وايي، د دغې پنځه کلنې پروژې له لارې یې د ځنګل وهنې د مخنیوي په پار لسګونه لمریز کورونه جوړ کړي او داسې وسایل یې پر خلکو وېشلي، چې د لمریزې انرژۍ پرمټ پخلی وکړي.

د نورستان لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي فیصل مختار وايي، دې چارې د سون لرګیو د سوځونې کچه تر ډېره کمه کړې او هڅه کوي، چې د مرستندویه ادارو پرمټ دا لړۍ د نورستان مرکز پارون او لېرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي.

نوموړي وویل: «د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ مو په لسهاوو لمریز کورونه جوړ کړي او د پخلي لپاره مو لمریز وسایل توزېع کړي؛ ترڅو د ځنګلونو د قطع کولو مخه ونیول شي؛ تر اوسه دغه پروسه کامیابه ده او کوشش کوو، چې د همکارو موسېسو پر مټ دغه پروګرام لا پراخ کړو.»

بل لور ته نورستان کې ځايي خلک خوښ دي، چې د مرستندویه ادراو پر مټ په دغه ولایت کې د له منځه تللیو ځنګلونو او څړ ځایونو د بیا رغونې چارې روانې دي، چې له درکه یې دوی ته کاري زمینې هم برابرې شوي.

د نورستان د پارون اوسېدونکی یحیی خان د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د ځنګلونو د بیا رغونې سربېره دې د شته ځنګلونو د ساتنې لپاره رښتیني هڅې وکړي.

یحیی خان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: « دا ډېر ښه کار شوی، چې د وهل شویو او سوځېدلو ځنګلونو د بیا احیاء پروژه روانه ده او خلکو ته د کار زمینه هم پیدا شوې؛ خو زما غوښتنه دا ده، چې حکومت [طالبان] دې کوشش وکړي کوم ځنګلونه چې شته د ساتنې لپاره یې صادقانه کوشش وکړي او مونږ له خپله اړخه اطمینان ورکوو، چې د ولسي تړو پر مټ به د ځنګلونو ساتنه کوو.»

د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اړوند د نښترو ځنکل چې روان کال د اورلګېدنې له امله سوځېدلی

نورستان کې د ځنګلونو او د مالونو د څړ ځایونو د بیا رغونې چارې داسې مهال پېل شوي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې یوازې روان لمریز کال د نورستان په ختیځ، لویدیځ او مرکزي نورستان کې شاوخوا ۳۵۰ هکټاره ځنګل او دغه راز سلګونه هکټاره د مالونو څړ ځایونه د اور لګېدنې له امله سوځېدلي دي.

د نورستان خلک بیا نیوکه کوي، چې د طالبانو له لوري جوړه شوې ۳۵ کسیزه شنه قطعه د ځنګل وهوونکیو پر وړاندې بې پروا ده او څه ډول چې په کار ده هلې ځلې نه کوي، چې له امله یې په دغه ولایت کې لاهم د ځنګلونو د وهلو او سوځولو لړۍ نه ده درېدلې او د طالبانو له مرکزي حکومت غوښتنه کوي، چې د دغې ملي شتمنۍ د ساتنې لپاره رښتني ګامونه واخلي.