د ننګرهار په یو شمیر سیمو کې د ښځو سخت کار؛ د کور ترڅنګ بیرونۍ چارې هم سمبالوي

د ننګرهار په دره نور، هسکې مينې، دور بابا او ځينو نورو ولسواليو کې ښځې نه يوازې دا چې د کور چارې مخته وړي او اولادونه پالي بلکې له دې سره-سره له کوره دباندې هم د نارينه‌وو تر څنګ د خپل کورني اقتصاد د پياوړتيا لپاره په پټيو کې کار کوي، له غره لرګي راوړي او داسې نورې چارې ترسره کوي.

په دې چاپېريال کې د تصور پر خلاف د ښځو پر بانديني کار کولو بنديز نشته او نه هم داسې انګېرل کېږي چې بهر ته د ښځې په وتلو او د هغې په کار کولو سره د ښځې حيثيت ټيټېږي او نه هم داسې چارې د ځينو سيمو او دودونو پر خلاف د ښځې د ناموس ساتنې پر خلاف ګڼل کېږي، بلکې دلته دود داسې دی چې ښځې د نارينه‌وو په پرتله د ژوند ډېرې چارې مخته وړي او د نارينه‌وو په پرتله سخت کار کوي.

د تیر حکومت له نسکورېدو ورورسته د طالبانو له لوری پر ښځو محدودیتونه، بې وزلي، وزګارتيا او د کار نشتوالى د ښځو له لویو ستونزو ګڼل کېږي.

د دره نور ولسوالۍ اوسیدونکی محمد سلیم وایي، د یادې ولسوالۍ په زیاتره کلیو او بانډو کې ښځې په پټیو او کروندو کې د کارونو تر څنګ له غرونو لرګي راوړي، څاروي ساتي او پر دې هر څه سربېره ماشومان روزنه او د کور سمبالولو چارې هم ور ترغاړې دي.

سره له دې چې په دې ټولنه کې ښځې د بهر کار کولو ازادي لري او کولای شي د نارينه‌وو تر څنګ په پټيو کې کار وکړي او د کور په اقتصاد جوړونه کې مستقيمه ونډه واخلي، خو په عين مهال کې د ځينو خلکو له لوري يوه نيوکه دا هم کېږي چې پر ښځو کاري بوج زيات دی او نارينه په سمه توګه د ښځو لاسنيوی نه کوي.

محمد سلیم زیاتوي: «دره نور په زیاتره بانډو کې پر ښځو باندې د کروندو کارونه، له غره لرګي راوړل، څارویو ساتنه او کور سمبالښت هم وترغاړې وي، میړونه یې چې ډیر مجبور نه شی ټک کار هم نه کوي او پر همدې ښځو ټولې چارې سرته رسوي، د دره نور میرمنې له زیات کړاو سره مخ دي.»

دره نور ولسوالۍ کې ښځې د کور د کارونو ترڅنګ له غره څخه د لرګیو په راوړلو هم مکلفې دي. انځور: استول شوی

د ټولنيزو فعالانو نظر دادی چې که څه هم ښځه په دې ټولنه کې زيات زيار وباسي، خو د دې د کار هغومره درناوی نه کېږي لکه چې بايد وشي او تر ډېره حده د يوه داسې مزدور په توګه استفاده ترې کېږي چې هيڅ ډول حقوق نه وي ورکړل شوي. دا کاري بوج او د ښځو حقونو ته نه پاملرنه کله – کله تر دې کچې هم زيات شي چې ښځې له کوره تېښتې او ان ځان وژنې ته اړې شي.

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ یو اوسیدونکي د طالبانو له ویرې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې د دې ولایت په هسکې مېنې، دور بابا او اچین ولسوالیو په لېرې غرییزو سیمو کې هم  پر ښځو درانه کارونه ترسره کېږي، چې له کبله یې ډیر کله میرمنې ځان وژنې او یا له کوره تېښتې ته مجبوریږي.

هغه وویل: «د هسکې مېنې، دور بابا او اچین ولسوالیو په غرییزو سیمو کې ښځې د ژوند په سخت حالت کې دي د یوې مزدورې په توګه ترې کار اخیستل کیږي، پر ښځو د څارویو ساتنه، له څو کیلو متره وړاندې ځایه اوبه راوړل، له غرونو لرګي راوړل او ګن نور درانه کارونه ترسره کوي؛ هغه ښځې چې کار نه کوي بیا پرې د کورنۍ لخوا فشار هم زیات وي او پر ځینو یې میړونو بله ښځه هم کوي نو له دې امله بیا ښځه مجبوره شي چې هر ډول سخت کار وي غاړه ورته کیږدي.»

خلک وایي، ښځې ته باید ارزښت ورکړل شي او د یوې مزدورې په توګه ورته ونه کتل شي

د پام وړ خبره داده چې په دره نور، هسکې مينې، دور بابا او اچين ولسواليو کې د ښځو بانديني کار ښځو ته په ټولنيزه توګه مصوونيت هم ورکړی او هغوی په ډاډه زړه له کومې وېري پرته تګ – راتګ کوي، غره ته ځي بوټي راوړي او همدا راز په پټيو کې کار کولو ته ځي او په دې ټولنه کې چې نارينه او ښځې دواړه يې په ګډه د بهر چارې سمبالوي، د داسې کومې پېښې خبر نه دی ترلاسه شوی چې ښځو يې له کبله د نا امنۍ احساس کړی وي، خو په عين مهال کې ځایي طالب چارواکو غرونو ته د ښځو له ورتګ سره مخالفت ښودلی او له غرونو يې د هغوی پر لرګيو راوړلو بنديز لګولی مګر لاهم د ځينو کورنيو ښځو دباندې وځي او له غره لرګي راوړي.

بلخوا د ننګرهار لپاره د طالبانو د کار او تولنیزو چارو رییس فریدالله حقاني وایي، چې په دغه ولایت کې یې ٦٦٦ میرمنو ته د کار جوازونه ورکړي او هڅه کوي چې میرمنو ته هم په کور دننه کاري زمینې برابرې کړي.

حقاني زیاتوي: «ښځو لپاره د کاری زمینو برابریدو برخه کې مونږ پوره هڅه کې یو، د پخوا په پرتله مو ورته کاري جوازونو اخیستو کې هم اسانتیاوې برابرې کړي او دغه شان کوشش کوو، چې هغه لېرې ولسوالیو کې ښځو لپاره د خیاطۍ او نورو کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره کړو.»

 هڅه مو وکړه چې د ننګرهار په ځینو سیمو کې پر ښځو د درنو کارونو د بنديز په برخه کې د دغه ولایت د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې چارواکو نظر هم ولرو، خو د نظر په اخیستلو یې بریالي نشوو.

 یادې ادارې له دې څه موده وړاندې د ولسوالیو مسوولینو ته لارښونه کړې وه، چې غرونه ته دې دهغو ښځو پر ورتګ بندیز ولګوي چې د کورنۍ محرم ورسره نه وي.

د دوی په خبره چې د ښځو اصلي دنده د ماشومانو روزنه او د کورنيو کارونو تنظيم او ترتيب دى.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته