د محرم پرته د ښځینه روغتیاپالو پر کار بندیز؛ هلمند کې ډاکټرانې له کاره زړه تورې شوي

په داسې حال کې چې د هلمند د لېرې پرتو ولسوالیو اوسیدونکي تل په روغتیایي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو له نشتون شکایت کوي، خو په دې ورستیو کې دغلته د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر کارکوونکو شته ښځینه روغتیاپالو ته د «محرم» په درلودلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ښځینه ډاکټرانې د محرم پرته خپل کار ته دوام نه شي ورکولی.

د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو ښځینه ډاکټرانو ته ویلي، چې له یو داسې محرم سره دې خپلې دندې ته راشي چې کار ځای کې ورسره پاتې او د رخصت پر مهال یې بیرته تر کوره ملتیا وکړي.

خو، یو شمیر د ګوتو په شمار ښځینه ډاکټرانې چې د هلمند په ناومېش، باغران، بغني موسی کلا، واشېر، نوزاد، دېشو، خانشین، بهرامچه، ګرمسیر او د مارجې ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو کې په کار بوختې دي وایي، چې له یوې خوا ډیر کار او له بلې خوا د طالبانو له لوري د محرم جبري کیدل له کاره زړه تورې کړي او نه شي کولای په دې توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

د هلمند د مارجې ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې یوه روغتیاپاله ملالۍ (مستعار) وایي، چې د کم معاش او د محرم د جبري کیدو له کبله اړه ده چې خپله دنده پریږدي.

نوموړې زیاتوي: «معاش مې ۱۵۰۰۰ افغانۍ دی، پلار مې د ولسوالۍ په بازار کي دوکان کوي، دا چې د محرم درلودل دلته جبري شوي نو پلار مې نه شي کولای چې زما سره په همدې معاش د روغتون د ناروغانو په تمځای کې ټوله ورځ انتظار وکړي، نو مجبوره یم چې دنده پریږدم.»

هلمند کې یو شمیر روغتیایي مرکزونه نه یوازې د ښځینه ډاکټرانو د نشتون سره مخ دي بلکې د ناروغانو د درملنې لپاره هم کافي امکانات نه لري. انځور: خواله رسنۍ

دغه راز زرغونه چې مخکې یې د هلمند ناوې ولسوالۍ په یوه روغتیایي مرکز کي دنده اجرا کوله اوس پر کور ناسته ده او وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو له لوري د محرم نه درلودلو له کبله دندې پرېښودو ته اړه شوې.

هغې وویل: «سهار مې پلار پر موټر سایکل د خپل کور څخه روغتون ته رسولم او بیرته یې کور ته بیولم اما د امربالمعروف او نهی عن المنکر له لوري ټینګار دا وو چې د ټولو ښځینه کارکوونکو محرم باید د روغتون مخې ته د ورځې تر پایه انتظار وکړي چې دا ډیرو کارکوونکو ته ناممکنه و.»

 نوموړې زیاتوي، چې د دې ترڅنګ څو نورې ښځینه روغتیاپالې هم دندې پريښودلو ته اړې شوې دي.

باغران چې د هلمند د مرکز لښکرګاه سره ۱۷۲ کیلو متره فاصله لري، دغلته د روغتیایي مرکز یوه ښځینه ډاکټراه د کم معاش او سخت کار څخه شکایت کوي او وایي، چې په دې مرکز کې د ښځینه کارکوونکو د کمښت له کبله په شته ډاکټرانو فشار زیات او معاش کم ورکول کېږي.

نوموړې زیاتوي، چې د کم معاش او د محرم جبري کیدلو له امله ډیری ښځینه ډاکټرانې لېرې پرتو ولسوالیو ته زړه نه ښه کوي او یو شمیر هغه د محرم نه درلودلو له کبله دندې پرېښودلو ته اړې شوې دي.

دغې ډاکټرې وویل: «د لښکرګاه څخه د اقتصادي ستونزو له وجې دلته په ۱۵۰۰۰ افغانۍ وظیفه مخته وړم چې نه مې محرم ته معاش شته او نه هم د اوسیدو لپاره مناسب ځای چې اوس مهال په دې ولسوالۍ کې په کرایه سرای کې اوسیږو.»

هلمند کې عام خلک وایي، چې په روغتیایي مرکزونو کې ښځینه روغتیاپالې نشته او دوی له ستونزو سره مخ دي. انځور: خواله رسنۍ

بلخوا هلمند کې د لېرې پرتو ولسوالیو خلک په روغتیایي مرکزونو کې د درملو له کمښت او د ښځینه ډاکټرانو له نشتون شکایت کوي.

د هلمند د مارجې ولسوالۍ د بلوڅانو د سیمې اوسیدونکی دولت خان وایي، چې د دوی د سیمې روغتیایي مرکز کې ښځینه ډاکټرانې نشته او ځینې ډاکټرانې چې راشي د ځینو مجبوریتونو له کبله بیرته دنده پریږدي.

هغه وويل: «څو ورځې وړاندې زموږ د کلي يوه مېرمن چې د ولادت لپاره بُست روغتون ته لېږدول کېده، د لارې په اوږده کې مړه شوه او تر دې وړاندې هم داسې پېښې رامنځته شوې دي.»

د باغران ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالولي بیا زیاتوي، چې دوی ته په نږدې روغتیایي مرکزونو کې ښځینه ډاکترانې او روغتیايي خدمات کم چې له امله یې خپل ناروغان لښکرګاه او یا هم د نوزاد ولسوالۍ روغتیایي کلینیک ته وړي.

نوموړي وویل، «مخکې زموږ په روغتیایي مرکز کې ښځینه ډاکترانې موجودې وې اما اوس ورځ تر بلې ښځینه ډاکترانې کمیږي.»

موږ هڅه وکړه چې په هلمند کې د طالبانو د روغتیا ریاست او امربالمعروف ریاست مسوولینو نظر هم له ځان سره ولرو، خو تر انتظار وروسته د هغوی د نظر په اخیستو بریالي نشوو.

د معلوماتو له مخې د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې ۱۲۰ روغتیایي مرکزونه فعالیت لري، چې د ډيری ولسواليو په روغتیایي مرکزونو د مسلکي ډاکټرانو او په ځانګړې توګه د ښځینه روغتیاپالو کمښت دغلته روغتیایي خدمات له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.