امريکا: چين دې روښانه کړي چې ايا طالبان يې په رسميت پېژندلي او که نه

اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند متيو ميلر د چين د ولسمشر له لوري د طالبانو د سفیر د باورليک منلو ته په غبرګون کې ويلي، چې بيجينګ دې روښانه کړي چې ايا طالبان يې په رسميت پېژندلي او که نه.

نوموړي پرون سې شنبه (۱۰ د سلواغې) د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا امريکا د چين اقدام د طالبانو د رسميت پېژندنې په معنا اخلي، وويل: «ما دا راپورونه وليدل او فکر کوم چې د چين دولت بايد [له طالبانو سره د پکن] د اړيکو په اړه خبرې وکړي او دا چې ايا دوی (چين) په رسمي توګه طالبان په رسميت پېژندلي او که نه. ما د دوی ځينې متفاوت نظرونه ليدلي دي.»

ده د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړې، چې د چين د ولسمشر له لوري د طالبانو د سفير د باورليک منلو په اړه په ځانګړې توګه څه نه وايي، ځکه ده ليدلي چې چين د يو لړ اعلاميو له لارې ويلي، چې د طالبانو په اړه يې درک نه دی بدل شوی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړې چې دې هيواد په علني او خصوصي توګه طالبانو ته ويلي، چې له نړيوالې ټولنې سره د دې ډلې اړيکې د دوی په خپلو اقداماتو پسې تړلې دي.

ده ويلي، چې امريکا هڅه کوي چې طالبان هغه مسير بدل کړي چې تر نن ورځې پورې يې تعقيب کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې ايا متحده ايالات له چين څخه غواړي چې پر طالبانو له خپل نفوذ څخه د ښځو او نجونو د حقونو د ښه‌والي لپاره استفاده وکړي، وويل: «موږ غواړو چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ښه شي او له طالبانو سره له هر ښکېل هيواده غواړو چې په دې برخه کې پرمختګ وکړي.»

ده د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې يو ځل بيا ټينګار کړی چې په نړيواله توګه د طالبانو په رسميت پېژندنه تر هغو اقداماتو پورې تړاو لري چې دا ډله يې اخلي او يو ګام دادی چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره په چلند کې ښه والی راشي.

له هيوادونو سره د طالبانو د اړيکو په تړاو په تازه پرمختګ کې د چين ولسمشر د طالبانو د سفير اسدالله چې په بلال کريمي مشهور دی، باورليک منلی دی.

دا لومړی ځل دی چې د يوه هيواد ولسمشر د طالبانو له لوري د ور لېږل شوي سفير باورليک مني.

تر اوسه هيڅ هيواد هم طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسميت نه دي پېژندلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته