د امريکا د بهرنيو چارو وزارت: د افغانستان په راتلونکي کې يوازې طالبان ونډه نه لري

Photo: captured from a video via state.gov

اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند متيو ميلر ويلي، چې د افغانستان په راتلونکي کې يوازې طالبان ونډه نه لري او واشنګټن د ښځو او نجونو په ګډون د دې هيواد د راتلونکي د ټاکلو په لړ کې د ټولو افغان وګړو ملاتړ کوي.

نوموړي دا څرګندونې پرون ورځ (۱ د کب) د يو خبري کانفرانس پر مهال په دوحه کې د هيوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې د طالبانو د نه ګډون په تړاو پوښتنې ته ځواب کې کړې دي.

ميلر ویلي، چې په دوحه کې د هيوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې د طالبانو په نه ګډون نه دی حيران شوی او دا ډله متفاوت اهداف لري.

ده زياته کړې، چې د امريکا موخې درې دي او د دوحې په غونډه کې يې تعقيب کړې دي. د ده په وينا، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو نه فعاليت، د ټولشموله دولت جوړول او د ښځو او نجونو په ګډون د بشر حقونو ته درناوی د امريکا اهداف دي.

ميلر ويلي: «له همدې کبله دا هغه څه دي چې موږ ورپسې يو … نه شم کولای ووايم چې کله طالبانو د پراخې استازولۍ په يوه غونډه کې د ګډون لپاره د نړيوالې ټولنې بلنه رد کړه، حيران شوم. خو لکه څرنګه چې مو وړاندې اورېدلي دي، وايم چې طالبان يوازيني افغانان نه دې چې د هيواد په راتلونکې کې ونډه لري. موږ به د ښځو او نجونو په ګډون د هيواد د راتلونکي د ټاکلو په لړ کې د ټولو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند په دوحه کې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره د چين، روسيې او ايران د استازو د نه ليدنې په تړاو پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې د نورو هيوادونو د اقداماتو په اړه خبرې نه کوي، خو د ده په وينا امريکا له مدني ټولنې سره تعامل رغنده ګڼي.

ميلر ويلي: «موږ هڅه کوو چې د خپلو اقداماتو له لارې مدني ټولنې د پياوړتيا لپاره اقدامات وکړو او يقينا د نړۍ ټول هيوادونه هڅوو چې دا مسير تعقيب کړي.»

روسيې رسما تایید کړه چې د طالبانو په غوښتنه يې په دوحه کې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو او ښځينه فعالانو سره په غونډه کې له ګډونه ډډه کړې ده.

د دوحې غونډه چې د يکشنبې او دوشنبې په ورځو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب ترسره شوه، د افغانستان له مدني ښځينه فعالانو څخه پنځو تنو ګډون په کې کړی وو.

طالبان هم دې غونډې ته بلل شوي وو، خو د خپلو شرایطو د نه منلو له کبله يې له ګډونه ډډه وکړه.

د «افغانستان له خپلواکې ارزونې» سره سم له افغانستان سره منسجم تعامل د دوحې د غونډې له اهدافو څخه و. هيله کېده چې د امنيت شورا له پرېکړه‌ليک سره سم به د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له لوري يو ځانګړی استازی وټاکل شي، خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوتريش د غونډې په پای کې اعلان وکړ چې د داسې استازي د ټاکلو لپاره مشوره کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه