انځور: استول شوی

د نجونو پرمخ تړلي ښوونځي؛ هلمند کې ښځو او نجونو مدرسو ته مخه کړې

پر هیواد د طالبانو تر ولکې وروسته دغې ډلې په ټول هیواد کې لومړی تر شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو را وګرځولې او یو کال وروسته یې له پوهنتونونو هم منع کړې، چې دې چارې په دینې مدرسو کې د نجونو شمیر زیات کړی دی.

هلمند کې که څه هم د تېرو جګړو له امله د نجونو او هلکانو د زده کړو بهیر ټکنی و، خو دغلته د ۳۵۷ دولتي ښوونځيو له جملې څخه په څه باندې ۵۰ ښوونځیو کې سلګونو نجونو زده کړې کولې، خو اوس یاد ښوونځي د شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ تړلي او ډیری نجونو دیني مدرسو ته مخه کړې.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د «سي تیرې» په نوم د یو ښونځي زده کوونکې شفيقه چې له تېر يو نيم کال راهیسې په لښکرګاه کې په يوې ديني مدرسه کې په زده کړو بوخته ده وايي، د دې لپاره چې له زده کړو لېرې پاتې نه شي، نو دیني زده کړو ته یې مخه کړې.

نوموړې زیاتوي، چې د دې په ګډون د ډیری ښوونځیو نجونې اوس په دیني مدرسو کې له سهاره تر مازدیګره په زده کړو بوختې وي او په بدل کې یې په میاشتني ډول ۲۵۰ افغانۍ ترې اخیستل کېږي.

د دې زده کوونکې په خبره، چې د مدرسې ټولې زده کوونکې کولای شي په هر ډول لباس کې مدرسې ته لاړې شي او زده کړې وکړي.

شفیقې وویل: «ډيرې زياتي نجونې مدرسې ته راځي ورځ تربلې اوس د هغو نجونو شمير زياتيږي چې پخوا يې مکتب ويلې مکتب ته خو موږ تور کالي اغوستل خو مدرسو ته د کور په کاليو کې ورځو د مکتب ټولې نجونې اوس مدرسو ته ورځي.»

هلمند کې د اصوت القران اناثيه ديني مدرسه. انځور: استول شوی

د ښوونځي یوه بله زده کوونکې زرغونه هم هلمند کې په يوې مدرسه کې په زده کړو بوخته ده. نوموړې وايي، اوس په ياده مدرسه کې د ديني زده کړو ترڅنګ عربي او د انګلیسي ژبې زده کړې هم کوي.

د هغې په وینا، چې د عصرې زده کړو ترسره کيدو هېلې يې اوس په اوبو لاهو شوي او د دې لپاره چې له زده کړو څخه ډيره شاته پاتې نه شي اړه شوې چې د کورنۍ په خوښه په ديني  مدرسه کې زده کړې وکړي.

زرغونه د طالبانو حکومت د ښوونځي او مدرسې په برخه کې په توپیري چلند تورنوي او وايي، چې دغه ډله نه غواړي نجونې عصري زده کړې وکړي.

نوموړې وایي، په داسې حال کې چې د ښوونځيو نجونې په منظم لباس او حجاب کې زده کړو ته ځي مګر بیا هم طالبان اجازه نه ورکوي، خو مدرسې ته په هر ډول لباس کې د تګ اجازه شته او ډیری یې د طالبانو د خپلوانې هم دي.

هغه د طالبانو پر حکومت غږ کوي، چې د نجونو عصري زده کړو ته دې اجازه ورکړي او په ټول افغانستان کې دې د دوی پرمخ ښوونځي خلاص کړي.

هغې وويل:« موږ د اسلام په حجاب کې ښوونځيو ته ځو په داسې ډول ښوونځيو ته ځو څه ډول چې مدرسې ته ځو، د طالبانو داسې کار دی چې مدرسې ته اجازه ورکوي او عصرې زده کړې نه پريږدي موږ يې سخې خواشيني کړي.»

په همدې حال کې د ښځينه زده کوونکو د کورنۍ غړي وايي، وروسته له هغه چې طالبانو په هیواد کې د نجونو پرمخ ښونځي وتړل ډيری زده کوونکې په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

شافیه چې درې لمسیانې یې د ښوونځي په تمه په کور ناستې دي وایي، له هغه وخته چې لمسیانې یې له ښوونځي څخه راګرځول شوي وخت ناوخت ژاړي او هېلې یې د لمنځه تلو په حال کې دي.

نوموړې د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې له ډيرو پلمو دې تېر شي او د نجونو  پرمخ دې د عصرې زده کړو دروازې خلاصې کړي.

هغه وویل: «نجونې ډيرې زياتې په ستونزو کې دي پخوا چې ښوونځي خلاص وو نجونې به ښوونځيو ته تللې اوس چې ښوونځي تړل شوي ټوله ورځ پر کور ناستې وي زده کړې ډيرې ښې دي زموږ لپاره ګټورې دي باید اجازه ورکول شي.»

بلخوا د طالبانو حکومت بار بار ویلي، چې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي، خو په دې برخه کې د یوه طرزالعمل د جوړولو په ګډون پر ځینو مسایلو کار کوي چې په پایله کې به یې نجونې وکولای شي د شریعت سره سم زده کړې وکړي.

خو، خلک په شک کې دي او وایي، چې طالبانو د تل لپاره په زده کړو بندیز لګولی او په تېرو څه باندې دوو کلونو کې نه دي توانیدلي چې د نجونو د زده کړو لپاره یوه حل لاره وګوري.